Mar 02, 2022 04:47 Asia/Kabul
  • د ایران سیل ۹۲

د تهران راډیو ګرانو مینه والو د ګیلان د ښایسته او زرغون ولایت د سیل په دوام کښې مو نن ښکلي روبار ښار ته بیایو.

رودبار د تالش او البرز غرونو په لمنه کښې پروت دی او د ګیلان ولایت له مرکز رشت ښاره تقریباً اویا کیلومیټره فاصله لري. دا ښار شپږ زره کاله لرغونوالی او ډیرې خوږې معدني اوبله لري او د زیتونو د شنو ونو په ښایسته منظرو پوښل شوی دی. چارچاپیره یې د مارلیک د تاریخي غونډیو شتون ورته ځانګړې اعتبار ورکړی دی او د نړۍ له زیاترو سیمو څخه ډیر مینه وال د ځان په لور جلبوي.

رودبار ښار د رودبار ولسوالۍ مرکز دی او د البرز غرونو په لمن کښې پروت دی. دغه ښار د (سفید رود) په غاړه دی او هم داشان چې لږ مخکښې لاړ شې نو د زیتونو د ګڼو باغونو په مینځ کښې راغلی دی او د ښار جوړونې او طبیعت یو ښایسته ترکیب یې رامینځته کړی دی. د دغې سیمې اقتصاد د ځانګړو موسمي حالاتو په وجه په کرهڼې او مال او څاریو د ساتنې په بنیاد ولاړ دی. په ګیلان ولایت کښې روبار ولسوالي د زیتونو د تولید یوازنۍ سیمه ده. د زیتونو کر چې د روبار ولسوالۍ په درّو یا لږ شیب لرونکو لمنو کښې ترسره کیږي، د دغې سیمې د کرهڼې ترټولو مهم کار او شغل دی.

په رودبار ولسوالۍ کښې  د ایران څه باندې ۸۳ فیصده زعفران تولیدیږي. کوم مسافران چې د ایران دې سیمې ته سفر کوي معمولاً زیتون او ډول ډول زیتوني محصولات اخلي او له ځان سره یې وړي. د وړې اوبدل شوي محصولات، ځايي کالي او  ډول ډول اچار هغه نور سوغات دي چې سیلانیان یې له دې ځایه خپلو ښارونو ته وړي.

د رودبار ښار د لیدو وړ ځایونو کښې د شاه شهیدان عمارلو مقبرې، امامزاده محمد حنفیه او درفک آتشفشان ته اشاره کولې شو. د هرزه ویل د سروې پخوانۍ ونه او د سوسنِ چلچراغ کمیابه او ښایسته ګل چې د ایران له ملي میراثه ګڼل کیږي، د رودبار له نورو جاذبو څخه دي.

رودبار د ګیلان د خواوشا یوه ډیره لرغونې هستوګنه سیمه ګڼلی شو. د سفید روز په ختیځه غاړه د ګوهر رود په نامه ښکلې درّه ده چې د خاورې د ښیرازۍ، د هوا د ملایمت او نموالي او پوره بارانونو په وجه د دې سیمې ترټولو ښه برخه ګڼله کیږي. د ګوهر رود درې په مینځ کښې په هم دې نامه یو سیند بهیږي چې د سفید رود یوه څانګه ده. په ګوهر رود دره کښې وړې او سترې غونډۍ لیدل کیږي چې په پخوانیو وختونو پورې اړونده دي او مارلیک غونډۍ په کښې ډیره مهمه ده. دغه غونډۍ د هغې د پخواني مالک چراغعلي په نامه مشهوره ده.

دا غونډۍ چې کابو یو هیکټر پراخه ده، د زیتون د باغونو او د وریجو د پټو په خوا کښې ده. مارلیک غونډۍ لږترلږه درې د زره کاله لرغوني تمدن برخه ده. احتمال شته چې دغه غونډۍ د هغو ځايي باچاهانو او شاهزادګانو خصوصي مقبره پاتې شوې وي چې د دویمې زریزې په وروستیو او د دریمې میلادي زریزې په اوائلو کښې یې په دغې سیمې حکومت کوه او خپل مړي به یې د هغه پړاؤ له دودونو سره سم، له ګرانو او قیمتي شیانو او آثارو سره مل په دې مقبرې کښې خاورو ته سپارل.

په دغو غونډیو کښې په شويو تحقیقاتو سره د مقبرو تقریباً ۲۵ کوټنۍ موندل شوې دي چې په ټولو کښې قیمتي او کولالي لوښي، سینګاري بټنې، قسماقسم وسلې، د زیړو او خټو مجسمې، د سرو زرو ستنې او داسې نور ډیر شیان پید شوي دي. هم داشان د انسانانو او بوټو او د قُب لرونکو غواګانو، وزرې لرونکې غوا او ښکر لرونکي اس په شان نقشونه او د ماشومانو د لوبو شیان او داسې نور څیزونه ترلاسه شوي دي چې د دغو قومونو د کلتور او د ژوند د طرز معرفي کونکي او له مړینې وروسته په دوباره ژوندي کیدو باندې د هغوې د عقیدې نښې دي.

له مارلیک غونډیو ترلاسه شوي ټوکر یا کپړې هم زرګونه کاله مخکښې په ګیلان کښې د اوبدلو د صنعت د شتون او پرمختګ نښې دي. د دغو تحقیقاتو بې سارې نمونه (د مارلیک پیاله) ده چې له سوچه زرو جوړه ده او ۱۸ سانټي میټره لوړه ده. په دغه جام یا پيالې باندې د برجسته نقش و نګار لوړوالی تر دوو سانټي میټرو رسیږي چې په دې کار کښې مهارت نښه ده. د ګل په مینځ کښې یې د لمر نقش لیدل کیږي چې خپلې وړاندې یې په منظمه توګه خورې کړې دي. د مارلیک قومونو لپاره لمر ډیر مهم او مقدس و و تر خپله وسه به یې د لمر نښه په ډیرو لوښو په فلزي پيالو کښله. کله چې د دغو نقشونو طرز ته ګورو نو وینو چې لمر د هر نقش و نګار په مینځ کښې دی او ټول موجودات یې له ژوند بخښونکې رڼا او تاودوخې ژوند ترلاسه کوي.

سره له دې چې انسان له میلاده شپږ زره کاله مخکښې فلزاتو یا میټلز ته لاس موندلی دی خو د مارلیک هڅوب له مهمو ویاړونو څخه فلزي صنایع او  په تیره بیا مفرغي صنایع دي. په مارلیک سیمه کښې د فلزو د ډبرو د معدنونو او د پریمانه لرګیو په شان د سونګو د سرچینو د شتون په وجه د مفرغي صنایعو فابریکې جوړې شوې وې او د مفرغ تولید ډیر رونق درلود

د مارلیک صنعت یوه بل حیرانونکی او د اوج ټکی د شیشې پیالې یا جامونه دي چې ویل کیږي د انسان په لاس د شیشه جوړونې د صنعت وړومبنۍ نمونې دي. د مارلیک د آثارو په ټولګه کښې د سینګاري شیانو، وسلو، د کور د سامان، لوښو او د خټو او فلزو د مجسمو نفیسې خزانې شاملې دي چې په تهران کښې د ایران په ملي میوزیم کښې ساتل کیږي

د مارلیک کتنه چې خلک یې د خپلې زمانې د انساني تمدن ارزښتناک کسان وو، د هیڅ کتونکي لپاره له لطف او مهربانۍ خالي نه ده. مارلیک په خپل هم دې ننني حالت سره یعنې د خاورو او شږو د وړو او سترو غونډیو په شکل کښې چې د کلي چاپیره خورې دي، د ګیلان د خلکو او د هغوي د تاریخي تمدن یو له ویاړه ډګ سند ګڼل کیږي.

د رودبار یوه بله د سیل او لیدو وړ سیمه، د (داماش) په نامه سیاحتي کلی دی. دا د سمندر له سطحې ۲ زره او ۲۰۰ میټره لوړ، یو ډیره ښه آب و هوا لرونکی کلی دی چې د (سوسن چلچراغ) په نامه مشهور دی.په یو ډیر ښکلي او په زړه پورې طبیعت کښې د نړۍ د یو ډیر نادر ګل راټوکیدو داماش د سیاحت په یو محبوب مقصد بدل کړی دی.

د سوسن چلچراغ فسټیول هغه ډیرې مشهورې دستورې دي چې په دې سیمه کښې ترسره کیږي. د دغه کلي یوه بله ځانګړنه د معدني اوبو چینه ده چې ډیر سیلانیان ییلاق داماش ته جذبوي. د داماش د معدني اوبو چینه د کیلشیم، منیزیم، سوډیم او پوټاشیم په شام ډول ډول معدني املاح لري. د دغې چینې د اوبو یو لختې د کلي په مینځ کښې موجود ډنډ ته ځي او د کلي خلک ترې کار اخلي او نورې اوبه یې د داماش د معدني اوبو په کارخانه کښې په بوتلونو کښې پیک کیږي او د هیواد نورو سیمو ته لیږل کیږي.

ګرانو دوستانم چې خبره د سوسن چلچراغ د ښکلي بوټي شوه نو مناسبه ده چې له دغه ارزښتناک بوټي سره لازیات اشنا شو. سوسن چلچراغ د لیلیوم لِډیبوري Lilium ledebourii په علمي نوم سره د سوسن یا لِلي یو ډول دی. لوړولی یې له ۵۰ نه تر یونیم سل سانټیمیټرو رسیږي. دغه بوټی د سوسن یا للي یوازنی ایراني ډول دی چې د ښکلا له نظره د دې بوټي د ډیرو پیژندل شویو قِسمونو سره سیالي کوي. ځینې نمونې یې له ۱۵ ګلونو دیرې لري خو معمولاً له ۴ نه تر ۱۰ پورې ګلان لري. دغه ډول یې تراسه یوازې په ګیلان ولایت کښې موندل شوی دی او له ایرانه بهر هم صرف د آذربایجان جمهوریت په لنکران ولسوالۍ کښې موندل کیږي.

د سوسن چلچراغ د کر ځاې به داماش کلي کښې د روبار له اطرافو څخه په عمارلو سیمه کښې دی او د دغه پټي پراختیا ۵۷ زره مربع میټره ده. دا بوټی د غبرګولي یعنې د جون په میاشتې کښې ګلان کوي او د ایران د یو نادر طبیعي او ملي اثر په توګه د هیواد د ژواک چاپیریال د ساتنې د سازمان له خوا یې په رسمي توګه حفاظت کیږي.

*/*/*/*/*/*/*

ژباړه: عبدالماجد درانی