May 12, 2022 15:47 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د خالي ورځ شنبه د ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د غویی د میاشتې ۲۴ نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د شوال یا کوچني اختر له ۱۲ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د مۍ د میاشتې له ۱۴ نیټې سره برابره ده

 

۱۰۵۹ کاله پخوا، د درې سوه څلور اتیایم هجری قمری کال د شوال د میاشتې په دولسمه نیټه، د څلورمې سپوږمیزې پېړۍ مشهور ادیب او شاعر، ابراهیم بن هلال صابی وفات شو.هغه د بغداد په ښار کې وزږید او د شعر او ادبیاتو په فنونو کې یې ځانګړی مهارت درلود.

دغه مشهور لیکوال، په ریاضیاتو، نجوم او هندسه کې هم ډېره پوهه درلوده.

له هلال صابی څخه ارزښتمند تالیفات پاتې دی چې ((تاج الماثر (المئاثر) ))،(( د مثلثاتو په علم کې رساله)) او(( د نجوم په علم کې رساله)) کتابونو ته اشاره کولای شوو.

 

۴۱۳ کاله پخوا، د یو زرو دیرشم هجری قمری کال د شوال د میاشتې په دولسمه نیټه، مشهور مسلمان عالم، فقیه، منجم او ریاضی پوه،په شیخ بهایی مشهور، بهاءالدین محمد بن حسین عاملی، په اصفهان کې وفات شو.

هغه په ۹۵۲ سپوږمیز کال کې د لنبان په بعلبک ښار تو په یوه ایرانۍ کورنۍ کې وزیږید.

پلار یې د خپل وخت ستر شیخ او رهبر ګڼل کېدو.

شیخ بهایی په خپل ډېر استعداد سره وتوانید چې په لنډ وخت کې، د استادرۍ درجې ته ورسېږی او د فقې، تفسیر، حدیث، ریاضیاتو، نجوم، ادبیاتو او تاریخ په شان علومو کې پوره وړتیا ترلاسه کړی.

له دې لوړ مقامه مسلمان عالم څخه، ګټور کتابونه پاتې دی چې تاریخ لیکوونکو یې شمېر، له سلو ټوکو ډېر کتابونه او رسالې بللې دی.

شیخ بهایی، همدارنګه د عملی رسالې په بڼه د استدلالی فقیه یوه دوره په فارسی ژبه ولیکله چې، په جامع عباسی مشهوره ده.

ددې مشهور مسلمان عالم له نورو آثارو څخه، کشکول، حبل المتین، شیخ الافلاک او خلاصه الحساب کتابونو ته اشاره کولای شوو.

 

 

۲۲۶ کاله پخواد ۱۷۹۶کال دمئ په څوارلسمه نیټه

دنړۍ دچیچک یا کوی ناروغۍ لومړنی واکسنیشن په انګلستان کې ترسره شو .. که څه هم نن سبا په تیره بیا په پرمختللو هیوادونو کې دچیچک ناروغی ډیره کمه لیدل کیږی خو تر اتلسمې پیړئ پورې ددغې ناروغۍ خوریدا ډیره زیاته وه او ډیرې زیاتې مرګ ژوبلې ئې هم درلودې. په ۱۷۱۷کال کې یوه انګریزه متوجه شوه چې دختیځې اروپا په ځینو سیمو کې دهغو اوبو یوه زهرجنه ماده چې تڼاکو راوځی ، په چیچک ناروغۍ دنورو دککړیدا دمخنیوی لپاره ترې استفاه کیږی . هغې په دې چارې له پوهیدا او په دې زمینې کې له څیړنو وروسته دغه روده په انګلستان کې دود کړه چې دچیچک دناروغانو دمرګ ژوبلو دکمیدا لامل شوه . له بلې خوا داموضوع په انګلستان کې مطرح وه چې دغه زهرجنه اوبه او په حقیقت کې په غواګانو کې دچیچک دناروغۍ په تڼاکو کې دغه موجوده زهرجنه اوبه، د چیچګ ناروغۍ په وړاندې د انسان ساتنه کوی .په نهایت کې د ۱۷۹۶کال دمئ په څوارلسمه نیټه د انګلستان یوه ډاکټر ایډورډ جنر داموضوع عملی کړه او په یوه ماشوم باندې په آزموینې سره ئې دا احتمال ثابت کړائ شو چې دغواګانو د ویروس پیچکاری،د چیچک د ناروغۍ دمخه نیولو لامل کیږی . دا مطلب که څه هم له عمومی مخالفتونو سره مخ شو ،خو ډیر زر درستې نړۍ کې ومنل شو .

 

 

۴۹ کاله وړاندې د ۱۳۵۲ هجری لمریز کال د غوئی د میاشتې په ۲۴ نیټه بزرګواره عالم او اوس مهاله محقق او مولف حکیم مهدی الهی قمشه ای په ۷۲ کلنۍ کښې وفات شو. هغه د خپلې ځوانۍ په پیل کښې په اصفهان کښې له حضرات آیات حاج آقا حسین قمی، آقا بزرګ حکیم خراسانی او میرزا مهدی اصفهانی له محضره استفاده وکړه او پخپله په فقه، اصول فقه، منطق، حکمت او ادبیاتو کښې لوړو درجو ته ورسید. حکیم الهی قشمه ای هلته د منطق، حکمت او ادبیاتو د تدریس ترڅنګ د تهران پوهنتون د یو تکړه او مشهور استاد په توګه وپیژندل شو او د (توحید هوشمندان) نومی کتاب په لیکلو سره یې له یاد پوهنځی څخه د ډاکټرۍ درجه ترلاسه کړه.

هغوی به د تدریس ترڅنګ په ښکلو، خوږو او په زړه پورو جملو سره سخت فلسفی مفاهیم بیانول او د خپلو علمی اظهاراتو په تائیدولو کښې به یې د سترو شاعرانو له شعرونو شاهدان راوړل. د دغه الهی حکیم په علمی محفل کښې فاضل دانشوران وروزل شول. هغه یو شیوا قلم درلود او په همدې شیوائۍ سره ؤ چې قرآن مجید یې په فارسی ژبه ترجمه کړ. د هغه ترجمه په فارسۍ ژبه او ادبیاتو کښې د قرآن په نننیو ژباړو کښې له وړومبنیو ترجمو وه او پخپل وخت کښې د د روڼ اندو، محصلینو او نوی نسل د پام وړ وګرځیده. همداشان د مفاتیح الجنان او صحیفه سجادیه آزاده ترجمه او د دیوان الهی کلیات د هغه له نورو آثارو دی.

 

۳۸ کاله وړاندې د ۱۳۶۳ هجری لمریز کال د د غوئی د میاشتې په ۲۴ نیټه اوسمهاله ایرانی محقق، شاعر او لیکوال استاذ حبیب یغمایی وفات شو. هغه په ۱۲۸۰ لمریز کال کښې زیږیدلی و او د زده کړو له پوره کولو وروسته یې په فارسی ادبیاتو او اسلامی معارفو په لړ کښې مطالعه او تحقیق پیل کړ.

حبیب یغمایی له ۱۳۲۷ لمریز کال څخه د ۳۱ کالو په موده یغما مجله خپره کړه. هغه همداشان د شعر ښه طبعه لرله او شعرونه یې په تیت پرکه توګه موجود دی. د استاذ حبیب یغمایی له ارزښتناکو آثارو څخه د سعدی د آثارو د ټولګې تصحیح او همداشان د طبری د ترجمې تصحیح ته اشاره کوی شو.

 

او له ننه ۳۷ کاله مخکښې د ۱۳۶۴ هجری لمریز کال د غویی د میاشتې په ۲۴ ورځ د نهج البلاغه ژباړونکی او تشریح کونکی ربانی عالم سید علی نقی فیض الاسلام په اتیا کلنۍ کښې وفات شو. محقق عالم سید علی نقی اصفهانی آل محمد چې په فیض الاسلام مشهور و، د ابتدائی زده کړو له پوره کولو وروسته نجف اشرف ته لاړ او د نجف د سترو عالمانو په لوړو درسونو کښې له ګډون او په حدیثو کښې د کلونو کلونو له تحقیق او غور وروسته یې د خپلې زمانې د دوو مشهورو محدثانو آیت ا... شیخ عباس محدث قمی او شیخ علی اکبر نهاوندی څخه د روایت اجازه ترلاسه کړه. د دغه دینی عالم ترټولو مهم اثر د نهج البلاغه ترجمه او شرحه ده چې په (نهج البلاغه فیض الاسلام) مشهوره ده.

همداشان د صحیفه کامله سجادیه او اشارات الرضویه ژباړه او شرحه او هم په دریو ټوکو کښې د قرآن پاک تفسیر د دغه تکړه محقق له نورو آثارو دی.