د ایران سیل ۱۱۵
ن د ایران په شمال لویدیځ کښې د پروت کردستان ولایت د سفر په دوام کښې د «مریوان» ښایسته او سیاحتي سیمې ته ځو
د تهران راډیو د ویب سایټ قدرمنو مینه والو السلام علیکم! د ایران سیل د لړۍ له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کښې حاضر شوې یو. نن د ایران په شمال لویدیځ کښې د پروت کردستان ولایت د سفر په دوام کښې د «مریوان» ښایسته او سیاحتي سیمې ته ځو. دا هغه سیمه ده چې د خپل ځانګړي جغرافیايي موقعیت او د موسمي خصوصیاتو او د طبیعي، تاریخي او کلتوري جاذبو د ډول والي په وجه ځانګړی اهمیت لري.
مریوان ولسوالي د شمال او لویدیځ له اړخه له عراق هیواد سره لګیدلې ده. د دغې ولسوالۍ مرکز مریوان ښار د سمندر له سطحې په ۱۲۷۲ میټره لوړتیا سره د کردستان ولایت د مرکز سنندج ښاره ۱۲۸ کیلومیټره فاصله کښې پروت دی.
مریوان د ایران ترټولو زیاته باران لرونکې سیمه ده ځکه له دنګو غرونو واخلې د هغو تر لمنو او درّو پورې دغه ټوله سیمه زرغونه او له ډول ډول بډایه ګیاهانو ډکه ده. د دغې سیمې په ډیرو مشهورو ځنګلي ونو کښې د ناک یا ناشپاتۍ، جوز یا غوزان، بادام، افرا او د پستې او هم داشان د ډول ډول څیړیو (بلوط) ونو ته اشاره کولې شو. د نسبتاً دنګو غرونو شتون او ډیرې لوړې ژورې او پریمانه بارانونه درّو او ټیټو سیمو ته د اوبو او دائمي سیندونو د جاري کیدو سبب شوې دي. په زرغونو او شنو لارو او له پیچ و خم څخه په ډکو مسیرونو بهیدونکي سیندونه ډیرې په زړه پورې او حیرانونکې منظرې جوړوي. په مریوان سیمه کښې ګڼ غریز ارتفاعات شته دي چې زیاتره د ډبرین او ځنګلي دوو ډولونو څخه دي.
«چهل چشمه» هغه غر دی چې د مریوان ولسوالۍ په شمال ختیځ کښې د سمندر له سطحې نه ۳ زره او ۱۴۰ میټره لوړوالی لري. په حقیقت کښې چهل چشمه په شلو نورو دنګو څوکو مشتمله ده. د دغو ښایسته او دنګو غرونو په خوا کښې ګڼ کلي موجود دي. د خیالانو او خوبونو په شان پس منظر لرونکي ښکلي طبیعت د مختلفو ګلونو او بوټو کم سارې ټولګې او د ګڼو چینو او لښتیو شتون دغه سیمه د هیواد په یوې په زړه پورې تفریحګاه بدله کړې ده چې د کال په مختلفو موسمونو کښې ورته له ټول ایران څخه په طبیعت میئن او غر ختونکي سیلانیان ورځي.
*/*/*/*/*/
مریوان سیمه د جغرافیايي ځانګړتیاؤ او د غرونو د شتون، د مختلفو ډول بوټو او ګیاهانو او د سیند او تالاب په شمول د اوبو د زیرمو په برکت د ډول ډول حیواناتو او مارغانو د اوسیدو لپاره مناسب ځاې دی او په دې وجه د کردستان سیمې د ښکار د یوې سترې سیمې په توګه پيژندل کیږي. په دې سیمه کښې د ډول ډول غوښه خوړونکي او ګیاه خوړونکي ځناور موجود دي. د دې سیمې په مهمو ځنارو کښې پړانګ، لیوه، لومبړې او ګیدړ، پسه او میخې، وزې یا بیزې او اوښ، خړ ایږ یا مَیلُو او خنزیر وغیره ته اشاره کولې شو. البته د ویلو ده چې د زرقې، فاخته، تیهو، باز او ډول ډول بطو په شان ډیر مارغان هم شته دي.
د مریوان اقتصادي ژوند له پخوا راهیسې په طبیعي سرچینو، ځنګونو او څړځایونو باندې ولاړ دی. په هم دې وجه د څاریو پالنه او شپوڼتوب او د څاریو پرورش او د هغو د محصلاتو مبادله د دغې سیمې د خلکو په معیشتي اقتصاد کښې ټاکونکی رول لوبوي تږ پخ څینو سیمو کښې بیا کرهڼه، باغباني او هم داشان لاسي صنایع د سیمې په اقتصاد کښې د بشپړونکي فعالیت په توګه ګڼل کیږي.
نن سبا د سیمې مهمو اقتصادي فعالیتونه کرهڼه او مال ساتنه ده. مهم زراعتي محصولات صنعتي نباتات (توتون او تنباکو) او دالونه دي. له جانبي اقتصادي فعالیتونو څخه لاسي صنایع په تیره بیا د ګلیمونو اوبدل د سیمې په اقتصاد کښې مهمه برخه په غاړه لري.
*/*/*/*/*/*
ښه ګرانو دوستانو! ښه ده چې خبر شئ چې مریوان د کردستان ولایت د یوې برخې په توګه د ډیرې لرغونې او تاریخې مخینې په ترڅ کښې د کلتور او تمدن له نظره هم ډیره ځلانده مخینه لري. په دې سیمه کښې پر ځاې پاتې تاریخي آثار او کلتوري یادګارونه د دغې مخینې نښې دي. د مریوان په خوا کښې لرغوني دیوالونه په دغې سیمې کښې درې زره کاله مخکښې د انسانانو د اوسیدو بیانونکې دي. په دې وجه چې مریوان ښار د ایران له دوو مهمو لرغونو ښارونو یعنې تیسفون او تختِ سلیمان ترمینځ پروت و، د اشکانیانو او ساسانیانو په زمانه کښې د پام وړ و، په ورپسې پړاؤ کښې مریوان له هغو ښارونو و چې د سیمې پر مرکزیت سربیره یې د مختلفو سیمو ترمینځ چورلیزي و ارتباطي رول په غاړه درلود او تل ورباندې د واکمنو حاکمانو د توجه وړ پاتې شوی دی.
په مریوان سیمه کښې د تاریخي او طبیعي آثارو او جاذبو شتون د دغې سیمې د سیاحت جاذبې ګڼل کیږي. مریوان ښار د غره په لمنه کښې د د مریوان د پراخې دښتې په خوا کښې پروت دی. د مریوان ښار لویدیځې غاړې ته د «زریوار تالاب» شتون دغه ښار ته ډیره ښایسته منظره ورکړې او هغه یې د تفریح په یو ښکلي ځاې بدل کړی دی.
نو غواړو چې د مریوان ځیني تاریخي او طبیعې جاذبې دروپیژنو.
*/*/*/*/*/
«قلعه ایمام» ،یر ډیر ارزښتناک تاریخي اثر دی چې د مریوان ښار ختیځ لورې ته پروت دی. دغه قلعه په ۹۴۵ قمري کال کښې جوړه شوې ده. نن سبا نن سبا د قلعې د اوبو د زیرمې د پوړیو آثار چې له کاڼي تراشل شوې دي، د قلعې د خښتو په ودانۍ کښې لیدل کیږي. ایمام قلعه په ورپسې پړاؤ کښې د کردستان د یو والي له خوا تعمیر شوه او د استفادې وړ وګرځیدله. د قلعې په خوا کښې هم د مسجدِ سرخ په نامه د یو جومات پاتې آثار لیدل کیږي.
«پل تاریخی گاران» هم د کردستان یو تاریخي ځاې دی چې د مریوان ښار په خوا کښې موجود دی. دغه پل په هم دې نامه یو سیند باندې جوړ شوی او د مریوان ولسوالۍ او د کردستان ولایت یوه تاریخي او سیاحتي چاذبه ګڼله کیږي.
د دغه تاریخي پل په جوړیدو کښې مصاله، کاڼي، ساروج، خښتې او تراشل شوې ډبرې استعمال شوې دي.
په دغه پازار کښې له مختلفو هیوادونو څخه د وارداتي شیانو ترڅنګ د لاسي صنایع، جامو او کالیو، زیور آلاتو او داسې نورو ډول ډول محصولاتو په شان مختلف قِسمه کورني محصولات موجود دي چې سیلانیان او مسافران ځان ته جذب کوي.
*/*/*/*/*/*
د مریوان ولسوالۍ یوه ښایسته طبیعي جاذبه زریوار تالاب دی چې په کال ۱۳۸۹ کښې د ایران د ملي آثارو په لسټ کښې ثبت شوې ده. زریوار تالاؤ چې د مریوان تالاؤ په نامه هم پیژندل کیږي، د کردستان ولایت یوه ځانګړې طبعي جاذبه او ډیر مهم تالاو دی. زریوار تالاب د مریوان په دوه کیلومیټرۍ کښې پروت دی، اوبه یې خوږې دي او له هغو چینو څخه چې د تالاؤ په ویښ کښې دي، ډکیږي. د تالاو چاپيره شنه چمنونه دي او د خواشا غرونه یې له ځنګلونو ډک دي.
زریوار تالاؤ تقریباً ۵ کیلومیټره اوږد او کابو ۱.۶ کیلومیټره پلن دی خو په مختلفو موسمونو کښې یې پراختیا بدلیږي او لږترلږه ژورتیا یې ۵.۵ میټره ده. زریوار تالاب د خوږو اوبو او ضروري حالاتو د لرلو په وجه د ډول ډول کبانو د ژوند او ودې لپاره ډیر مناسب ځاې دی.
له دې نه علاوه د اوبو د مختلفو مارغانو لپاره هم ځانګړی مقام لري او هم داشان د د خواوشا د ښارونو د خلکو لپاره د ساعت تیري زبردست ځاې ګڼل کیږي. د ویلو ده چې د زریوار تالاؤ اوبه په ژمي کښې کنګل کیږي او د خواوشا د کلیو خلک پرې دپاسه تګ راتګ کوي او همداشان په کنګل باندې د اسکي لپآره یو مناسب ځاې او پیسټ دی. د زریوار تالاب په خوا کښې د زریوار ښایسته ساحلي پارک دی چې په کښې مختلف ډوله امکانات او وسائل او خدمات وړاندې کیږي.
*/*/*/*/*/*
ترجمه: عبدالماجد درانی