د ډالر راتلونکی به څه وي؟
(last modified Tue, 08 Jul 2025 10:07:50 GMT )
Jul 08, 2025 14:37 Asia/Kabul
  • د ډالر راتلونکی به څه وي؟

پارس‌ ټوډی - امريکا له کلونو راهيسې د ډالر څخه د مالي او تجارتي وسيلې په توګه کار اخلي.

د سپينې ماڼۍ وياند د دوشنبې په ورځ وويل، د امريکا د ولسمشر له نظره د بريکس ډلې کړنې «د دې هېواد د ګټو پر ضد دي» او د منلو وړ نه دي.

ټرمپ ويلي وو، هر هېواد چې د بريکس د امريکا ضد پاليسيو سره همغږی شي، د ۱۰ سلنې اضافي تعرفې سره به مخ شي او د دې پاليسۍ لپاره به هېڅ استثنا نه وي.

د پارس‌ ټوډی د راپور له مخې، د ټرمپ دا څرګندونې د بريکس غړو هېوادونو د ځينو چارواکو له غبرګون سره مخ شوې، چې يو له دوی څخه د برازيل ولسمشر و.

لولا دا سيلوا د ټرمپ د دې ګواښ په اړه چې د بريکس غړو پر ضد به نورې تعرفې ولګوي، وويل: «زما په نظر، دا يوه مسوولانه او جدي کړنه نه ده چې د امريکا په څېر د يو ستر هېواد ولسمشر د انټرنېټ له لارې نړۍ ګواښي.»

 

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند هم د ټرمپ د خبرو په غبرګون کې وويل، تعرفه‌يي او تجارتي جګړې هېڅ بريالي نه لري او داسې وړانديزونه هېڅ پايله نه ورکوي.

د ټرمپ دا ګواښونه د بريکس غړو هېوادونو پر ضد په داسې حال کې دي چې امريکا له کلونو راهيسې د ډالر څخه د مالي او تجارتي وسيلې په توګه کار اخلي.

د ډالر نړيوال ارزښت د دې لامل شوی چې امريکا د بنديزونو، د سويفټ سيستم څخه د ايستلو او د شتمنيو د ضبطولو له لارې په نړۍ کې خپلو سياسي او جيوپوليټيکل موخو ته ورسيږي.

له همدې امله هېوادونو د بدیل لارو او د محلي اسعارو او غير ډالري تادياتو سيستمونو کارولو په اړه فکر کړی دی.

سربېره پر دې، د امريکا دروند پور د دې لامل شوی چې هېوادونه پر ډالر باندې خپل باور له لاسه ورکړي.

په دې اړه د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف وايي، پر امريکايي اسعارو باندې باور چې پخوا يوه باوري تادياتي وسيله وه، کمزوری شوی دی. د امريکا پور په چټکۍ سره له کنټرول څخه وځي او بې‌ساري کچې ۳۷ ټريليونه ډالرو ته رسېدلی دی.

 

د کارپوهانو له نظره، د ټرمپ له خوا ناڅاپي او پراخو تعرفو اعلان او د هغه په تجارتي پاليسيو کې ناڅرګندتيا د دې لامل شوه چې پانګوالو خپلې پانګې د امريکايي شتمنيو څخه وباسي، چې دا پخپله د ډالر د کمزوري کېدو لامل شوی دی.

له دې امله، داسې ښکاري چې د امريکا ګټې تر ډېره د نورو هېوادونو له خوا نه، بلکې د امريکا د چارواکو د تطبيق شويو پاليسيو له امله کمزورې شوې دي؛ خو ټرمپ لا هم په يو اړخيزه توګه هڅه کوي چې پر نورو هېوادونو فشار واچوي ترڅو خپلې نظريې او پاليسۍ پلې کړي او د امريکا ګټې اعظمي کړي.