ایرانسیل
لکه څرنګه چي پوهېږئ مونږ دغه خپرونه کې تاسو ته د ایران د تاریخي او طبیعي کتنځایونو په هکله معلومات درکوو، په ننی خپرونه کې به هم د کردستان د سقز ښار ته ولاړ شو او دهغه ځای د مناظرو او لرغونو ځایونو په هکله خبرې وکړو.
د سقز ولسوالی د کردستان د ولایت په شمال لوېدیځه سیمه کې واقع شوې ده او اقتصاد یې په کړهنې ولاړ دی. غنم، اوربښې، تنباکو، حبوبات او د غوړو دانې د دې ولسوالۍ له کړنیزو محصولاتو څخه شمېرل کیږي، سقز په مخکې زمانو کې د ایران، ترکیې او د عراق د شمالي ښارونو تر مینځ د سوداګریو په لویه لاره کې پروت وو او پخوا زمانو کې یوه نړیواله مواصلاتي مرکز بلل کېدا، دغه ښار د کردستان ولایت د مرکزي ښار سنندج په ۱۸۰ کیلومټری کې واقع شوی دی، دغه ښار د کردستان او د ټول ایران په کچه د تاریخي ښارونو په شمېر کې راځي، تاریخ پوهان په دې باور دي چي د سقز د ښار تاریخ د ماد د حکومت پړاو ته ورګرځي، دغه ښار ځکه سقز یا سګز بلل شوی چي دلته د سکاهانو د لرغوني قوم مرکز وو چي وروسته د پرلپسې بریدونو د امله یې ځای بدل شوی دی، اوس هم په دغه ولسوالۍ کې د زاره سقز په نامه یوه پراخه تاریخي سیمه موجوده ده.
سقز په خپل لرغوني تاریخ کې د اشوریانو او رومیانو له پرلپسې بریدونو سره ، له هغه په وروسته پړاو کې بیا د مغولو او د عثماني امپراطوري له بریدونو مخامخ شوی دی .
په وروستیو لسیزو کې د دې سیمې د لرغوني او تاریخي اثارو د پېژندلو او کشفولو په لړ کې زیاتې څېړنې تر سره شوي دي، اکثره اثار د دې ولسوالۍ په زاړه سقز سیمه کې موندل شوي دي.
سقز ښار د طبیعي ښکلا له نظره هم بې سارې ده، ښار د غره په لمنه کې واقع شوې او بل اړخ ته یې سیند بهیږي، د سقز سیند د کړهنې لپاره د زمینې د برابرولو تر څنګ د سیمې د شینګیا او د طبیعي مناظرو د رامینځ ته کېدو سبب شوی دی.
د زیویې لرغونې کلا، کاروانسرا، زوړ بازار او د منارو جومات د دې ولسوالۍ د تاریخي کتنځایونو له جملې څخه دي، خو تر ټولو زیات مشهور تاریخي کتنځای همدغه د زیویې کلا او د زیویې غونډۍ ده.

مناسبه ده چي د یادو تاریخي ارزښمنو اثارو په اړه چي د دې سیمې په مهمو ټوریسټي جاذبو کې راځي، تاسو ته معلومات درکړو.
یو ښه په زړه پوري ځای د سقز زوړ بازاردی چي د ولسوالۍ په مرکز کې پروت دی، دغه بازار کې د لرغونو کاروانسرایونو او د مغازو پاته شونې اثار په پخوا زمانو کې د دې سیمې د اهمیت ښودونکي دي، په پاته لرغونو اثارو کې د تاجوانچي کاروانسرا ته اشاره کولایشو. د بازار تاریخ د زندیې زمانې ته ورګرځي، دغه بازار د صفویانو او قاجاریانو د واکمنۍ په پړاو کې هم له خورا رونق څخه برخمن وو او څو ځلې بیارغونه پکښې شوې وه.
بازار په دوو اصلي برخو وېشل کیږي، د بازار په مینځ کې د ولی خان په نامه سیند تېر شوی چي سر یې پوښل شوی دی. په هره یوه برخه کې بیا نور واړه بازارونه شته چي د ځانګړیو توکو د پلور پر بنیاد تقسیم شوي دي، د مثال په توګه بالا بازار ته اشاره کولایشو چي د ګران بیو او قیمتي توکو پلور ته ځانګړی شوی او بله بیا کښته بازار دی چي په کښې د کروندو پورې اړوندې توکې او یو نیم سنتي څیزونه خرڅیږي.
داسي نور بازارونه هم د لوی بازار په زړه کې شته، لکه د خیاطانو بازار چي نن سبا زیات سیلانیان یې تماشې ته ورځي. سقز بازار اوس هم د زیات شمېر دوکانونو او د ټوکرانو د پلور د امله د ایران او د سیمې په کچه د جامو او ټوکرانو یو لوی سوداګریز مرکز بلل کیږي. دغه بازار کې د جامو او ټوکرانو له ۵۰۰ زیاتې مغازې موجودې دي، اکثره کردي ښځیڼه جامې هم په دغه بازار کې په زیات کیفیت سره تولیدیږي او د ایران او شاوخوا هیوادونو ته صادریږي.

د حاجي صالح حمام، د سقز د ټوریسټي سیل ځایونو څخه دی چي د زاړه بازار ترڅنګ واقع شوی او د ښار له تاریخي اثارو څخه دی. د دې حمام تاریخ د صفویانو د واکمنی پړاو ته ورګرځي، خو ځینې برخې یې بیا د زندیې په پړاو کې جوړي شوي دي او مساحت یې ۹۰۰ مټره مربع دی او چت یې د ګونبت په څېر دی،حمام کې ګرمخانې، خلوت خونې، د سونګو ځای، د ککړو اوبو د وتلو سیسټم، خزینې، او د کالو د ایستلو ځایونه جوړ شوی دی، د دې لرغونې ودانۍ د معماری سبک اصفهاني ده، د صفویانو له پړاه اکثره پاتي اثار د معماری په اصفهاني رودې باندې جوړې شوې دي.
د حمام داخلي برخه ډېره ښکلې او چتونه او دیوالونه یې په نقشونو سینګار شوي دي، خو هغه څه چي په لومړۍ تماشه کې د سیلانیانو توجه جلبوي د حمام په داخل کې هغه پایې یا ستنې دي چي د پاسه پرې حجاري یا ډبرینې نقشونه شوي دي. د حمام ودانۍ له دریو اته ضلعي برخو څخه جوړ شوی دی.
دغه حمام په ۱۳۷۹ لمریز کال کې د ایران د یو ملي اثر په توګه ثبت شوی دی.
د منارو جومات هم لکه څرنګه چي مخکې مو یادونه وکړه د سقز د ولسوالۍ له تاریخي اثارو څخه دی، دغه جومات دوې لویې او لوړې منارې لري چي په همدې خاطر د منارو په جومات مشهوره شوی دی. جومات د سقز په زاړه ښار کې واقع شوی دی. د جومات د ودانۍ د سینګارولو لپاره له مختلفو کاښیو څخه کار اخیستل شوي دي لکه سپینې، شنې، ژړې او تورې کاښۍ.
د جومات ودانۍ څلور ګونی بڼه لري چي په جوړېدو کې یې له خښتو، مصالو، ګل، ډبرو او بوټو څخه کار اخیستل شوی دی، جومات د افشاریانو د واکمنۍ په وروستي پړاو او د زندیې د واکمنۍ په لومړیو کې جوړ شوی دی، د جومات ور یا دروازه په لوېدیځه غاړه کې ده. د جومات ودانۍ ته د ننوتلو پر مهال له دروازې نه وروسته یو دهلېز دی، له دهلېز نه د جومات غولی او همدارنګه بام ته لاره ختلې ده، د جومات دېوالونه یو میټر ۷۰ سانتی پلنوالې لري، چي ودانۍ یې ډېره مضبوطه کړې ده.

دغه جومات په ۱۳۸۰ لمریز کال د ایران د ملی اثارو په لیست کې شامل شو.
اکثره سیلانیان سقز ته د سفر پر مهال د زیویې له قلعې څخه هرو مرو لیدنه کوي، دغه قلعه (کلا) د ښار په ۵۰ کیلومټرۍ کې د زیویې په کلي کې د غونډۍ د پاسه واقع شوې ده، کلا تقریبا ۲۷۰۰ کاله زوړ دی یعني له میلاد نه ۷۰۰ کاله مخکې جوړه شوې ده، په دغه قلعې کې ځینې لرغوني ارزښناک او قیمتي اثار موندل شوي دي، دغه قلعه په تېرو دوو زرو کلونو کې د هنر او معمارۍ د ودې د څرنګوالې څرګندوینه کوي.
له بده مرغه د دغه ارزښمنې ګنجینې اکثره اثار د اسلامي انقلاب په مخکې پړاو کې د بهرنیانو له لوري لوټ شوي او اوس د اروپا او امریکې په لویو موزیمونو کې د مهمو ارزښناکه اثارو په توګه ساتل کیږي او یوازې څو محدودې قطَعې یې د ایران په ملي موزیم کې پراته دي.

د زیویې کلا په دوه زره کاله مخکې پړاو کې د بشریت د معماری له ښاکارونو یو لوی ښاکار دی چي د هنر په ډګر کې د لړغوني پړاو یو تر ټولو وتلی او ځانګړی اثر بلل کیږي، په زیات احتمال سره دغه اثر د مانا د لړغوني قوم له لوري جوړ شوی دی، دغه قوم زرګونه کاله مخکې د ایران په شمال لوېدیځو سیمو کې میشت وو،
د زیویې د غونډۍ طبیعي او استراتیژیک موقعیت، د داسي یوې فوځې قلعې د جوړېدو دلیل دی، د دغه تاریخي اثر په هکله لومړۍ لیکنې د اشوریانو په کالیزه کې شوې، په یاده کالیزه کې راغلې: ۲۶۰۰ کاله مخکې د مانایي قومونو د بغاوت نه وروسته، د زیویې قلعې نه د مانایانو سره د مقابلې په موخه جنګي عملیاتونه تر سره شوي دي.
دغه کلا په ۱۳۲۵ لمریز کال یعني ۷۶ کاله مخکې هغه مهال په نړیواله کچه مشهوره شوه، چي د واورو د امله یې ځینې برخې وران شوې او لرغوني اثار په کښې وموندل شول، په یاده سیمه کې لومړنۍ کیندنې د امریکایي لرغونپوه رابرټ رایسون له لوري په ۱۹۴۵ میلادي کال کې تر سره شوې ، او بیا د هغه وروسته څو ځلې نور هم د لرغونو اثارو د موندلو لپاره کیندنې پکښې شوي دي.