Aug 14, 2022 10:53 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د ګل ورځ یا ۲ شنبه د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د اسد یا زمري د میاشې څلرویشتمه، د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د محرم الحرام یا د امامانو د میاشتې ۱۷ او د ۲۰۲۲ میلادي کال د آګست د میاشتې پنځلسمه نیټه ده.

۵۴۶  کاله اګاهو د اته سوه اته نوېم  هجري قمري کال د محرم الحرام میاشتې په اولسمه نیټه، یو نامتو ایرانی شاعر،ادیب او عارف نورالدین عبدالرحمان جامي، په هرات  ښار کښې چې هغه وخت د ایران برخه وه  او اوس په افغانستان کښې دی وفات شو . جامي له ماشومتوبه په هرات او سمرقند کښې  د هغه وخت د رسمي علومو په زده کولو بوخت ؤ  او په نظم او نثر کښې یې  ډیر مهارت درلود. جامي په ځوانۍ کښې د هغه وخت  له وتلیو عارفانو سره بلد شواو له دې لاره یې عرفان زده کړ  او په دې لاره کښې یې سیر او سلوک ته مخه کړه او د هغه وخت وتلی عارف شو . جامي همدغه راز حجاز،بغداد،دمشق  او څو نورو سیمو ته هم سفرونه وکړل  ،وروستۍ عمر یې په هرات کښې تیر کړ. هغه د اسلام د ګران پیغمبرحضرت محمد(ص)  له اهل بیتو سره ډیره مینه درلوده او د عارفانه طبعي په دلیل یې هیڅکله د باچاهانو  او شاهانو مدح ونکړه. له دغه ستر ایراني شاعر څخه ډیر نظمي او نثري آثار په یادګار پاتې دي چې پکښې د بهارستان،نفحات الانس، شواهد النبوه  او  هفت اورنګ کتابونو ته اشاره کولی شو .

۴۹۱  کاله وړاندې د نهه سوه درې پنځوسم  هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په اولسمه نیټه ، په شیخ بهايي مشهور یو ستر مسلمان عالم او فقیه بهاءالدین عاملي   د لبنان په بعلبک ښار کښې وزیږید. د شیخ بهايي پلار د لبنان یو ستر عالم ؤ ،چې هغه یې په ماشومتوب کښې له ځان سره ایران ته راوسته . شیخ بهايي د خپل  استعداد له مخې وکړئ شول په لنډه موده کښې د خپل وخت دود علوم زده او د استاذۍ درجی ته ورسیږي او  په  شیخ اسلام مشهور شي .له شیخ په عربي او فارسي ژبو کښې اته اتیا ټوکه کتابونه په یادګار پاتې دي  چې له هغو ارزښتمنو کتابونوڅخه جامع عباسي ، کشکول، تشریح الافلاک  او  د کیمیا او ریاضۍ په علوموکښې څو پیاوړو آثارو ته اشاره  کولئ شو .شیخ بهايي  په یو زرو دیرشم  هجري قمري کال کښې د ایران په اصفهان ښار کښې وفات شو .

۸۶  کاله مخکښې د دیارلس سوه پینځلسم هجري لمریز کال د زمري په څلور ویشتمه نیټه، د نجف د علمیه حوزې لوړ رتبه استاد علامه میرزا محمد حسین ناییني وفات شو. د شیخ الاسلام لقب لرونکئ په میرزا ناییني مشهور امامي فقیه، د تقلید مرجع، اصولي، حکیم او ادیب حاج میرزا محمد حسین ناییني نجفي په دولس سوه څلویښتم لمریز کال کښې په نائین کښې و زیږید. په اصفهان کښې یې له میرزا محمد باقر نجفي، حکیم جهانګیر خان قشقایي او ابوالمعالی کلباسي څخه علم کسب کړ، وروسته زیارتونو ته ولاړ او په سامرا کښې له میرزای بزرګ شیرازي او سید محمد فشارکي څخه او وروسته په کربلا کښې له سید اسماعیل صدر او په نجف کښې له آخوند خراساني څخه په کلونو زده کړې وکړې. د میرزا په وخت کښې په ایران کښې د دیني عالمانو په مشري د خپلواکي او امنیت د ترلاسه کولو او د استبداد د کنټرولولو لپاره اولسي انقلاب وشو چې د مشروطه په غورځنګ مشهور شو. په دی مینځ و میان کښې میرزا ناییني سره له آخوند خراساني د هغو په بریالیتوب کښې یو اغیزمن رول و لوباوه. هغه د مشروطه انقلاب په کړکیچ کښې د تنبیه الامه کتاب و لیکه او په هغه کښې یې د سوچه اسلام حاکمیت په دلیل او غوڅ برهان سره ثابت کړ. میرزا ناییني همداراز پر عراق د انګلستان له غلبې وروسته، د عراق پر

مسلمان هیواد د کافر واکمن ټاکل حرام و باله او د استعمار پر ضد د خلکو د بلوې لامل شو. له دی مخې بوډا استعمار د میرزاناییني او سید ابو الحسن اصفهاني او داسی نورو په څیر د مراجعو ایران ته د جلاوطني زمینه برابره کړه. دغه چاره  په نهایت کښې د عالمانو او خلکو تر دباؤ لاندې، د عراق د باچا له بخښنې غوښتنې او عراق ته د عالمانو  له را ستانیدا سره ترسره شوه. بالاخره میرزای بزرګ ناییني له مجاهد او له هڅو ډک ژوند وروسته د دیارلس سوه پینځلسم لمریز کال د زمري په څلورویشتمه نیټه په کابو اتیا کلنۍ کښې وفات شو او د امام علی (ع) په مرقد کښې خاورو ته وسپارل شو.

۷۵  کاله مخکښې د نولس سوه اوه څلویښتم میلادي کال د اګست په پینځلسمه نیټه، د هندوستان ټاټوبی د انګلستان له استعماره خپلواک شو. د هندوستان په لویې وچې کښې د خپلواکي غوښتنې غورځنګ چې له  دی کابو سل کاله مخکښې په هندوستان کښې رامینځته شوئ ؤ، د نولس سوه دیرشمې میلادي لسیزې په کلونو کښې اوج ته  و رسیداو د دویم نړیوال جنګ له کلونو پسی یې لا زیات قدرت و موند. دغې چارې انګریزان  مجبوره کړل چې سم لاسي د جنګ له ختمیدا وروسته، دغه هیواد ته د خپلواکئ ورکولو لپاره خپل چمتوالئ اعلان کړي خو هغوئ په عین حال کښې د هندو او مسلمانو مشرانو تر مینځ د اختلاف په رامینځته کولو سره د دغې چارې د پرځایښت مخه ونیوله . دغه اختلافات بالاخره د هندوستان په دوو هیوادونو یعنې پاکستان او هند د ویشلو په اړه له موافقې سره حل شول او د هند د خپلواکۍ قانون چې په هندوستان کښې د دوو جلا جلا هیوادونو د جوړیدا لامل شو، د نولس سوه اوه څلویښتم میلادي کال د جولایي په اتلسمه نیټه د انګلستان پارلمان تصویب کړ . د دغه قانون له مخې، دوه نوي حکومتونه ډومینیون  یا حکومتي قلمرو بلل کیدل، په عین خپلواکي کښې لا هم د انګلستان تر سرپرستي لاندی باقي پاتی کیدل او د انګلستان لوئ کمشنر د انګلستان باچا په استازيتوب د دغو هیوادونو پر چارو څارنه کوله. په عمل کښې د هند خپلواکي قانون ډیرې ستونځې هم رامینځته کړې ځکه چې او ل د هندوستان د مسلمانانو نفوذ د هند په ټول براعظمګي کښې تیت پرک وو او د هند د حکومت په قلمرو کښې د هندو اکثریت او مسلمان اقلیت تر مینځ او د پاکستان د حکومت په قلمرو کښې د مسلمان اکثریت او هندو اقلیت تر مینځ خونړي نښتې وشوې. د هند د براعظمګي په مسلمان میشته سیمو کښې د خپلواکه اسلامي حکومت د جوړیدا په مطرحیدا سره په ګډو وډو حالاتو کښې له ختیځ(بنګلادیش) او لویدیځ (پاکستان) جوړ یو پاکستان هیواد جوړ شو. په همدغه وخت کښې د هند وروستي نایب السلطنه د نولس سوه اوه څلویښتم کال د اګست په پینځلسمه نیټه د انګلستان له دوه سوه کلن استعماره وروسته د هند خپلواکي اعلان کړه او ګاندي د هند مشري پر غاړه واخیسته. په دغه وخت کښې هرې یوې صوبې د هند د مسلمان میشت او یا پاکستان سره د یوځائ کیدا حق درلود. یوې مودې وروسته د پاکستان ختیځې برخې د بنګلادیش هیواد په بڼه کښې خپلواکي وموندله. د هند هیواد کابو درې ملیونه دوه لکه اوه اتیا زره مربع کلومیټره پراخ او د اسیا د لویې وچې په جنوب کښې پروت دی. دغه هیواد له پاکستان، چین، نیپال، بنګلادیش، بوټان او میانمار سره ګډې پولې لري

۳۲  کاله پخوا د دیارلس سوه نهه شپیتم لمریز کال د زمري په څلورویشتمه نیټه، د عراق پخواني رژیم مشر صدام حسین د ایران د هغه وخت اولسمشر حجت الاسلام هاشمي رفسنجاني ته د یوه لیک په رالیږلو سره، د الجزایر د نولس سوه پینځه اویایم سرحدي تړون په پوره توګه ومانه. صدام د دیارلس سوه نهه پنځوسم لمریز کال د وږی په اوه ویشتمه نیټه، د استکباري قدرتونو په لمسونې د ټیلویژوني کیمرو په وړاندی دغه سرحدي تړون څیرې کړ او څو ورځې وروسته د ایران پر خاوره د عراق د پوځ تیری پیل شو. صدام او د هغه پلویانو دا ګمان کاوه چې په دغه تیري سره به په لنډ وخته کښې د ایران د اسلامي جمهوریت نوئ نظام ختم کړي  . خو د ایران د خلکو او د مسلمانو جنګیالانو میړانه مقاومت د هغو دسیسې شنډې کړې او د عراق تیریګر پوځ له پرله پسی ماتو وروسته د نړیوالو پولو شاته و تنبول شو. د تپلي جنګ له ختمیدا دوه کاله وروسته، په عین حال کښې چې صدام کویت نیولئ ؤ، د الجزایر د نولس سوه پینځه اویایم کال د تړون له مادو سره یې خپله موافقه اعلان کړه او په دی ډول د اسلامي ایران لپاره یوه ستره بریا ولیکل شوه.  

۱۷ کاله وړاندې د دوه زره پینځم میلادي کال د اګست په پینځلسمه نیټه،صیهونیسټ رژیم د نیواکي فلسطین په لویدیځ کښې له غزې تړانګې شاتګ ته مجبور شو. دغه سیمه په نولس سوه اوه شپیتم میلادي کال کښې د صیهونیسټ رژیم او عربو د جنګ په بهیر کښې د دغه رژیم تر نیواک لاندې راغله. په نولس سوه درې نوېم میلادي کال کښې د پي ایل او  او تل ابیب تر مینځ د سازباز تړون باوجود او د فلسطین کورواکه تشکیلات چې د غزې تړانګه باید تر خپل کنټرول لاندې ولري، پوځیان او صیهونیسټ میشته ښارګوټیو د غزې له خالي کولو ډډه وکړه. بالاخره د فلسطین د خلکو د پاڅون او د مسجدالاقصی د انتفاضه له امله  چې مرکز یې غزه دی، د صیهونیسټ رژیم پوځ او صیهونیسټ میشته ښارګوټي د غزې له تړانګې وتلو ته مجبور شول.البته دغه رژیم پر غزې پوځي تیریو او د فلسطینیانو وژلو ته دوام ورکړ.

او له ننه ۱۰  کاله پخوا، د دیارلس سوه یو نوېم لمریز کال د زمري په څلورویشتمه نیټه، د ایران د ریاضۍ څانګې تل پاتي څیره  او د ایران د اینالیسیز پلار ډاکټر منوچهر وصال وفات شو. هغه لومړئ زده کړې په شیراز کښې او د لیسې تحصیلات په تهران کښې بشپړه کړل. بیا یې یو کال په لوړ پوهنځي کښې د فیزیک په څانګه کښې زده کړې وکړې. هغه له هغی وروسته  د زده کړو په دوام پسی فرانسی ته ولاړ. وصال په دیارلس سوه نولسم لمریز کال کښې د ریاضي په څانګه کښې د ډاکټرۍ درجې په ترلاسه کولو کښې بریالئ شو او د تحصیل په وروستیو کلونو کښې د جینیوا او زیوریخ په ترویتون کښې پر زده کړې او علمي فعالیت هم بوخت ؤ. ډاکټر منوچهر وصال د ایران په ریاضیاتو په تیره بیا د اینالیسیز په زمینه کښې یوه تل پاتي څیره ګڼل کیږي. د ایران د ریاضي ټولنې چې استاد وصال یې له بنسټګرو څخه هم دی، د

هغه تر دیرشو کالو زیاتو ارزښتمنو خدماتونو د درنښت په وجه د هغه په نوم یوه جایزه وټاکله چې هر کال د ایران پر ریاضي کنفرانس کښې د اینالیسیز ریاضي په زمینه کښې  د غوره مقالی لیکونکي ته ډالئ کیږي.

ټیګونه