May 08, 2022 14:41 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د نهی ورځ یا ۳ شنبې ، د ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د غوایی د میاشتې شلمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د شوال یا د کوچني اختر د میاشتې له ۸ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د مئی له ۱۰ نیټی سره برابره ده

۱۰۷۱ کاله پخوا، د درې سوه دوه اویایم هجری قمری کال د شوال په اتمه نیټه، د فارس د دیالمه لړۍ دویم واکمن عضدالدوله دیلمی وفات شو. هغه چې د عماد الدوله دیملی ځائ ناستې ؤ، خپل حکومت په دور کښې له ایران، عراق او ختیځی ترکیې پراخې سیمې و نیولې او د عراق او فارس په سیمو کښې یې ډیر ودانئ جوړې کړې. عضدالدوله دیملی په همداسی ورځ د یوی ناروغئ په وجه وفات شو او د عراق په نجف ښار کښې د حضرت امام علی (ع) مرقد په څنګ کښې خاورو ته وسپارل شو.

 

۱۱۱ کاله مخکښې د دولس سوه نوېم هجری لمریز کال د غوایی په شیلمه نیټه، د ایران د مالی چارو د اصلاحولو په موخه د امریکایی مورګن شوستر په سرپرستۍ په مالی چارو کښې پوځی سلاکار پلاوی تهران ته راغئ. د هیواد د اقتصادی حالاتو د برابرولو لپاره د بهرنیو سلاکارانو له ګمارلو سره د جرګې په موافقی پسې د ایران حکومت له امریکا سره د یوه تړون په کولو پسې د مالی چارو د سمولو لپاره یو مالی سلاکار پلاوی ایران ته را وبله او په دې ورځ د مورګن شوستر په مشرۍ یو پلاوی ایران ته راغئ. د ملی شورا جرګې د شوستر او د هغه د ملګرو په ښه نیت په ډاډمنتیا سره د ایران د مالی چارو د سمولو لپاره د هر ډول فعالیت په باره کښې هغوئ ته پوره واک ورکړ. خو د ایران دغه عمل د روسیې د حکومت لپاره ډیر ګران تمام شو او اراده یې وکړه چې داسې کار وکړی چې شوستر او د هغه مرستیالان له کاره څنګته شی نو ځکه یې د شوستر د ایستلو لپاره د ایران حکومت ته په چټی پلمو ایلټیمیټم ورکړ چې جرګې ورسره مخالفت وکړ. په عین حال کښې د روسیې ځواکونو هم د اذربایجان پر ښارونو په تیره بیا تبریز یرغل وکړ او وژلې او چورتالان ته یې مخه کړه. دغه عمل د ایران حکومت د شوستر څنګته کولو ته اړ کړ او په روسیانو پورې پییلئ کس یې د هغه پر ځائ وټاکه.

 

۵۱  کاله پخوا، د دیارلس سوه پنځوسم هجری لمریز کال د غوایی په شلمه نیټه، ربانی عالم آیت ا... محمد کوهستانی بهشهری وفات شو. آیت ا... کوهستانی بهشهری په خپل زیږنځائ کښې د مقدماتی درسونو له زده کولو وروسته نجف اشرف ته ولاړ او د میرزا نایینی او سید ابوالحسن اصفهانی په څیر آیات الاګانو د درس په حلقې کښې یې ځائ وموند. هغه د اجتهاد د درجې له ترلاسه کولو وروسته خپل زیږنځائ کوهستان ته ستون شو او د ښار له ګڼې ګوڼې لیری یې د خلکو لارښونې او تدریس ته مخه کړه. آیت ا... کوهستانی په همغه وړوکی ځائ کښې څو مدرسې جوړې کړې او په دینی علومو کښې یې د طالبانو روزنې ته مخه کړه چې شهید سید عبدالکریم هاشمی نژاد هم له هغو څخه ؤ. دغه ربانی عالم بالاخره د دیارلس سوه پنځوسم هجری لمریز کال د غوایی په شلمه نیټه چې د دیارلس سوه یو نوېم قمری کال د ربیع الاول له څوارلسمې نیټې سره برابره ده، د یوې ناروغۍ له امله وفات شو.

 

او له ننه ۳۳ کاله پخوا، د دیارلس سوه اته شپیتم هجری لمریز کال د غوایی په شلمه نیټه، یو ایرانی اوسمهاله څیړاند او لیکونکئ حجت الاسلام و المسلمین ډکټر سید جواد مصطفوی وفات شو. سید جواد مصطفوی په دیارلس سوه لومړی لمریز کال کښې په مشهد کښې په یوې روحانی او علم لرونکی کورنۍ کښې نړۍ ته سترګې رڼې کړې. د خپلو لومړیو او مینځنیو زده کړو له ترسره کولو او ډیپلوم اخیستلو وروسته د مشهد علمی حوزې ته لاړ او د ادیب نیشابوری، شیخ هاشم قزوینی، شیخ مجتبی قزوینی او سید احمد مدرس یزدی په شان استادانو له محضره یې استفاده وکړه. ډکټر مصطفوی په نهه ویشت کلنۍ کښې تهران ته ولاړ او د آیت ا... سید احمد خوانساری په درس خارج کښې یې د شتو ن تر څنګ تدریس ته ملا وتړله. ډکټر سید جواد مصطفوی د دینی علومو په مختلفو څانګو کښې له مطالعې او زده کړې تر څنګ په دغو علومو کښې خاص مهارت تر لاسه کړ او ارزښتمن آثار یې په یادګار پریښودل چې (ربط نهج البلاغه با قرآن)، (کاشف الالفاظ نهج البلاغه) او په څلورو ټوکو کښې د (اصول کافی) ژباړه او شرحه پکښې شامل دی. دغه فرزانه څیړاند او مدرس بالاخره د دیارلس سوه اته شپیتم هجری لمریز کال د غوایی په شلمه نیټه، په اووه شپیته کلنۍ کښې وفات شو.