May 16, 2016 11:43 Asia/Kabul
  • دامریکاکورنیو حالاتو ته کتنه

دتهران دپښتو خپرونې خوږومینه والودخپرونې په دې شیبو کې دامریکا کورنیو حالاتو ته دکتنې له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو په نننۍ برخې کې هم دتیر پروګرام په څير دامریکا له خورا مهمو سیاسی ،اقتصادي ، ټولنیزو او پوځي بدلونو په باب درسره غږیږو ،نوترپایه راسره مله ووسئ

            دامریکا دجمهوری غواړي ګوند له خوا دامریکادولسمشرۍ دمقدماتي  انتخاباتو  جنجالي او مخکښ کاندید ډونالدټرامپ  ددغه ګوند له مشرانو سره  کتنه وکړه .    دجمهوری غواړو دملی  کمیټې  له مشر  راینس پریبس   او دامریکا دکانګرس له   جمهوری غواړي مشر  پل رايّن   سره  چې په امریکا کې  خورا لوړپوړی جمهوری  غواړی مقام دی ،  د ټرامپ له جلاجلا کتنې وروسته  د راتلونکي نومبر میاشت  دامریکا  دولسمشرۍ  په انتخاباتو کې  دګډون لپاره  د دغه ګوند د داخلی اتحاد لرلید  پیاوړی شوی دی .پریبس    له ټرامپ سره کتنه  ښه وبلله او  رایّن هم  په راتلونکو انتخاباتو کې  ډیموکراټانو ته د ماته و رکولو لپاره له ټرامپ  څخه  دجمهوری غواړي  ګوند دهراړخیز ملاتړ غوښتنه وکړه .  دغه څرګندونې په داسې حال کې  شوي دي  چې  په وروستیو اونیو کې  او  دمقدماتي  انتخاباتو  له دوام سره په  یو وخت  ، دجمهوری غواړي ګوند  په داخل کې  درزونه   او تفرقه  خپل اوج ته رسیدلې .  حتی ویل کیږي  چې که ټرامپ   په مقدماتي انتخاباتو کې  د ګوند ملی کنونشن  له خوا د معرفۍ لپاره دلازم نصاب ترحده  ونه رسیږي ،  دګوندمشران  به ددغه جنجالي کاندید په ځاي بل څوک  راولي . ټرامپ هم ګواښ کړی  ؤ  که  دی  معرفي نه شي ، نو له بل کاندیده به  ملاتړ و نه کړي .  دغه ګواښ  دجمهوری غواړي ګوند په داخل کې  د داخلی جنګ  لرلید  لازیات  اوڅاره کړی دی . 
 =    اوس    د ډونالډ ټرامپ د ټولو ګوندي سیالانو په  څنګةکیدا سر ه ،  د جمهوری غواړي  ګوند دهغو مشرانو پشمول  چې  پر ټرامپ نیوکې کوي ، د نیویارک د دغه میلیارډر  څخه له ملاتړ پرته  بله  چاره نه لري .دپل رایّن  په څير  د جمهوری غواړي ګوند په داخل کې  دټرامپ  دخورا جدي مخالفینو له نظره ،   د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې     د ډیموکراټانو  داحتمالی کاندید هیلري کلینټن دبریالیتوب خطره ، او د دغه هیواد  دولسمشر  اوباما د حکومت  دپروګرامونو دوام    دو مره  جدي دی چې  دجمهوری غواړي  ګوند له هریوه کاندیده   دملاتړ ضرورت ایجابوي .  دغه کسان هیله مند دي، په وروستیو کلونو کې  دګوند   د  یوې خورا جنجالي سیالۍ  په لیدو سره ، ګوند ته وحدت بیرته وروګرځوي   څو  دډيموکراټانو دماتې  امکان برابر شي.
  په  په عین حال کې  تراوسه پورې   دجمهوریت غواړو  اتحاد په وړاندې جدي  چلینجونه هماغه راز شته دي . په هغو کې  یو داچې  مشخصه نه ده ، ټرامپ دګوندي پلویانو  په پیاوړي ملاتړ سره  او همداراز  په مالی خپلواکۍ سره ، ترکومه اندازه  دجمهوری غواړي ګوند  دمشرانو له د ریځونو پيروۍته تیار وي   .په نهایت کې  هغه ګوند چې   تر یوې مخکې اونۍ پورې  دنهائي  کاندید د معرفي  کولو لپاره   د داخلی جنګ ترحده  پرمخ لاړل،  د اختلاف او درزونو د   رغاولو  او دامریکا دولسمشرۍ   انتخاباتو ته دپاتې شپږو میاشتو په مودې کې  اتحاد ته د رسیدو  لپاره زیات و خت    نه لري .   دوخت عامل ،  په نهایت کې  دجمهوری غواړو په تاوان عمل کولی شي ،مګر داچې د ډیموکراټانو  د حاکمیّت   له  دوامه ویره ،   دامریکا ښي پال یا زوړپال  لوری   د ټولو داخلی اختلافاتو  ختمولو ته اړباسي . 
=     دامریکا ولسمشر باراک اوباما   په واشنګټن کې دشمالی اروپا  د  پنځو هیوادونو له  مشرانو سره  په کتنې کې په هغه څه  چې  په دغې سیمې کې  ئې د روسیې یرغلیز پوځي شتون  بللی نیوکې وکړې . په ختیځې  اروپا او بالټیک  حوزې کې   د واشنګټن او  ماسکو  ترمینځّ  دتاؤتریخوالي په زیاتیدو پسې  باراک اوباما  د سوید،ډنمارک ،فنلانډ ،آیزلینډ  او ناروې  له مشرانو سره په کتنې  کې  دذ واشنګټن او د روسیې  ددغو ګاونډیانو  ترمینځ پیاوړي اړیکې وستایلې .  اوباما په  عین حال کې  مدعي شوی ، که  څه هم امریکا د تاؤتریخوالو په کمولو پسې دی ، خو  په عین حال کې   د روسیې له ښکاره یرغلونو سره   دمخامخیدالپاره   چمتووالی لري . هغه له روسیې وغوښتل  چې خپل پوځي   فعالیتونه دې     دخپلو نړیوالو ژمنو په اساس  ترسره کړي .  له بلې خوا  او  په سپینې ماڼۍ کې  دشمالی اروپا دپنځو هیوادونو او امریکا  له  غونډې سره په یو و خت   د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین  خبرداری ور کړی ،    په رومانیا کې    دامریکا  دتوغندوي ضد دفاعي سسټم  دعملیاتي کیدا له امله د ګواښونو د ختمولو لپاره به یو لړ اقدامات وسپړي .   داپه  داسې حال کې دي چې  دماسکو له ګواښونو سره سره ، امریکا د پولینډ  په شمال او  دبالټیک سمندر له سواحلو سره په  نزدې کې  په رډزیکو   کې توغندوي ضد دفاعي سسټم دیره کول پیل کړي دي .    په دغو تاسیساتو کې به چې ټاکل شوې ده ،  جوړیدا ئې تر ۲۰۱۸کال پورې بشپړ شي ،درې سوه امریکائي عسکر  دیره شي . داسې ښکاري  د روسیې او لودیځ مخامخیدنه  چې اوس  ئې د روسیې اونا ټو   د مخامخیدا په چوکاټ کې  ورائښت  موندلی،په پراختیا  ده .
*******************
=     دامریکا او ناټو توغندوي ضد دفاعي سسټم  دتیرې پنجشبنې په ورځې   دبخارسټ  په جنوب لودیځي  یو سل اتیا کلومیټرۍ کې   د دوسلو په مرکز کې د  ناټو دعمومی منشي ،  امریکائي  ،رومانیائي  او ناټو دنورو چارواکو په شتون کې  عملیاتي شو .  همداراز د رومانیا ولسمشر  کلاؤس  هانیس  د پنجشنبې په مازدیګر  د ناټو له عمومی منشي  ینس سټولتبنرګ سره له کتنې وروسته  ددې خبرې په کولو  سره چې  ددغه هیواد په لودیځ کې دناټو  توغندوي ضد دفاعي سسټم دیوه هیواد په ضد هم  نه دی ،  ټينګار وکړ چې  رومانیا  په تورسمندر کې دناټو د دایمي  شتون غوښتنه کوي .  هغه په  عین حال کې  دناټو غړي هیوادونه  لازیاتې ملګرتیاته وبلل .  داسې ښکاري  رومانیا ا وس  په تور سمندر او ختیځي  اروپا کې  دناټو دلازیات شتون لپاره د لازمو  زمینو په برابرولو کې    فعال رول ته مخه کړې ده .  دبخارسټ د چارواکو  دغه  کړچار، د روسیې دخپګان لامل شوی دی . په حقیقت کې  رومانیا  ددغې لوئې وچې  په ختیځي  لوري کې د ناټو د شتون د پیاوړتیا لپاره  اغیزمن اقدامات  ترسره کړي دي .  په دغو اقداماتو کې  د ډاسلو په هوائي مرکز کې  دتوغندوي ضد  دفاعي سسټم ددیره کولو لپاره   له امریکا او  ناټو سره موافقه  وه چې  د ۲۰۱۶کال په مئ کې عملی شوه . د روسیې له نظره، د دغه توغندوي ضد د فاعي سسټم ځاي پر ځاي کول د ۱۹۸۷  مینځ واټنه ایټمي ځواک له تړون سره  په تضاد کې دی  چې  دهغه په اساس ، دامریکا او روسیې له خوا  په اروپا کې مینځ واټنه  ایټمي توغندیو ځاي پرځاي کول منع شوي  دي .  درو سيې دچارواکو په وینا،  په دې دلیل چې   په رومانیا کې د امریکا د توغندو ي ضد دفاعي سسټم  په ځآي کې دیره    ایم کې ۴۱  ډوله  توغوونکي پلیټ فارمونه  د کروز توغندیو دشړلو  توان نه لري  ،نو ځکه  د دغه مرکز عملیاتي کیدا  د  ۱۹۸۷ تړون  دخلاف ورزۍ په معنا ده . 
=   برني سنډرز   د لودیځي ویرجینیا  ایالت کې دامریکا د و لسمشرۍ  په مقدماتي ا نتخاباتو کې  له بري وروسته  دخپلو پلویانو په ټول کې وویل ،  د انتخاباتو نتیجو وښودله چې  دامریکا خلک  دسیاسی انقلاب لپاره تیار دي.  د ډیموکراټانو  دغه کاندید  ټینګار وکړ ،  امریکا  داسې اقتصاد ته اړتیا لري  چې  دټولو خلکو په ګټه و ي  او  نه دا چې  یوازې دیو فی صده کسانو په ګټه شي . . سنډرز  یو ځل بیا دتنخواګانو  پرلږترلږه  زیاتیدا،  د ارزان بیّه  درملنې د بیمو د پوښښ په پراختیا او د حکومتي پوهنتونونو پر وړیاکیدا ټينګار وکړ .  د  ورمونټ ایالت  کیڼ پال سناتور  ددغه شان پروګرامونو په  مطرح کولو سره ، تراوسه پورې  د شلو ایالتونو دګوندي ټولنو او  په  مقدماتي  انتخاباتو  کې بریالی شوی  او دامریکا د  نهه نیم میلیون راي ورکونکو ډيموکراټانو  له ملاتړه برخمن  دی . سنډرز   د امریکا  د راتلونکو  ولسمشریزو انتخاباتو  په مقدماتي ټاکنو کې  د ډیموکراټانو  له مخکښې کاندیدې هیلري کلینټن سره  په پرتله کې   له شهرت او د لاکمو مالي سرچینو  له درلودلو سره سره د ډيموکراټانو   په ملی کنونشن کې  یوزر  څلور سوه دیرش څوکۍ  ګټلي دي .  البته د ریاضۍ دمحاسباتو په اساس ، سنډرز  د نومبر په انتخاباتو کې  د ډیمو کراټيک ګوند   دنهائي کاندیدیدا  دترلاسه کولو لپاره زیات چانس   نه لري . هغه  دغه شان  ځاي ته درسیدو لپاره  باید    په پاتې انتخاباتو کې  کابو درې  اتیا فی صدي رائ وګټي .  یوه   هغه   پيښه چې   په فرورۍ میاشت کې  د ګوند  د ننه  سیالیو له هماغه پیله  دکلینټن  ګټونکي  اندازې ته په پام سره به ئې احتمال ډير کم وي .  په عین حال کې ،   دکار  تر دې حده  سنډرز  توانیدلی دی ، دامریکا دولسمشرۍ  دراتلونکو انتخاباتو پر بهیر اغیزې وشیندي 
=     دم ګړۍ ،سنډرز  دهغو امریکائي ښاریزو استاذی دی  چې  له ټولنیز و بې عدالتیو ، ژور پرګنیز درز ،  د برلاسه  شتمنو له نفوذ، دبې وزلۍ له زیاتیدونکي بهیره او په یوه خبره ، په موجوده وضعیّت باندې ډير خپه او غوسه دي .  اقتصادي او ټولنیز کریډیټونه  او احصائې  په امریکا کې  ددغې نابرابرۍ ښودنه کوي .  د مثال په توګه ، ویل کیږي چې  په امریکا کې  څلور سوه  شتمن کسان ،  ددغه هیواد  له  درې سوه نولس میلیون نفوسو  آبادۍ  په نسبت نیمه شتمني لري  .سنډرز  په  وروستي یوه کال کې  دامریکا  په سیاسی او اقتصادي سسټم  په نیوکو  او پر ټولنیزو نابرابریو دګوتې په کیښودو سره  د  ډيموکراټیک ګوند د اوسنۍ خورا پیاوړي  سیالۍ یعني د میرمن هیلري کلینټن  په یوه  حاشیه اي کاندید بدل شوی دی . میرمن  کلینټن  د موجوده وضعیَت  د دفاع نمایندګي  کوي  په داسې حال کې چې  سنډرز  په امریکا کې د   یوه سیاسی او اقتصادي انقلاب خبرې کوي . البته داسې نه ښکاري    چې د انقلابی بدلونونو  خبره کونکی استاذی  په نهایت  کې ،  دموجوده وضعیَت دفاع کونکي نماینده ته ماته ورکړل شي . په عین حال کې ،  د ۲۰۱۶کال  انتخابات  او له دې مخکې ، د ۲۰۰۸کال انتخاباتو ښودلې ده چې  دامریکا ولس ترکومه اندازه   د خپل  هیواد  په اوسني وضعیّت  خپه دی او د بدلون په شعار سره  د اوباما ، دعدالت  په شعار سره د برني سنډرز     ا وحتی دامریکا په ځلانده احیاء شعار سره  د   جمهوری غواړي کاندید ډونالډ ټرامپ    په څير دکسانو  په ژمنو زړونه تړلي دي . 
=    د روسیې دپارلیمان  (دوما)  دنړیوالو   چارو دکمیشن مشر  الکسی پوشکوف  پر امریکا غږ کړی  د روغتونونو او   دعامو خلکو دمرکزونو د بمبارولو دممنوعیت نړیوال  مقررات  دې رعایت کړي  او په بیلابیلو هیوادونو  کې دې دغه اقدامات پاي ته ورسوي . پوشکوف  دتیرې  اونۍ دسه شنبې په ورځې  په ملګروملتو کې دامریکا دنماینده سامانتا پاور  په غبرګون کې  چې د روسیې په وسیله ئې  دکریمه ټاپو وزمې دنیواک  خبره کړې وه ، ویلی دي ، پاور  باید  دامریکا په وسیله  د روغتونونو دبمباریو دمخنیوي په  فکر کې شي  څو دغه ډول  اقدامات تکرار نه شی . پوشکوف  ویلی دي ،   په ملګروملتو کې  اتیا هیوادونو دامریکا په وسیله  د روغتونونو دبمبارولو په ضد یو پریکړه لیک برابر کړی دی .  دپوشکوف اشاره ،  دافغانستان په کندوز کې په یوه روغتون  دامریکا دجنګي  الوتکو بمباریو ته  وه .  امریکائي الوتکو  د تیرکال داکتوبر په دریمه نیټه   دافغانستان  په کندوز کې دبې پولې ډاکټرانو  په یوه روغتون سخته بمباری کړې  وه  چې په دغې حملې کې   لږترلږه دیرش کسان  چې ډاکټران او ناروغان پکې شامل وو وژل شوي او دیرش نور هم ټپیان شوي وو .واشنګټن د پراخو نړیوالو نیوکوپه غبرګون کې ادعاکړې چې  دغه بمبارۍد انساني تیروتنې نتیجه وه.دبې پولې ډاکټرانو ټولنې  البته اعلان کړی  چې   مخکې ئې   لودیځوال ځواک  ته  دروغتون  د     ځاي دموقعیَت په باب اطلاعات و رکړي وو  او دغه حمله دنړیوالو مقررراتو  خلاف ورزي وه  . دبې پولې ډاکټرانو ټولنې همداراز ویلی  وو   پر انساني تیروتنو سربیره ،  دغه حمله   د امریکائي  ځواک دبې پامۍ او همداراز دجنګی قوانینود خلاف ورزۍ  نښه ده . دغې ټولنې  ددغې حملې به باب  دڅيړنو غوښتنه کړې ده . 
=      د ۲۰۱۶  د اپریل په وروستیو کې  دامریکایوه لوړپوړي پوځي چارواکي  ادعا وکړه چې  دتیر کال داکتوبر په دریمه  دافغانستان په کندوز کې  دبې پولې ډاکټرانو په روغتون  د امریکائي  ځواک  حمله،جنګي جنایت نه دی ، بلکې  دتیروتنو یوه ټولګه ده .  د سنټکام په نامه دامریکا دمرکزی قوماندانۍ مشر جنرال جوزف واټل    په دې زمینې کې  رسنیو ته دیوه راپور په وړاندې کولو سره  وویل ،  څیړنو مشخصه کړې ده ،  ځيني پوځیان دوسله والو شخړو قوانینو ته پابند نه وو ، خو   څيړنې دې نتیجې ته   نه دي رسیدلي چې  دغه تیروتنې  جنګي جنایت  دی .  هغه ټينګار کړی دی چې   جنګي جنایت  قصدي اقداماتو ،دعامو خلکو، ځایونون او دمحافظت دځایونو   په عمدي توګه په نښه کونکو اقداماتو ته ویل کیږي  .  واټل زیاته کړې ده ،  دغو  څيړنو یو ځل بیا  ښودلې ده چې دغه پيښه  په تخنیکي موردونو کې دتیروتنې او همداراز د انساني تیروتنو یو ترکیب ؤ  او یو پوځي هم نه ؤ خبر چې  په یوه روغتون   بمباري کوي .  
له بې پیلوټه جنګي الوتکو  څخه په استفادې سره  په پاکستان ،افغانستان ، عراق ، سورئې او یمن کې  د روغتونونو ، د وادونو د دستورو او  نورو عامو اجتماعاتو پشمول   دعامو خلکو  په مرکزوو په بمباریو کې دامریکا څو کلن عملیات  تر دې دمه د سلګونو کسانو د وژلو او ټپی کولو لامل  شوي دي .
=   دوستانو  د  امریکا  کورنیو حالاتو  ته دکتنې د اونیز ننني پروګرام وخت هم همدومره ؤ   نو تر بلې اونۍ پورې او له نوي مطلب سره  چې بیا ستاسو په خدمت کې حاضریږو ترهغه وخته مو په نیاؤمن خداي سپارو .  ا... مو مل او ملګری .
                                                                                                                                                                   ( سیماب)
******************************************************************************************