تاریخ پاڼه
پوهیږئ نن د خالی ورځ یا شنبه د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د زمري اتمه نیټه ده چې د۱۴۴۴ هجري قمري کال د محرم الحرام یا د امامانو د میاشتې له لومړۍ او د ۲۰۲۲ میلادي کال د جولایی له دیرشمې نیټی سره برابره ده
خوږو مینه والو نن د دمحرم الحرام دمیاشتې لومړنۍ نیټه ده چې دغه ورځ دقمری کال له لومړنۍ ورځې سره برابره ده .
قمری هجري کال هینداره د میاشت دڅرخیدا په اساس چې د مسلمانانو په وسیله او هم په ډيرو اسلامی هیوادونو کې د دیني تقویم یا په ځينو موردونو کې دمدني تقویم په توګه ترې استفاده کیږي . له دې کال هیندارې څخه د روژې ، حج ، دحرامو او عزادارۍ د میاشتو د ټاکنې پشمول په ډيرو اسلامی او مذهبی دستورو کې ترې استفاده کیږي
دحضرت امام علی علیه السلام په سپارښتنې سره د مسلمانانو د دوهم خلیفه حضرت عمر بن خطاب دخلافت په وخت کې له مکې مدینې ته د اسلام دګران پيغمبر دهجرت پیل ددغې کال هیندارې پيل وټاکل شو،نو ځکه قمری هجري کال هیندارې پيل دلمریز هجری کال هیندارې په څير د اسلام دګران پيغمبر دهجرت کال ، له ۶۲۲میلادي کال سره برابریږي
د ایران په تاریخ کښې د زمري میاشت اتمه نیټه په شیخ اشراق مشهور د
عارف شهید د شیخ شهاب الدین سهروردي د درنښت ورځې په توګه
نومول شوي ده. په شیخ اشراق مشهور، حکیم، متکلم، ادیب او فیلسوف
شیخ شهاب الدین سهروردي ابو الفتوح په پنځه سوه نهه څلویښتم قمري
کال کښې د زنجان په شا او خوا په سهرورد کښې و زیږید. هغه له دی
وروسته چې حکمت او د فقې اصول یې زده کړل، د حکمت او فلسفې په
علومو کښې د هغه وخت سرخیل شو او د ذهانت، حافظې قوت او ښه
فکر په وجه یې د هغه وخت په ډیرو علومو کښې استاذي ترلاسه کړه.
سهروردي لکه په ډیرو موردونو کښې د پخوانیو رایو په خلاف خبرې
کړي او له ایراني حکمته او د زردشتي دین له اصلاحاتو څخه استفاده
کړي وه، متعصبو خلکو هغه په شرک او بی دینئ تورن کړ او د حلب د
عالمانو په نظر سره یې د هغه د وژلې حکم صادر کړ. تر دی چې بالاخره یې هغه په پنځه سوه اوه اتیایم قمري کال کښې په اته دیرش کلنۍ
کښې و وژلو. سهروردي په عربي او فارسي ژبو کښې ګڼ شمیر آثار
لري چې په عربي کښې منطق التلویحات، المقاومات، حکمه الاشراق او
په فارسي کښې روزی با جماعت صوفیان، عقل سرخ و پرتونامه له هغو
څخه دي. سهروردي د اشراق حکمت احیا کړ او هغه یې کمال ته
وراسوه. د اشراق په حکمت کښې سیر او سلوک یواځی د فکر راپنځول
نه دي ، بلکه د ریاضت او لار ښونې په وجه ذوق ترلاسه شوی دی. ملا
صدرای شیرازي او حاج ملا هادي سبزواري د سهروردي له عقایدو
استفاده وکړه او له هغو یې د لوړ حکمت په بیانولو او وړاندی کولو کښې
استفاده وکړه.
۲۲ کاله پخوا، د دیارلس سوه اته اویایم هجري لمریز کال د زمري په
اتمه نیټه، یو مشهور ایرانی څیړاند او نامتو استاد سید جلال الدین
مجتبوي وفات شو.
د تهران پوهنتون قدرمن استاد او د عقلي علومو نامتو څیړاند استاد ډاکټر
سید جلال الدین مجتبوي په دیارلس سوه اوم لمریز کال کښې په تهران
کښې و زیږید. هغه له لومړنیو او مینځنیو زده کړو وروسته، لیسانس او
وروسته ډاکټرۍ ترسره کړه او په فلسفې کښې فارغ التحصیل شو. استاد
مجتبوي د ډاکټرۍ له اخیستلو وروسته، د تهران پوهنتون د فلسفې په
ډلګۍ کښې په تدریس مشغول شو. او نهو کالو پورې هم د ادبیاتو او
انساني علومو د پوهنځي مشرۍ او د دغه پوهنځي د فلسفې ډلګۍ مدیریت
پر غاړه درلود. ډاکټر مجتبوي په اوږړوو کلونو کښې، په حکمت او
فلسفې کښې ګڼ شمیر آثار تالیف او و ژباړل چې کلیات فلسفه، فلسفه
یونان و روم او فلسفه یا پژوهش حقیقت د هغه له ژباړنو څخه دي.
همداراز د قرآن ژباړنه او تفسیر چې د نظر د خاوندانو په عقیده د قرآن
مجید په تر ټولو ښو ژباړنو کښې ګڼل کیږي، له دغه استاده په یادګار پاتی
دی. استاد مجتبوي بالاخره د تدریس او د اسلامي کلتور د خپرونې له یوه
عمر وروسته، بالاخره په یو اویا کلنۍ کښې په تهران کښې له نړۍ
سترګې پټې کړې.
۱۴ کاله پخوا، د دیارلس سوه شپږ اتیایم هجري لمریز کال د زمري په
اتمه نیټه، په مشکیني مشهور د ایران یو روحاني او مبارز آیت ا... علی
اکبر فیض له نړۍ سترګې پټې کړې. هغه په دیارلس سوم هجري لمریز
کال کښې د ایران په شمال لویدیځ کښې له مشکین ښار سره نږدې په یوی
علم او فضیلت لرونکي کورنۍ کښې و زیږید. آیت ا... مشکیني د دیني
علومو زده کړې له خپل پلار څخه پیل کړې. وروسته د زده کړو د دوام
لپاره قم ته ولاړ. دغه ستر روحاني د آیت ا... العظمی بروجردي او امام
خمیني (رح) په شان له نامتو عالمانو څخه د علم او اخلاق درس زده کړ
او لوړې علمي درجې یې تر لاسه کړې. هغه همداراز له هغو لومړنیو
کسانو څخه ؤ چې له شاه سره د مبارزې لپاره د امام خمیني (رح) د
غورڅنګ غړي وو او په ځلونو و نیول، زنداني او جلاوطن کړئ شو. د
ایران د اسلامي انقلاب له بریالیتوبه وروسته، آیت ا... مشکیني مهم
مسئولیتونه پر غاړه واخیستل چې تر ټولو مهمه پکښې د خبرګانو د
جرګې د درې دورو مشري وه چې د هغه تر وفاته یې دوام درلود. د دغه
لوی استاد او د اخلاقیاتو د معلم په آثارو کښې د اصلاح الاصول، ازدواج
در اسلام او بحث تکامل از نظر اسلام کتابونو ته اشاره کولئ شو.