Jan 18, 2022 17:34 Asia/Kabul
  • ایران سیل

د رشت ښار اصلی اوسیدونکي ګیل نومیږي چی په فارسی ژبه او لهجه ورته ګیلکی ویل کیږی .

 

د رشت ولسوالۍ د سیاسی ، کلتوری ، اجتماعی ، اداری ، اقتصادی  او جغرافیایی شرایطو ته په پام سره مهمې ځانګړنې لري . د دغه ولسوالۍ د ښارونو اسویدونکي زیاتره  خدماتي ، تجارتي او صنعتی کارونه کوي . پر دې سربیره د دغې سیمې کلیوال زیاتره د وریژو کرلو فعالیتونه ترسره کوي .

دغه ولسوالۍ د کیسپین سمندرګی د ساحلو په ۳۰ کلومیټرۍ کې د البرز غرونو د سلسلې په شمال او د انزلی بندر ولسوالۍ د جنوب په رسوبی مځکو کې پرته ده . په رشت کې د ورښت اندازه سمندر ته د نږدېوالی او له شمال ختیځ ، جنوب لویدیځ په لور د کیسپین سمندر د بادونو په وجه زیاته ده انو په همدې دلیل دغه سیمه د ایران یوه ډیره بارانی سیمه بلل کیږی . د دغه ښار اقلیم خزری معتدل دی او ګرم او مرطوب اوړې او معتدل ژمې لری . د سیاه رود او ګوهر رود په نومونو د سفیدرود دوې څانګې د رشت له ختیځ او لویدیځ اړخه روانې او بالاخره انزلی تلاب ته ورځی .

د رشت ښار اصلی اوسیدونکي ګیل نومیږي چی په فارسی ژبه او لهجه ورته ګیلکی ویل کیږی . په تاریخی سرچینو کې راغلي دی دغه ښار په زیات احتمال له اسلامه مخکې هم وجود درلودلی دې او مخینه یې ساسانیانو لړۍ ته ورګرځي . په اسلامی پړاو کې د صفویانو تر وخته رشت ښار دومره پراخوالې نه درلوده ، خو د شاه عباس دوهم له وخته د قاجاریه حکومت تر وروستیو رشت ستر تجارتی مرکز وو او هغه کاروانونه چی په دغه ښار کې به دریدلې ، خپل شیان به یې له  دې لارې د مدیترانه سمندر بندرونو ته ورلیږل . نن سبا د رشت ښار دایران له مهمو سترو ښارونو او د ایران په سویه د کرهڼې او ټوریزم له قطبونو بلل کیږی . رشت همداراز د فولادو ستر تولیدونکې او د ایران د سرطان ضد درملو د نانو تولید قطب دې . د رشت ښار د بوټیو د زیاتې تنوع درلودلو ، د سمندری محصولاتو د درلودلو ، زړه تاریخی مخینې او کم ساری خوراکی تنوع لری . د ځینو اعلان شویو شمیرنو په اساس په رشت کې ۱۷۰ ډوله خوراکونه جوړیږي . پر دې سربیره رشت د ګوشتی یا غوښې سرچینود استفادې په زمینه کې هم ډیره تنوع لري او د ځای حیواناتو ، وحشی پرندګانو او کبانو  له غوښې په استفادې سره  ډول ډول خوړه جوړیږي . له همدې امله د رشت ښار په ۲۰۱۵ میلادی کال کې د یونسکو تر نظر لاندې د خوراک پیژندنې د خلاق ښار په توګه دنړۍ د خلاقو ښارونو له شبکې  سره یوځای شو . د یونسکو د معیارونوپه اساس خلاق هغه ښار دې چی دپایدارې ښاری پراختیا کې د ښاریزو له وسونو او نوښتونو استفاده کوی . رشت د ایران یوازنې ښار د نړۍ له نورو اتلسو ښارونو سره یو ځای په یونسکو کې د خوراک پیژندنې په زمینه کې ثبت شوې دې .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««

رشت د ښاری ښکلا له نظره زیات لیدونکي ځایونه لري . له معمارۍ نظره یو ځانګړې اسلوب لری چی د ښار د اصلی میدان په زمینه کې یعنی میدان شهرداری کې ښه لیدل کیدلې شی . د ښاروالۍ میدان په  شاوخوا کې د شرداری ، پوسټ ، ملی کتابتون ودانۍ او همداراز میرزا کوچک خان مجسمه موجود دي . د ښاروالۍ ودانۍ له ۱۲۷۶ تر ۱۳۰۵ کلونو کې جوړه شوی ده  او د رشت د عمارتونو یوه جاذبه  بلل کیږی چی د ټوریسټانو نظر ځانته جلبوی . د ساعت برج هم د ښاروالۍ د ودانۍ یوه برخه ده چی په پخوانیو زمانو کې له اور او نورو خطرو د خبرتیا لپاره ترې استفاده کیدله . نن سبا هم هر نیم یو ساعت یو ځل یې اواز اوچتیږی او خلکو ته د وخت معلومات ورکوی . دغه په ۲۴ میټره اوږدوالی سره برج د رشت ښار یو سمبول بلل کیږی . د رشت ځینې زاړه کورونه هم د معمارۍ ، نقاشۍ اوګچی کار له نظره  ډیر ارزښت لري او ارزښتمند هنری اثار دي چی له همدې کبله د کلتوری میراث په توګه ثبت شوی دي . د بیلګې په توګه مناسبه ده خانه ابریشمی چی د قاجاریه پړاو د تاریخی کورونو له ټولګې ده ، سره نور بلد شو .

خانه ابریشمی د رشت یوه ښکلی تاریخی ودانۍ ده چی په قارجاریه پړاو کې د رشت ښار د کلانتر میراسماعیل حاکمی په وسیله جوړه شوی ده او میرزا احمدابریشمی هغه اخیستلی ده . دغه دوه پوړیزه کوراو اته کوټې لري . خانه ابریشمی ښکلی باغیچه او حیاط او پینځه میټره اوږده دیوالونه او بې ساری طاقچی لري چی د ټولو پام ځانته جلبوي . همداراز دا کور دوه هالونه لري چی چینی خانه او تار ایینه نومونه لري او هر یو هال پکې ډیر ښکلی سینګار شوې دې .

د دغې ودانۍ نومول هم د خپل زاړه خاوند د نوم په خاطر حاجی میرزا ابریشمی دې .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

باغ محتشم یا پارک شهر هم د رشت ښار یو بل لیدونکې ځاې دې چی د ګوهر رود سیند په خوا کې دې . دغه باغ په ۱۳۰ کال زړوالي او د چنار په لوړو ونو سره خاص عظمت  لری او معمولا زیاتره هغه کسان چی له رشت ښاره کتنه کوی ، د دغه باغ په ګڼو او لوړو ونو سیوره کې څه وخت تیروي .

د باغ محتشم یوه جاذبه په عمارت کلاه فرنګی مشهوره ښکلی ودانۍ ده چی د باغ محتشم په جنوبی برخه کې ده او د قاجار له پړاو سره اړه لری . د دغې ودانۍ مساحت کابو ۲۴۰ مربع میټره او په کثیر الاضلاع ښکل کې دی . عمارت کلاه فرنګی له دې سره چی څلور پوړیزه دی خو له بهره درې پوړیزه ښکاری او په لومړی او دوهم پوړ کې اتلس د لرګي ستنې لري او لومړې او دوهم پوړ هر یو ځانته دوه جلا جلا کوټې لري . دغه دواړه کوټې هم هر یو ځانته جلا د رڼا خیستلو کړکی لري او په ګرمۍ موسم کې پکې د هوا چلیده ښه سیسټم موجود دې . عمارت کلاه فرنګی څو ضلعی ودانۍ ده او د دغه ودانۍ اوږده کوټه هشت ګوش نومیږی . د دغې ودانۍ په جوړولو کې کارول شوی مصالح هم خښته ، لرګی او ګچ دې .

دغه ودانۍ په تیر وخت کې ۷۰۰۰ میټره حیات سره یو لرګین حصار یا ګاړ درلوده او کلونه کلونه د ګیلان د واکوالانو استوګن ځای وو او څو ځله تعمیر او مرمت شوې هم دې . په نهایت کې په ۱۳۷۴ لمریز کال کې نوموړی ودانۍ د ګیلان د کلتوری میراث مدیریت ته وسپارل شوه او د دودیزو هنرونو د زده کړې د مرکز په توګه غوره شوه .

پای