Aug 03, 2022 12:50 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د شورو ورځ یا ۴ شنبه د۱۴۰۱ هجري لمریز کال د زمري د میاشتې ۱۲ نیټه ده چې د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د محرم الحرام یا د امامانو د میاشتې له ۵ او د ۲۰۲۲ میلادي کال د اګست له ۳ نیټې سره برابره ده

 

۱۳۸۳ کاله وړاندې د ۶۱ سپوږمیز کال د محرم په ۵مه نېټه، عبدالله بن زیاد وروسته له دې چې له امام حسین (ع) سره یې د جګړې لپاره د کربلا پر لور زر نور کسان واستول، د زحربن قیص په نامه یوبل کس ته یې له پنځه سوه سپرو سره دنده ورکړه چې د کوفې صداه پر پل ودرېږي او د هغو کسانو مخه دې ونیسي چې له کوفې څخه د حضرت امام حسین ع د ملګرتیا په نیت وځي.

 د عامر بن ابي سلامه په نامه کس چې له امام (ع) سره د پیستون لپاره روان و، د زحربن قیس او د هغه پر عسکرو یې برید وکړ او د عسکرو له منځه تېرشو او چا جرئت ونکړ چې په هغه پسې ورشي.

عامر ځان کربلا ته ورساوه او له امام حسین (ع) سره یوځای شو تردې چې شهید کړای شو.

هغه د حضرت امیرالمؤمنین، علي بن ابیطالب (ع) اصحاب و او له هغه حضرت سره یې په ډېرو جګړو کې برخه اخیستې وه.

 

 

۵۳۰ کاله مخکې  د ۱۴۹۲ میلادي کال د اګست په  ۳ نیټه

د یوایټالیايي سمندر کچکونکۍ کریسټف کلمب د کشفونې ډیر لوی سفر پیل شو . په هغه تړون  کې چې د کریسټف کلمب او د اسپانیا د ملکې تر مینځ امضاء شو. کریسټُف کلمب مامور شو چې د هندوستان  د تلو لپاره

یوه نوې لاره و مومي. په همدې موخې سره کریسټف کلمب د اسپانیا د پائولوس بندر څخه  په دریو کشتیو کې د ۱۲۰ سمندر کجکونکو سره  حرکت وکړ او پس له ۳۳ ورځو نه  وچې  ته پله کیښوده .کریسټف کلمب او دهغه ملګري فکر کاوه چې هندوستان ته رسیدلي دي خو هغوی په آمریکا براعظم  یا لویه  وچه کې  د سالوادور ټاپو ته رسیدلي وو.په دې صورت کرسټف کلمب پرته له  دې چې پوه شي د آمریکا براعظم يي کشف کړ.

 

۱۳۴  کاله وړاندې، د ۱۳۱۰ سپوږمیز کال د محرم په ۵مه نېټه، مشهور آذربایجاني عالم، په فاضل مراغه اي مشهور، ملا احمد د ایران په شمال لویدیځ کې وفات شو.

مراغه اي د نجف په علمیه حوزه کې د زده کړو له کالو او د شیخ مرتضی انصاري په شان د مشهورو استادانو څخه له علمي ګټې اخیستنې وروسته په علم فقه، اصول فقه او نورو دیني علومو کې متبحر فقیه شو.

هغه ایران ته له ستنېدو وروسته تدریس ته مخه کړه او پياوړي شاګردان یې وروزل.

فاضل مراغه اي همدارنګه په مختلفو دیني برخو کې ډېر کتابونه لیکلي دي.

دې قدرمن عالم څخه د قرآن د ځینو برخو تفسیر او همدارنګه پر پخوانیو اسلامي متونو لمن لیکونه لیکي دي.

۱۰۸ کاله مخکې د ۱۹۱۴ میلادي کال د اګست په ۳ نیټه

د پاناما  کانال  څخه د لومړنۍ کشتۍ په تیریدو سره دغه کانال  پرانستل شو. د دغه کانال د جوړولو کار د فرانسوي انجینیرانو په وسیله پیل شو

خو آمریکاییان هغه بشپړه او کارته يی  دوام ورکړل . د دغه ۶۸ کیلومټرۍ کانال په جوړیدو  سره د آرام او اطلس دوې بحیرې سره ونښلول شوې .

 

۱۰۸ کاله پخوا د ۱۹۱۴ میلادي کال د اګست په ۳نیټه جرمني د فرانسې

په وړاندې د جنګ اعلان وکړ چې لومړې نړیواله جګړه یوې پراخې څپې ته ننوتله . لومړې نړیواله جګړه په ۱۹۱۴ میلادي کال د جون په ۲۸ نیټه د اسټریا دولیعهد په تروراو ورسته د روسیې په وړاندي د جنګ په اعلانولو سره د اګست په لومړۍ نیټه پیل او د فرانسې په وړاندي د جرمني له خوا  د جګړې په اعلانولو سره نوې پړاو ته داخل شو. دغې پیښې داسې پلمې وې  چې لویدځ هیوادونه د خپلو ډیرو اختلافاتو د حلولو

او د یوبل په وړاندي د ځینیو شکونو د لیري کولو او په حقیقت کې دخپل قدرت غوښتنې د تندې  د ماتولو  لپاره داسي جنګ يې پیل کړل چې د څلورو کلونو په  بهیر کې ټوله اروپا ونیوله .آسټریااو جرمني له یوبل سره د ملګرتیا  د تړون  په درلود سره د تیارسۍ په حالت کې راغلل .

 په سر کې جرمني لوکزامبورګ يې ونیول اود ۱۹۱۴ میلادي کال  داګست په  ۳ نیټه د فرانسې په وړاندي هم د جنګ اعلان وکړ .پس له  څو ساعته د انګلستان حکومت چې د فرانسې سره د دوستۍ موافقت لیک لاس لیک کړی و د دې هیواد په ملاتړ سره د جنګ ډګر ته داخل شو چې په ترتیب سره په لویدیځ او دنړۍ  په ځینيو نور  هیوادونه  کې د جنګ اور بل  شو.

چې ۸ میلیون کسان پکې ووژل  شول او په میلیونونو نور کسان ټپیان شول . بلاخره دغه جنګ په ۱۹۱۸ میلادي کال د نوامبر په ۱۱ نيټه پای ته ورسیدل.

 

۶۲ کاله پخوا د ۱۹۶۰کال د اګست په دریمه نیټه نیجر افریقایي هیواد بشپړ خپلواکي ترلاسه کړه او دملګروملتو غړی شو . دغه ټاټوبی له اتلسمې پيړۍ دفرانسې په نیواک کې ؤ او په ۱۹۲۲ کال کې په نیجر کې دفرانسې دپوځي اډو په جوړیدو سره رسما د فرانسې مستعمره شو . خو دنیجر خلکو بلواؤ ته مخه کړه او بلاخره په همداسې ورځ یې دخپل هیواد خپلواکي ترلاسه کړه .

نیجر هیواد دولس لکه اوه شپیته زره مربع کلومیټر مساحت سره چې د افریقا لویې وچې په لودیځ کې واقع دی او له لیبیا ،چاډ ،مالی او بنین هیوادونوسره ګاونډي هیواد دی

 

۴۴ کاله مخکې د ۱۹۷۸ کال د اګست په دریمه نیټه صهونیسټ رژيم په یوه بل ترهه ګر اقدام کې په پاریس کې دفلسطین دآزادۍجبهې (پي ایل او)استازی عزالدین قلق سره دخپل مرستیال وواژه . په ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰لسیزو کې دموساد په نامه د صهونیست رژيم جنایتکارې او جاسوسي ادارې د دغې جبهې یا پي ایل او ډير چارواکي ترور کړل څو دغه جبهه کمزوری او سازباز ته یې اړباسي. که څه هم دفلسطین آزادۍ جبهې بلاخره هم له صهونیسټ رژيم سره سوله ومنله خو دفلسطین مسلمان ملت له صهونیسټي دښمن سره مبارزې ته هماغه راز دوام ورکړی دی.

 

۱۴ کاله مخکښې د ۲۰۰۸کال داګست په دریمه نیټه  د روسیې یو لیکوال او مورخ الیګذینډرسولژنیتسین مړشو . هغه په ۱۹۱۸ کال کې  دروسیې په جنوب کې په قفقاز سیمې کې زیږیدلی ؤ او په ځوانۍ کې یې د ریاضیاتو اوفزیک په څانګو کې له پوهنتونه فارغ التحصیل شو . په شوروي د نازي جرمني دپوځ په حملې پسې سولژنیتسین  دخپل هیواد دفاع وکړه او دشجاعت میډال یې ترلاسه کړ . خو د جنګ له ختمیدو وروسته په کمونزم له اعتقاد لرلو سره سره ، د سټالین په ځپونکو سیاستونو دنیوکو په دلیل په سیبریا کې داجباري کار کیمپ ته جلاوطن شو .هغه له کلونو کلونو بند اوجلاوطنۍ وروسته، په ۱۹۵۶ کال کې خوشی شو او خپل ځيني آثار یې هم خپره کړل . هغه په په ۱۹۷۰ کال کې دنوبل ادبی جایزه هم وګټله . سولژنیتسین په ۱۹۷۴کال کې   په شوروي حکومت دخپلو نیوکو په خاطر یو ځل بیا ونیول او بهر ته جلاوطن شو . په شوروي کې دکمونیزم په دړې وړې کیدا  او په دغه هیواد کې دسیاسی پرانیستې فضا په رامینځةکیداپسې دغه روسیي لیکوال او کرکتونکی بیرته خپل هیواد ته ستون شو او ډیر وستایل شو .. په عین حال کې سولژنیتسین هماغه راز دروسیې دو خت پر حکومت دلویدیځي لیبرالزم دپيروۍ په علت او هم له معنویت او خداي څخه د هغوي دلیریکیدو په دلیل دروسیې پر خلکو نیوکې کولې .

د هغه له کتابونو څخه :د ایوان دنیسوویچ دژوند یوه ورځ :دګولاک ټاپووزمه ، دسرطان برخه ، او دشوروي مشرانو ته دلیک نومې کتابونوته اشاره کولی شو .

 

 

ټیګونه