افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کې
په افغانستان کی انسانی بحران هماغه راز ددغه هیواد یو ستراو جدي ګواښ بلل کیږی . د ملګروملتو د بشری حقوقو شورا د افغانستان په چارو کې د دغه اورګان د ځانګړی ریپورټر ریچرډبنټ له سفره د راپور په خپرولو سره وویل دغه هیواد هماغه راز له یوه جدی کړکیچ سره مخامخ دی او د حالاتو د زیاتی خرابیدا د مخنیوی لپاره د ټولو لورو لخوا سملاسی اقداماتو ته ضرورت دی . بنټ به نن د خپلو مشاهداتو وروستی راپور وړاندی او بیا به خبري غونډه ترسره کړی .
په افغانستان کې د انساني وضعیت خرابیدا
ملګري ملتونه او په افغانستان کې د میرمنو حقوقو ته پام
پاکستان او روسیه د ډالر په ځای له ملی کرنسیو د استفادې په لاره کی
په مینځ پړاوه انتخاباتو کې د عمران خان بریالیتوب او د قدرت د بیا ترلاسه کولو لپاره د هیلې ستنیدا
تر یوې میاشتې د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو لپاره د امریکا فیصله
له ایف اې ټی ایف د پاکستان د نوم وتل او داسې نورې موضوګانې د تیرې اونۍ مهم بدلونه دي .
په افغانستان کی انسانی بحران هماغه راز ددغه هیواد یو ستراو جدي ګواښ بلل کیږی . د ملګروملتو د بشری حقوقو شورا د افغانستان په چارو کې د دغه اورګان د ځانګړی ریپورټر ریچرډبنټ له سفره د راپور په خپرولو سره وویل دغه هیواد هماغه راز له یوه جدی کړکیچ سره مخامخ دی او د حالاتو د زیاتی خرابیدا د مخنیوی لپاره د ټولو لورو لخوا سملاسی اقداماتو ته ضرورت دی . بنټ به نن د خپلو مشاهداتو وروستی راپور وړاندی او بیا به خبري غونډه ترسره کړی .
په افغانستان کې د انسانی حالاتو خرابیدا په دغه هیواد کې قدرت ته د طالبانود بیا رسیدا له لومړیو میاشتو د ملګروملتو په شمول د مختلفو نړیوالو اورګانونو د راپورونو اصلی چورلیز دی .د افغانستان د حالاتو په اړه د خپرو شویو راپورونو اجمالی جاج ښی چی د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې تراوسه هره میاشت د دغه هیواد وضعیت نور هم خراب شوی دی . مختلف دلایل موجود دي چی په افغانستان کې یې د حالاتو په لا خرابیدا پراخې اغیزې شیندلی دي . د امریکا په وسیله د افغانستان د مرکزی بانک د شتمنیو کنګل کیدا په افغانستان کې د انسانی بحران په رامینځته کیدا او اقتصادی حالاتو د خرابیدا مهم پیرامیټر دې . د امریکا لخوا د افغانستان د کابو ۱۰ میلیارد ډالرو کنګل کیدا د طالبانو حکومت دلومړنیو موادو ، صنایع ، درملو او روغتیایی شیانو د وارداتو لپاره له ستر کړکیچ سره مخامخ کړ .
په تیره بیا دا چی د طالبانو د بیا حاکمیت په پړاوکې افغانستان ته د نړیوالې ټولنې محدودو مرستو په داسې شرایطو کې چی دغه هیواد هم د نورو هیوادونو په شان له کرونا سره مخامخ دی ، په افغان ولس زیات دباو اچولی چی دغه مسله هم د انسانی حالاتو د خرابیدا په اړه د نړیوالو اورګانونو په جاجولو کې هم د پام وړ ګرځیدلی ده .
له کرونا سره د مقابلې لپاره روغتیایی او درملو ته د افغان ولس ډیره کمه لاس رسی د سلامتیا په حوزه کی هم ډیرې بدې اغسیزې شیندلی دي .
همدارازد بهرنیو مرستو د غوڅیدا او پراخو مالی محدودیتونو په دلیل د غنمو او جو په شان د اساسی شیانو د وارداتو سخته کمیدا ، د ملی پیسو د ارزښت کمیدا او سخته ګرانۍ سبب شوی ده چی په دغه هیواد کې په میلیونونو کسان خوراکي موادو ته ډیره محدوده لاس رسی ولرلې شی .
د خوړو د نړیوال پروګرام چراوارکې دیویډ بزلی وایی د افغانستان د نفوسو کابو نیم خلک د لوږې له سخت کړکیچ سره مخامخ دي . د افغانستان خلک سملاسی بشر دوستانه مرستو ته اړتیا لری او که دا مرستې ونشی نو دغه هیواد به په یوه ستر بشری بحران بدل شی .
د افغانستان د بحرانی شرایطو په جاج کې ، د دې په ترڅ کې چی د دغه هیواد خلک د خوړو او درملو په تامینولو کې له ستر چیلنج سره مخامخ دي ، هغو په نورو برخو کی هم د طالبانو د سیاستونو په دلیل له ستنونزو سره مخامخ دي .
د ملګرو ملتو او ورسره اړونده اورګانونو راپورونه ښی چی د طالبانو دولت د سیاستونو له امله میرمنی په روزګار او زده کړو کې له محدودیتونو او بندیزونو سره مخامخ دي چی دغه مسلې د دغې ډلې په رسمیت پیژندلوکې د نړیوالې ټولنې د زیات شک سبب شوی دی . داسې ښکاری ترهغه وخته چی طالبان په خپلو سیاستونو کې بیا کتنه ونکړی په افغانستان کې به کړکیچن حالات ښه نشی ،
د پاکستان په مینځ پړاوه انتخاباتو دوهم پړاو کې د تحریک انصاف بریالیتوب عمران خان او ګوند یې قدرت ته د بیا ستنیدا لپاره هیله من کړ .د ملی او صوبایی پارلیمان د ۱۱ څوکیو لپاره دمینځ پړاوه ټاکنو په دوهمه مرحله کی د پیښور ، کراچۍ او ملتان په شمول په مختلفو ښارونو کی ټاکنې وشوې چی د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند کاندیدانو پکې اته څوکۍ چی ۶ پکې د ملی پارلیمان وې ترلاسه کړی چی تحریک انصاف له مسلم لیک ن او پیپلز پارټۍ په ډیر لوړ ځای کی راولی .
عمران خان چی کابو شپږ میاشتې مخکې په نه باور راې سره څنګته شو، د وار مخکې انتخاباتو غوښتنه کوی او په مینځ پړاوه انتخاباتو کی له بریالیتوب وروسته به هغه په پریکنده توګه د انتخاباتو په ژر تر ژره ترسره کولو تینګار وکړی . پیپلز پارټۍ او مسلم لیګ ن چی دودیز او پیاوړی ګوندونه حسابیږي په وروستیو ټاکنو کې ینوازې درې څوکۍ ترلاسه کړی چی هغو لپاره ستره ماته حسابیږي .
د سیاسی مسلو کارپیژاندې عبدالحی ورشان په دې باره کی وایی
تحریک انصاف ګوند په پاکستان کی له ولسی موقعیت برخمن دې او په یوه عادلانه سیالۍ کې مهم ګوندونو ته ماته ورکولې شی . خو د پاکستان په سیاسی ډګر کې دا ټوله کیسه نده او په دغه هیواد کی د قدرت لوبه پیچلی ده .
پر دې سربیره چی د مینځ پړاوه انتخاباتو نتیجې د بیپلز پارټۍ او مسلم لیګ ن ګوندونو د عمومی اقبال د نه کیدلو ښودنه کوی دا اخیستون هم رامینځته کړی دی چی د تحریک انصاف پرضد له منفی تبلیغاتو سره سره خلکو دغه ګوند ته رایه ورکړه چی دا مسله باید په عمومی افکارو کې له خپل موقعیته د واکمن ګوند په راتلونکیو جاجونو کې د جدی پام وړ وګرځی .
مینځ پړاوه انتخاباتو د عمران خان دغه ادعا تر ډیره حده ثابته کړه چی شهباز او مسلم لیک ن په خلکو کې محبوبیت نلری او که وار مخکې ټاکنې وشی نو واکمن ګوند به له تحریک انصاف سره سخته سیالۍ ولری او په ټاکنو کې به د مسلم لیګ د بریالیتوب چانس کم وی .
د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی له افغانستان سره په باور جوړونې د ټینګار په ترڅ کې وویل تر راتلونکی میاشتې د دغه هیواد د کنګل شویوپیسو په اړه مهمه فیصله کیږی .
توماس ویسټ وویل ترراتلونکی میاشت په دې اړه مهمه فیصله کیږی . هغه زیاته کړه په یوه غونډه کې به د افغانستان د دو استازیو او امریکا او سویټرزلینډ دوه استازی شتون ولری . همداراز د افغانستان د تجروبه کارو ماهرانو یوه کمیټۍ جوړه شی . وسټ پاکستان ته په اشارې سره هم وویل د امریکا په حکومت کې زه او زما همکاران له طالبانو سره تماس لرو او فکر نه کوم دریم هیواد ته ضرورت ولرلې شو .
د امریکا په وسیله د دغه هیواد د شتمنیو کنګل کیدا له امله د افغانستان اقتصادی پاشلتیا هغه ستره اندیښنه ده چی په ۲۰۲۱ کال اګست میاشت کې قدرت ته د طالبانو له ورستنیدا راهیسې د ځینو هیوادونوله خوا مطرح شوی ده .
د هغه څه په اساس چی رسندویو کې یې انعکاس پیدا کړی دی امریکا د طالبانو د حاکمیت په پلمه کابو لس میلیارد ډالره کنګل کړی دی چی دغې مسلې د افغانستان اقتصاد ته ستر تاوان رسولی دی .
د افغانستان د مرکزی په بهر کی شتمنیو ته د طالبانو نه لاس رسی سبب شوی ده چی د دغه هیواد دولت ونه کولې شی د تیر کال په شان له نورو هیوادونو د درملو او خوراکی موادو په شمول مهمې اړتیاوې تامین کړې شی چی دا مسله په افغانستان کی د لوږې د بحران سبب شوی ده .
پر دې سربیره په افغانستان کی د طالبانو بیا قدرت ترلاسه کولو سره نړیوالې ټولنې دغه هیواد ته د مرستې رسونې په بهیر کې په بیا کتنې سره دغه هیواد ته تقریبا ټولې بشر دوستانه مرستې بندې کړی دی چی دغې موضوع د خلکو د خوړو د تامین پر سر ستر چیلنج رامینځته کړی دی .
په کابل کې د اوچا ادارې دفتر پرون ناوخته د یوه راپور په خپرولو سره وئیلي دي ،په افغانستان کې کابو نهه اویا فیصدي کورنۍ په راتلونکي ژمي کې د تودوخې امکاناتو ته لاس رسی نه لري.
په دغه راپور کې دې ته اشارې سره چې په افغانستان سخت ژمي په پیلیدا دی زیاته شوې ده،دافغانستان دخلکو کابو نهه اویا فیصدي کورنۍ په راراوان ژمي کې د خپلو کورونو بیا رغونې ته جدی اړتیا لري.
اوچا ادارې په افغانستان کې د بې وځلۍ اوه نوي فیصدي زیاتیدا په تائيدولو سره وئيلي دي ،شپږپنځوس فیصدي افغان کورنۍ د خپلو ماشومانو لپاره دژمي د موسم مناسبو قالیو د برابرولولپاره لازم امکانات نه لري. د وئيلو ده افغانان د ګرمئ د موسم دناروغیو له خوریدا سره په یووخت په اوړي کې د سالمو اوبو،کافي خوړو،د روغتیائي امکاناتو له ډير کمښت سره او دغه راز د درملو له نه شتون سره لاس او ګریوان وو.
د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پی) هم دیوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان دی ، په افغانستان کې په هرو لسو کسانو کې نهه کسان کافی خواړۀ نشي برابرولی او مور پلار د خپلو بچیانو لپاره د سالمو خوړو د برابرولو وس نه لري.
دبشری حقوقو دفاع کونکي موسیسې هم په همداوروستیو کې وئیلي دي ،په افغانستان کې نولس میلیون کسان په لوړه سویه له خوراکي ناکراریو سره لاس او ګریوان دي . په دغه راپور کې راغلی دي، یوازې په روان ۲۰۲۲کال کې په افغانستان کې کابو څلوردیرش زره ماشومان په ناوړه خوړو دککړتیا په علت په روغتونونو کې بستري شوي دي.
له بل پلوه افغانستان د نړۍ دلوږې د ګراپ د لیسټ په انتها کې واقع شوی دی.د لوږې دنړیوال ګراپ د ترټولونوي راپور په اساس،افغانستان د نړۍ په یوسل یویشتو هیوادونو کې،دنړۍ د وږو هیوادونو یوسل نهم ځائیګی خپل کړی دی.په عین حال کې د سره صلیب نړیوالې کمیټې هم څه موده مخکې په یوې اعلامیې کې خبرداری ورکړی چې بې وځلي د افغانستان د ښاریزو لپاره یو جدي ګواښ دی.
امریکا د نړیوالو ټولنو او اورګانونو له غوښتو سره سره نه یوازی د افغانستان د ولس د کابو لس میلیارډ ډالري شتمنیو له آزادولو سره موافقه نه ده کړې،بلکې له دغو پییسو کابو درې میلیارډډالري شتمنۍ ئې د ستمیر د یولسمې د پيښو د قربانیانو په ګټه مصادره کړي هم دي.
داسې ښکاری که د امریکا دولت د افغانستان د شتمنیو په کنګل کولو کې بیا کتنه ونکړی او طالبان هم د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته مثبت ځواب ورنکړی نو اقتصادي او معیشتی شرایط به له مخکې زیات د دغه هیواد د خلکو لپاره ګران شي .
پای