Aug 03, 2022 17:28 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د اتوار ورځ یا یکشنبه د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د زمري د میاشتې ۱۶ نیټه ده چې د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د محرم الحرام یا د امامانو د میاشتې له ۹ او د ۲۰۲۲ میلادي کال د اګست له ۷ نیټې سره برابره ده

 

نن د ۱۴۴۴ هجري قمری کال د محرم الحرام یا د امامانو د میاشتې  نهمه نیټه له حسینی تاسو سره برابره ده . 

د تاسوعا ورځ یا د محرم نهمه نیټه هغه ورستۍ ورځ ده چې د شیعیانودریم امام حسین بن علی ع او دهغه ملګري هغه شپه  یې درک کړي دي او دغه ورځ د عاشورا له شپې سره تړل شوی دی.

دغه ورځ د شیعیانو په نیزد ډیر اهمیت لري . شیعیانو دمحرم دمیاشتې نهمه ورځ  د عاشورا د ورځې په څیر لمانځی  او د کربلا د حماسې  دشهیدانودرنښت کوي همدارنګه  شیعیانو تاسوعا ورځ

 له حضرت ابوالفضل العباس سره منصوبوی او د کربلا دحماسې د بیرغوال  حضرت عباس علمدار علیه السلام   د شهادت  د ویر او ماتم په کولو سره د شهیدانو د سالار او د جنت د ځوانانو د سردار حضرت امام حسین علیه السلام او د هغوي د باوفا ملګرو د شهادت کلیزه هم نمانځي.

تاسوعا د هغه ستر شخصیت د زړورتوب ، ادب ایثار او دشهادت دبیلګې درنښت دی چې د ۱۴۰۰ کلونو په تیریدا سره  تراوسه بیاهم تاریخ دهغه له کراماتو څخه روښانه دي او دهغه نوم د وفا ادب او ځوانمردۍ سره نغښتۍ دی .

له ننه ۱۳۸۳ کاله پخوا د ۶۱ هجري سپوږمیز کال د محرم الحرام د میاشتې په نهمه نیټه حضرت ابوالفضل العباس علیه السلام د شمر بن ذي الجوشن امان نامې ته رد ځواب ورکړ. شمر بن ذی الجوشن د محرم د نهمې ورځې په مازیګر کله چې ولیدل عمر بن سعد له امام حسین علیه السلام سره جګړې ته چمتو دی نو د حسیني خیمو خوا ته ورغی او چغه یې کړه: زما خوریونه چرته دي؟ منظور یې حضرت عباس او د عبدا...، جعفر او عثمان په نومونو د هغه درې وروڼه وو چې د فاطمه ام البنین ځامن وو. فاطمه ام البنین له بني کلات قبیلې وه او شمر هم د همدغې قبیلې و. امام حسین علیه السلام چې د شمر غږ واوریده نو خپلو وروڼو ته یې حکم ورکړ چې د هغه ځواب ورکړي، که څه هم فاسق دی خو ستاسو خپل دی. حضرت عباس علیه السلام له خپلو دریو وروڼو سره د شمر خوا ته ورغلل. شمر د هغوي لپاره په دې شرط یوه امان نامه راوړې وه چې د امام حسین علیه السلام له ملګرتیا لاس واخلي او د هغه له سپاهیانو ووځي. حضرت عباس علیه السلام وفرمایل: ستا لاسونه پرې شه او لعنت دې وي په هغه امان چې زمونږ لپاره دې راوړی دی. ای د خدای دښمنه! مونږ ته وايې چې د خپل ورور او مولا له ملاتړه لاس واخلو او د ملعونانو طاعت ته سر ټیټ کړو. آیا مونږ ته امان راکوې خو د خدای د رسول(ص) د زوي لپاره امان نشته؟

شمر د دې غاښ ماتونکي ځواب په اوریدو سره په قهر شو او خپل لښکر ته ستون شو. په دغه شپه امام حسین علیه السلام خپل ورور حضرت اباالفضل د دښمن کیمپ ته ورواستاوه چې دا یوه شپه ترې مهلت واخلي، لپاره د دې چې امام او د هغه ملګري لمونځونه او له خدای تعالی سره راز او نیاز وکړي. په دغه شپه امام حسین علیه السلام د خپلو یارانو په ټول کښې پاڅید او د خدای حمد او ستاینه یې وکړه. بیا یې په ډیرې خاکسارۍ، سترتوب او اتلولۍ سره له خپلو ملګرو وغوښتل چې که یې خوښه وي نو په پاتې لږ وخت کښې د شپې له تیارې په ګټې پورته کولو سره د جګړې له دې میدانه ووځي ځکه چې سبا به د یزید له لښکر سره په مقابله کښې هیڅوک ژوندی پاتې نه شي.

خو د امام حسین علیه السلام ملګرو کلک هوډ کړی و چې د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې به د خدای د دین ا و د رسول ا...(ص) د لمسي ملاتړ وکړي. د عاشورا په شپه د کربلا دښته د هغو باایمانه او د سترو زړونو د خاوندو میړنیو عبادت ځاې و چې که څه هم په شمیر کښې لږ وو خو د غر په شان ټینګ او ولاړ پاتې شول او یوه شیبه د خپل امام له مرستې غافل نه شول.

 

 

۸۱ کاله مخکې د ۱۹۴۱ میلادي کال د اګست په ۷ نیټه

هندي فیلسوف، لیکوال او شاعر، رابیندرانت ټګور مړشو .

هغه په ۱۸۶۱کال کې  د هند په ختیځ کلکتې کې زیږیدلی و.

ټګور دهند د ملی غورځنګ دفعالیت په ترڅ کې  ددغه هیوادد خپلواکۍ لپاره شاعرۍ او لیکوالۍ ته مخه کړه.

دې هندي شاعر پخپلو شعرونو او لیکنو کې  د طبیعت  په زړه پورې صفتونه  له مذهبی اوفلسفي تفکراتو سره نغاړلي دي .

هغه  په ځوانۍ کې  د(( آفتاب تران))   او د ((ماښام ترانې ))  خپرې کړې  او په دغو شعرونو کې یې  خپل احساسات په یوه ځانګړي ظرافت سره بیان کړ.

  هغه په ۱۹۱۳کال کې د نوبل ادبیاتو جایزه هم وګټله .

 له دغه هندي ادیب څخه د شعرونو کابو ۶۰ دیوانه، څلویښت لنډې اواوږدې کیسې، پنځوس ډرامې او یو شمیر فلسفي کتابونه او رسالې هم پاتې دي .

د ټګور له آثارو څخه  ؛باغبان ،نوې میاشت ، یوه دوست ته لیکونه ا و نوښتي پيوند نومې کتابونو ته اشاره کولی شو.

 

۶۲  کاله وړاندې د ۱۹۶۰کال د اګست په اتمه نیټه د ساحل عاج (آئیوری کوسټ) په نامه افریقايي هېواد له فرانسې خپلواکي ترلاسه کړه.

په شپاړسمې میلادي پيړۍ کې  پرتګالیان پر ایوري کوسټ مسلط شول ،خو په ۱۸۹۱کال کې فرانسې دخلکو له مقاومت سره سره ساحل عاج خپله ښکیلاک مینه کړه.

بلاخره په ۱۹۶۰کال کې ساحل عاج یا آئیوری کوسټ په افریقا کې  دفرانسې له څونورو ښکیلاک مینو سره   یوځای  خپلواکي ترلاسه کړه او جمهوري حکومت یې رامنځ ته کړ.

ساحل عاج  د افریقا په لويې وچې  او د اطلس سمند په سواحلوکې درې لکه دوه دیرش زره څلورسوه درې شپیته مربع کلومیټره پراخوالي سره له لیبیریا ،ګینه ،مالي ،ګانا  او بورکینافاسو هیوادونو سره په ګاونډ کې پروت دی.

 

۴۰ کاله مخکښې د ۱۹۸۲ زږدیز کال د اګست د میاشتې په ۷مه نیټه، د لبنان له پلازمینې بېروته د فلسطین د ازادي غواړي غورځنګ د ځواکونو د وتلو په اړه د امریکا، لبنان او د فلسطین د ازادۍ غواړي غورځنګ تر منځ پریکړه لاسلیک شوه.

دغه پریکړه لیک د ۱۹۸۲ کال د جون په میاشت کې پر لبنان د صهیونیسټ رژيم د پوځ له پراخ برید وروسته وشو چې په لبنان کې د میشتو فلسطیني مبارزو ځواکونو د ایستلو او له منځه وړلو په موخه ترسره شو.

د توکم پاله صهیونیسټ رژيم پوځ په دې برید کې له زیاتو او پرمختللو تجهیزاتو استفاده وکړه.

په دې توګه فلسطیني او لبناني ځواکونو د هغوی په مقابل کې ۸۰ ورځې مقاومت وکړ.

بالاخره د فلسطین د ازادۍ غواړي غورځنګ پخوانی مشر، یاسر عرفات دې ته چمتوشو چې له لبنانه ۱۲ زره فلسطیني مبارزین وباسي او په ۸ نورو عربي هېوادونو کې یې ځای پرځای کړي.

که څه هم چې له لبنانه د فلسطین د ازادي غواړي غورځنګ د ځواکونو وتل، دې غورځنګ ته سخت ټکان او له تل ابیب سره د هغوی سازباز ته لاره برابره کړه، خو صهیونیسټان هم له هغو وروسته د لبنان د اسلامي مقاومت د جنګیالیو له پرله پسې ځپوونکو ټکانونو سره مخ شول تر دې چې تر ۲۰۰۰ کال پورې له دې هېواده تېښتې ته اړشول.

 

 

او  له ننه ۱۴ کاله وړاندې د ۲۰۰۸کال داګست په ۷مه نېټه، دګرجستان پوځي ځواک دامریکاد وخت د حکومت په ملاتړونوپه تکیې سره  ددغه هیواد په شمال  او په سویل کې د اوسیتیا  پخپلواکۍغوښتوونکې سیمې برید وکړ .

په دې برید کې  په سلګونو ولسي کسانو ته مرګ ژوبله واوښتله .

یوه ورځ وروسته  روسي ځواکونه د سویلي اوسیتیا  دبیلتون غواړو په ملاتړ کې  میدان ته ودانګل  او دګرجستان  پوځ یې په شاوتنباوه  او دباتومي مهم بندر په نیولوسره ددغه هیواد دپلازمینې تفلیس تر نزدې پورې پرمخ لاړل .

بلاخره  دفرانسې دولسمشر په منځګړیتوب سره روسي ځواکونه  له ګورجستانه  بیرته شاته شول .

په عین حال کې  مسکو په ګورجستان کې آبخازیا  او سویلي اوسیتیا  دوې خپلواکۍ غواړې سیمې په رسمیت وپيژندلې .

دګرجستان پر ضد دروسیې دغه ا قدام  د پخواني شوروي دجمهوریتونو اوختیځ ته دناټو دپراختیا په باب لودیځي هیوادونو په تیره بیا امریکا ته د مسکو له خوا یو لوی ګواښ وارزول شو.

 

ټیګونه