Sep 29, 2022 15:50 Asia/Kabul
  • د ایران سیل ۱۱۲

د ایران سیل په لړۍ کښې نن هم د زنجان ښار کتنې ته دوام ورکوو، هیله ده چې د پروګرام تر پاې راسره مله ووسئ.

د زنجان د سیاحت د ګڼو جاذبو په مینځ کښې «مسجد حسینیه‌ اعظم» یو ځانګړی مقام لري. حسینیه اعظم د محرم په میاشت کښې د مذهبي سیاحت یوه ډیره مهمه جاذبه ګڼله کیږي او په کال ۱۳۸۷ کښې د ایران د لسم معنوي میراث په توګه ثبت شوی دی.

د زنجان په حسینیه اعظم کښې یو جومات او څلور شبستانونه شامل دي چې هر یو یې د خپلې پراختیا و موقعیت له نظره د مختلفو کارونو لپاره استعمالیږي. جومات، د حسینې ترټولو پخوانۍ ودانۍ ده چې لرغونوالی یې څه باندې ۴۰۰ کلونو ته رسیږي او نن سبا د جومات د اصلي انګړ او د ورځنیو پروګرامونو مرکز دی.

د زنجان حسینیه اعظم څه باندې ۱۲ زره مربع میټره پراختیا لري او د کتابتون، مختلفو شبستانونو، دارلشفا او د قرض الحسنه د صندوق وغیره په شمول ګڼې کلتوري، مذهبي، درملیزې او خدماتي فضاوې او امکانات لري. دا حسینیه د حاج میرزا محمد تقي او حاج میرزا بابايي په نومونو د دوو کسانو له خوا وقف شوې ده. دا جومات له «منا» وروسته د اسلامي نړۍ دویمه ستره قربانګاه ده.

د محرم د میاشتې په اتمه نیټه د زنجان له ټولو ښارونو او کلیو څخه د عزادارۍ ټول هیئتونه او دستې د عزادارۍ لپاره دغې حسینیې او جومات ته ورځي. د دغه ولایت خلک او حتی د هیواد د نورو ولایتونو اوسیدونکي خپلې نذرانې د محرم په اتمه (د تاسوعا په شپه) دغې حسینیې ته ډالۍ کوي. د زنجان د حسینیه اعظم د عزادارۍ دسته په ایران کښې د امام حسین علیه السلام د عزادارۍ د ترټولو سترې تجمع په توګه یادیږي چې د سید الشهدا د ګران ورور حضرت ابوالفضل العباس علیه السلام په یاد او احترام کښې جوړیږي او دغه ورځ د زنجان د محرم د عزادارۍ په کال هینداره کښې «یوم الابوالفضل و یوم العباس» نومول شوې ده. په دغه جومات کښې د حسیني عزادارانو سترې تجمع هغه ته یو ځانګړی اعتبار وربخښلی دی.

*/*/*/*/*/

ګرانو مینه والو په زنجان کښې ډیر ښایسته تاریخي کورونه موجود دي چې نن سبا د اوسیدو لپاره نه کارول کیږي. «خانه ذوالفقاری ها» د زنجان یوه تاریخي خونه ده چې نن سبا په میوزیم بدله شوې ده. د زنجان ذوالفقاري ودانۍ د دغه ولایت یوه تاریخي جاذبه ګڼله کیږي چې د قاجار حکومت په وروستیو کښې جوړه شوې ده. یاده ودانۍ د ذوالفقاري په اشرافي او نفوذ لرونکې کورنۍ پورې اړونده پاتې شوې ده. دغه تاریخي ودانۍ چې د زنجان ښار په پخوانۍ مرکزي سیمه کښې پرته ده، له څو داخلي، بهرنۍ او له اداري برخو جوړه شوې او پخوا د زنجان د وخت د واکمن اداري دفتر و. نن سبا د دغې ودانۍ یوازې بهرنۍ برخه روغه پاتې ده چې د محمود ذوالفقاري په عمارت مشهوره ده.

په زنجان کښې د ذوالفقاري ودانۍ د معمارۍ سبک او سټایل د اروپا له ګوتیک ودانیو اخیستل شوی دی. البته د لرغوني ایران د معمارۍ دودونه هم په کښې ساتل شوي او کارول شوي دي.

په دغه ښار کښې د خانه خدیوي او خانه وزیري په شان ځیني نور تاریخي ښارونه هم شته دي چې د معمارۍ په دغې طریقې جوړ شوې دي. د ذوالفقاري تاریخي ودانۍ د ۱۱۷۶ مربع میټرو په پراختیا سره یوه دوه چتیزه ودانۍ ده. د ودانۍ پورتنۍ طبقه د هستوګنې لپاره وه او اداري او دفتري برخه یې لاندې وه. دغې ودانۍ پخوا یو مرکز ور، حصار، د هستوګنې او اداري دفترونو دوه برخې او یو انګړ درلود. مرکزي دروازه یې ډیره ښایسته وه خو نن سبا بیخي له مینځه تلې ده. د ودانۍ چت په شیرواني بڼه جوړ شوی او په خپلې زمانې کښې په زنجان کښې د شیرواني چت لرونکو ودانیو له اولنیو نمونو څخه ګڼل کیږي. د ودانۍ د مرکزي برخې دپاسه یو روشن دان دی چې په کلاه فرنګي مشهور دی. په دغې ودانۍ کښې د استعمال شویو سنګارونو په ټولګې کښې د فلزو، خښتو، ګچو، کاڼو او ټایلونو تزئینات شامل دي چې زیاتره په جنوبي برخه کښې لیدل کیږي. په دغې برخه کښې د ډول ډول خښتې لیدل کیږي چې په بیلابیلو سنګاري طرحو او ډیزاینونو سره ترسترګو کیږي.

نن سبا ذوالفقاري ودانۍ د زنجان د لرغون پيژندنې او د لرغونو مالګینو جسدونو په میوزیم بدله شوې ده. د زنجان میوزیم درې مختلفې برخې لري چې په کښې له تاریخ نه مخکښې برخه، تاریخي برخه او د اسلام د تاریخ برخه شامله ده. په دغو برخو کښې په زنجان ولایت کښې موندل شوي آثار لکه کولالي کاسې، د اوړو د ساتلو خمبې، زرینې کاشۍ یا ټایلونه او د مِسو لوښي ساتل کیږي.

خو د زنجان د میوزیم ترټولو مهمه برخه د مالګینو سړیو په نامه د مومیایانو یا Mummy د ساتلو برخه ده چې تقریباً ۲۰ کاله مخکښې د چهره آباد کلي د مالګۍ په معدن کښې وموندل شول. په دغه اکتشاف کښې معلومه شوه چې په دغه ځاې کښې پنځه مالګین جسدونه دفن شوې دي چې نن سبا په میوزیم کښې ساتل کیږي. د چهره آباد د مالګینو سړیو لرغونوالی ۲ زره ۳ سوه ۵۰ کاله پخوا ته رسیږي. دغه مومیايي شوي جسدونه په دنیا کښې کشف شوي ترټولو مهم او ارزښتناک شیان ګڼل کیږي. په کشف شویو مالګینو جسدونو کښې درې سړي د هخامنشیانو په دوران او دوه نور د ساسانیانو په پړاؤ پورې اړونده دي.

د ویلو ده چې د زنجان ذوالفقاري کور د ۱۳۷۵ کال د کب د میاشتې په ۲۵ نیټه د ایران د ملي آثارو په لړلیک کښې ثبت شوې ده.

*/*/*/*/*

د ذوالفقاري کور په خوا کښې د مالیې میوزیم او ودانۍ (دیوان استیفاء) د زنجان ښار په تاریخي برخې کښې واقع ده. د دارایي یا مالیې ودانۍ د وارطان هوانسیان، پل آبکار او ګابریل ګورکیان په نومونو د قاجار پړاؤ د دریو ارمني توکمه معمارانو د خلاقیت او نوښت ترتاثیر لاندې جوړه شوې ده. د دارائي ودانۍ اول د اداري ودانۍ په توګه کارول کیدله خو څه موده پس د مالیې په ادارې بدله شوه او اوس هم د میوزیم په توګه د خلکو لپاره خلاصه ده.

دغه تاریخي ودانۍ له ۱۳۹۰ لمریز کال څخه د زنجان د دودیزو هنرونو او لاسي صنایعو په میوزیم بدله شوې ده. د دغه میوزیم په نمایشي آثارو کښې د قاجار پړاؤ ډول ډول قلم وهلي مسي لوښي، ډول ډول چاقوان او تورې، ګلیمونه، د مریو مصنوعات او موچڼې شاملې دي.

*/*/*/

ګرانو ملګرو، په زنجان ولایت کښې پر تاریخي آثارو سربیره د ډول ډول غارونو په شان په زړه پورې طبیعي ښکارندې هم شته دي. نو راځۍ چې د «غار کتله خور» په نامه د زنجان د یو مشهور غار کتنې ته لاړ شو.

غارِ کتله خور هم د وچې او هم د اوبو غار دی چې د زنجان ښار نه ۱۵۵ کیلومیټره لرې د ګرماب په نامه کوچني ښار په خوا کښې پروت دی. د دغه غار ډول په جوراسیک پړاؤ یعنې په ۱۲۰ میلیون کاله پخوا پورې اړونده دی. د غار ور یو ۴۰۰۰ میټره دهلیز لري چې چت یې ټیټ دی او څو فرعي دهلیزونه هم لري. له فرعي دهلیزونو وروسته د ۹۵۰ میټرو یو پراخ دالان دی چې په دوو ۵۰ میټري لارو سره دوام مومي او په یوې چړهایۍ له ختلو وروسته یو پراخ حال ته رسیږي. په کوچني شیشه اي هال کښې دننه چې د هال په ستنو پورې نښتې دي، یو اته میټره ژور کوهې دی چې احتمالاً د غار د اوبو د وتلو د لارې په وجه جوړ شوی دی. کتله خور غار د بلورونو او قندیلونو د کیفیت او د طبقاتو د زیاتوالي او ښکلا له نظره د نړۍ د چُونې یا آهک وړومبنې غار پيژندل شوی دی.

د غار په ځینو برخو کښې رُس خّټه او آیرن آکسایډ لرونکې خاورې لیدل کیدې شي. د کتله خور غار آهک یا چونه ډیره خالصه ده چې دا خپله د ښار د ښکلا یو لامل دی ځکه چې د آهک خالص والی د هغو د شفافیت سبب کیږي او له قندیلونو د رڼا د تیریدو سبب کیږي.

دا غار مختلفې برخې لري او ټولې برخې یې د مختلفو آهکي موادو د راغونډیدو نتیجه ده چې هره یوه یې د هغه ورته والي پن وجه چې له یو څیز سره یې لري، په دغو نومونو بلل کیږي.

د دغه غار له مهمو ځانګړتیاؤ څخه د سترو آهکي ستنو شتون ته اشاره کولې شو چې دغه ستنې د غار په ټینګولو کښې رول لوبوي.

کتله خور غار د جوړیدو په ابتدايي مراحلو کښې په اوبو کښې ډوب چې د وخت په تیریدو او د آب و هوا په بدلونونو سره په کښې بدلون راغی. داشان په دغه غار کښې ګڼې طبقې جوړې شوې چې اوبو لاندنیو طبقو ته نفوذ وکړ او غار عملاً د وچې په غار بدل شو. د غار په اطرافو کښې د رڼو اوبو ګڼې چینې او ګڼې طبعي سوړې هم د دغه غار ځانګړنې دي.

له زنجان نه د ماه نشان په لاره کښې هم د ایران یوه ځانګړې ښکارنده ده چې د «تپه‌های آلاداغ‌لار» یا «کوه‌های رنگی» په نامه پیژندله کیږي. کوهِ بلقیس په ۳۳۰۰ مټره لوړوالي سره د دغې سیمې ترټولو دنګه څوکه ده. په دغې سیمې کښې د مادهاؤ د ژوند د آثارو له پیدا کیدو وروسته ده سیمه «مادنشان» ونوموله شوه خو د وخت په تیریدو سره په «ماه نشان» بدله شوه. د دغې سیمې غرونه د ښایسته او حیرانونکو رنګونو په وجه په رنګارنګ غرونو مشهور شوې دي. پخوا به ښځو د نوروز اختر په ورځو کښې د خپلو کورونو د نګ کولو لپاره دغه خاوره کاروله. د ماه نشان رنګي غرونه د سیل او سیاحت ډیرې جاذبې لري. ګڼ سیندونه، چینې، باغونه، د خوږو اوبو ستر تالاونه او د ښاپیرۍ جهیل د دغې سیمې ښایسته جاذبې ګڼل کیږي.

*/*/*/*/*/*/*

ژباړه: عبدالماجد درانی