May 17, 2022 14:56 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د نهی ورځ یا ۳ شنبې د ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د غوایی د میاشتې اووه ویشتمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د شوال یا کوچنۍ اختر د میاشتې له ۱۵ او د ۲۰۲۱ میلادی کال د مئی له ۱۷ نیټی سره برابره ده

۱۱۹۱ کاله پخوا، د دوه سوه دوه پنځوسم هجری قمری کال د شوال په پنځلسمه نیټه،حضرت عبدالعظیم حسنی وفات شو. هغه حضرت د اسلام د ګران پیغمبر (ص) د لمسی حضرت امام حسن (ع) له نسل څخه ؤ. حضرت عبدالعظیم د ډیرو کراماتو لرونکئ ؤ. د هغوئ په فضایلو کښې دی نکتې ته اشاره کولئ شو چې هغه د پیغمبر اکرم (ص) د اهل بیتو د څو تنو لخوا تایید شوې ؤ او له هغوئ بزرګوارانو څخه یې حدیث نقلوه. د عباسی دور ساډوبی او سخته دښمنی چې له علویانو سره یې کوله ، عبدالعظیم هجرت ته مجبور شو او د نننی تهران په جنوب کښې ری ته ولاړ او د همهغه ځائ اوسیدونکئ شو. بالاخره د حسنی پاکې کورنۍ دغه لړۍ او دغه پرهیزګاره زاهدد دوه سوه دوه پنځوسم قمری کال دشوال په نیمایی کښې په نهه اویا کلنۍ کښې په ری ښار کښې وفات شو. ویل کیږی چې هغه حضرت په زهرو سره شهید کړئ شو. د حضرت عبدالعظیم مرقد په ری کښې ، د اهل بیتو د منونکو د زیارت ځائ دی.

 

۱۹۵  کاله پخوا، د دولس سوه اته څلویښتم قمری کال د شوال په پنځلسمه نیټه، شیخ محمد تقی رازی نجفی اصفهانی وفات شو. محمد تقی رازی اصفهانی د امامی عالم، اصولی فقیه، ژور لید او دقیق نظر لرونکی زاهد عبدالرحیم زوئ ؤ او د سید بحرالعلوم، سید علی صاحب ریاض، شیخ جعفر کاشف الغطاء او سید محسن کاظمینی په شان لویو عالمانو په محضر کښې و روزل شو. هغه په عقلی او نقلی علومو کښې د مهارت سربیره، په فقهی اصولو کښې هم یو لوئ او توانمن استاد ګڼل کیده. شیخ محمد تقی رازی اصفهانی چې د هدایه المسترشدین  کتاب په لیکلو سره، د هدایه خاوند په نوم مشهور دی، د شرح اسماء الحسنی او حاشیه معالم په شان د نورو ګټه ورو تالیفاتو لرونکئ ؤ. دغه ستر عالم بالاخره د دولس سوه اته څلویښتم قمری کال د شوال په پنځلسمه نیټه په اصفهان کښې وفات شو او د دغه ښار په تخت فولاد کښې خاورو ته و سپارل شو.

 

۱۵۷  کاله پخوا، د اتلس سوه پینځه شپیتم میلادی کال د مئی په اوولسمه نیټه، په پاریس کښې د نړۍ د شلو هیوادونو د استازو په شتون او د ارتباطاتو په زمینه کښې د لومړنی نړیوال تړون په لاس لیکیدا سره د ټیلیګراف نړیواله ټولنه جوړه او آئین یې تدوین او تصویب شو. په همدغه دلیل دغه ورځ د ارتباطاتو نړیواله ورځ نومول شوی ده. په نولس سوه دوه دیرشم میلادی کال کښې د میډریډ کانفرنس د پریکړې له مخې د ټیلیګراف د نړیوالې اتحادیې نوم د (آئی ټی یو) نومی د لیری لارې د ارتباطاتو په نړیوالې اتحادیې بدل شو او د هغه په ټولو آئین نامو کښې بیا کتنه وشوه. له نولس سوه اووه څلویښتم میلادی کال راهیسې (آئی ټی یو) په رسمی توګه په ملګرو ملتو د پییلو تخصصی موسسو په قطار کښې وګرځید.

 

۸۳  کاله مخکښې، د نولس سوه نهه دیرشم میلادی کال د مئی د میاشتې په اوولسمه نیټه، د انګلستان حکومت چې د فلسطین سرپرستی یې پر غاړه درلوده، د دویم نړیوال جنګ په درشل کښې د (سپین کتاب) په نوم د یو کتاب په خپرولو سره د غاصب صهیونیسټی حکومت د جوړولو په لاره کښې یو بل ګام پورته کړ. د هغې حل لارې له مخې چې په دې کتاب کښې د فلسطین د مسئلې لپاره وړاندې شوې وه، لس کاله پس به په یهودی او مسلمان دوو ملتونو سره د فلسطین خپلواک حکومت جوړیده.

په سپین کتاب کښې همداراز اټکل شوئ ؤ چې تر نولس سوه څلور څلویښتم کاله پورې یو لک نور یهودیان فلسطین ته کډه وکړی او له هغه وروسته به د یهودیانو مهاجرت د عربانو په موافقې سره وی. فلسطینیان چې له صهیونیسټانو څخه د لندن په ملاتړ خبر وو، د انګلستان د حکومت لخوا وړاندې شوې طرحه یې رد کړه چې د فلسطین د بشپړ نیواک سریزه وه.

له بلې خوا صهیونیسټانو هم چې په فلسطین کښې د صهیونیسټی رژیم د جوړیدو غوښتونکی وو، د سپین کتاب طرحه ونه منله او په نولس سوه دوه څلویښتم میلادی کال کښې یې په امریکې کښې په یو کانفرنس کښې د دغه هیواد په پوره ملاتړ سره په رسمی توګه په فلسطین کښې د صهیونیسټی رژیم د جوړیدو غوښتنه وکړه.همت ملا وتړله. د هغۀ له آثاروڅخه چې له څلوېښتو ټوکو زیات دی د فقهې په علم کښې «عماد الاجتهاد» کتاب ته اشاره کولی شوو.

۳۵  کاله پخوا، د دیارلس سوه شپږ شپیتم هجری لمریز کال د غوایی په اووه ویشتمه نیټه، د ایران پر ضد د عراق د تپلی جنګ په بهیر کښې د عراق جنګی الوتکو له غلطۍ سره په فارس خلیج کښې د امریکې پر سټارک بیړۍ برید وکړ او د امریکې اووه دیرش پوځیان یې ووژل او یو شمیر یې ټپیان کړل. دغه پیښه په فارس خلیج کښې د امریکایی ځواکونو د شتون د زیاتیدا له پیل سره همهاله د تیل وړونکیو بیړیو د امنیت د ساتنې په پلمه رامینځته شوه. د عراق پخوانی رژیم پر سټارک بیړۍ په حملې پسې سم لاسی د دې حملی د غیر عمدی بللو تر څنګ له واشنګټنه بښنه و غوښتله او ورته یې د تاوان د ورکولو لپاره خپل چمتوالی وښود. امریکا هم سره له دې چې تل په خپلو جنګی بیړیو او پوځیانو د حملې په اړه ډیر حساسیت ښئ خو له دې پیښې په اسانه تیره شوه، ځکه چې امریکا د ایران په خلاف په جنګ کښې د صدام ملاتړی وه. په عین حال کښې ځینی باوری دی چې پر سټارک بیړۍ د عراق حمله د فارس خلیج د سیمې د نا امنه ښودلو او په دغه سیمې کښې د امریکایی بیړیو د لا زیات شتون لپاره د واشنګټن او صدام رژیم ګډه سناریو پاتې شوې ده .

 

او له ننه ۱۳  کاله پخوا، د دیارلس سوه اته اتیایم هجری لمریز کال د غوایی په اووه ویشتمه نیټه، یو لوئ شیعه عارف او د تقلید مرجع آیت ا... محمد تقی بهجت فومنی وفات شو. هغه د دولس سوه څلور نوېم هجری لمریز کال په پائ کښې (د ایران په شمال کښې) د ګیلان ولایت په فومن ښار کښې وزیږید. هغه د حوزې لومړنۍ زده کړې په فومن کښې پائ ته ورسولې او په دیارلس سوه اتم هجری لمریز کال کښې د عرب د ادبیاتو له زده کړو وروسته ، د حوزوی درسونو د بشپړولو لپاره عراق ته ولاړ او د نجف ښار لویو استادانو له محضره یې استفاده وکړه . هغه په دیارلس سوه څلورویشتم لمریز کال کښې ایران ته بیا راستون شو او څه موده وروسته یې د قم په سپیڅلی ښار کښې د فقې او اصول د درس خارج تدریس ته مخه وکړه او ډیر شاګردان یې وروزل. د آیت ا... بهجت مهمه ځانګړنه د هغه عرفان او د نفس تهذیب ؤ چې ټول یې تر اغیزلاندې ګرځول او له هغه یې فاضل ، مهذب او پرهیزګار ه عالم جوړ کړئ ؤ. دغه نامتو عالم د ارزښتمنو تالیفاتو لرونکئ دی چې پکښې (کتاب الصلاة)، (جامع المسائل) او (وسیلة النجاة) کتابونو ته اشاره کولئ شو.