May 26, 2022 14:53 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د خالي ورځ یا شنبه د ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د غبرګولی د میاشتې اوومه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د شوال یا کوچنۍ اختر د میاشتې له ۲۶ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د مئی له ۲۸ نیټی سره

۸۲  کاله پخوا، د نولس سوه څلویښتم میلادی کال د مئی په اته ویشتمه نیټه، د دویم نړیوال جنګ په لومړیو کښې، بیلجیم چې د بې پلویتوب اعلان یې کړئ ؤ، د نازی جرمنی پوځیانو تر نیواک لاندې راغئ. د بیلجیم ځواکونه چې د انګریزانو له مرستې او ملاتړه برخمن وو، د جرمنی پوځ د یرغل په وړاندې له اتلسو ورځو مقاومت وروسته یې د بیلجیم باچا دریم لئوپولډ په حکم جنګ ختم کړ. د دریم لئوپولډ دغه پریکړه، د بیلجیم د خلکو د خفګان او په نهایت کښې په نولس سوه یو پنځوسم میلادی کال کښې له باچاهۍ څخه د هغه د رسمی لیریکیدا سبب شوه. له بلې لورې ، په همدغه ورځ په فرانس کښې هم د متفقینو ځواکونو د جرمنی پوځ سره له یوه ډیر مرګ ژوبلې درلودونکی جنګ وروسته د فرانس په شمال کښې له دونکرک بندره شاتګ پیل کړ. په دغه عملیاتو کښې، د متفقینو اوولس سوه څلور اویا بیړیو د نږدې درې لکه پنځوس زره انګلسی ، فرانسوی او بیلجیمی عسکرو د ژغورلو لپاره ګډون وکړ. خو د نازی جرمنی پوځ له خوا د دونکرک کلا بندی او هوایی بریدونو له امله د متفقینو ځواکونو پنځوس زره کسان ووژل شول او د هغو څلور سوه جنګی بیړۍ هم تباه شوې. په فرانس کښې د متفقینو ځواکونو له ماتی وروسته، دغه هیواد په پوره توګه د جرمنی تر نیواک لاندې وراغئ.

 

۵۸  کاله پخوا، د نولس سوه څلور شپیتم میلادی کال د مئی په اته ویشتمه نیټه، د عربی اتحادیې د غړیو هیوادونو په لومړی موافقې پسې د (P.L.O) جوړیدل اعلان شول. د فلسطین آزادی غواړی تنظیم (پی ایل او) د جوړیدا په مهال، له اتو چریکی ډلو او ګڼ شمیر ښوونیزو، ټولنیزو، طبی،کلتوری او مالی ارګانونو جوړ ؤ. یو کال وروسته فتح نومې د پی ایل او پوځی څانګې ، په کابو لسو زرو غړیو سره خپل فعالیت پیل کړ. په نولس سوه څلور اویایم میلادی کال کښې پی ایل او په ملګرو ملتو کښې د څارونکی غړی په توګه ومنل شو او تر نولس سوه دوه اتیایم میلادی کاله پورې یې له تر سلو زیاتو هیوادونو سره رسمی اړیکې ټینګې کړې. په دغه کال کښې د (پی ایل او) چریکان پر لبنان د صیهونیسټ رژیم د پوځ د حملې له امله، له دغه هیواده شاتګ ته مجبور شول او له هغه وروسته دغه تنظیم ورو ورو وسله واله مبارزه پریښودله، په دې ډول چې د (پی ایل او) پخوانی مشر یاسر عرفات، د نولس سوه درې نوېم میلادی کال په ستمبر کښې ، په ناروې کښې د اسلو تړون په لاس لیکولو سره ، صیهونیسټ رژیم په رسمیت وپیژانده. په مقابل کښې صیهونیسټ رژیم هم د لویدیځې غاړې او غزې تړنګې په نیواکی سیمو کښې فلسطینیانو ته کورواکی ورکولو ته ژمن شو، خو صیهونیسټ رژیم د نورو تړونونو په څیر د اسلو تړون ته هم پایبنده نه دئ او تر اوسه پورې یې د هغه پر مادو عمل نه دی کړئ. په عین حال کښې د (پی ایل او) د مشرتابه له لوری دغه رژیم ته د ګڼ شمیر امتیازاتو ورکول، تل د زیاتره فلسطینی تنظیمونو او خلکو له اعتراض سره مخامخ پاتې شوی دی .

 

 

۴۲  کاله پخوا، د دیارلس سوه نهه پنځوسم هجری لمریز کال د غبرګولی په اوومه نیټه، د ایران د اسلامی شورا د جرګې لومړی پړاؤ پیل شو. د ایران په اسلامی جمهوریت کښې د قانون جوړونې د جرګې د لومړی پړاؤ پرانیستل ، د بدلانه پیچومی ګڼل کیږی او د قانون ورځه نومول کیږی. د اسلامی شورا دنده د قانون جوړونه ده او د ولسمشر او کابینی پر کړچار نیغ په نیغه څارنه هم پر غاړه لری . د اسلامی شورا د غړیو شمیر دوه سوه نوی تنه دی او د خلکو په نیغ په نیغه رایو سره غوره کیږی . هر ښار له نفوس سره سم د پارلمان یو شمیر څوکئ ځان ته بیلوی . په ایران کښې پیژندل شوی دینی لږکی ، سره له دې چې اکثره یې د نفوس له نظره په پارلمان کښې د یوې څوکۍ د ترلاسه کولو لپاره اړین شمیر یعنی یو نیم لک کسان نلری، خو په پارلمان کښې خپل استازی لری . د اسلامی شورا د څرګندو غونډو پوره راپور د راډیو له لارې نیغ په نیغه خپریږی او د هیواد رسمی ورځپاڼې او مطبوعات یې هم خپروی.

 

۲۴ کاله پخوا، د نولس سوه اته نوېم میلادی کال د مئی په اته ویشتمه نیټه، پاکستان د لومړنی ځل لپاره پینځه اټومی ازموینې تر سره کړې. دغه اټومی ازموینې، د پاکستان سیال او ګاونډی د هند له اټومی ازموینو دوه اونۍ وروسته ترسره شوې. په دې ډول د دغو دواړو پخوانیو دښمنانو وسله ایزه سیالئ د اټومی وسلو تر کچې پراخه شوه. د پاکستان اټومی ازموینو د لویدیځو هیوادونو غوسه را وپاروله او امریکې او اروپا پر پاکستان اقتصادی بندیز ولګوه. سره له دې پاکستان تر اوسه پورې د اټومی وسلو پر تولید او زیاتیدا د بندیز له کنوینشن سره د یو ځائ کیدا لپاره د دغو هیوادونو غوښتنه نه ده منلی .