Aug 21, 2022 13:58 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د نهی ورځ یا ۳ شنبه د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د اسد یا زمري د میاشتې پنځویشتمه نیټه ده چې د ۱۴۴۴ هجري قمري کال محرم الحرام یا دمامانو د میاشتې له ۱۸ او د ۲۰۲۲ میلادي کال د آګست له شپاړسمې نیټې سره سمون خوري

۱۵۱ کاله پخوا د دولس سوه درې نوېم هجري قمري کال د محرم په اتلسمه نیټه، یو مسلمان عالم او فقیه حیدر قلی سردار کابلي په کابل کښې و زیږید. هغه د میرزا حسین نوري او سید صفی الدین حسن بن هادي کاظمي په شان استادانو له محضره استفاده وکړه او له آیت الاګانو سید حسن صدر، حاج شیخ عباس قمي، سید یحیی خراساني، شیخ آقا بزرګ تهراني او نورو څخه د روایت د نقل او اجازې په ترلاسه کولو بریالئ شو. سردار کابلي د معقولو او منقولو علومو له زده کولو سره سره د عربي، انګلیسي، عبري او اردو په شان د نړۍ د ژوندیو ژبو زده کولو ته هم ملا وتړله او هغه یې زده کړې. هغه په دیارلس سوه لسم هجري قمري کال کښې کرمانشاه ته ولاړ او په هغې محرومې سیمې کښې یې د خلکو ارشاد، د دین

تبلیغ او تدریس او تالیف ته مخه کړه. د ترجمه انجیل بر نابا کتاب او الاربعون حدیثا فی فضایل امیر المؤمنین د هغه له آثارو څخه دي. سردار کابلي په دیارلس سوه دوه اویایم هجري قمري کال کښې په نهه اویا کلنۍ کښې وفات شو او په نجف اشرف کښې خاورو ته وسپارل

 

۱۳۴  کاله پخوا د ۱۸۸۸ میلادي کال د آګست په شپاړسمه نیټه په عربو هیوادونو کښې د انګلستان اغیزمن جاسوس توماس ایډورډ لارنس وزیږید. هغه د وړومبي نړیوال جنګ نه مخکښې څو ځلې عربو هیوادونو ته سفرونه وکړل او د عربي ژبې د زده کولو ترڅنګ د عربانو له آدابو او رسومو سره هم بلد شو.

هغه له ۱۹۱۴ نه تر ۱۹۱۸ پورې د وړومبي نړیوال جنګ په دوران کښې د انګلستان د استعماري سیاست په اساس هڅه وکړه چې عرب قبایل د خپلواکۍ د ترلاسه کولو په پلمه د عثماني حکومت خلاف ولمسوي ځکه چې په دغه جنګ کښې انګلستان او عثماني د یو بل په مقابل کښې وو. لارنس د انګلستان د جاسوسي ادارې په مرسته په خپل ماموریت کښې کامیاب شو او قدرت ته د سوریې او اردن د باچاهانو په رسولو کښې یې مهم رول ولوبوه. خو په عربستان کښې قدرت ته د آل سعود کورنۍ په رسولو کښې د هغه د مهم رول په وجه یو د (عربستان د لورنس) لقب ترلاسه کړ.

دغه انګریز جاسوس په (شورش در صحرا) او (هفت ستون فرزانګي) نومې خپلو کتابونو کښې خپل ځیني اقدامات بیان کړي دي.

هغه په ۱۹۳۵ کال کښې په یوه ټریفکي پيښه کښې ووژل شو.

 

۶۹ کاله مخکښې د ۱۳۳۲ هجري لمریز کال د زمري په ۲۵ نیټه د ایران وروستی باچا محمد رضا پهلوي له خپلې ښځې سره یوځاې ایټالیا ته وتښتید. هغه له دې کار مخکښې د وزیراعظم ډاکټر محمد مصدق د عزل کیدو حکم لاسلیک کړ او په دې وجه چې پوهیده چې په خلاف یې کودتا کیدونکې ده، ایټالیا ته لاړ. له دې امله چې مصدق د ایران تیل ملي کړل او د انګلستان ګټې یې په خطر کښې اچولې وې، دغه ښکیلاکګر حکومت د هغه په خلاف ډیرې لانجې جوړې کړې چې وروستی پکښې د ۱۳۳۲ لمریز کال د زمري په ۲۸ نیټه د امریکې او انګلستان ګډه کودتا وه. له کودتا او د مصدق د ولسي حکومت له ړنګیدو درې ورځې وروسته د ایران ظالم باچا یوځل بیا ایران ته راستون شو او کابو ۲۴ کاله یې نور د پردیو په ملاتړ سره حکومت وکړ. خو بلآخره د ۱۳۵۶ کال د مرغومي د میاشتې په ۲۶ نیټه د امام خمیني ره په مشرۍ د ایران د اسلامي انقلاب په برکت د تل لپاره له ایرانه وتښتیده.

 

 

۲۹  کاله وړاندې د ۱۳۷۲ هجري لمریز کال د زمري په ۲۵ نیټه د ایران مشهور عالم آیت ا... سید عبدالاعلی موسوي سبزواري وفات شو. هغه په ۱۲۹۰ هجري لمریز کال کښې د ایران د شمال ختیځ په سبزوار ښار کښې دنیا ته راغلی و. آیت ا... سبزواري تر څوارلس کلنی پورې په خپل ښار کښې د اسلامي درسونو زده کړه پیل کړه او بیا یې د مشهد په مقدس ښار کښې دغو زدکړو ته دوام ورکړ. هغه څه موده پس په عراق کښې د نجف ښار ته روان شو څو وتوانیږي له اسلامي علومو او معارفو لاډیره ګټه پورته کړي. آیت ا... موسوي سبزواري په دغه ښار کښې له تکړه او مشهورو عالمانو څخه له زدکړې وروسته ډیر زر د اجتهاد لوړې درجې ته ورسید او کابو نیمه پيړۍ د فقهې، اصول فقه، تفسیر او حدیث په زمینو کښې د نجف د علمیه حوزې یو ډیر تکړه مدرس او ښوونکی و. دا جلیل القدره عالم د امام خمیني(رح) مینه وال او د ایران د اسلامي انقلاب ملاتړی و. له آيت ا... سبزواري څخه ډیر تالیفات پرځاې پاتې دي چې له هغو نه په شلو ټوکو کښې د (مواهب الرحمان في تفسیر القرآن)، په دوو ټوکو کښې د (مهذب الاحکام فی بیان الحلال والحرام) او په دوو ټوکو مشتمل (تهذیب الاصول) کتابونو نومونه اخیستی شو.

      او له ننه ۲۸ کاله مخکښې د ۱۳۷۳ هجري لمریز کال د زمري په ۲۵ نیټه ایرانی پوه سید احمد فردید وفات شو. هغه په ۱۲۸۹ کال کښې د ایران د مرکز په یزد ښار کښې زیږیدلی و او ابتدايي درسونه او عربي او فارسي ژبې یې زده کړې. فردید د شپاړسو کالو و چې تهران ته راغی څو خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. هغه د لیسانس یا ګریجویشن له کولو وروسته تدریس او ښوونه پیل کړه، خو په ۱۳۲۶ کال کښې د لازیاتو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره فرانسې او جرمني ته لاړ او د خپلې خوښې وړ څانګې یعنې فلسفه کښې یې زده کړه پيل کړه. فردید ایران ته له راستنیدو وروسته په تیره بیا د جرمن فلاسفر هایدګر د فلسفې په لړ کښې ښوونه شروع کړه او یوشمیر آثار یې هم له ځانه پرځاې پریښودل. د هغه له کتابونو څخه (دیدار فرهي و فتوحات آخرالزمان) او (معادل های فارسي برخي اصطلاحات فلسفي) ته اشاره کوې شو.

 

ټیګونه