تاریخ پاڼه
نن دنهی ورځ یا ۳ شنبې د ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د چنګاښ د میاشتې یویشتمه نیټه ده چې ۱۴۴۳ هجری قمری کال د ذالحجې یا لوی ختر له ۱۲او د ۲۰۲۲ میلادی کال د جولایی له ۱۲ نیټی سره برابره ده
۹۷۰ کاله مخکښې د ۴۷۳ هجري سپوږمیز کال د ذی الحجې په دولسمه نیټه د ځینو روایتونو له مخې د ایران مشهور شاعر حکیم ابوالمجد مجدود بن آدم سنايي غزنوي په غزنین کښې وزیږید. د فارسۍ شعر دغه مسلمان استاذ په ځوانی کښې شعر ویل پيل کړل او په پیل کښې به یې د رجال او بزرګانو مدحې ویلې خو ناڅاپه پکښې یو حیرانونکی بدلون راغی چې د خانه کعبې په لور روان شو او حج ته لاړ. سنايي په مکه مکرمه کښې د کعبې او مکې معظمې د دیدار په شوق کښې یوه قصیده وویله او له هلته نه له ستنیدو وروسته څه موده په بلخ او نورو ښارونو کښې پاتې شو.
هغه څه چې د سنايي له سفرونو پاتې دي هغه شعرونه او قصیدې دي چې هغه په خراسان او بلخ کښې ویلې دي او د بلخ په کارنامې مشهور دي. سنايي یوځل بیا په غزنین کښې له استوګنیدو وروسته د خپلې مشهورې قصیدې (حدیقة الحقیقة) پوره کولو ته مخه کړه. (سِیرُ العِباد الی المَعاد) ټولګه چې په خراساني طریقه کښې د هغه د مهارت بیانونکې ده، (طریقُ التحقیق) مثنوي چې د حدیقه په وزن ده، سنايي په کال ۵۲۸ قمري کښې پاې ته رسولې، (عقل نامه، عشق نامه او تجرِبةُ العلم) د دغه ښه قریحه لرونکي ایراني شاعر له نورو ارزښتناکو آثارو څخه دي.
سنايي په ۵۳۵ هجري سپوږمیز کال کښې وفات شو او مقبره یې په غزنین کښې ده.
۵۰۳ کاله اګاهو د ۹۴۰ هجري سپوږمیز کال د ذی الحجې د میاشتې په دولسمه نیټه په محقق کَرَکي مشهور د اسلام یو ستر فقیه علی بن حسین کرکي عاملي وفات شو. هغه وړومبی پخپل زیږنځاې یعنې د لبنان په جبل عامل کښې او بیا یې په نورو اسلامي هیوادونو کښې د خپلو دیني او علمي معلوماتو بشپړول پیل کړل او بیا ایران ته راغی او د سترو علمي، کلتوري او ټولنیزو خدماتو سرچینه وګرځید داشان چې د هغې زمانې په ډیرو کتابونو کښې په بزرګۍ یاد شوی دی. د کرکي عاملي له ارزښتناکو کتابونو څخه (جامع المقاصد، شرح شرایع او رساله عدالت) ته اشاره کوی شو.
۸۷ کاله پخوا، د دیارلس سوه څوارلسم هجری لمریز کال د چنګاښ په یویشتمه نیټه، په مسجد ګوهر شاد پاڅون مشهور د ایران د مذهبی ښار د مشهد د مسلمانو خلکو پاڅون پیل شو. په دغه ورځ د مشهد مبارز او مسلمان خلک چې د هغو په مخکښی مبارز او ژمن روحانیان روان وو، د رضاخان پهلوی او په ایران کښې د اسلامی کلتور د له مینځه وړلو او د پردی کلتور د واکمنولو لپاره د هغه اقداماتو پر ضدو دریدل. په دغو ټولو اقداماتو کښې د رضا خان یو اقدام د مسلمانو ښځو له سرونو په جبری توګه د حجاب ایسته کول وو خو خلکو د دین سره د دښمنئ لپاره د
رضا خان له طرحو سره مخالفت وکړ او د هغه په مقابلې کښې و دریدل. دغه پاڅون د حضرت امام رضا (ع) د حرم مطهر په څنګ کښې په ګوهر شاد جومات کښې خپل اوج ته و رسید او د رضا خان عواملو دغه پاڅون د خلکو په وهلو او وژلو سره و ځپل.
۷۶ کاله پخوا، د نولس سوه شپږ څلویښتم میلادی کال د جولایی په دولسمه نیټه، په بیت المقدس کښې د ایرګون د صیهونیسټی ډلې په وسیله د ملک داؤد هوټل و چاودول شو. دغه هوټل د فلسطینی ښاریانو د پریمانو تلو او راتلو او د مسافرانو د اقامت ځای ؤ، په دی ډول چې دغو بمونو د چاودنې له امله چې د ملک داؤد هوټل په زیر خانې کښې ایښودل شوی وو، تر دوه سوه زیات کسان و وژل شول. په دغو وژل شویو کسانو کښې د پنځلسو یهودیانو شتون د دی ښودنه کوی چې صیهونیسټیان خپلو پراختیا غواړو مقصدونو ته د رسیدلو او د فلسطینیانو تر مینځ د رعب او ترهې د رامینځته کولو لپاره ، د یهودیانو ژوند ته هم کوم ارزښت نه ورکوی.
او له ننه ۱۶ کاله پخوا، د دوه زره شپږم میلادی کال د جولایی په دولسمه نیټه، صیهونیسټ رژیم یو ځل بیا له ځمکی، هوا او اوبو څخه پر لبنان حمله وکړه. د دغه یرغل پلمه ، په یو لړ دفاعی عملیاتو کښې د لبنان د حزب ا... جنګیالانو په وسیله د دغه رژیم د دوو سربازانو زندانی کونه وه. لبنان باندی له دغه پوځی یرغله د تل ابیب اصلی مقصدچې د واشنګټن له ملاتړه هم برخمن ؤ، د حزب ا... د پوځی قدرت له مینځه وړل او د صیهونیسټ رژیم د پوځ په مقابلې کښې د لبنان د مقاومت تر ټولو مهم ځواک په توګه د هغو بی وسله کول وو. صیهونیسټ رژیم په لبنان باندی په خپلې حملې کښې د دغه هیوادد بیخ بناؤ له مینځه وړل او پر خلکو د اقتصادی دباؤ اچول په خپله ایجنډه کښې ګرځولی وو څو د حزب ا... له ملاتړه لاس واخلی. د صیهونیسټ رژیم جنګی الوتکو د جنګ په اوږدو کښې، د لبنان پر خلاف کابو لس زره هوایی حملې ترسره کړې چې په دغو وحشیانه حملو کښې تر زرو زیات عام خلک و وژل شول، خو خلکو همهغه راز د حزب ا... له مقاومت څخه ملاتړ کوه. له بلې خوا،په نیواکی فلسطین کښې پر بنسټیزو تاسیساتو د حزب ا... توغندویی بریدونو او د صیهونیسټ رژیم د سمبال پوځ د ځمکنیو یرغلونو په وړاندی د حزب ا... د مبارزانو میړنی مقاومت دغه رژیم خپلو موخو ته رسیدو کښې ناکامه پریښود او په هغه باندی یې سخته ماته و تپله . په دی ډول چې امریکا د اسرائیل د اصلی ملاتړ په توګه مجبوره شوه، د اوربند، د لبنان څخه د صیهونیسټو پوځیانو د په شاتګ او د ملګرو ملتو د سوله ساتو ځواکونو د مستقریدوپه هکله د امنیت شورا د پریکړه لیک سره موافقه وکړی .