د ایران سیل (۹۴)
د بازارټولګه په ساده ګنبدونو سره پوښل شوی ده .د بازار داخلی رڼا د ګنبدونو په پوښښونو کې د موجودو کړکیو له لارې تامینیږي .
معمولا د ښارونو بازارونه د ټوریسټان د خوښې وړ ځایونه دي . د اردبیل تاریخی بازار هم د دغه ښار یوه جاذبه بلل کیږی . د اردبیل بازار د ښار په مرکز کې دې او پیړۍ پیړۍ کیږی چی د دغه ښار د اقتصاد او تجارت په زړه بدل شوی دې . د اردبیل بازار تاریخی ټولګه د زړوالی او دودیزې معمارۍ په دلیل د ایران د پام وړ او تاریخی بازار بلل کیږی او د نورو بازارونو په شان د لارو ، سرای ګانو ، جوماتونو ، حمامونو وغیره مشکتل دې . د اردبیل بازار د سلجوقیانو پړاو ته ورګرځی . مقدسی او اصطخری د اردبیل بازار په صلیبی شکل بللې دې چی په مینځ کې یې جومات درلودلې دې .
د اردبیل بازار په ۷ او ۸ هجری قمری پیړۍ کې هم ډیر رونق درلوده خو اصلی رونق یې د صفویه په پړاو کې درلوده . په دغه پړاو کې په دې دلیل چی د صفوی باچاهانو ځای ، دینی مرکز او همداراز د شیخ صفی الدین اردبیلی او نورو صفوی باچاهانو د مقبرو ځای وو ، دغه ښار او ډیر خاص اهمیت او رونق درلوده . د بازار اوسنی ټولګه د صفویه او قاجاریه پړاونو اثار معرفی کوی چی د بازار اصلی لاره ، د عبدالملک ، قیصریه ، کفاشان ، غلامان لارې ، د زرګرانو بازار ، سراجان ، د کپړو خرڅونکیو ، مسګرانو ، چاقو جوړونکیو ، لوهارانو ، د وچو میو سرای ، ګلشن ، وکیل ، سرای نو یا زنجیرلو ، د حاج احمد ، حاج شکر ، مجیدیه ، امام جمعه ، دوګچی سرای او د زنجیرلی تیمچې مشتمله ده .
د بازارټولګه په ساده ګنبدونو سره پوښل شوی ده .د بازار داخلی رڼا د ګنبدونو په پوښښونو کې د موجودو کړکیو له لارې تامینیږي . د قیصریه ستر بازار د بازار له مهمو برخو دې . د زنجیرلی بازار او سرای د اردبیل بازار بله مهمه برخه بلل کیږی د زنجیرلی سرای اته ضلعی ودانۍ ده چی د هغه اصلی ضلعو اړخونه له لسو تر شلو میټرو پورې دي .
د اردبیل بازار تاریخی ټولګه په وروستیو کلونو کې د کلتوری میراث سازمان لخوا تعمیراو مرمت شوی ده او دغه اثر د ۱۳۶۴ کال د زمری په ۲۷ د ۱۶۹۰شمیرې ثبت او د ایران یو ملی اثر بلل کیږی .
««««««««««««««««««««««««««««««««««
هغه یوه جاذبه چی د اردبیل په سفر کې د لیدلو ارزښت لری ، د شیخ جبراییل مقبره ده چی د اردبیل له تاریخی اثارو ده چی د اردبیل ښار په کلخورانو کوڅه کې ده . شیخ امین الدین جبراییل د شیخ صفی الدین اسحق اردبیلی پلار اود صفوی باچاهانو جد یا نیکه دې . هغه ځای چی دغه قبر پکې جوړ شوی دی ، یو پراخ ځای دې چی په باغ شیخ مشهور دی او په ۱۰۳۰ هجری قمری کال کې جوړه شوی ده . دغه باغ غولې ، رواق ، ایوان ، حجره او غرفه لری . د په باغ شیخ کې څو بقعې او څو نور قبرونه هم لیدل کیږی .غولې یې څلور کونجه دې ، داخلیدونکی او بهر تلونکی دروازې لري او د شیخ کلخوران بقعه یې په مینځ کې ده .
د مقبرې بهرنۍ برخه د خښتو او ډیره جذبونکی ده . د ودانۍ چت مسطح دې او په مینځ کې یې یو ډیر ښکلې د خښتو ګنبد دې . د دغې مقبرې یوه ښکلا د رواق او بقعې ترمینځ منبت کارۍ ده چی په ډیر ښکلی ډول ترسره شوی ده . د اصلی دروازې په لرګی هم ډیر ښکلی او استادانه منبت کارۍ شوی ده ،او پرې ښکلی شعرونه لیکل شوي دي . په ټول کې د سید امین الدین جبراییل بقعه چی د ایرانی اسلامی معمارۍ سمبول حسابیږی ، اوڅاره معمارۍ ، کاشی کارۍ ، لیدونکی نقاشیانې لري . په مقبره کې چی داخل شئ په مینځ کې لرګین صندوق وینئ . ګیر چاپیر یې کاشی کارۍ شوی دیوالونه شوي دي . د کاشیانو یا ټایلونو رنګ یې فیروز ای دې او پکې طلایی او تیز اودي رنګه ټایلونه هم لیدل کیږي .
د ټایلونه بره په کوفی خط سره لیکنې لیدل کیږي چی هنرمندانه او د لیدلو دي . .
««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
په اردبیل کې هم د ایران د نورو تاریخي ښارونو په شان پرتمین تاریخی کورونه جوړ شوي دي لکه عمارت اقا زاده اردبیلی ، د میرفتاحی کور ، د وکیل الرعایه کور ، د مناف زاده کور ، د خادم باشی کور ، د حاج یوسف صادقی کور ، د خلیل زاده کور ، د شریعت کور ، د مرحوم مروج کور ، د سید ابراهیم هاشمی کور چی د معمولا د اردبیل ولایت ټوریسټان او مسافران د دغو تاریخی کورونو لیدلو ته ورځي . مناسبه ده چی له دغو تاریخی کورونو ځینو ته اشاره وکړو .
عمارت اقازاده اردبیلی په قاجار پړاو کې جوړ شوی دې او د اردبیل ښار په علی قاپو میدان کې دې او د دغه ښار د معمارۍ له سمبولونو او لیدونکیو ځایونه دې .
عمارت اقازاده اردبیلی په هغو اوو عمارتونو کې یو عمارت دې چی د قاجار په وخت کې د هغه وخت د مشهور تاجر حاج اسماعیل اقا اف سره اړه لری . دغه عمارت اصلی هال ، دهلیز ، نشیمن ، صندوق خانه ، حمام ، مطبخ یا کیچن ، دالان ، ستر او وړکوټې غولې ، دوه بامونه وغیره لري . همداراز یو مستطیل شکل حوض لری چی په پکې یوه ښکلی فواره هم لیدل کیږی .
د ۱۳۸۶ کال د وږی په ۱۸ د اقا زاده عمارت په ۱۹۵۲۹ شمیرې سره د ایران د ملی اثارو په لیسټ کې ثبت شوی او حاضر دمه د دودیز ریستوران په توګه ترې استفاده کیږی .
«««««««««««««««««««««««««««««««««««
د اردبیل د دینی عالمانو او پوهانو میوزم هم داردبیل ښار د ټوریزم یوه جاذبه ده . د اردبیل ښار د سترو عالمانو ځای دې او همدغه پلمه سبب شوی ده چی د دغو سترو عالمانو او پوهانو د ځای د درنښت لپاره داردبیل ددینی پوهانو او عالمانو میوزم جوړ شی .
په تیر وخت کې د میوزم ځای د میرفتاحی کور وو چی په میوزم بدل شوی دې . د میرفتاحی تاریخی کور زړوالې ۱۲۵۰ هجری قمری ته ورګرځی ، د لومړی پهلوی په پړاو کې د انجلیود لومړنی کالج په توګه تعلیمی کارهندوالې درلودلې دې .
د دغه کور په ښکلاو کې ارسی کړکیو ته اشاره کوې شو چی له رنګی شیشو پکې استفاده شوی ده او د خښتو تزیینات لري . دغه ودانۍ د ۱۳۸۱ کال د مرغومی په ۱۰ د ایران د یوه ملی اثر په توګه ثبت شوی ده .
په دغه میوزم کې د دغه ټاټوبی د ۵۷ مشهورو عالمانو تابلو ګانې ، انځورونه او تندیسونه نندارې ته وړاندې شوی دي . د نقاشۍ تابلوګانې د انځور ګر استاد اقای حسن مردانه کار دې او د عالمانو په انځورونو سربیره چی ټول مجهتدان دي ، د دغو بزرګوارانو یادګارونه او لیکنې هم لیدل کیږی .
«««««««««««««««««««««««««««««««««
د اردبیل په اصلی هویت د پوهیدو لپاره د دغه ښار د میوزم له لیدلو بهتره بله لاره نشته . د موزه مردم شناسی په نوم د اردبیل یوه بل میوزم لیدلو ته ورځو .
د خلکو پیژندنې میوزم د اردبیل ولایت دخاصو دستورو ، ځای خوړو ، د پخولو رودې ، دمیرمنو او سړیو د ځای کپړو ، دودونو ، ادابو او ژوند له څرنګوالی سره د بلدتیا لپاره مناسب ځای دې . دغه میوزم د عالی قاپو په میدان کې د اقا نقی د تاریخی حمام په ځای کی پروت دې . د نوموړی میوزم اوسنې ځای له صفویه لړۍ په مخکې پړاو او د اومې ( ۷ )هجری پیړۍ په دوهمې نیمایی کې د عمومی حمام په چوکاټ کې د اردبیل د خلکو د استفادې وړ وو .
په دغه ځای کې د اردبیل ولایت د خلکو په ځای پوښښ سره د ۳۳ مجسمو په ښودلو سربیره د دغې سیمې تاریخی او کلتوری هویت پورې اړونده اثار او لیکنې راغونډې او وړاندې شوي دي .
دغه حمام د ظهیر الاسلام په نوم کس په ایلخانی پړاو کې جوړ کړ او دوه سوه کلونه وروسته پکې ځینې برخې ورزیاتې شوې .
د دې علت چی دغه حمام په دو نومونو پیژندل کیږی دا دې چی د اقا نقی موتمن الرعایا په نوم کس هم هغه بیا رغولې دې . دغه حمام په ۱۳۷۸ لمریز کال کې د میراث فرهنګی په وسیله اخیستل شوې او د زاړه جوړښت په ساتلو سره د خلکو پیژندنې د میوزم په چوکاټ کې په کارندوالې لری . د دغه میوزم دروازه له رختکن پیل شوی او په اته ضلعی د کاڼو حوض ختمیږی او پکې په تیرو پړاونو کې د استحمام ځانګړي دستورې د مجسمو په وسیله نندارې ته وړاندې شوي دی .
پای