Jun 02, 2022 13:59 Asia/Kabul
  • د ایران سیل/ د تبریز زاړه بازار

عزیزانو د نن ورځې په سفر کې به د ایران په شمال لوېدیځ کې د تبریز لوی ښار او د ختیځ اذربایجان مرکز ته ولاړ شو، تبریز یو ښکلی تاریخي ښار دی چي د له بې سارې تاریخي، فرهنګي او مذهبي سیل ځایونو څخه ډک دی، له دغه ښار څخه لیدنه به د سیلانیانو او میله والو په ذهن کې د ایراني هنر او ذوق نه هېرېدونکي خاطرې رامینځ ته کړي.

د تبریز شمال، جنوب او ختیځ لوري ته غرونه پراته دي او لوېدیځ لوري ته یې د تلخه رود په نامه پراخ دښت دي، دغه ولایت د غرونو تر مینځ د یوې جلګې په څېر دی، د دې ښار د سړکونو اوږدوالې ۶۰۰ کیلومټره دي.

دوه سیندونه د ښار له مینځه تیریږي، یو سیند تلخه رود یا (اجی چای) نومیږي، دغه سیند چي د کال له سره تر پایه بهیږي د تبریز له شمال لوېدیځ برخي څخه تیریږي. دوهم سیند بیا (قوري چای) نومیږي چي موسمي سیند دی او د تبریز له مرکز څخه په تېرېدو سره بیرته له تلخه رود سره یو ځای کیږي.

تلخه رود پل

د تبریز موسم وچ دی، دوبي کې هوا ډېره ګرمه او په ژمی کې ډېره ساړه ده، ژمي کې هوا د لوړو غرونو او زیاته ارتفاع د امله سړیږي، که څه هم په دوبې کې هوا ګرمه او وچه ده، لیکن د سهند د غره او د زیاتو باغونو او شینګیاو د امله یې هوا ډېره په زړه پورې ده.

د تبریز د ښار لومړنی تاریخ لا نه دی څرګند شوی، د تبریز په هکله لومړنۍ تر ټولو لرغونې لیکنې د اشوریانو د باچا (دوهم سارګن) زمانې ته ورګرځي، همدارنګه د اوسپنو د موزیم په سیمه کې د ۲۰۱۱ میلادي کال موندنې ښیې چي له میلاده دوه زره کاله مخکې دلته خلګو ژوند کاوه، دغه ښار د تاریخ په اوږدو کې په ځلونو د باچایانو له لوري د پلازمینې په توګه ټاکل شوی دی، د تبریز اوسنی ښار د «تَوْرِژ»  د کنډوالو د پاسه جوړ شوی دی، تورژ ښار د لوېدیځ او ختیځ تر مینځ د ارتباطي لارې پ او همدارنګه د اشکانیانو د سلسلې د پلازمینې په توګه له زیات اهمیت څخه برخمن و.

تر اسلام وروسته او د هجري قمري په دریمه پېړۍ کې تبریز ښار نور هم پراخ شو او د اذربایجان د سیمي په مرکز بدل شو، په داسي توګه چي متوکل عباسي په ۲۴۴ هجري کال کې تر سختې زلزلې وروسته، د تبریز د چټکې بیارغونې غوښتونکی شو.

د ایلخانی مغلو په پړاو کې تبریز خپل د پنځونې اوج ته ورسېده، د ایلخانیانو د سلسلې دوهم باچا اباقاخان تبریز ته د پلازمینې عنوان ورکړ او له دغه ښار څخه یې له نیل بیا تر مرکزي اسیا پوري په ټولو سیمو حکومت کاوه، د غازان خان د واکمنی پر مهال د تبریز په ښار کې غازاني اصلاحات راوستل شو، مختلفي ودانۍ منجمله د اقماري دوه ښارونه، د غازان د شنب نمونه او رشیدی ربع نومي ودانۍ په دغه پړاو کې جوړي شوې.

ربع رشیدی لرغونی پوهنتون

ونیزي ټوریست مارکو پولو په ۶۵۴ هجري کال کې د تبریز له ښار څخه تېر شو، هغه د دې ښار د پنځونې او تمدن په هکله داسي لیکي: یو ستر ښار چي په لویو او ښکلیو باغونو سره، محصور شوی دی، د ښار موقعیت غوره دی، له ټولو سیمو څخه توکي دې ښار ته راوړل کیږي، لاتین سوداګران په ټېره بیا د جنیوا خلګ دغه ښار ته ځي تر څو د مختلفو ځایونو څخه راوړل شوي توکې وپلوري.

د تبریز د برمتیا دوران د تیموریانو، قراقویونلوها او د صفوې د سلسلې تر لومړیو پوري دوام وکړ، په ۹۰۶ هجري کال کې شاه اسماعیل صفوي د تبریز ښار ونیوه، او د صفویې په دوره کې د نوې ایران د لومړنی پلازمینې په توګه وټاکه، د ایران او د عثماني سرحدونو ته د دې ښار نژدېوالې سبب شو چي د دواړو لورو تر مینځ په ګواښونو کې زیانمن شي او څو ځلي د عثمانیانو له لوري ونیول شي، په نتیجه کې شاه طهماسب صفوي په دې خاطر چي پلازمینه د عثمانیانو له ګواښونو څخه وژغوري هغه یې د قزوین ښار ته منتقل کړ،

تبریز د قاجاریانو د واکمنی د پړاو په پیلېدو سره، یو ځلي بیا د توجه په مرکز بدل شو او د دې سلسلې د ولیعهد په مرکز بدل شو، د ایران او روسیې تر مینځ د جنګونو په پیلېدو سره، تبریز د روسي ځواکونو هدف وګرځېدل، روسانو په ۱۲۰۵ شمسي کال کې د تبریز په نیولو بریالي شول، د ایران او روسیې تر مینځ د سولي تر تړون وروسته، تبریز یو ځلي بیا د ایرانی ځواکونو لاس ته ورغی، تر سولي او ثبات وروسته عباس میرزا د هغه وخت ولیعهد او د اذربایجان والي د تبریز په ښار کې اصلاحات راوستل، هغه ښار ته نوې نقشه په نظر کې ونیوه او د تبریز په بیارغونې لاس پوري کړ او پستچي او مالیاتي سیسټمونه رامینځ ته کړ.

له ډیري مودې را په دېخوا د تبریز ښار لوېدیځ ته د ایران تجارتي مسیر او د اورېښم د لرغوني لارې یوه برخه پاته شوې چي د امله یې په تبریز کې فرهنګ او هنر زیاته وده کړې ده، د پېړیو په اوږدو کې د تبریز سوداګریز بازار او فرهنګي رونق د مدني او ټولنیزو ارګانونو د پرمختګ سبب شوی دی، دغه ښار په تیره بیا د قاجاریانو په پړاو کې پرمختګ وکړ او د سوق الجیشي او سوداګریز بڼه پکښې نوره پیاوړې شوه، په دې خاطر په ایران کې اکثره د نوی تمدن جلوې او پرمختګونه له تبریز څخه پیل شوی دی، په دغه موده کې اکثره فکري غورځنګونه، ټولنیز، تخنیکي او اقتصادي بدلونونه د ایران له نورو سیمو مخکې په تبریز کې رامینځ ته کېدلې.

د تبریز دروازې

تبریز په پخوا زمانو کې اته دروازې درلودلې چي ښار ته تګ راتګ له همدغو لارو څخه تر سره کېدلې، وروسته د دغو تاریخي دروازو په څنګ کې بازارونه جوړل شول تر څو د هري سیمي د خلګو اړتیاوې تامین کړي تر څو خلګ مجبوره نه شي چي د هر یو څیز لپاره مرکزي بازار ته مراجعه وکړي، د وخت په تېرېدو سره د دغو بازارونو په څنډو کې کورونه جوړل شول او بازارونه له یو بل سره وصل شول، په دې توګه د ښار د مرکز په شاوخوا کې نوې ابادیانې رامینځ ته شوي.

نن سبا د تبریز چټګ پرمختګ ته په کتو سره، د ښار دغه برخه چي مخکني بازارونه په کښې واقع شوي دي د ښار د مرکز په توګه پېژندل کیږي دلته مناسبه ګڼو چي له یادو بازارونو څخه هم یوه کتنه وکړو.

د تبریز څلور ضلعي بازار چي یو کیلومتر مربع پراخ دی په نړۍ کې تر ټولو ستر په خښتو پوښل شوی بازار ګڼل کیږي، د تبریز د ښار یو د لیدو وړ ځای او د تبریز د مخکني برم او اقتدار نښه ده، د تبریز تاریخي بازار د ښار په مرکز کې واقع شوی دی او له ختیځ څخه عالی قاپو (د ولیعهد ماڼۍ) او د لوېدیځ له خوا د ښار جامع جومات سره موښتی دی. دغه بازار په ۱۳۵۴ لمریز کال کې د یاران د ملي اثارو په لیست کې او په ۱۳۸۹ لمریز کال کې د یونسکو د نړیوال میراث په لیست کې ثبت شو.

تبریز د اورېښم د لرغوني لارې په اوږدو کې واقع شوی و چي د امله یې په کښې تجارت زیات و او دغه بازار هم خورا رونق لرل، اوس هم د زیاتو ماډرنو مارکیټونو په جوړېدو سره، بیا هم زاړه بازار د تبریز تجارتي مرکز بلل کیږي چي اکثره سیلانیان ورڅخه لیدنه کوي.

بازار تبریز

د دې بازار د ودانۍ د جوړېدو تاریخ نه دی مشخص شوی، لیکن ځینې اسناد ښودنه کوي چي بازار په ۴۰۰ هجري کال کې هم شتون لرل، د څلورمي پېړۍ اکثره سیلانیان چي له تبریز څخه لیدنه کړې وه، په خپلو یادښتونو کې د دې بازار یادونه کړې ده، له دې جملې څخه ابن بطوطه، مارکوپولو، جاکسن، اولیای چلبی، ګاسپار دروویل، الکسیس سوکتیکف او ژان شاردن ته اشاره کولایشو چي د تبریز د بازار ستاینه کړې ده.

د تبریز بازار په ۱۱۹۳ میلادی کال کې یعني ۳۰۰ کاله مخکې تر زلزلې وروسته د نجف قلی دنبلي له لوري بیاورغول شو، دغه بازار کې مختلف مارکیټونه، ډالانونه، سرایونه او کاروانسرایونه موجود دي، د بازار د ودانۍ معماري ډېره زړه راکښونکې او بې سارې ده، په دغه بازار کې څه دپاسه ۵۵۰۰ حجرې دي او ۴۰ ډوله کسب کاران په کښې په کاروبار لګیا دي، سرایونه په کښې درې پوړیزي دي، زیرخانې څخه د ګودام په توګه کارول کیږي، دوهم چت مغازه او د پاسه دریم چت بیا استراحت ته ځانګړی شوی دی.  دغه بازار کې ډول ډول توکی خرڅیږي خو تر ټولو مهم یې، اصلي او ارزښمن اورېښمي قالي دي چي په لاس سره اوبدل شوي دي، د مظفریې سراي دغو قالیو ته ځانګړی شوی دی، په لومړي چت کې دوکانونه دي او د پاسه بیا د قالیو د اوبدلو، ډیزاینولو او د کار لپاره دی.  په دوهم چت کې د قالیو د اوبدلو، رنګولو، ډیزاینولو وتلي ماهرین ووینئ.