May 24, 2016 08:23 Asia/Kabul
  • منځنئ ختیځ په تیره اونۍ کی
    منځنئ ختیځ په تیره اونۍ کی

پدی مطلب کی د منځنی ختیځ ډیرو مهمو بدلونونو ته یوه کتنه کؤو. په پیل کی د فلسطین بدلونونه، چی د صهیونیسټی رژیم دځپونکو اقداماتو د ادامې، او د فلسطینیانو په ضد د خپلو جنایتونو د سختولو لپاره، د یاد رژیم د چمتو کیدو تر شعاع لاندی ؤو، څیړو، او وروسته له هغه د بحرین، سوریې او عراق په شمول د سیمې نور بدلونونه څیړو.

د فلسطین د بدلونونو په اړه؛ د فلسطینیانو د لا زیاتې وژنې، او ځپلو په منظور د صهیونیسټی رژیم تحرکاتو، د فلسطینیانو پراخ عکس العمل په ځان پسی درلود. پدې زمینه کی د فلسطین خارجه وزارت، د فلسطینیانو د وژلو لپاره، د صهیونیسټی رژیم له پوځیانو څخه، د لس هاؤو افراط پالو خاخامانو غوښتنه، توکم پاله وبلله او ویی غندله.
د فلسطین خارجه وزارت، د فلسطینیانو د وژلو د تشویقولو په اړه؛ د صهیونیسټو خاخامانو د دریځونو په غندلو سره ډاګینه کړه: چی په څرګنده او قانونی توګه؛ دا ډول غوښتنې، د اسرائیلو په ټولنه کی یوه د قبول وړ روده ده، چی دغه موضوع په یاده ټولنه کی د اخلاقی انحطاط او پستۍ بیانونکې ده.
د ویلو وړ ده، په لس ګونو صهیونیسټو خاخامانو  په نیواکی قدس کی په یو کنفرانس کی، د دغه رژیم له پوځیانو وغوښتل؛ چی په هر هغه فلسطینی باندی چی هر اسرائیلی ته د نږدی کیدو اراده ولری؛ ډزې وکړی. دغو خاخامانو اعلان وکړ؛ چی د اسرائیلو سره هر مخالف فلسطینئ، د وژلې وړتیا لری، او باید بیله ځنډه په هغه باندی ډزې وشی.
د صهیونیسټو خاخامانو دغه انسانی ضد څرګندونې، د فلسطینی ښاریزو د ویشتلو په هدف، د اسرائیلی مقاماتو د دریځونو په غږملتیا سره، بڼه نیسی.
د صهیونیسټی رژیم د سیاسی مقامونو او د تش په نامه دینی مشرانو له خوا، د فلسطینیانو د وژلې لپاره، د صهونیسټانو لا زیات لمسول، پداسی حال کی دي؛ چی صهیونیسټو پوځیانو، د تیر اکټبر میاشتی په لمړیو کی، د نوې انتفاضې له پیل څخه تر اوسه پوری، څه د پاسه ۲۰۰ فلسطینیان شهیدان کړی، او یو زیات شمیر کسان یی نیولی او ژوبل کړی دي.
په واقعیت کی، صهیونیسټی رژیم؛ د خپلو جنایت کارو سیاستونو په لړ کی، د فلسطینیانو د نسل د نابودولو په لټه کی دئ، او دغه سیاست په مختلفو رودو سره پرمخ بیایی. دا پداسی شرایطو کی ده، چی د فلسطیین کور واګه تشکیلاتو هم، د صهیونیسټی رژیم د جګړې وزیر په توګه، د یاد رژیم د پخوانی خارجه وزیر«آویګدور لیبرمن» ټاکنه، له پخوا څخه په زیاته اندازه، د اسرائیلو د جګړې غوښتنې نښه وبلله. د فلسطین کور واګو تشکیلاتو، تیره پنجشنبه، د«موشه یعالون» پر ځای، د صهیونیسټی رژیم د جګړې وزیر په توګه، د «آویګدور لیبرمن» د ټاکلو په عکس العمل کی، په یوې بیانیه کی اعلان وکړ: دغه ټاکنه د یاد رژیم له خوا نړیوالو ته یو پیغام دئ، چی اسرائیل د سولې په پرتله، افراط پالنې ته ښه والئ ورکوی.
د ویلو وړ ده، د «بنیامین نتانیاهو» په مشرئ د لیکود ګوند، د جګړې د وزیر په توګه؛ د (اسرائيل زموږ کور ګوند) د مشر«آویګدور لیبرمن» د ټاګلو سره موافقه وکړه. د اسرائیلو د جنایاتو د زیاتولو په منظور، د صهیونیسټی رژیم چمتوالئ، چی د فلسطین د نیواک له ۶۸ مې کالیزې سره په یو وخت بڼه نیسی، د دی ښودنه کوی؛ چی د دغه رژیم له جوړیدو څخه د څو لسیزو د تیریدو با وجود، نه یواځی د یاد نیواکګر رژیم په پراختیا غواړو او تاوتریخجنو سیاستونو کی، کوم بدلون نه دئ رامنځته شوئ، بلکه د نوموړی رژیم جنایتونو لا پراخ اړخونه موندلی دي.
 له بحرین څخه تر لاسه شوی خبرونه؛ په تیره اونۍ کی د بحرین د خلګو د پاڅون د ادامې بیانونکی دي. بحرینی ښاریزو، په تیره اونۍ کی د بحرین په مختلفو ښارونو کی، د دغه هیواد له سیاسی بندیانو سره د پیوستون د اعلان په منظور، مظاهرې وکړې. مظاهره چیانو د شعارونو په ورکولو سره، د ټولو بندیانو د آزادولو لپاره، د هڅې او فعالیت په ادامې باندی ټینګار وکړ. بحرینی اعتراض کونکو، د دغه هیواد له مقامونو وغوښتل، چی د بحرین د سیاسی مشرانو او ښاریزو په ضد، د امنیتی ځپنې، خود سرو نیونو، او ظالمانه محکمو د جوړولو سیاست پایته ورسوی.
د بحرین مقامونو، په ۲۰۱۵ م کال کی، لږ تر لږه ۱۷۶۵ کسان ونیول، چی له دغه شمیر کسانو څخه، ۱۲۰ تنه ماشومان، او ۲۲ تنی ښځې وې، او د نیونو ۸۲۹ موردونه، د کورونو په دننه کی سرته رسیدلی دي.
دا پداسی حال کی ده، چی د آل خلیفه رژیم، نړیوالو خبرداریو ته له پام پرته، په بحرین کی د سیاسی مخالفانو او فعالانو ځپل، د روان ۲۰۱۶ م کال له پیل څخه سخت کړی دي.
پداشان شرایطو کی، د آل خلیفه رژیم پارلمان، په سیاسی سازمانونو او تشکیلاتو کی د دینی عالمانو د غړیتوب د منعې قانون تصویب کړ. د آل خلیفه رژیم پارلمان، په بحرین کی د دینی آزادیو د ځپنې د پروسې په دوام کی، په سیاسی تشکیلاتو او سازمانونو کی د روحانیانو، مبلغانو او دینی خطیبانو د غړیتوب د منعې په اړه، د سیاسی تشکیلاتو د قانون اصلاحیه، تصویبه کړه.
د بحرین دینی عالمان او روحانیان تل، د بحرین په بدلونونو کی مخکښ پاتی شوی دي، او د آل خلیفه رژیم د ویرونې او ګواښ له سیاست څخه نه دي ویریدلي.
د اعتراض کونکو د ټولنې د درولو لپاره، د آل خلیفه رژیم یوه اصلې استراتجې، په مختلفو بڼو سره، په ټولنه کی د ویرې او وحشت رامنځته کول دي. په بل عبارت؛ دینی عالمان، خطیبان، او مذهبی مبلغان، د اعتراض کونکو په وړاندی  د آل خلیفه رژیم د استراتجیو د شنډیدو سبب ګرځی. دغو شرایطو ته په پام سره، د آل خلیفه رژیم، له ډیرو پخوا وختونو څخه، د داسی یو قانون د تصویبولو په لټه کی ؤ، چی د دینی عالمانو، خطیبانو او مذهبی مبلغانو فعالیت ممنوع کړی، او دغه قانون د بحرین د پارلمان له خوا تصویب شو.
د آل خلیفه رژیم، له ډیرې پخوا مودې راهیسی؛ یواځی د یو حکومتی دستور په اساس هم، د بحرینی دینی عالمانو، خطیبانو او مذهبی مبلغانو سیاسی فعالیت، منع کړئ ؤ؛ او اوس یی دغه کار ته قانونی بڼه ور کړې ده. شک نشته، چی دغه قانون د نړیوالو منشورونو، کنوانسیونونو او اصولو، او د بشری حقونو د اساسی قوانینو، څرګند نقضول دي.
د فکر او عمل آزادې، د هغو مهمو اصولو له جملې ده، چی د بشری حقوقو په بنسټيزو قوانینو کی شتون لری. په سیاسی سازمانونو او تشکیلاتو کی د دینی عالمانو، خطیبانو او مذهبی مبلغانو د غړیتوب منع کیدل هم ، د مدنې حقوقو څرګند نقضیدل دي.
له اسلامی سمبولونو او شعائرو سره په برخورد کی د آل خلیفه رژیم کړچار، د بحرین د خلګو د دینی او مذهبی آزادیو په ختمولو کی، د آل خلیفه د لیونتوب او مرض بیانونکی دي، او دغه موضوع د آل خلیفه رژیم له خوا، په بحرین کی د انسانی حقوقو د نقضیدو د سختوالی بیانونکی ده، چی د لویدیځ له ملاتړونو څخه برخمن دي.
د آل خلیفه رژیم، تل سوچه او مترقی اسلامی تعلیمات، په تیره بیا د تشیع اصول، چی له هر ډول سلطه مننې سره په مقابلې باندی ولاړ دي، په بحرین کی د خپل ډیکتاتوری رژیم د ادامې په وړاندی، د یو خنډ په توګه وینی.
د آل خلیفه رژیم کړچار او برخوردونه د دي ښودونکی دي، چی دغه رژیم نه یواځی د بحرین د خلګو سیاسی آزادۍ ضایع او پایمال کړی دي، بلکه د بحرین خلګ یی، له خپل بل اساسی حق څخه، یعنی د خپل دینی او مذهبی فعالیتونو له ترسره کولو څخه هم، بی برخی کړی دي، چی دغې موضوع د آل خلیفه دینی ضد او ؤلسی ضد ماهیت لا روښانه کړئ دئ.
 د عراق سیاسی بدلونونه، د دغه هیواد د سیاسی لانجو له کبله، د سیاسی کړکیچونو، او همداراز د سوریې پوځ د بریالیتوبونو، تر شعاع لاندی ؤو.
په تیره اونۍ کی، د عراق پارلمان رئیس، د دغه هیواد د اوسنی پارلمان دوره تمدیده کړه. د عراق پارلمان رئیس«سلیم الجبوری» د دغه هیواد د اوسنیو حالاتو له کبله، او د هغو اختیاراتو او صلاحیتونو په اساس چی د عراق په اساسی قانون کی، د پارلمان د رئيس لپاره په نظر کی نیول شوی دي، د پارلمان د اوسنۍ دورې د فعالیت موده، تمدیده کړه.
دعراق سیاسی حالات، د بغداد خضرا سیمې، د پارلمان ودانۍ؛ او د لمړی وزارت دفتر ته، د مظاهره چیانو له ننوتو وروسته، د کړکیچ نوې مرحلې ته رسیدلی دي، او تر اوسیه پوری د دی هیواد ډلو او سیاسی اړخونو ندی کړای شوی، د دغه هیواد د پارلمان حالات، عادی ؛ او د معمولی غونډو د جوړیدو شرایطو ته ور وګرځوی.
دا پداسی شرایطو کی ده، چی د عراق ؤلس مشر هم، د لمړی وزیر د بدلولو لپاره، د دغه هیواد شرایط نا مساعد وبلل.
د عراق ؤلس مشر، فواد معصوم، د دغه هیواد له لمړی وزیر« حیدر العبادی» څخه، په ملاتړ باندی په ټینګار سره، څرګنده کړه: د عراق شرایط، په اوس حال کی د لمړی وزیر د بدلولو اجازه نه کوی.
د عراق د پارلمان رئیس، د دغه هیواد د ؤلس د ګټو د برابریدو لپاره، د غیر طایفه ای فراکسیون له جوړیدو څخه ملاتړ وکړ.
د عراق د پارلمان مشر«سلیم الجبوری»، د ډموکراسۍ د عملی لاسته راوړنو د ساتنې، او د اصلاحاتو د هرڅه ژر اجرا کیدو په اهمیت باندی په ټینګار سره، له طایفه ګروهنې سره د مبارزې لپاره، د یو لړ تشکیلاتو د جوړیدو غوښتنه وکړه.
الجبوری، په تیره اونۍ کی د عراق د مجلس اعلی د مشر،« عمار حکیم» په کتنه کی، د دغه هیواد د سیاسی حالاتو د څیړلو په ضمن کی، د امنیتی مشکلاتو په ختمولو، او د هغو د عواملو په نیولو، او د اوسنیو سیاسی کړکیچنو شرایطو څخه، د ناوړې استفادې په منظور، ټروریزم ته د مهلت په نه ورکولو باندی ټینګار وکړ.
د عراق سیاسی کړکیچ، د پارلمان د غونډو د نه کیدو، د دولت د یو شمیر فعالیتونو د دریدو، او د ځان مرګو عملیاتو د کولو لپاره، د داعش ترهه ګرې ډلې ته د ناوړې استفادې د زمینې د برابریدو سبب شوئ دئ.
د عراق سیاسی کړکیچ او بحران، په مختلفو چارو، په تیره بیا د ټروریزم سره په مبارزې باندی اغیز شیندلئ دئ. پارلمان، د قانون جوړونې د ارګان په توګه،د هیواد د چارو په اداره کولوکی، مهم رول لری. پارلمان په هر هیواد کی، تل په مختلفو ډګرونو، منجمله په سیاسی چارو کی، د پراختیا په مسئله کی اغیز شیندونکئ رول لری، او د پارلمان د فعالیت بندیدل، عملاً هیواد له سیاسی  مشکل سره مخامخوی. د دولت د پروګرامونو او تصمیمونو عملی کیدل، د پارلمان په تائید پوری تړاو لری، او د عراق اوسنئ وضعیت، په یو ډول د سیاسی چارو د فعالیت بندیدل دي.
 د سوریې د سولې خبرو اترو وروستی بدلونونه، او همداراز  پر ترهه ګرو باندی د دغه هیواد د پوځ او ؤلسی ځواکونو د حملو سختیدل، او د ټروریسټانو له شتون څخه د سوریې د یو شمیر نورو سیمو پاکول، په تیره اونۍ کی په سوریې پوری د مرطو چارو له جملی څخه ؤو.
پدې زمینه کی  په سوریه کی د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی، د روژې له میاشتې وروسته، د جنیوا مذاکرو له سره پیلیدل، لیری ونه بلل.
اسټفن ډی میسټورا، تیره چهار شنبه، په ویانا کی د اتریش د خارجه وزیر، سباستین کورتز، سره له کتنې وروسته، له رمضان میاشتې وروسته، په جنیوا کی د سوری- سوری خبرو اترو د نوی دور ترسره کیدل لیری ونه بلل.
ده، په سوریه کی د جګړې د ډګر د حالاتو په هکله هم وویل: چی په سوریه کی اوربند، د ۵۰ فیصدو په اندازه اجرا کیږی، او  ۲۵۰ زره کسان؛ له بشر دوستانه مرستو څخه برخور شوی دي.
د سوریې په چارو کی د ملګرو ملتو ځانګړی استازی، د تیری سه شنبې په ورځ ویلی ؤو، چی تر اوسه پوری د جنیوا خبرو اترو د راتلونکی دور لپاره، هیڅ څرګنده نیټه، نه ده ټاکله شوې. ده په عین حال کی ټینګار وکړ: چی باید د سوریی د لورو ترمنځ خبری اترې، هر څه ژر پیل شی.
د سوریی له بحران سره د مرستې د نړیوالې ډلې کښیکښلې غونډې، پدی هیواد کی د اوربند د ټینګیدو په موخه، تیره سه شنبی په ویانا کی ترسره شوې.
د سوریې د بین المللی تماس ډلې یوې ورځنۍ غونډې، په ویانا کی د نږدی ۲۰ ؤ  عربی، اروپایی، امریکایی او ایرانی نمایندګانو او وزیرانو په حضور کی، خپل کار پایته ورساوه. د ویانا بین المللې غونډې هدف، په سوریه کی د ماتیدونکی اوربند د دوام ، او په اوربند باندی د سوریې د مخالفو ډلو او دولت د پایبندۍ په باره کی موافقه کول ؤو.
پداسی حال کی چی د ویانا د غونډې هدف، د اوربند دوام او د سولې طرحې اجرا کیدل ؤو، د سوریی د مخالفانو د عالی کمیټې رئیس، ریاض حجاب، د جنیوا په خبرو اترو کی اعلان وکړ: چی وسله وال مخالفین به، په راتلونکو ورځو کی، پرمختللی وسلې ترلاسه کړی.  ریاض حجاب ټینګار وکړ: چی د مخالفانو ملاتړ کونکی لویدیځو هیوادونو، په وسلو باندی د مخالفانو له سمبالولو، او له لجستیکی ملاتړ کولو څخه، هرکلئ کړئ دئ.
پداشان شرایطو کی، د سوریی خارجه وزیر، ولید معلم، ټینګار وکړ:چی د دغه هیواد دولت، د ټروریزم سره مبارزه کول، او د کړکیچ سیاسی حل لاره، په یو وخت تعقیبوی.