د ایران سیل ۱۱۷
د تهران راډیو قدرمنو مینه والو د ایران سیل نومې لړۍ له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کښې یو او له مینې ډک سلامونه درته وایو، هیله ده چې روغ جوړ به یئ، نو راځئ چې د ایران سیل وکړو
قدرمنو دوستانو د ایران په شمال لویدیځ کښې د پروت ښایسته کردستان ولایت د سفر په دوام کښې د بیجار ولسوالۍ مرکز «بیجار» ښار ته ځو. بیجار کابو په ۷ زره کاله لرغونوالي سره څه باندې ۵۰۰ تاریخي او لرغوني آثار لري او تراوسه په کښې ۱۹۱ آثار په ملي توګه ثبت شوې دي. بیجار د کردستان ولایت یو ټورسټي ښار دی چې د ایران په بام او د لرغونو قلاګانو او غونډیو په مرکز مشهور دی.
بیجار ولسوالسي په کال ۱۲۲۰ هجري قمري کښې د ګروس د واکمن محمد خان ګروسي په برکت رونق ومونده. د دغه سیمې زیاتره خلک بزګران دي. باغباني، مال او څاروي ساتل او د شاتو د مچو ساتل د دغې سیمې د اوسیدونکو اصلي کارونه دي. په کال کښې تقریباً یو لاک ټن غنم تولیدوي او او په همدې وجه بیجار ته د لویدیځ ایران د غلو دانو ډیپو ویل کیږي. دغه سیمه ډیر لرغونې تمدن لري او هلته موندل شوې په هیراتیک خط لیکل شوې نسخې ثابتوي چې (درې زره کاله پخوا) د آشور د حکومت له جوړیدو مخکښې هم په دغې سیمې کښې ځیني هڅوبونه موجود وو. دغه سیمه د ځناورو د اوسیدو لپاره کردستان ولایت ترټولو مهمه طبیعي سیمه ده او د ایران د لویدیځو غرونو د لړۍ په لیکه کښې پرته ده.

بیجار ښار د سمندر له سطحې نه په څه باندې ۱ زر ۹ سوه ۴۰ میټره لوړوالي سره د ایران یو ډیر جګ ښار دی چې د ایران په بام مشهور دی. په ډیرو تاریخي سرچینو کښې د دغه ښار مختلف نومونه راغلې دي لکه بیدجار، ګروس او سهرورد. خو په عین حال کښې د موجودو تاریخي مستنداتو له مخې د ښار حقیقي لرغونوالی معلوم نه دی او پرځاې پاتې لرغونو آثارو ته په پام سره د ښار لرغوانوالی له میلاده مخکښې دریمې زریزې ته رسیږي.
بیجار له شمال لویدیځ څخه له نقاره کوب غر، له لویدیځ اړخه له نسار غره او له جنوب لویدیځ نه له بادامستان غر سره لګیدلی دی. په هم دې وجه دغه ښار ډیره سړه او غرنۍ آب و هوا لري خو د سخت ساړه باوجود دغه سیمه یوه ځانګړې ښکلا لري. د دغه ښار په هر ګوټ او هره سیمه کښې یوه ښایسته چینه ترسترګو کیږي.که پورتنیو سیمو ته وخیژئ نو د سیمې د ښکلا له نندارۍ به ګوته په خوله پاتې شئ. د خواوشا د ټولو غرونو لمنې تکې شنې او زرغونې دي. له واښو ډکه سیمه په پسرلي کښې د یو ښایسته مخملي ټوکر په شان ښکاري چې د شقایق له سرو او د غرنیو لاله ګلونو ډکه ده.
بیشکه چې بیجار د ایران د لویدیځ په کردستان ولایت کښې یوه خالصه غرنۍ سیمه ده، خو ډیر خلک بیا بیجار د هغه د قالینونو په وجه پیژني ځکه چې د ایران د قالینونو د صنعت په مخکښانو کښې راځي. د دغه ښار لاسي قالینونه نړیوال شهرت لري او ډیر باکیفیته دي خو ګران بیه هم دي. په دغه ښار کښې د قالین اوبدلو کار څه باندې ۲۰۰ کلن لرغونوالی لري. د بیجار خلک پر قالین اوبدلو سربیره د ډول ډول ګلیمونو په تولید کښې هم لاس لري. د بیجار ګلیمونه د سنندج له ډول ډول ګلیمونو سره ډیر ورته والی لري. په دغو ګلیمونو کښې هم د مختلفو حیواناتو په ډیزاین سره د تیزو رنګونو استعمال ډیر دی. د بیجار ګلیم د کردستان یو ډیره مهمه لاسي صنایع ګڼل کیږي چې سیلانیان یې ډیره خوښوي.

هر پخواني او تاریخي ښار ته په سفر کښې اول باید د هغه بازار ته لاړ شو. د بیجار دودیز بازار د دغه ښار یو ډیر د لیدو وړ ځاې دی چې په خپلې په زړه پورې حال و هوا سره د بیجار د خلکو له کلتور سره د بلدیدو او د ډالیو د اخیستو لپاره یو مناسب ځاې دی. د بیجار د دودیز بازار ټولګه په صفوي پړاؤ پورې اړونده ده چې د کریم خان زند د حملې او د وړومبي نړیوال جنګ په دوران کښې ورته ډیر تاوان ورسیده. خو اوس تعمیر شوی او د بیجار په مرکز کښې د ښار په پخواني جوړښت کښې شامل دي.
د بازار ټولګه په یوې اوږدې شمالي او جنوبي لارې او د حاج شهباز په نامه په یوې تیمچې او د امیر تومان په نوم یوې سراې مشتمله ده. د حاج شهباز تیمچه چې ۴۵۰ مربع میټره پراخه ده، یوه چت لرونکې مرکزي فضا لري چې چاپیره یې ۱۴ حجرې دي او لا هم روغې او فعالې دي.
ښایسته قوسونه، د چت چوکاټ او سنګار، د رڼا مناسب انتظام او پوښل شوی چت د حاج شهباز تیمچې ځینې معماري ځانګړتیاوې دي. امیر تومان سرای هم یو مرکزي انګړ لري چې چاپیره یې حجرې جوړې شوې دي. د کردستان و آذربایجان په لاره د بیجار جغرافیايي موقعیت سبب شوی چې دغه بازار په یوې ځانګړې پراختیا سره بڼه ونیسي او پخوا د تجارتي قافلو په لاره کښې د راتلو په وجه د پام وړ رونق ولري. ښه ده چې خبر شئ چې د بیجار ستر بازار د یوې تاریخي ټولګې په توګه د ۱۳۷۸ کال د سلواغې د میاشتې په ۲۷ نیټه د ایران د ملي آثارو په لسټ کښې شامل شوی دی.

«قلعه بانو» چې د «تپه قلعه بالا» په نامه هم پيژندل کیږي، د بیجار ښار په مرکز کښې د بازار په خوا کښې واقع ده. په دغې غونډۍ باندې د لرغون پيژاندو له خوا د شویو کارونو او هلوځلو په نتیجه کښې معلومه شوه چې دغه ښار له میلاده درې زره کاله مخکښې پورې اړونده دی. د چمکدارو سرو او تورو پوښونو لرونکي کولالي لوښي او په پیکه خړ رنګ او هندسي شکلونو سره جوړ شوي لوښي او آثار هم له دې سیمې څخه ترلاسه شوي دي.
د بیجار د سیل یو ډیر په زړه پورې ځاې د دغه ښار د اسکي پِيسټ دی چې په ښار کښې دننه دی. دغه پيسټ د کردستان په پنځو مهمو سیاحتي ځایونو کښې شامل دی. د بیجار د نسار د اسکي پيسټ د ایران د اسکي ترټولو مهم او ځانګړې پيسټ دی ځکه چې په ښار کښې دننه دی او خلک ورته په اسانه ورتلې شي. د اسکي مینه وال د ښار له مرکز نه ښه په اسانه دغه پيسټ ته ورتلې شي. پر دې سربیره د پيسټ اترايي او شیب داسې دی چې په کښې معیاري ملي او نړیوالې سیالۍ ترسره کیدې شي. دغه پيسټ هم په واروې او هم په چمن باندې د اسکي وړتیا لري. په واورې باندې د نسار د اسکي د پیسټ پراختیا کابو ۱۱۲ هیکټره ده، د پيسټ اوږدوالي نزدې ۹۰۰ میټره او پلن والی یې ۱۲۰ میټره دی. دغه پيسټ په ۱۳۸۸ کال کښې افتتاح شوی دی او د چمني پیسټ پراختیا یې ۲ هیکټاره ده چې اوږدوالی یې ۳۳۰ میټره او پلنوالی یې ۶۰ میټره دی.

ګرانو ملګرو د بیجار ډیرې تاریخي او سیاحتي جاذبې له ښاره بهر او د سیمې په کلیو کښې دي.
«قلعه قمچقای» د بیجار یو د لیدو وړ ځاې دی چې د لیدو لباره یې باید د بیجار ښار شمالي لوري ته ۶۰ کیلومیټره لار ووهو او له لږ شان پلي تګ وروسته قلعې ته رسیدې شو. دغه قلعه په هم دغې نامې د یو کلي په خوا کښې پرته ده. د دغې تاریجې قلا لرغونوالی ساساني پړاؤ ته رسیږي. قمچقای قلعه د مادانو، پارتانو او هم داشان د اشکانیانو د اوسیدو ځاې پاتې شوی دی. یعنې دې قلا په دریو تاریخي پړاونو کښې د ایراني تمدن خدمت کړی دی. د ایران له ډیرو لرغونو کتیبو څخه چې د لرغون پيژاندو په وینا پّ هیروګلیف نقش او هراتیک خطر سره دي، ځینې په دغې قلا کښې موندل شوې دي. د دغې قلا د دیوالونو لوړوالی ۲۰۰ میټره دی او له بهر سره د قلا یوازنۍ ارتباطي لاره هغه نرۍ او تنګه لاره ده ده چې یوازې یو کس په کښې تګ کولې شي. دغه قلا د لرغونوالي له نظره ډیر اهمیت لري او په ډیرو تاریخي پړاؤنو کښې د بیلابیلو قومونو په استعمال کښې پاتې شوې ده.
د قلا پراخوالی له ۵ زره مربع میټرو زیات دی او د اوبو ګڼې زیرمې لري. دغې قلا دفاعي استحکاماتو ته څه ضرورت نه دی لرلی ځکه چې جغرافیايي موقعیت یې داسې و چې د یوې ژورې او ویرونکې درې په غاړه جوړه ده. لرغونوالی یې له میلاده درې زره کاله مخکښې ته رسیږي او د ایران د ملي آثارو په نوملړ کښې شامله ده.

« پل قجور» چې په پلِ ګل قشلاق هم مشهور دی، د بیجار یو د لیدو وړ ځاې ګڼل کیږي. دغه پل د زنجان- بیجار په لویه لاره د قجور کلي په خوا کښې په قزل اوزن سیند باندې جوړ دی. دغه پل ته د رسیدو لپاره باید له ښار څخه تقریباً ۵۰ کیلومیټره مزل وکړو. دغه تاریخي پل څلور نسبتاً ستر جناقي قوسونه لري. د پل په جوړولو کښې کاڼي، خښتې، ګچ او د ساروج مصاله استعمال شوې ده. د قجور پل د ستنو په جوړولو کښې ستر تراشل شوي کاڼي کارول شوې دي. له بده مرغه د پل په خوا کښې داسې هیڅ کتیبه نشته چې ورڅخه یې د جوړیدو نیټه ترلاسه شي خو د معمارۍ د طریقې او سټایل له مخې پوهیدې شو چې قجور پل په ډیر احتمال د ایلخان پړاؤ اړونده دی. دغه پل ځانګړی اهمیت لري او نوم یې هم د ایران د ملي آثارو په لسټ کښې شامل شوی دی.

له دې نه علاوه ګلبلاغ بند هم د بیجار یوه حیرانونکې جاذبه ده. دغه ښایسته بند د بیجار قروه لارې په ۱۵ کیلومیټرۍ کښې د اوزن دره سیند دپاسه جوړ شوی دی چې د اته میلیون مکعب میټره اوبو په ذخیره کولو سره د پایاب سد د ځمکو لږترلږه ۸۰۰ هیکټاره د اوبه کولو توان لري.
ګلبلاغ بند یا ډیم د بیجار یو ډیر د لیدو وړ او ښه تفریحي ځاې دی چې په هر موسم کښې ځانګړې ښکلا لري او د هرې سیمې خلک د ساعت تیري لپاره دغې سیمې ته سفر کوي.
*/*/*/*/*/
ترجمه: عبدالماجد درانی