د ایران سیل (د کردستان ولایت سنندج ته ګرځو)
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د ایران سیل نومې لړۍ له ننني یوسل څوارلسم مطلب سره ستاسو خدمت ته حاضر شوي یوو،په دغه نننی مطلب کې د ایران یوه ډير په زړه پورې او ښکلي سیمې او ښار سنندج ته ګرځو،نو په دې هیلې چې ترپایه راسره ملتیا وکړئ.
خوږو دوستانو باید پوهه شئ چې د ایران په کردستان ولایت کې د لرغونوآثارو،طبیعي څومڅو، ډيرو پخوانیو او زاړو وَنومنقوله میراث، ډنډونو او طبیعي ځایونو پشمول پيژندل شوي یو زرپنځه سوه شل تاریخي آثار لري چې د ملی آثارو په لیسټ کې د ولایت اته سوه اته اویا ثبت شوي آثارو کې اوه سوه درې اویا غیرمنقول آثار(چې تاریخي آثار ،لوړې څوکې،ودانۍ او انګڼ پکې شامل دي )،د طبیعي میراث شل موردونه، د معنوی میراث دوه شپيته موردونه او دمنقول میراث درویشت موردونه پکې شامل دي.ددغو آثارو یوه برخه په سنندج کې د تاریخي کوټو په څير د ارزښتمنو آثارو ده .نو بلنه درکوو چې دسنندج په زړه پورې او ښکلي ښار ته په سفر کې راسره ملتیا وکړئ .
د وستانو د سنندج ښار او ولسوالۍ په تاریخي او د لیدو وړ آثاروکې هلته موجود له هغو تاریخي ودانیو سره اړونده دي چې تاریخی پيښو او بې مخینې معماری چې د صفویه اوا قاجار په پړاؤنو کې ترسره شوي دي،تل دغو ځایونو ته د سیلانیانو د جذبیدا ترټولو مهم دلیلونه دي.په دغو تاریخي ودانیو کې د؛عمارت آصف؛نومې تاریخي ودانۍ هم شامله ده چې د کُرد قومونو د کلتوری هویّت د یوه سمبول په توګه،یعني د؛خانه کرُد؛په توګه یادیږي .خانه کر د کرد قومونو د ولس پيژندنې خزانه او البته په ایران کې د ولس پيژندنې ترټولو لوی میوزیم دی چې یو خاص قوم (کرد قوم) معرفی کوي.په دغې خونې کې د کرد خلکو د ژوند له مختلفو اړخونو سره بلدیدلی شو او پخپله د خونې له لیدو او له هغه څه چې په دغه خونې کې موجود دي ، خوند اخستلی شو.مناسبه ده چې دغه میوزیم ته هم لاړ شو.
دغه میوزیم دسنندج ښار یو ترټولو ستر اعیانی ودانۍ او دلیدو وړځای دی چې د ګچ کارۍ ارسي سازئ (یعني د لرګي ،شیشې او نجاري او پلانونې ظریف کار)او د ښختو د معمارۍ ځانګړي ارزښتونه لري .
آصف عمارت کابو څلور زره مربع میټر پراخوالی لري.د آصف عمارت د معمارۍ او ښکلاؤ رودې ډيرې ښکلی او په زړه پورې دي.هغه کاڼي چې ددغې ودانۍپه دیوالونو کې ورباندې نقاشي شوي او دهلالي ګبنسئ چې نن سبا ئې د میوزیم چت ئې ډير په زړه پورې ښکلی کړی د لیدو وړ ځاي دی.ددغه میوزیم اصلی هال او ارسي بڼه ئې هم چې هر لیدونکی ئې ویني د جوړونکی ستایلو پرته نه پاتیکیږي. د آصف عمارت په داخل کې یو وړوکی حمام هم شته چې د قاجاریه پړاؤ کې جوړ شوی دی او د ایران د لویدیځي سیمو یو ترټولو ښکلی حمام حسابیږي. ددغه حمام د جوړیدا روده ، د اصفهاني معماري په ډول ده . هغه ښکلا چې ددغه حمام په ستنو کې لیدل کیږی واقعا د دلیدو وړ دي او د لیدونکو نظر په اوڅاره توګه جلبوي . پر دې سربیره ، د ودانۍ مرکزی دروازه ، اته ګوټه دلان او څلور انګڼونه چې د اصلی انګڼ یا بهرني انګڼ،داخلی نګڼ،دپخلی انګڼ یا پخلنځاي او دخادمانو انګڼ نومیږی ، ډیر جالب او د لیدو وړ دي . باید وپوهه شئ چې ددغه عمارت معماري له درو مختلفو پړاؤنو له معمارۍ یعني د صفوي ،قاجاري او پهلوي لړیو د معمارۍ ځلاګانې په له ورایه ښکاري ،ځکه چې مختلفې برخې ئې د وخت په تیریدا سره او په مختلفو پړاؤنو کې بشپړ شوي دي. خانه کرُد هم ډیره په زړه پورې ودانۍ ده او مختلف انګڼې ، حیاتونه، حمامونه ،سټالونه ، مکتب خانه ، ستر ډنډ ،، دکرهڼې برخه ، دتخنیکی او کارکسب اداره ، د تاریخي سندونو او عکسونو برخه ، د خان کوټه ، د قالیو برخه ، د ښکار غرفه، او دسندونو مرکز او کتابتون ئې دلیدو وړ دي .د خانه کرُد د میوزیم په کتابتون کې موجود کتابونه او سندونه ، د ولایت د ترټولو مهموڅيړنیزو،تحقیقاتي او مطالعاتي سندونو خزانه حسابیږي.

دغه ودانۍ په ۱۳۷۵لمریزکال کې په ۱۸۲۲شمیرې سره ، د ایران د ملی آثارو په لیسټ کې ثبت شوې ده .
د آصف عمارت چې په سنندج کې د خان کرُد په نامې سره مشهور دی ،د کرد قومونو او د کرد خلکو د ټول پيژندنې (سوشیالوجي)خزانه،د کردستان یوه ترټولو تاریخی او کلتوري او ارزښتمن آثار دي.
له خانه کرُد سره نزدې د سنندج یوه بله تاریخي خونه هم شته چې؛ خانه سالار سعید؛مشهوره ده دا په ۱۳۵۴لمریز کال کې د؛ سنندج په میوزیم ؛ بدله شوه.د سالارسعید ودانۍ د قاجار پړاؤ او دناصرالدین شاه د د سلطنت د وروستي پړاؤ دمعمارۍ په سټایل سره جوړه شوې ده.دغه ودانۍ د کاڼو،ښختو او لرګي په څير له مصالو جوړه شوې او د قاجار د پړاؤ دمعمارۍ د ښکلا انځور وړاندې کوي.د سنندج میوزیم د ودانۍ د معمارۍ تر ټولو څرګند اجزا ته د اروسي ډوله سټایل د ښکلا اوج ویلی شو.اروسي،په لغت کې د مشبکي دروازې یا کړکئ په معنا ده چې دپرانیستو په ځاي په معمولي او د ګیرچاپير تاویدا په بڼه کې ورڅخه استفاده کیږي .د آرسي په جوړښت کې معمولا د جذابیّت او ښکلا لپاره له رنګینو شیشو لازیاته استفاده پکې کیږي او جالب ټکی ئې په جوړیدا کې،د مختلفو برخو له یوه بل سره د یوځاي کیدا لپاره نه له سریښو او نه هم له میخو استفاده شوې ده .په حقیقت کې ټول کار ئې له لږګي او د شیشو له ټوټو ترسره شوی او دا ټوله ټوټې له یوه بل سره داسې ګنډل شوي چې انسان ورته حک بک پاتیکیږي.
دسنندج میوزیم،تاریخي او لرغوني شیانو نندارې ته بیل شوی دی او له تاریخ څخه مخکې په تاریخي،اسلامی او موقته نمایش څلورو برخو مشتمل دی.د میوزیم له تاریخه په مخکې برخې کې ، د خټینو لوخو،آلیاژ یا د مسَو او قلائۍ په څير لوخي او دانسان هډوکي پکې ساتل کیږي.دغه زیاتره شیان د کنګاؤر او شهربانه سره اړونده دي چې د زیویّه او غرکرفتو د لوړَو په کندلو کې کشف شوي دي، او د میوزیم په اصلي هال کې ساتل کیږي
مناسبه ده چې دمیوزیم په شاوخوا کې دسنندج د ترټولو په زړه پورې او ښکلي ځاي ؛د حبیبي عمارت؛ باندې دمشهورې خانه صنایع دستي کردتسان ؛ته هم ورشو.دغه خونه په ۱۳۹۳لمریز کال کې د کردستان ولایت د لاسی صنائعو د دودونکو اوتولیدونکو څخه دملاتړ په موخې سره جوړه شوې ده. په دغې ټولګې کې د نګارۍ او تذهیب،د لرګي هنرونو ، سازجوړونې، ددریاګي دجوړونې د لرګي د مصنوعاتو او ځینو نورو ځای شیانو په څير د لاسي صنائعو او دودیزو هنرونو ورکشاپونه پکې فعاله دي او ددغو صنائعو د جوړونې او تولید له رودو سره د لیدونکو د بلدتیا په خاطر نندارې ته وړاندې شوي دي.

د کردستان په ډيرو زیاتو سیّل ځایونو کې د سنندج ښار په شاوخوا کې په دوه زره پنځه سوه میټر لوړوالي سره د آبیدر لوړ غرۀ په لمن کې د؛پارک بزرګ جنګلی آبیدر؛ نامه هم اخستلی شو.دغه پارک په یوزر درې سوه هیکټره پراخوالي سره د سیمې یو ترټولو لوي ځنګلي پارک شمیرل کیږی او د تفریح،سپورټ ،کتابتون، جومات، ریستوران په څير مختلف امکانات لرونکی پارک او ډير په زره پورې او حیرانونکی او جذبونکی پارک دی. په دغه پارک کې څو طبیعي چینې او باغونه هم شته،ددغې ټولګې یو ترټولو لوي باغ، د امیریه باغ دی او په دغه باغ کې د هیواد اوړي دموسم یو ترټولو لوي پرانیستي فضالرونکی سینما هم شته.له آبیدر غرۀ څخه ډیرې چینې راووځي چې د سنندجیانو پر څښاک سربیره باغونه او د غر د لمن کرهڼيزې مځکې هم پرې خړوبه کیږی او ډیرښکلی لرلید انځوروي.
د تهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو ددغه مطلب وخت هم همدلته پاي ته رسیږي ،له دې مخکې چې له تاسو اجازت وغواړوباید ووایو چې دتهران ریډیو د پښتو خپرونې انټرنیټي ایډریسPARSTODAY.COM/PS هم درسره نوټ کړئ،تاسو زمونږ په دغه انټرنیټي ایډریس بانډې تازه سیمه ایز او نړیوال خبرونه، تبصرې، راپورونه، مرکې، سپورټي، روغتیائي،اقتصادي،ټولنیز او دیني او کلتوري خبرونه او مطلبونه هم لیدلی او آوریدلی شئ او دغه راز د ستاسو په پیغامونو ،لیکونو،شعرونو،ښو ښولیکنو ،غږیزو پیغامونو او وړاندیزونو مشتمل هرکله راشه پروګرام هم آوریدلی شئ. نو تر بل پروګرام پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو،الله مو مل او ملګری .
(سیماب)
********************************************************************************************************************************************************