Aug 03, 2022 17:17 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د جمعې مبارکه د ۱۴۰۱ لمریز کال د زمري دمیاشتې څوارلسمه نیټه ده چې د ۱۴۴۴ قمری کال د محرم الحرام یا دامامانو دمیاشتې له ۷ او د ۲۰۲۲ کال د اګست له پنځمې نیټې سره سمون خوري

۱۳۸۳کاله پخوا د ۶۱هجری قمری کال د  محرم دمیاشتې په  اوه  نیټه

عمر ابن سعد  دحضرت امام حسین علیه السلام   دکاروان لپاره  د فرات سین  له اوبه داستفادې    دممنوعیت حکم صادر کړ .  له دې وروسته چې  عبیدا... ابن زیاد  له اباعبدا... الحسین علیه السلام  سره  دجنګ لپاره  ډير زیات لښکر  کربلاته واستوه   او هغه بزرګوار سره دکاروان ئې  په بشپړ ډول کلابند کړ ل ،  په کربلا کې ئې د  خپل لښکر  قوماندان عمر بن سعد ته یو لیک ولیږ او  هغه ته ئې حکم ورکړ ،ددغه لیک په رسیدا سره  له حسینه دیزید لپاره بیعت واخله  او که دغه وړاندیز ومني ، نو بیا به ورپسې فیصله وکړو . په بل لیک کې  ئې چې  عمر ابن سعد  ته ئې ولیکه  ټینګار وکړ  دحسین او د فرات د اوبو ترمینځ   واټن رامینځة کړه  او  اجازه ورنه کړې  هغه له دغو اوبو استفاده وکړي .. عمر ابن سعد  سملاسی  عمرو بن حجاج  زبیدي  سره دپنځو سوو اسپ سوارو  مامور کړ څو   د فرات له اوبو  دامام حسین او دهغه  دملګرو  داستفادې خنډ شي .  دغه ناځوانمردانه  واقعه  دامام حسین علیه السلام له شهادته درې ورځې مخکې وه . البته  حضرت ابوالفضل اللعباس  علیه السلام   د شپې  له تورتمه استفاده کوله   او دخیمو لپاره به ئې اوبه راوړلې  او حضرت علی اکبر علیه السلام  له پنځوسو کسانو سره  دعاشورا په شپه  دخیمو لپاره کافي  اوبه  راوړې  ، خو  دعاشورا په ورځ له سهار وختي تر ماښام پورې  د امام حسین و  دهغه ملګرو او  ماشومانو لپاره  هیڅ  اوبه  برابرې  نه شوې  او هغوي دتندې اوګرمۍ   په سختۍ کې  ددغې عظیمې ورځې  مصیبتونه وګالل .

 

 

۱۲۷  کاله وړاندې  د جرمني  د انجنیّر  روډلف ډیزل  د ډيزولو دانجن جوړیدا ثبت شوه .  روډلف ډيزل  دخپل ژوند یوه برخه  په فرانسې ، انګلستان  او ورپسې جرمني کې تیره کړه او  په میونیخ پوهنتون کې ئې زده کړې وکړې . ډیزل   دخپلو زده کړو په وخت  متوجه شو  چې  دبخار یا بړاس  په ا نجنونو کې دډبرینو کاڼو  له سونګو  ترلاسه شوي نوي فی صده انرژي  او په همدومره اندازه    په احتراع شویو انجنونو کې  دپيټرولو  له سونګو   ترلاسه شوي  انرژي    ضاېع کیږي  او یوازې پاتې لس فی صده انرژي مصرف کیږي . له دې امله ، هغه  له هماغه وخت راهسې  دیوې آلې دجوړولو فکر وکړ  چې زیاتره کارندوالی ولري  او ترټولو کمه اندازه ئې ضائع  شي .  هغه له ډيو هلوځلو وروسته بلاخره  د۱۸۹۵کال داګست په پنځمه نیټه   وتوانید  یو انجن احتراع کړي  چې  دهوا په  پوو کولو سره  کابو پنځه سوه درجه سنټي ګریډ  پورې  زیاته تودوخه تولید کړي .  د ډيزل په موټور یا انجن کې  چې په ډیزلو سره کار کوي ،  د ډیزولو له وراچولو مخکې  باید هوا ګرمه شي او وروسته  سونګ په سلینډر کې خواره  شي .  دغه انجن  په سړونکو  آلې مجهزه کیدله څو  تر لوړې تودوخې پورې ئې ورسوي  . همداراز دور منتقل کړائ شویو سونګو داندازې په بدلولو سره  دانجن چټکتیا  او ځواک  برابریدلی شي .

 

۱۱۶ کاله پخوا  د ۱۲۸۵ لمریز کال دزمري دمیاشتې په څوارلسمه

دروحانیونو  په رهبرۍ  د ایران دولس  دوامدارو مبارزو پسې، مظفر الدین قاچار   د مشروطیَت   دفرمان  لاسلیک کولو او صادرولو ته  اړ شو . مشروطه انقلاب  داستبداد  ، بې عدالتۍ  او  دایران په چارو کې دبهرنیو هیوادونو دلاسوهنو  دختمولو په موخې سره   رامینځة شو .  دقاچار  په دربار کې له فساده  دخلکو دخبریدا په زیاتیدا سره دهغوی  اعتراضونه اومظاهرې زیاتې شوې .  دمظفر الدین  شاقاچار  او دعین الدوله  دمستبد  صدراعظم  په درو کې دغه اعتراضونه   لازیات شول   او دخلکو  داعتراضیه مظاهرو  په ځپنې کې  مامورانو یوشمیر کسان ووژل او یا ئې ټپیان کړل .  له دغو پيښو وروسته  آیت ا... سیدعبدا...بهبهاني  او آیت ا... سید  حمد طباطبائي  په مشرۍ  دتهران دخلکو یو ې ډلې  دحکومت په ظلمونو په اعتراض کې په ری شهر کې پرلتۍ ووهلې . بلاخره  مظفر الدین قاجار  چې  د مملکت   په ناکراره وضعیَت  ویریدلی ؤ،، عین الدوله ئې څنګة کړ او  دمشرطیَت  فرمان ئې صادر کړل .  ددغه فرمان په صادرولو پسې ،  دملی شورا انتخابات ترسره شول  او دغه پارلیمان  له جوړیدا وروسته  اساسی قانون  تصویب شو .

 

او له ننه ۳۴ کاله مخکښې د ۱۳۶۷لمریز کال د زمري د میاشتې په  څوارلسمه نیټه  یعني د ۱۹۸۸کال داګست  په پنځمه نیټه  د پاکستان یو ستر دیني عالم او د مسلمانانو د وحدت او یووالی جارچي  علامه سید عارف حسین الحسیني د فرقه پالو اوتالي څټو عواملو په لاس شهید شو . هغه  په یوې علم لرونکې کورنۍ کې زیږیدلی ؤ  او په ځلمتیوب کې  ئې د دینی علومو زده کولو ته مخه کړه . علامه حسیني  له یوې مودې وروسته  عراق ته لاړ او بیا ایران  ته راغی څو خپلې زده کړې بشپړې کړي .  هغه  په عراق کې   له امام خمینی   او د هغه له  افکارو سره بلد شو . سید عارف حسیني    داسلامی انقلاب  د اوج په وخت کې په ایران کې ؤ  او   له خلکو سره ئې مټ په مټ  د پهلوي رژیم په ضد مبارزه وکړه  او په همدې دلیل  د پاچا رژيم تای څټو   پاکستان ته اخراج کړ.

شهید عارف حسیني  په پاکستان کې طلبه ؤ ته  د  دیني علومو په ورزده کولو او د محرومو کسانو  ملاتړ  ته مخه کړه  او په ۱۳۶۳لمریز کال کې دزیات لیاقت او پوهې  په دلیل  دپاکستان  د تحریک نفاذ فقه جعفریه  غورځنګ  په مشرۍ غوره شو . هغه له دې وروسته   په پاکستان کې داهل تشیع او اهل تسنن  ترمینځ  د وحدت او یووالي  د رامینځةکولو لپاره د خپلو هلوځلو  پر دوام  سربیره  هڅه وکړه څو  په دغه هیواد کې دشعیانو  حقوق  احیاء کړي .  دعلامه عارف حسین حسیني د دغو اقداماتو په برکت  دپاکستان دخلکو وحدت اوآرامښت، د دښمنانو  غوسه راوپاروله  او  هغه ئې په همداسې ورځ شهید کړ.

 

ټیګونه