Aug 21, 2022 14:08 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د شورو ورځ یا ۴ شنبې د ۱۱۴۰۰۱ هجري لمریز کال د اسد یا زمري د میاشتې شپږویشتمه نیټه ده چې د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د محرم الحرام یا د امامانو د میاشې له ۱۹ او د۲۰۲۲ میلادي کال اګست د میاشتې له ۱۷ نیټې سره برابره ده

۱۳۸۳  کاله مخکښې د ۶۱ هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په نولسمه نیټه، د امام حسین (ع) او د کربلا  نورو شهیدانو د کورنۍ غړیو پشمول د کربلا د بندیانو کاروان په عراق کښې له کوفې څخه د اموي حکومت پلازمینې دمشق ته روان شو. دغو بندیانو په تیره بیا حضرت امام سجاد (ع) او حضرت زینب (س) د خپلو عزیزانو د شهادت او په کوفې کښې د اسارت سختو شرایطو باوجود، په میړنتیا او زیرتیا سره د یزید بن معاویه پر ضد ایشواګرۍ ته مخه کړه او د کوفې خلک یې د خدائ د رسول (ص) ګران لمسي د حضرت امام حسین (ع) پر ضد په جنګ کښې د ګډون او د دغه جنایت په وړاندې د چوپتیا په وجه سخت و رټل. په کوفې کښې د کربلا بندیانو د یوې اونۍ شتون په پائ کښې د دغه ښار خلک ډیر سخت پیښمانه شوي وو او حتی د کوفې د واکمن عبیدا... بن زیاد پر خلاف د خلکو د پاڅون

ویره وه. په همدې وجه ده دا ښه وګڼله چې د کربلا د حق غوښتونکي پاڅون پاتې کسان شام ته ولیږي.

 

۱۰۷۸  د درې سوه شپږ شپیتم هجري قمري کال د محرم په نولسمه نیټه، په رکن الدوله دیلیمي مشهور د آل بویه کورنئ یو امیر حسن بن بویه وفات شو . هغه د ایران په جنوب او لویدیځ حکومت کاوه. د ویلو ده چې آل بویه د ایران له مشهورو مسلمانو کورنیو څخه ده چې له درې سوه شلم هجري قمري کاله ېې د ایران په پراخه سیمه ، عراق او د شام تر شمالي پولو حکومت کاوه. د دغې لړۍ یو شمیر امیرانو اسلامي علم او کلتور ته ارزښتمن خدمتونه کړې دی. د آل بویه باچا هانو د وخت  د ادیبانو او پوهانو ډیر قدر کاوه او خپل وزیران ېې له دغو پوهانو څخه ټاکل. دې کورنۍ له ځانه ډیر آثار په یادګار پریښي دي چې د بغداد عضدي روغتون او په لسګونو نورو روغتونونواو مدرسو ته پکښې اشاره کولی شو .

                                     

۴۱  کاله مخکښې  د ۱۳۶۰ هجري لمریز کال د زمري په ۲۶ نیټه د ایران د اسلامي جمهوریت اهل سنت مبارز عالم ملا صالح خسروي د انقلاب ضده عواملو په لاس ووژل شو. ملا صالح خسروي هغه د اهل سنتو هغه مبارز عالم و چې د اسلامي انقلاب له بریالیتوبه په مخکښې کلونو کښې د پهلوي رژیم په خلاف او د اسلام او اسلامي وحدت د ساتنې لپاره راپورته شوی و او په دې لاره کښې یې د سنندج او تهران په جیلونو کښې ډیر بند او شکنجې وزغملې.

هغه د اسلامي انقلاب له کامیابۍ وروسته د انقلابي عالم په توګه، یووالي او د انقلاب او امام دفاع ته رابلونکی و او یوه شیبه یې هم د انقلاب خلافو عناصرو او غولیدلو ډلو له رسوا کونې او ایشوا کونو ډډه نه کوله. ملا صالح خسروي پخپل ژوند کښې پخپلې ژبې سره تل د امپریالیزم او د هغه د رذیلو کورنیو لوبتکو لکه د ډیموکراټ، کومله او منافقینو د خرڅ شویو ډلو رسوا کونکی و تر دې چې د سنندج په جامع جومات کښې د ماښام د اذان په وخت د انقلاب ضدو کینه ورو لخوا پرې ډزې وشوې او د خپل زوي په ملتیا په حق ورسید.

 

۳۴  کاله وړاندې د ۱۹۸۸ میلادي کال د آګست په ۱۷ نیټه د پاکستان پخوانی ولسمشر جنرال محمد ضیاء الحق د الوتکې د غورځیدو په پیښه کښې ووژل شو.  هغه په ځوانۍ کښې پوځ ته لاړ او د خپل عمر ستره برخه کښې په پوځ کښې تیره کړه. ضیاءالحق د ۱۹۷۷ میلادي کال د جولایۍ په پنځمه نیټه د پاکستان د هغه وخت د وزیراعظم ذوالفقار علي بوټو د حکومت په خلاف له یې پوځي کودتا وروسته د چارو واګې په لاس کښې واخیستلې. ضیاء الحق د قدرت له ترلاسه کولو وروسته له نړیوالو غوښتنو باوجود د ۱۹۷۹ کال په اپریل کښې ذوالفقار علي بوټو پانسي کړ، د پاکستان زیاتره ګوندونه یې مات او منحل کړل او په سیاسي فعالیتونو یې قدغن ولګوه.

ضیاءالحق په پاکستان کښې د چورلټ قدرت په لاس کښې اخیستو سره دا هیواد د لویدیځ بلاک په لور ټيل وهه او هغه یې په سیمه کښې د امریکې په یو ایجنټ بدل کړ داشان چې څو پوځي اډې یې د امریکایانو په واک کښې ورکړې. ضیاء الحق د کودتا په وخت ژمنه کړې وه چې په دریو میاشتو کښې به د آزادو انتخاباتو په کولو سره د حکومت چارې د پارلیمان غوره کړي حکومت ته وسپاري خو څه باندې یولس کاله یې په پاکستان باندې په پوره قدرت او تشدد سره حکومت وکړ.

هغه په هیواد کښې ډیر مخالفان لرل چې د ذوالفقار علي بوټو لور بینظیر بوټو پکښې ترټولو مهمه وه.

جنرال ضیاء الحق بلآخره له پنجاب صوبې نه اسلام آباد ته د تګ په وخت د هوايي پیښې ښکار شو او د ۱۹۸۸ کال د آګست په ۱۷ نیټه د خپلو ۲۹ ملګرو سره یوځاې په ۶۴ کلنۍ کښې ووژل شو.

 

۳۲  کاله وړاندې د ۱۳۶۹ هجري لمریز کال د زمري په ۲۶ نیټه د صدام رژیم په بند کښې د ایراني اسیرانو وړومبی ډله خپل وطن ایران ته راستنه شوه. د دواړو خواو د اسیرانو ازادول د ایران او عراق ترمینځ د سولې د ټينګښت لپاره د امنیت شورا د ۵۹۸ پریکړه لیک د اجرا په لړ کښې یو مهم ګام و. صدام چې د کویت د نیواک په وجه تر دباو لاندې و، د الجزایر د ۱۹۷۵ سرحدي تړون له منلو وروسته د اسیرانو آزادول او بین المللي پولو ته بشپړه شاتګ هم ومنه. د ایران په خلاف د عراق د تپلي جنګ په اوږدو کښې او له هغه وروسته ایراني اسیران د صدام د رژیم په ویرونکو کیمپونو کښې په ډیرو سختو او نه زغمل کیدونکو شرایطو کښې پراته وو او د دغه رژيم د مامورانو له شکنجو سره سره یې په انقلاب او د ایران پر اسلامي جمهوري نظام باندې په عقیده کښې هیڅ ګډوډی رانه غی. په همدې وجه دې اسیرانو ته د اسلامي انقلاب په فرهنګ کښې د (پتمنو) نوم ورکړی دی.

په عراق کښې د اسیرانو په کیمپونو کښې د غیرانساني شرایطو په اپوټه په اسلامي ایران کښې له عراقي اسیرانو سره د اسلامي او انساني اصولو په اساس چلند کیده. په همدې وجه کابواوه زره عراقي اسیران له هغوي سهر د ایران د ښه سلوک او هم په عراق کښې د صدام تر واکمنی لاندې د ساډوبونکې فضا په وجه د نړیوال سره صلیب په څارنې سره په ایران کښې پناهنده شول.

په ایران کښې د ایران په خلاف د عراق د تپلي جنګ د اسیرانو د وړومبنی ډلې د آزادۍ د ورځې کلیزه چې په ټول هیواد کښې جشن او خوشالۍ وې، د پتمنانو د ورخې په توګه لمانځله کیږي.

 

او له ننه ۱۷ کاله مخکښې د ۲۰۰۵ میلادي کال د آګست په ۱۷ نیټه د صهیونیسټي رژيم عسکرو د ۳۸ کالو له نیواک او جنایت وروسته د غزې تړانګه په بشپړه توګه پریښودله. د غزې تړانګه په تیرو دیارلسو کالو کښې په نیواکي ځمکو کښې د مقاومت او دریدنې په سمبول بدله شوې ده. صهیونیسټانو د اسلامي مقاومت د ماتولو لپاره په ځلونو پر غزې حملې وکړې چې یوه ستره حمله یې په ۲۰۱۴ میلادي کال کښې د ۵۱ ورځو په موده وه. په دې حملو کښې په سل هاو ښځې او ماشومان ووژل شول.

په دې بریدونو کښې د صهیونیسټانو د وحشي توب او جنایتي خوي د نړۍ عامه افکارو ته لا په ډاګه شو. په حقیقت کښې صهیونیسټانو دوه ماتې وزغملې، یوه د غزې د اوسیدونکو فلسطینیانو د ستاینې وړ دریدنې او مقاومت په وړاندې ماتې او بله دا چې د نړیوالو د سترګو په وړاندې په شرمونو شرمیدل.

 

ټیګونه