د ایران سیل ۹۳
نن د ایران په شمال لویدیځ کښې د ایران د غرونو په زرغونې لمنې د مشهور اردبیل ولایت کتنې ته ځو
اردبیل ولایت په ۱۳۷۲ لمریز کال کښې د ایران د حکومت په وړاندې او د اسالمي شورا په تصویب سره، له آذربایجانِ شرقي ولایته بیل شو او د اردبیل، بیله سوار، پارس آباد، خلخال، ګرمي او مشګین شهر په شپږو ولسوالیو باندې مشتمل د یو ځانله ولایت په توګه وټاکل شو. د دغو تقسیماتو له مخې د اردبیل تاریخي ولسوالي د دغه ولایت د مرکز په توګه غورغه شوه.
اردبیل ولایت په غرنۍ سیمې کښې پروت دی او ډیر لوړ غرونه او غونډۍ لري. دغه ولایت د سبلان غره د طبیعي شنې لمنې او د پراخو زرغونو دښتو د لرلو په وجه په ایران کښې د کرهڼې او مال ساتنې یو ستر قطب ګڼل کیږي. د غنمو، اوربشو، الوګانو، پیازو، د خوږو چقندرو د تخم، دالونو، د جوارو د غوړو دانو، او د مڼو، ګلابي یا ناشپاتیو، آلبالو، زردآلو یا خرماڼیو او شفتالو په شان ډول ډول میوو او دغه راز د مال او څارویو په برخه کښې د غوښې او پروټینو تولید، د کبانو پرورش، د شاتو د مچیو ساتل او د شاتو تولید یې نه یوازې په ټول ایران کښې استعمالیږي بلکې بهر ته هم صادریږي.
*/*/*/*/*/
د کرهڼیزو فعالیتونو ترڅنګ باید د دغه ولایت صنعتي فعالیت ته هم اشاره وکړو. په اردبیل ولایت کښې ګڼ صنعتي ښارګي، د نساجۍ یا ټکسټایل سترې کارخانې، د اوسپنو بټۍ، او هم داشان د مُغان د څرمنې کارخانې، د آراز کیمیايي کارخانه، د مشګین شهر د ماچس جوړونې کارخانه او د سیمنټو کارخانه، د آرتا صنعتي ذبح خانه، د مُغان د اوچو شودو، لبنیاتو او پنیز جوړونې او د موکت جوړونې وغیره کارخانې هم د دغه ولایت صنعتي فعالیتونه دي.
اردبیل ولایت د ایران د نورو ډیرو سیمو په شان د ډول ډول درېیو د اوبلو په برخه کښې ډیر اصالت او لرغونوالی لري او کلیوال او ښاریز هنرمندان او صنعتګران د خپل هنر او وړتیاؤ په وړاندې کولو سره توانیدلي چې د لاسي صنایعو د نفیسو او ارزښتناکو آثارو ځینې نمونې د خپلې سیمې په نامه ثبت کړي. د قالینو اوبدل او ګیلمونو جوړول تقریباً منفرد دي او د مغان او خلخال په شان سیمو کښې د هنرمندانو له خوا ترسره کیږي. له دې نه علاوه د نمین او عنبران او ګرمي او خلخال سیمو د هنرمندانو ځانګړی کار هم ګلیم او مسند جوړول او اوبدل دي چې د اردبیل ولایت ځانګړې لاسي صنایع ګڼل کیږي.
*/*/*/*/*
د ایران د ټاټوبي دا برخه له تاریخي نظره هم ډیر اهمیت لري. د اربیل کلمه د مقدس په معنا د (آرتا) او د ښار په معنا د (ویل) له دوو الفاظو جوړه شوې ده چې د اوستايي ژبې کلمات دي او د سپيڅلي ښار معنا ورکوي.
اردبیل ډیر تاریخي آثار او د سیل ځایونه لري. په اردبیل کښې تاریخي مخینو ته په پام سره ویلې شو چې د دغه ولایت مرادلو سیمه ۴۰ زره کلن تاریخ لري چې په کښې په ډبرینو نقشونو سره د کاڼه هغه تخته شامله ده چې په هکله یې په تحقیق او څیړنې سره په دغې سیمې کښې د انسان د ژوند له طریقې خبریدې شو.
د برنزو په زمانه کښې په اردبیل کښې ژوند کیده او دا خبره په دغه ولایت کښې د ترسره شویو کیندنو څخه ثابته شوې ده. د پخوانیو خنجرونو، غشو او نیزو او د مِسو زغرو او کمانونو یا لیندو او تیردان په شان لرغوني آثار له میلاده درې زره کاله مخکښنې تاریخ راښايي.
دغه ولایت ۱۸۰۰ پیژندل شوي تاریخي آثار او تقریباً ۹۲۰ ملي ثبت شوي آثار لري. د شیخ صفي الدین اردبیلي نړیواله ټولګه په یونیسکو کښې د اردبیل ولایت له نولسو تاریخي آثارو څخه ده.
*/*/*/*/*/*/
د اردبیل ولایت مرکز اردبیل ښار د ځانګړي کلتور، د سیل د جاذبو، ښکلي طبیعت، د ګرمو اوبو د چینو او زبردستو سړکونو په وجه په خلکو کښې مشهور شوی دی. د اردبیل ښار د سبلان، باغرو او بزغوش د لوړو په مینځ کښې دی چې له امله یې دغه ښار د ایران د ترټولو یخ ښار لقب ترلاسه کړی دی.
که څه هم له اردبیله ترلاسه شوي آثار د څلویښت زره کلن تاریخ خبر ورکوي خو د اردبیل لرغونوالی ۵ زره کاله زوړ بللی شو. د وریښمو د لارې په خوا کښې پروت د پریمانه رونق لرونکی ښار چې له لوړو ژورو ډک تاریخ یې تیر کړی دی.
اردبیل د بني امیه په دوران کښې د آذربایجان سیمې مرکز و چې یو ځل مغولو هم وران کړی دی. دغه ښار هم داشان په مشروطه پړاؤ کښې مثبت رول درلود. اردبیل د ایران د تاریخ د یو ډیر ستر حکومت یعنې صفویه لړۍ سرچینه پاتې شوې ده. دارالارشاد و دارلامان دغه ښار ته ورکړې شوي لقبونه وو او په صفویه پړاؤ کښې یې ډیره پراختیا وموندله. د قاجار لړۍ په زمانه کښې له اردبیل نه تبریز ته د ولیعهدۍ د مرکز له انتقال وروسته دغه ښار رونق ومونده او له اقتصادي زوال سره مخامخ شو.
د پرله پسې زلزلو، د بیلابیلو قومونو او قبایلو یرغلونه او د پردیو د لوټماریو په شان پیښې سبب شوې چې اردبیل ښار ورو ورو له ترقۍ کولو پاتې شي. البته په دې وروستیو کلونو کښې یې پرمختګ کړی دی او د تاریخي آثارو په تیره بیا د شیخ صفي د کورنۍ د مقبرې او په خوا کښې یې د سرعین د تاودو اوبو د چینې شتون سبب شو چې دغه ښار خپل مخکښې رونق او اعتبار بیا ترلاسه کړي.
عتیق جومات له اسلامه د مخکښې او اسلامي پړاؤ د هنر او معمارۍ یو ځانګړی اثر دی چې پس له یونیم زر کلونو د دغې تاریخي ودانۍ حیرانونکې مضبوطیا په اردبیل کښې د لرغونو تمدنونو د شتون ګواه ده.
*/*/*/*/
اردبیل ښار د سیاحت ډیرې جاذبې لري خو د شیخ صفی الدین اردبیلي نړیواله ټولګه د یونسکو د نړیوال میراث په توګه ځانګړی اهمیت او اعتبار لري. د تاریخي اسنادو دوباله کتل د دې ښودنه کوي چې دغه ټولګه له اتمې نه تر دیارلسمې سلیزې پورې د ایران ترټولو ستر مذهبي عرفاني تشکیلات وو چې د اردبیل په شان په یو وړوکي ښار کښې له ټولو سوکالي، خدماتي او روغتیايي امکاناتو برخور وو.
د صفوي حکومت په پړاؤ کښې په کال ۷۳۵ قمري کښې د شیخ صفي د زوي شیخ صدرالدین موسی له خوا جوړ شوی دغه تاریخی او کلتوري اثر د صفوي باچاهانو د احترام وړ پاتې شوی دی. په ۱۳۸۹ لمریز کال کښې د ایران د کفتوري میراث، لاسي صنایعو او سیاست د ادارې په مرسته د یونیسکو د نړیوالو آثارو په لړلیک کښې ثبت شو.
د دغې مقبرې اهمیت نه یوازې د هغې د زیارتي کارندوالي په وجه بلکې د هغو ځانګړتیاؤ په خاطر دی چې د هغې په تاریخي معمارۍ او هنري اړخونو کښې نغښتی دی. د دغې تاریخي ټولګې په ځینو برخو کښې د شاه نشین په توګه مرکزي انګړ، په الله الله ګنبد مشوره د شیخ صفي الدین مقبره، د صفویه لړۍ د بنسټګر وړومبني اسماعیل مزار، په حرم خانه مشهور د محیي الدین محمد قبر، چله خانه، جنت سرا مسجد، د چیني خانې ودانۍ، دارالحفاظ هال، قندیل خانه یا نماز خانه، دارالحدیث، د شاه عباسي اصلي ور، اصلي یا ستره دروازه، ستر یا د باغ انګړ، کوچنې مینځنې انګړ، اصلي یا مرکزي انګړ، د شهید ګان په ادیرې مشهوره ساحه، خانګاه یا زاویه، په مقابرو مشهور انګړی او په مختلفو کلونو کښې موندل شوي آثار او پاتې شوني شامل دي.
*/*/*/*/*/*/*/
د شیخ صفي الدین اردبیلي مقبره هغه تاریخي ودانۍ ده چې د اسلامي معمارۍ له ډول ډول هنرونو سره اخښل شوې ده. د هغې د ښایسته کاشي کاریو او د خښتو ترڅنګ ډیرې غوره ګچبرۍ او خوشخطۍ د هر لیدونکي نظر ځانته اړوي. په دغې ټولګې کښې یوشمیر میوزیمونه موجد دي او د چیني شیانو موزیم، ډبرین میوزیم او د لرغون پيژندنې میوزیم او هم داشان تخصصي کتابتون په هغو کښې شامل دي.
د شیخ صفی الدین اردبیلي د چیني شیانو لرغونکوټ یا چیني خانه چې د دغې ډلې د اصلي ودانۍ په ختیځه برخه کښې ده، نقاشۍ، د سرو زرو کار او اسلیمي او تصویرونه او ښایسته مقرنس کارۍ لري. د دغې ودانۍ معمارۍ شیخ بهايي کړې ده او کمه زلزله یې نه خرابوي. په ۱۲۵۶ کال کښې شاه عباس ته د چین د امپراطور له خوا ډالۍ شوي چیني شیان په دغې چیني خانې کښې ایښودل شوي دي. ښایسته چیني لوښي، په کوفي خط لیکل شوې نفیس قرآن، د صفوي سلاطینو ډبرین مهر او د صفوي پړاؤ د سپينو زرو سکې ساتل کیږي.
د شیخ صفي د مقبرې ځانګړې او تخصصي کتابتون او د کاڼو لرغونکوټ چې د چالداران په جنګ پورې د اړوندو د قبر د دوو سوو کاڼو او د صفوي پړاؤ د تخصصي کتابتون په دوو برخو مشتمل دی، په هم هغې زمانې پورې اړونده ډیر کتابونه لري. خو د ترکمنچاي تړون په زمانه کښې د دغه کتابتون په لاسو لیکل شوي ډیر نفیس کتابونه روسي جنرال ولوټل.
د اردبیل د لرغون پيژندنې تخصصي میوزیم د ایران د دودیزې او لرغونې فضا ښکلې معماري لري. په کال ۱۳۸۷ لمریز کښې د اردبیل د لرغون پیژندنې میوزیم په شیخ صفي الدین اردبیلي ټولګه کښې په کابو ۱ زر ۷۰۰ مربع میټره پراختیا کښې په دوو پوړونو کښې جوړ شو او یوه ډیره مهمه برخه یې د بویني یوغون قلا د لرغون پیژندنې سایټ دی چې د اردبیل ولایت په نیر ولسوالۍ کښې په کور عباسلو کلي کښې پروت دی. په دغه میوزیم کښې د ایران او د دغې سیمې لروغونې تمدن او تاریخ لیدې شو.
*/*/*/*/*/*/*/*/*
ژباړه: عبدالماجد درانی