تاریخ پاڼه
نن د ګل ورځ یا دو شنبې د ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د غبرګولی د میاشتې شپاړسمه نیټه ده چې ۱۴۴۳ هجری قمری کال د ذالقعدې یا میانې د میاشتې له ۶ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د جون له ۶ نیټی سره برابره ده
۱۲۹ کاله پخوا، د دیارلس سوه څوارلسم هجري قمري کال د ذی القعدې په شپږمه نیټه، د اخلاقو استاد او عارف میرزا ابوالحسن جلوه وفات شو. میرزا ابوالحسن جلوه په دولس سوه اته دیرشم قمري کال کښې د هند په احمد آباد ښار کښې و زیږید. د هغه نسب په دیرشو نسبونو سره حضرت امام حسن مجتبی (ع) ته رسیږي. هغه په ماشومتوب کښې له خپلې کورنۍ سره اصفهان ته ولاړ او په هغه ښار کښې یې زده کړو ته مخه کړه او کمال لاره یې ومونده. په دولس سوه درې اویایم قمري کال کښې تهران ته ولاړ او له څلویښتو کالو زیات د دارالشفاپه مدرسې کښې د حکمت، فلسفی او ریاضیاتو په تدریس بوخت ؤ. میرزا طاهر تنکابني، آیت ا... محمد علی شاه آبادي، سید حسین بادکوبه ای، ملا محمد آملي، جهانګیر خان قشقایي، علامه طباطبايي او نور د هغه له مشهورو شاګردانو څخه دي. د میرزا ابوالحسن جلوه تالیفات هم پراخ او د خاص پام وړ دي چې حاشیه بر شفا او اسفار، اثبات الحرکه الجواهریه او نور له هغو څخه دي. بالاخره دغه حکیم ددیارلس سوه څوارلسم قمري کال د زیقعدې په شپږمه نیټه د جمعې په شپه په شپږ اویا کلنۍ کښې په تهران کښې وفات شو.
۱۱۲ کاله مخکښې، د دولس سوه نهه اتیایم هجری لمریز کال د غبرګولی په شپاړسمه نیټه، دینی عالم او بزرګواره فقیه آیت ا... سید ریحان ا... بروجردی په شپیته کلنۍ کښې وفات شو. دغه ستر عالم مقدماتی علوم د ایران د مرکز په بروجرد ښار کښې زده کړل. هغه د خپلو زده کړو د بشپړولو لپاره اصفهان او نجف ښارونو ته لاړ او د کلونو کلونو له علم زده کولو وروسته لوړو درجو ته ورسید. سید ریحان ا... بروجردی له هغه وروسته په تهران کښې استوګنه شو او د خاصو او عامو مرجع شو. هغه د فقې، اصول او حدیثو له علمونو سربیره پر ادبیاتو، رجال او ژباړنې هم بشپړ تسلط درلود او د هغوئ د درس په حلقه کښې تکړه پوهان وروزل شول.
له هغه یو داسې کتابتون په یادګار پاتې دی چې د کمیت او کیفیت له نظره د تهران د هغه وخت ترټولو ستر کتابتون ګڼل کیږی.
و ایضاح الخطا له هغو څخه دی .
۹۷ کاله مخکښې، د دیارلس سوه څلورم هجری لمریز کال د غبرګولی په شپاړسمه نیټه، په ایران کښې د عسکرۍ اجباری قانون تصویب شو. په ایران کښې په زوره د عسکرۍ د نظام یا په پوځ کښې د اجباری خدمت د قانون تصویبیدل په وړومبی ځل د فرانسې په انقلاب کښې قانونی شول. په ایران کښې د ۱۳۰۴ شمسی کال د غبرګولی په شپاړسمه نیټه په شپږ دیرشو مادو مشتمل د اجباری عسکرۍ قانون د ملی شورا لخوا تصویب شو. د دغه قانون د وړومبنۍ مادې له مخې د ښارونو، کلیو، بانډو او قبایلو او همداشان د هغو کسانو په شمول چې په بهرو هیوادونو کښې اوسیږی، د ایران ټول سړی، د یویشتو کالو عمر ته له رسیدو سره سم مجبور دی چې عسکری وکړی.
دا قانون له تصویبیدو وروسته په همهغه وخت کښې اجرا نه شو خو په ورپسې کلونو کښې اجرا شو.
۹۲ کاله پخوا، د دیارلس سوه یو پنځوسم قمري کال د ذی القعدې په شپږمه نیټه،متکلم فقیه آیت ا... میرزا صادق آقامجتهد تبریزي وفات شو. ،په کوچني مجتهد مشهور د متکلم او فقیه عالم د علامه میرزا محمد آقا زوئ آقا میرزا صادق په کابو دولس سوه درې اویایم قمري کال کښې په تبریز په ښار کښې و زیږید. په نولس کلنۍ کښې له خپل مشر ورور سره نجف اشرف ته ولاړ او څلورویشت کاله هملته پاتی شو او د لویو استادانو له محضره یې استفاده وکړه. په دیارلس سوه دولسم قمري کال کښې تهران ته راغئ او له هغې وروسته په خپل زیږنځائ کښې پاتی شو. هغه په ښکاره د غیر مشروعه مشروطې سره مخالفت وکړ او د رضاخاني له استبداد سره د مبارزې په لار کښې کردستان ته جلاوطن کړئ شو. د علامه امیني په وینا، هغه د تشیع له ځلیدلو څیرو څخه ؤ. له دغه لوئ عالمه لږ تر لږه دولس اثار په یادګار پاتی دي. بالاخره هغه د دیارلس سوه یو پنځوسم قمري کال د ذی القعدې په شپږمه نیټه د جمعې په شپه د سږي ناروغئ په وجه په اته اویا کلنۍ کښې د قم په سپیڅلي ښار کښې وفات شو.
او له ننه ۳۳ کاله مخکښې، د دیارلس سوه اته شپیتم هجری لمریز کال د غبرګولی په شپاړسمه نیټه، د حضرت امام خمینی(رح) پاکه جنازه د هغوی د میلیونونو مینه والو د غم او ژړه په مینځ کښې په تهران کښې خاورو ته وسپارله شوه. په دغه بې مثاله جنازه کښې د ایران د مختلفو هیوادونو او د نړۍ د ډیرو هیوادونو له لسو میلیونو زیاتو مسلمانانو ګډون درلود.
د امام خمینی د جنازې د مراسمو ډیره مهمه ځانګړنه چې ټول عمر یې د خلکو د آزادۍ او سرلوړۍ لپاره هڅه کړې وه، د هغې ولسی توب و. په دغه ورځ د امام خمینی(رح) جنازه د تهران له سترې مصلا څخه، یعنې له هغه ځایه چې یوه ورځ مخکښې پکښې ورسره خلکو خدای په امانی کړې وه، د تهران په سویل کښې تر بهشتِ زهرا ادیرې پورې تشیع شو او بیا د ارواښاد امام پاک وجود، د اسلامی انقلاب او د ایران په خلاف د عراق د تپلی جنګ د لس هاو زره شهیدانو د مزار په خوا کښې خاورو ته وسپارلی شو. دې پرتمینو مراسمو د امام له لارې او اسلامی انقلاب سره د ایران د خلکو او د نړۍ د ډیرو سیمو د خلکو د وفادارۍ ستره صحنه وښودله.
نن سبا د هغه ستر قائد پاک حرم د اسلامی انقلاب د لارې د لس هاو زرو شهیدانو د پاک مزار ترڅنګ د حضرت روح ا... د عاشقانو زیارت او د ولایت او د اسلامی انقلاب د مینه والو د راغونډیدو لپآره د نیټې یو ځاې ټاکلی ځای دی.