تاریخ پانه
نن د اتبار ورځ یا یکشنبه د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د زمري د میاشتې نهمه، د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د محرم الحرام یا د امامانو د میاشتې له ۲ او ۲۰۲۲ میلادي کال د جولایۍ د میاشتې یودیرشمه نیټه ده
۱۳۸۳ کاله مخکښې د ۶۱ هجري قمرِی کال د محرم د میاشتې په دویمه نیټه د خدای تعالی جل جلاله د ګرانقدره رسول حضرت محمد مصطفی(ص) خوږ لمسی حضرت امام حسین علیه السلام د خپلې کورنۍ او ملګرو سره یوځاې د کربلا خاورې ته ورسید. هغه حضرت له دغې نیټې څو میاشتې مخکښې د معاویه د زوي یزید په بې لیاقتۍ او جابرانه حکومت باندې په اعتراض کښې د هغه له بیعته کولو انکار کړ او له مدینې منورې څخه مکې مکرمې ته لاړ او بیا د عراق کوفې ښار ته روان شو. د کوفې خلکو که څه هم وړومبی د امام حسین علیه السلام د پاڅون ملاتړ وکړ او هغوي یې دغه ښار ته وروبلل خو د یزید له حکومته د ویرې او هم د کوفې د واکمن د دروغو ژمنو په وجه د خدای د ګران رسول(ص) د لمسي له ملاتړه لاس واخیسته.
پس له دې چې د حر بن یزید ریاحي په قومندې د یزید سپایانو په کربلا کښې د امام حسین علیه السلام د تګ لاره ونیوله، د هغوي قافله هم هلته ودریدله. د ویلو ده چې حر د امام حسین علیه السلام د پاڅون په دوران کښې توبه وکړه او له هغوي سره ملګری شو.
۸۳۹ کاله اګاهو د ۶۰۵ هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په دویمه نیټه په شیخ ورام مشهور ستر شیعه فقیه ابوالحسین مسعود بن عیسی وفات شو. د مالک بن حَرَثِ اشتر نخعي له اولاد څخه ابوالحسین مسعود بن عیسی چې په شیخ ورّام بن ابي فِراس المالکي الاشتري مشهور و، د امیرالمومنین امام علي علیه السلام یو ملګری و. هغه د اسلام د ستر عالم سید بن طاووس او ابن ادریس حِلّي مورنی نیکه کیږي. امام فخر رازي د هغوي له شاګردانو دی او د ورام په ټولګې مشهور په اخلاقو کښې د (مساله في المواسعه و المضایقه و تنبیهُ الخاطر و نرهة الناظر) کتاب هم د دغه بزرګواره شیعه فقیه کتاب دی.
۲۱۶ کاله وړاندې د ۱۸۰۶کال د جولائي په یو دیرشمه نیټه دافریقا دلوئې وچې په جنوب کې کاپ ټاټوبی انګریز لښکر ونیوه . په دې توګه دبرطانیا په وسیله دجنوبی افریقا دشاوخوا سیمو د استعمار پړاؤ پيل شو . کاپ ټاټوبی دجنوبی افریقا جنوبی برخه جوړوي چې دهند او اطلس سمندرونو ترمینځ او د نیکې هیلې دڅوکې په څنډه کې واقع دی دغه سیمه سروزرو او الماس کانونه لري او په همدې دلیل تل د استعمارګرو دپام وړ ګرځيدلې ده .
۱۳۶ کاله پخوا د ۱۸۸۶کال دجولائي په یودیرشمه نیټه دهنګري موسیقۍ پوه فرانټس لیسټ مړ شو . هغه په ۱۸۱۱ کال کې زیږیدلی ؤ . لیسټ په موسیقۍیا سازغږونې کې ډير ې وړتیاوې او خاص سټایل درلود. د لیسټ په خورا مشهورو موسیقیو کې :فاؤست : په نامه سمفوني او دهنګري دموسیقۍ ملی او ځاي آوزارونو ته اشاره کولی شو . پر دې سربیره هغه د سمفونیک منظومو غږونکی هم ؤ.
۳۵ کاله مخکښې د ۱۳۶۶ لمریز کال د زمري د میاشتې په نهمه نیټه د مکې د خونړۍ جمعې پیښه رامینځته شوه. د ۱۳۶۶ کال د زمري په نهمه نیټه چې د ۱۴۰۷ قمري کال د ذي الحجې د میاشتې شپږمه کیده، زرګونه ایراني او یو شمیر د نورو هیوادونو حاجیان په مکه معظمه کښې د خدای په کور کښې له مشرکانو له برائت د الهي فریضې په ترسره کولو لګیا وو چې د سعودي عربستان د وهابي حکومت د مامورانو لخوا پرې بوږنونکی یرغل وشه او پکښې زیات حاجیان شهیدان شول.
د خدای د کور زیارتوال د قرآن او اسلامي تعلیماتو له مخې هر کال له مشرکینو د برائت مراسم ترسره کوي او پکښې اتحاد او یووالي ته د مسلمانانو د رابللو ترڅنګ د اسلام له دښمنانو په تیره بیا امریکې او صهیونیسټي رژيمه خپله بیزاري اعلانوي. د خدای په امن کور کښې د دې وحشیانه حملې په وجه څلور سوه ایراني حاجیان شهیدان او له زرو زیات نور زخمي شول. د خدای د کور په زیارتوالو حمله ښودنه کوي چې د عربستان وهاي واکمنان نه یوازې په دغه هیواد کښې د موجود حرمینو شریفینو د خدمت لیاقت نه لري بلکې د خپلې پيئلتیا د ثابتولو لپاره د الهي احکامو خلاف ورزۍ ته هم چمتو دي.