Oct 09, 2022 12:08 Asia/Kabul
  • بی نقابه امریکا

داسې ښکاری امریکا په دغه اقدام سره د کریمه په شمول نورو سیمو ته د جنګ پراخول غواړی . امریکا د یوکرین د کړکیچ له پیل راهیسې تراوسه له یوکرین سره په میلیار‌ډنو ډالره تسلیحاتی او نورې پوځی مرستې کړي دي .

د امریکایی خوب کمزورتیا

په امریکا کې د ژوند د لګښتونو زیاتیدا

په امریکا کې د ګر انۍ د کمولو لپاره د فیډرال رزرو کوشش

په امریکا کې د ځان وژنې د اندازې زیاتیدا

او په کریمه د حملې لپاره اوکراین ته د امریکا شنه اشاره په تیره اونۍ کې د امریکا مهمې پیښې وې .

د تازه نظر غوښتنو په اساس څه د پاسه نیم امریکایان باوری دي لیری ده چی ننی ځوانان په دغه هیواد کې د هغو له پلار او مور ښه ژوند ولرلې شی . دا موضوع امریکایی خوب کمزوری کوی . دغه نوی نظر غوښتنه د شیکاګو پوهنتون د هریس د عمومي سیاست پوهنکور او اسوشیټډپریس خبری اژانس د نورک د عمومي چارو څثیړنیز مرکز ترسره کړی ده . په دغه نظر غوښتنه کې زیاتره ګډون کونکی وایی د یوې کورنۍ جوړول د هغو لپاره مهم دي خو له نیموزیاتو وویل دغه هدف ته رسیدا د هغو د پلار او مور د وخت په نسبت سخت شوی دی . په دغه نظر غوښتنه کې همداراز نیمو کسانو وویل چی د ژوند د معیارونو ښه کول هغو لپاره ګران شوي دي او ډیرو پکې اقتصادي شرایطو ته اشاره وکړه . دغه نظر غوښتنه د ۱۰۱۴ کسانو په ګډون سره چی له ۲۵ تر ۲۹ کلونو پورې عمرونه یې درلودل ترسره شوی ده .

د تجارت وزارت د شمیرنو تازه شمیرنې ښی چی په امریکا کی د بیو د ډیرو زیاتیدا سره په یووخت په اګست میاشت کې د ژوند لګښتونه په اوڅاره توګه زیات شوي دي . د دغه راپور په اساس  د تیرې میاشتې په نسبت په اګست میاشت کې د خلکو د لګښتونوزیاتیدا د دې ښودنه کوی د خوړو ، مسکن او نورو ضرورتونو د لګښتونو په زیاتیدا سره د امریکا اقتصاد له ځوړتیا سره مخامخ شوی دی . د دغه شمیرنې په اساس د امریکا خلکو په اګست میاشت کې د خدماتو او مصرفی برخه کی زیات لګښتونه کړی دي . دامریکا مرکزی بانک هم په اګست میاشت کې د صفر اعشاریه درې فیصده لګښتونو زیات والې ثبت کړی دی . همدارازدغه شمیرنې ښی چی د ګټې د اندازې ډیرې زیاتیدا سره سره د ونډو ًپه بازار کې ډیر مشکلات او زیاتې ګرانۍ په دلیل اقتصاد ډیر کم مقاومت ښودلی دې . دا په داسې حال کی دی چی د لګښتونو زیاتیدا د اخیستونکیو د اندیښنې سبب شوی دي .ګرانۍ سره اړونده مصرفی لګښتونه هماغه رازر په زیاتیدو دي ، په دې ډول چی د روان کال په دریو میاشتو کې دغه اندازه دوه فیصده زیاته شوی ده .

دا په داسې حال کی دی چی تمه کیږی د کال په  دریو میاشتو کې اقتصاد د ودې شاهد وی خوډیر اقتصادپوهان د دغو شمیرنو په لیدلو سره په دې باره کی له خپلو لومړنیو وړاند وینو شاتګ کړې دې او حاضر دمه تمه لری چی اقتصاد یوازې یو فیصده وده ولرلې شی . همداراز دا شمیرنې د دې ښودنه کوی چی خلک د لګښتونو د زیاتیدا په علت کمې پیسې بچت کولې شی ، په دې ډول چی په اګست میاشت کې د خلکو د بچت اندازه یوازې درې اعشاریه پینځه فیصده وه چی دا شمیرد کرونا په وخت کې له اتو فیصده بچت ډیر کم دې . په دې سربیره اګست میاشت ته په پلاتې دریو میاشتو کې د ګاډیو اخیستلو اندازه هم ډیره کمه شوی ده .

همداراز دا شمیرنې ښی چی په اګست میاشت کې وګړنیز عاید د پرله پسې دوهمې میاشتې لپاره صفر اعشاریه درې فیصده زیات شوی دی خو همدغه چاره د بیو د زیاتیدا سبب شوی ده . دا په داسې حال کی دي چی د امریکا اقتصاد د روان کال په دهم دریو میاشتو کې صفر عشاریه نهه فیصده وړکوټې شوی دې چی د ځوړتیا په معنا دې . سپینه ماڼۍ ددغو اندیښمنونکیو شمیرنو په ځواب کې هڅه کوی د امریکا د مرکزی بانک د ګټې د اندازې زیاتیدا د اقتصاد د ودې له بهیر سره وتړی او له اقتصادی ځوړتیا ویره کم اهمیته وښی .

د ګټې د اندازې له زیاتیدا د امریکا د مرکزی بانک هدف د ګرانۍ کنټرولول دي چی د خوراکی موادو او سونګو د بیو په زیاتیدا سره  په تیرو ۴۰ کلونو کی تر ټولو لوړ حد ته رسیدلی دی . دا بانک باور لری چی د پور د لګښت په ګرانولو سره اقتصاد ارامه کړی ، د خلکو لګښتونه کم کړي او انفلیشن کنټرول کړي . خو د کارپیژاندو په باور دا روده تیروتنه ده . خیال کیږی چی د خلکو د تنخواګانو زیاتیدا تر څنګ د لګښتونوزیاتیدا او د تقاضا یا غوښتنې زیاتیدا ګرانۍ رامینځته کړی ده خو په حقیقت کی  په دغو کی هیڅ عامل سم ندې .

د امریکا د اقتصادی تحلیل دفتر په یوه نهایی اټکل کی ویلی دی چی د دغه هیواد اقتصاد د دوهم ځل لپاره جون ته پاتې په دریو میاشتو کې وړکوټې شوې دې .

همداراز د پی این سی د مالی خدماتو د ډلې لوړ رتبه اقتصاد پوه ګاس فاچر وایی د داخلی ناخالص تولید او ناخالص عاید کلنیز جاج د ۲۰۲۲ کال په لومړۍ نیمایی کې د امریکا د اقتصاد د وړکوټی والی کیدا ښودنه کوی . هغه د لګښت ،  تولید اوکار په بازار کې د وضعیت ښه کیدا ته په اشاری سره مدعی شو چی په ۲۰۲۲ کال د امریکا اقتصاد په تیریدا دې او ورکړل شوي معلومات متناقض دٍي .

د امریکا د روغتیا د شمیرنو د ملی مرکز د لومړینو شمیرنو په اساس په دغه هیواد کې د ځان وژنو اندازه په ۲۰۲۰ کال کی کابو له ۴۶ زره کسانو په ۲۰۲۱ کال کی ۲۷ زره او۶۵۰ کسانو ته زیاته شوی ده  چی پکې تر ټولو لوړه اندازه له ۱۵ تر ۲۴ کلونو پورې ځوانانو ده .

په ۲۰۰۰ کال کی له یوې لسیزې کمښت وروسته امریکا وکولی شول د ځان وژنې تر ټولو کمه اندازه یعنی په یو لکو کسانو کې لسو ځان وژنو ته  کمه کړی شی . د امریکا له ځان وژنو د مخنیوی د فاونډیشن ډاکټر هارکاوی فریډ مین وایی هغه یو عامل چی په دغه کمښت کې یې رول درلوده د هغو درملنو رامینځته کیدا وه چی د ځان وژنې له خطر سره په مبارزه کې یې مرسته وکړه خو یو ځل بیا تر ۲۰۱۸ کال پورې د ځان وژنې اندازه زیاته شوه او بیا په ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ کلونو کې کابو ۵ فیصده کمه شوه . د دغه ډاکټر په باور د وروستیو ټیټو هسکو تفسیراو تحلیل  کول ګران کار دې . مونږه باید اوږدمهاله بهیر ته  وګورو تر څو پوهه شو حاضردمه د ځان وژنو اندازه د څه منعکس کونکی ده . دغه امریکایی فاونډیشن وویل د کرونا خپریدا رول هم پیچلې دې . په داسې وختونو کې ممکنه ده نزدی کسان د یوه بل ملاتړ ته زیاته اړتیا ولرلی شي او دغه چاره د ځان وژنې له مخنیوی سره مرسته کولې شی . په امریکا کې  ځان وژنه له لسو تر ۳۴ کلونو کې د مرګ دوهم عامل دی . په دې سربیره د ۲۰۲۱ کال شمیرنې شي چی  په سړیو کې د ځان وژنې اندازه د میرمنو په نسبت څلور برابره زیاته ده او دغه ګروهنې د کلونو په تیریدا سره دوام درلودلی دی .

د امریکا د دفاع وزیر د مرستیال سلاکاره لورا کوپر په واشنګټن کې په یوه خبری غونډه کې وویل یوکرین ته د ۶۲۵ میلیون ډالرو په ارزښت د هیمارس راکټی پلیټ فارمونو په شمول سملاسی پوځی مرستې ورکوی . هغې ادعا وکړه چی د هیمارس پلیټ فارمونو د یوکرین دفاعی توان پیاوړې کړې دې او هغه ته یې ستراتیجیک برلاسی توب ورکړی دی . کوپر ټینګار وکړ یوکرین وال حق لری په کریمه ټاپو کې زمونږ له وسلو استفاده وکړي ځکه چی دغه سیمه د یوکرین ده او هغو حق لری چی بیرته یې ونیسی .

داسې ښکاری امریکا په دغه اقدام سره د کریمه په شمول نورو سیمو ته د جنګ پراخول غواړی . امریکا د یوکرین د کړکیچ له پیل راهیسې  تراوسه له یوکرین سره په میلیار‌ډنو ډالره تسلیحاتی او نورې پوځی مرستې کړي دي .

د امریکا ستر هدف په یوکرین کی په یوه فرسایشی جنګ کې د روسیې بوخت ساتل دي چی د روسیې د مالی سرچینو او پوځی قدرت د زیات نه زیات کمزوری کیدا سبب شی . په همدې دلیل واشنګټن او د هغه اروپایی متحدیعنی انګلستان تراوسه کی ایف سره تر ټولو زیاتې مرستې کړي دي .

د امریکا ولسمشر بایدن په ځلونو ټینګار کړی دی چی غواړی یوکرین د روسیې په وړاندې بریالی شی او په همدې خاطر یې کی ایف ته په میلیارډونو ډالره وسلې او نور پوځی تجهیزات ورکړي دی او هماغه راز دغه بهیر ته دوام ورکوی . په دې ډول امریکا باید د هر ډول جنګ پراخیدو او د هغو د پاییلو مسوله وبلل شی . مسلما دغه چاره به د ناټو او روسیې د نیغ په نیغه نښتې او د پراخ جنګ سبب شی .

په امریکا کی د روسیې سفیر اناتولی انتونوف وایی کی ایف ته د امریکا او د هغې د متحدانو د نویو وسلو ورسپارل نه یوازې اوږده وینه بهیدنه او نوی تلفات لری بلکې د روسیې او لویدیځ ترمینځ به د نیغ په نیغه نښتې خطره هم زیاته کړی .

پای