تاریخ پاڼه
نن د ګل ورځ یا دوشنبه شنبې ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د چنګاښ د میاشتې اووه ویشتمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د ذالحجې یا لوی اختر له ۱۸ او د ۲۰۲۲م میلادی کال د جولایی له ۱۸ نیټی سره برابره ده
۱۴۳۳ کاله مخکښې د لسم هجري قمري کال د ذی الحجې د میاشتې په اتلسمه ورځ د اسلام ګران قدره پیغمبر حضرت محمدمصطفی(ص) له خپل وروستي حج نه د ستنیدو په وخت، د خدای تعالی جل جلاله په حکم حضرت امام علي علیه السلام خلکو ته د خپل ځاې ناستي په توګه وروپیژنده. پيغمبر اکرم(ص) له مکې مکرمې نه د مدینې په لاره کښې د (غدیر خم) په نوم يو ځاې کښې د خدای پاک(ج) دا حکم پرځاې کړ. پيغمبر اکرم(ص) پس له دې چې په یو لوړ ځاې کښناست، یوه خطبه یې وویله او د حضرت علي علیه السلام لاس یې اوچت کړ او خلکو ته یې وفرمایل: (مَن کُنتُ مولاه فَهذا علیّ مولا. اللّهم وال من والاه و عاد من عاداه). یعنې د چا چې زه مولا یم، علي د هغه مولا دی. ای خدایه! هرڅوک چې له ده سره مینه لري، ته ورسره مینه ولرې او هر څوک چې ورسره دښمني وکړي ته ورسره دښمني وکړې.
د اسلام ګران پيغمبر(ص) همداشان د قرآن کریم او د خپلو اهلبیتو علیهم السلام په هکله خلکو ته سپارښتنه وکړه او ویې فرمایل: (دا دواړه هیڅکله له یو بله نه بیلیږي تر دې چې د قیامت په ورځ د حوضِ کوثر په غاړه ماته راورسي).
خلکو ته د خدای تعالی جل جلاله د دغه حکم له اورولو وروسته په پیغمبر اکرم حضرت محمدمصطفی(ص) باندې د مایدې د مبارکې سورې دریم آیت نازل شو او دوي ته یې زیری ورکړ چې (الیوم یئس الذین کفروا من دینک فلا تخشوهم واخشون، الیوم اکملت لکم دینکم و اتممت علیکم نعمتی و رضیت لکم الاسلام دینا) یعنې نن کافران ستا له دینه نهیلې شول نو بس له هغو مه ویریږه او له ما وویریږه، نن مې ستا دین بشپړ او کامل کړ او خپل نعمت مې پر تا تمام کړ او ستا لپاره مې د اسلام دین غوره کړ.
په همدې وجه دا ورځ اختر نوموله کیږي. ګرانو عزیزانو مونږ هم د غدیر د اختر په مناسبت تاسو ټولو مینه والو او اوریدونکو ته مبارکي وایو.
۱۴۰۸ کاله وړاندې د ۳۵ هجري قمري کال د ذی الحجې د میاشتې په اتلسمه نیټه امام علي علیه السلام د خلکو د ډیر ټینګار له امله د امت امامت قبول کړ. د دریم خلیفه عثمان له وژل کیدو وروسته خلک د حضرت علي په کور ورمات شول او ورسره د بیعت غوښتونکي شول. امام علي علیه السلام چې اول د خلافت منلو ته تیار نه و، د هغه خلافت چې خدای او د هغه ګران رسول د هغه حضرت له وفات نه مخکښې امام علي ته سپارلی و، د خلکو د ډیر ټینګار او د امام د شرطونو له منلو وروسته یې د خلافت چارې په لاس کښې واخیستلې او د خپل خلافت په څلورو کالو او نهو میاشتو کښې یې په دوو برخو کښې اصلاحي اقدامات (د عدالت اجرا او له ناروا طبقاتي فاصلو ختمول) او په سیاسي او پوځي اقدامات کښې (د ناکثینو، قاسطینو او مارقینو له دریو ډلو سره جنګ) فعالیت وکړ.
امام علي دې ته پرې نښودل شو چې د خدای د ډیر غوره مخلوق د حکومت په سیوري کښې د ژوند او عدالت مزه په خلکو وڅَکي. د اسلام دښمنانو، زیاته غوښتونکو او کږفکرو د امام لاره ونیوله او درې جنګونه یې پرې وروتپل او بلآخره په نهروان بهیر پورې د یو پيئلي تورزړي کس په لاس شهید شو او دنیا یې غمجنه کړه.
خو امام علي علیه السلام د خپل حکومت په همهغه لنډه موده کښې تر قیامته پورې نړیوالو ته د اسلامي حکومت بیلګه او د معارفو یوه خزانه پریښودله.
۲۲۹ کاله پخوا د ۱۲۱۴ سپوږمیز کال د ذی الحجې یا لویې اختر د میاشتې په اتلسمه نیټه مشهور عالم، پوه او فقیه شیخ مرتضی انصاري د ایران د سویل لویدیځ په دزفول ښار کښې وزیږید. هغه له ماشومتوب څخه د خپلې پوهې او وړتیا په سیوري کښې په ډیرې تیزۍ سره ترقي وکړه او په کال ۱۲۴۹ قمري کښې یو پوه مجتهد او مشهور محقق و. شیخ مرتضی انصاري په فقه او اصول فقه کښې نوي نظریات مطرح کړل چې له هغو نه دفقهي اصولو په پیژندنه کښې استدلال ته د هغه پاملرنې ته اشاره کوې شو. د دغه ستر فقیه یوه ځانګړتیا د هغه ساده لیکنه ده داشان چې ډیر پيچلي علمي بحثونه یې ډیر ساده او روان لیکلي دي. (رسائل) او (مکاسب) دوه کتابونه د شیخ مرتضی انصاري له کم مثاله آثارو دي چې د فقې او اصول فقې په لړ کښې د علمیه حوزو له ابتدايي درسونو څخه دي. همداشان (اصول فقه) او (مناسک حج) کتابونه د دغه ستر مسلمان پوه نور آثار دي.
شیخ انصاري د استدلالي فقې د بنسټ جوړولو او د تکړه شاګردانو د روزلو په لاره کښې چې هر یو یې د اسلامي علومو په ډګر کښې یوه ځلانده څیره شو، په نه ستړې کیدونکې هڅې او کوشش سره له ۶۷ کاله عمر وروسته په ۱۲۸۱ هجري قمري کال کښې وفات شو.
۷۵ کاله مخکې، د ۱۹۴۷ کال د جولای د میاشتې په ۱۸ د برتانیې د استعمار په وړاندې د هند د خلګو تر کلونو کلونو مبارزې وروسته د برتانیې پارلمان مجبوره شو چي د هند د خپلواکی قانون تصویب کړي.
په هند باندې د اروپایانو واک او نفوذ د ۱۶ پېړۍ په لومړیو کې پیل شو، په اتلسمه پېړۍ کې د فرانسې او د برتانیې سیالۍ د هند د لوټولو په لړ کې زور واخیستی، په یادو سیالیو کې برتانیه ګټونکې شوه، تر هغه وروسته برتانیې د هند په په خلګو فشارونه زیات کړ او د هندوستان د شتمنیو د چورتالان هڅو ته یې زور ورکړ چي د امله یې د خلګو له پاڅونونو سره مخامخ شوه. د شلمي پېړۍ له لومړیو څخه د برتانیې په ضد د هندوستانیانو مقاومت د مهاتما ګاندی په مشری پراخ شو تر هغه چي برتانیه د دوهمي نړیوالي جګړې د زیانونو د امله د هند له استعمار څخه لاس په سر شو، د هندوستان تر خپلواکی وروسته د هندوانو او مسلمانانو تر مینځ د برتانیې له لوري د رامینځ ته شویو اختلافاتو د امله هند په دوو برخو ووېشل شو او پاکستان ورڅخه جلا شو.
۴۳ کاله مخکې په داسي یوه ورځ کې د ۱۹۷۹ میلادي کال د جولای د میاشتې په ۱۸ فلسطینی مبارز زهیر محسن د مصر او د اسرائیلو له ګډو عناصرو له لوري په شهادت ورسېدل، فلسطینی مبارز زهیر محسن په ۱۹۳۶ میلادي کال کې د اردن د سیند په لوېدیځه غاړه کې وزېږېدی، هغه په ۱۷ کلنی کې د سوریې د بعث ګونډ غړی شو او د صهیونیستي نیواکګرو په وړاندې مبارزه پیل کړ، کله چي د فلسطینیانو د ازادي غواړي د تنظیم مرکز په اردن کې و، هغه د صهیونیستي ضد د فعالیتونو د امله څو ځلی بندي شو او په ۱۹۵۷ میلادي کال کې د اردن له خاوري څخه د صهیونیستانو په ضد د وسله ایزو عملیاتونو د طرحه کولو د امله زهیر محسن د اردن د حکومت له لوري پسې واخیستل شو، زهیر محسن سوریې ته لاړ او ۱۰ کاله یې هلته تېر کړ، په ۱۹۶۷ میلادي کال کې د عربو هیوادونو د صهیونیستي رژیم په ۶ ورځنۍ جګړه کې د الصاعقې چریکي ډله یې د سوریې په مالي مرستي سره رامینځ ته کړه، زهیر محسن د کمپ دېوېډ د تړون مخالف و او په خپلو وېناو کې د مصر واکمن انور سادات یې په مرګ واګوښل.
زهیر محسن د جولای په ۱۶ د فرانسې په جنوب کې په خپل کور کې د مصر او د اسرائیلو د ګډو عناصرو له لوري ټرور شو او دوه ورځې وروسته په ۴۳ کلنی کې وفات شو.
۳۴ کاله پخوا، د دیارلس سوه اووه شپیتم هجری لمریز کال د چنګاښ د میاشتې په اووه ویشتمه نیټه، د ایران اسلامی جمهوریت د ملګرو ملتو د امنیت شورا ۵۹۸ پریکړه لیک ومانه. امنیت شورا په دغه پریکړه لیک کې ایران اوعراق دواړه هیوادونه سولې او اوور بند ته بللی وو .اسلامی ایران ددغه پریکړه لیک دځینو مادو مثبتو ځانګړونو په دلیل په تیره بیا دتیریګر له معرفی کولو او دجنګی تاوانونو دګرمې د ورکولو له معرفی کولو سره د اړونده مادو په دلیل په همداسې ورځ له دغه پریکړه لیک سره خپله موافقه اعلان کړه .خو دایران داسلامی جمهوریت په وسیله د ۵۹۸پریکړه لیک له منلو سره سره دعراق د وخت صدام رژیم چې پخپله ئې هم دغه پریکړه لیک منلی ؤ ،د ۱۹۸۸کال په اګست میاشت کې د رسمی اوور بند تر منلو پورې ئې دایران په ضد خپلو یرغلونو ته د وام ورکړ او خپل تیریګر خوی ئې یو ځل بیا نندارې ته وړاندې کړ .
د جولای ۱۸ د نیلسون مانډېلا نړیواله ورځ ده.
مانډېلا د جنوبي افریقې لومړنی ولسمشر دی چي په عمومي ټاکنو کې وټاکل شو، هغه تر ولسمشرۍ مخکې د افریقې د ملي کنګرې مشر او په جنوبي افریقا کې د اپارټاید په ضد له وتلو مبارزینو څخه بلل کېدل.
نلسون رولیهلاهلا مانډېلا د ۱۹۱۸ میلادي کال د جولای په ۱۸ د جنوبی افریقې په کیپ ولایت کې پیدا شو، هغه په ۱۹۶۲ کال کې د توکم پالنې په ضد د مبارزې د امله بندي شو او تر ۱۹۹۰ میلادي کال پوري په بند کې پاتي شو، ماڼدېلا په ۱۹۹۰ میلادي کال کې تر راخوشي کېدو وروسته سوله ایز سیاست خپل کړ، هغه له ۱۹۹۴ څخه بیا تر ۱۹۹۹ پوري ولسمشر شو او په جنوبي افریقې کې د ملي روغي بهیر پیل کړ.
هغه تر ۵ کاله ولسمشرۍ وروسته د هیوادونو تر مینځ په شخړو کې د مینځګړي رول په غاړه واخیست او په ۲۰۰۹ میلادي کې د ملګرو ملتونو په عمومي ناسته کې د جولای ۱۸ د مانډېلا د ورځې په نامه ونومول شوه، هغه همدارنګه د سولي نوبل جایزه هم تر لاسه کړه.
نلسون مانډېلا د ۲۰۱۳ میلادي کال د ډیسمبر میاشتې په ۵ مړ شو.