د ایران سیل ۹۰
دوستانو په ننني پروګرام کښې هم د ګیلان د ښایسته او زرغون ولایت کتنې ته دوام ورکوو او د دغه ولایت یو ډیر ښکلي او پخواني ښار لاهیجان ته مو بیایو چې د چایو په باغونو مشهور دی
لاهیجان د ایران یو ډیر ښایسته ښار دی او له تهرانه په درې نیم سوه کیلومیټره واټن کښې پروت دی. د دغه ښار جغرافیايي موقعیت په داسې غریزه سیمه کښې دی چې غونډۍ یې د چایو په تل شنو بوټو پوښل شوې دي. ډیرې ښکلې معمارۍ او د سفالي چتونو او سپینو رنګونو سره ویلايي کورونو هم دغه ښار ته ښایسته ځلا بخښلې ده.
په بله وینا، په لاهیجان کښې د طبیعت ښکلاؤ او د ښار جوړونې ډول یو بل بشپړ کړي دي. ځیني خلک باوري دي چې لاهیجان (د وریښمو د ښار) په معنا دی. جرمن محقق اشپیګل هم (د کاسپین د غاړې په سواحلو باندې د روسانو حملې) نومې کتاب کښې د لاهیجان نوم (د وریښمنو د ښار) په معنا ګڼي.
لاهیجان په کابو ۱ زر ۴۰۰ مربع کیلومیټره پراختیا سره یو ښایسته او ښیرازه ښار دی او د ښاري مخینې له نظره ډیر لرغونوالی لري او د یو روښانه او ویاړ من تاریخه برخمن دی. دغه ښار، له رشت مخکښې د ګیلان ولایت مرکز و. حتی پس له دې چې رشت له صفویه پړاوه اهمیت ومونده، بیا هم لاهیجان د تاریخي مخینو او جغرافیايي موقعیت په وجه د ګیلان مرکز پاتې شو. البته لاهیان هم د ګیلان د نورو ښارونو په شان د طبیعي آفتونو او لوټمار او اور لګیدنو لرې پاتې نه شو. په ۱۳۰۷ میلادي کال کښې ایلخاني باچا اولجاتیو دغه ښار ونیوه او په ۱۴۸۵ میلادي کال کښې زلزلې ویجاړ کړ.
د اوولسمې میلادي پیړۍ په مینځنیو کلونو کښې نورو طبیعي عواملو هم د دغه ښار په ویرانیو کښې اضافه وکړه خو په دې وروستۍ سلیزه کښې لاهیجان ښار ډیره ترقي وکړه او له دې امله چې د ایران د چایو د کښت او تولید ترټولو مهم مرکز دی، په دغه ښار او په خواوشا سیمو کښې یې د چایو د تولید ډیرې کارخانې جوړې شوې دي. له دې لارې د ښار اقتصاد هم ځانګړی رونق موندلی دی او په یو کرهڼیز او صنعتي ښار بدل شوی دی. لاهیجان د نمجنې او باراني هوا سره سره د پام وړ تاریخي آثار لري. له دغو آثارو څخه د څلورو اولیاؤ یا د څلورو باچاهانو جومات او د شیخ زاهد ګیلاني بُقعې یا جومات ته اشاره کولې شو. پر دغو سربیره، د چایو د باغونو ښایسته منظرو او نورو طبیعي ښکلاؤ د ډیرو تاریخي ودانیو، لرغونو جوماتونو او ښکلیو ودانیو دغه ښار ته ځانګړې سیاحتي جاذبه وربخښلې ده. ښه ده چې د لاهیجان د سیل د ځینو ځایونو په کتنې سره له دغه ښار سره لازیات اشنا شو.
*/*/*/*/*/*/
داسې مسافر به ډیر کم وي چې لاهیجان ته تلی وي او په دغه ښار کښې یې د شیطان کوه د مشهور او ښایسته آبشار لیدو ته نه وي تلی. شیطان کوه، د لاهیجان ښار په ختیځه برخه کښې یو غر دی. پخوا به یې دې سیمې ته شاه نشین کوه ویل. مخې ته یې یو لوی ډنډ و چې د اوبه خور لپاره به پکښې اوبه ساتل کیدلې. نن سبا دغه ډنډ په یو مصنوعي جهیل بدل شوی دی چې په مینځ کښې یې یوه وړه جزیره ده او په کښې یوه کوچنۍ ودانۍ جوړه ده.د شیطان کوه په مینځ کښې یو مصنوعي آبشار جوړ شوی دی چې اوبه یې له همدغه لوې ډنډ څخه برابریږي.
د شیطان کوه د پاسه (بامِ سبز) دی او هلته په ختلو سره سیلانیان د لاهیجان بې ساره ښکلاوې ویني. د شیطان کوه د آبشار ښایسته منظرې او په خوا کښې یې ستر تالاؤ د طبیعت د مینه والو د میلمستیا لپاره د مناسبې زمینې په رامینځته کولو سره دغه سیمه د لاهیکان په یوې ډیرې ښکلې سیمې بدله کړې ده. له دغه غر نه لږ لرې هم (د لاهیجان د چایو میوزیم) او د (کاشف السلطنه) مقبره ده چې په ایران کښې د چایو له تاریخچې سره د بلدتیا لپاره یو په زړه پورې ځاې دی.
*/*/*/*/*
په ایران کښې د چایو کښت په وړومبي ځل د ناصر الدین شاه قاجار د باچاهۍ په زمانه کښې د حاج محمد حسین اصفهاني له خوا پیل شو خو ډیر دود نه شو تر دې چ په ۱۹۰۱ میلادي کال کښې په کاشف السلطنه مشهور محمد میرزا قوانلو په هلوځلو سره د چایو کښت دود شو. کاشف السلطنه چې د ایران د چایو د پلار لقب ورکړی شوی دی، په ایران کښې د دغه بوټوي د کر او کښت د پراختیا لپاره ډیر کوششونه وکړل او د هغه په پریمانه هلوځلو سره په لاهیجان کښې د چایو باغونو ګټه ورکړه.
د کاشف السلطنه له مړینې وروسته د هغه د هلوځلو د قدرونې په موخه یې جنازه د چایو د پټیو په مینځ کښې په یوې غونډۍ باندې خاورو ته وسپارله شوه. د کاشف السطنه د مقبرې ودانۍ نن سبا د لاهیجان د ښایسته ښار یوه تاریخي ودانۍ ګڼله کیږي او د ایران د یو ملي اثر په توګه ثبت شوې ده. د کاشف السطنه د قبر په خوا کښې د ایران د چایو د میوزیم په جوړیدو سره د دغه ځاې اهمیت او ارزښت لا زیات شوی دی ډیر لیدونکي ځان ته جذبوي. د چایو میوزیم تقریباً په ۵۰۰ میټره پراختیا سره یو اصلي هال او دوه پوړونه لري.
*/*/*/*/*/
د چهار پادشاهان یا څلورو باچاهانو مقبره یا جومات چې ورته د څلورو اولیاؤ جومات هم ویل کیږي، د لاهیجان ښار یوه بله تاریخي ودانۍ ده. د دغه جومات د جوړیدو نیټه د صفویه لړۍ زمانې ته ورګرځي. په دغه جومات کښې اوس هم د امام حسین علیه السلام لپاره د عزادارۍ په شان مذهبي دستورې ترسره کیږي.
ډیر ځانګړي شیان چې په دغه جومات کښې یې لیدې شو، د مذهبي مضمونونو یولړ نقاشۍ دي، احتمال شته چې دغه نقاشۍ په صفوي پړاؤ پورې اړونده وي. په ټولې ودانۍ کښې د لاهیجان د دودیزې معمارۍ ځینې نښې نښانې ترسترګو کیږي. په ځینو برخو کښې یې فیروزه اي ټایلونه او پخواني ورونه انسان ته پخواني وختونه وریادوي. دغه اثر په ۱۹۳۸ کال کښې د ایران د ملي آثارو په لسټ کښې ثبت شوی دی. دغه ودانۍ د معمارۍ له نظره هم خاصې ځانګړتیاوې لري. دوانۍ له دوو اړخونو ورونه لري. اصلي برخه یې د انګړ په جنوبي څنډې کښې ده. په شمالي ګوټ کښې یې په شپږو ستنو ولاړه ستره برنډه ده. دغه ستنې تر اتیا سانټي میټرو پورې په هغو ټایلونو پوښل شوې دي چې په قاجاریه پړاؤ پورې اړونده دي. په ودانۍ کښې دننه د صندوقونو کتیبې ډیرې خوشخطه او د اتمې هجري قمري پيړۍ او د نهمې پيړۍ په وړومبنیو وختونو پورې اړونده دي.
د ورننوتو ورونه یې د لرګي دي چې کنده کاري پرې شوې ده. په دغه مزار کښې دوه پخواني قرآنونه پراته دي چې یو په کوفي خط لیکل شوی دی او د بل قرآن د لیکل کیدو کال ۸۸۳ هجري قمري دی. په ختیځه برخه کښې یوه جلا کوټه ده چې په کښې یو لرګین صندوق او د قبرونو ډیر مرمري کاڼي پراته دي. دغلته د یو باچا قبر دی او چې د لرګو ستره ضریح لري. په ورپسې کوټنۍ کښې دوه نور باچاهان خاورو ته سپارل شوي دي.
*/*/*/*/*/*
د میر شمس الدین مزار په لاهیجان کښې د صفویه پړاؤ یوه بله تاریخي ودانۍ ده. دغه ودانۍ د زمانې د تیریدو باوجود خپل د خښتو پخوانې جوړښت ساتلی دی او هم دا ټکی د هغې یو جذابیت ګڼل کیږي. میر شمس الدین په ۹۵۹ هجري قمري کال کښې وفات شوی و او په ۱۰۱۷ کال کښې ورله په دې ځاې کښې یوه ضریح جوړه شوې ده. دې ټکي ته په پام سره چې میر شمس الدین د امام موسی کاظم علیه السلام زوی دی، دغه ځاې د سیمې د خلکو له پاره له معنوي او مذهبي نظره هم ډیر اهمیت لري.
د دغه ښار یوه بله تاریخي ودانۍ، د لاهیجان جامع جومات دی. دغه جومات په څلورمې هجري قمري پیړۍ کښې د کیاییانو په وختو کښې جوړ شوی دی. د زمانې په تیریدو سره د لاهیجان د جامع مسجد په ودانۍ کښې ډیر بدلونونه راغلي دي خو ځینې لرغونې برخې یې لاهم په خپل حال پاې دي لکه د جومات برنډه، اصلي ور او مناره.
د ویلو ده چې د لاهیجان ډیر مهمو سوغات او ډالۍ (کلوچې) دي چې له ډیر پخوا راهیسې مشهورې دي او زیاتره مسافران یې د دوستانو لپاره هم په لارې د خوړلو لپاره له ځان سره وړي.
*/*/*/*/*/*/*/*/
ترجمه: عبدالماجد درانی