Dec 10, 2022 09:54 Asia/Kabul
  • اراک ښار
    اراک ښار

د ایران سیل نومې لړۍ ډیرو قدرمنو مینه والو السلام علیکم! نن د ایران د مرکزي ولایت د سفر په دوام کښې د اراک ښار کتنه کوو، نو راسره ووسئ.

د «اراک بازار» تاریخي ټولګه د دغه ښار یوه د لیدو وړ جاذبه ده چې د کلونو له تیریدو وروسته لاهم د یو رونق او ګڼه ګوڼه لرونکي تجارتي مرکز په توګه پیژندل کیږي. دغه سرپوښ او پټ بازار د ژوند د اړتیا وړ شیانو د برابرولو لپاهر یو مناسب ځاې دی.

د اراک بازار چې څه باندې ۱۴ هیکټاره پراخ دی، د دیارلسمې هجري قمري پیړۍ په اوایلو کښې د ښار جوړونې یوه ارزښتناکه نمونه ده چې په ایران کښې یې لاهم د ښار جوړونې د هنر د تکامل په توګه یادولې شو. دغه ټولګه چې د ښار ابتدايي جوړښت دی، په تجارتي، خدماتي او د استوګنې په برخو مشتمله ده او په کښې جومات، سقاخانه، حمام، ښوونځی، د اوبو څو زیرمې او سراې موجودې وې چې په خواشینۍ سره نن سبا ترې یوازې جومات او سقاخانه پاتې دي. د اراک بازار دوه مرکزي دهلیزونه لري چې یو په کښې د ۷۲۰ میټرو په اوږدوالي شمالي-جنوبي محور دی او یو ور شمالي سر ته بل جنوبي لوري ته لري، هم داشان ختیځ او لویدیځي دهلیز ۲۰۰ میټره اوږدوالی لري او اته شرقي او غربي لارې او ورونه لري. په دغه بازار کښې د تګ راتګ ګڼې لارې د اور لګیدنې په شان پیښو په وجه استعمالیږي. شمالي جنوبي او شرقي او غربي دهلیزونه په (چهار سوق) باندې مشهورې څلور لارې کښې یوځاې کیږي چرته چې یو ډبرین ډنډ هم موجود دی.

د اراک بازار

د اراک بازار له پخوا راهیسې د ښار د تجارتي مرکز په توګه د سیمې د ښاریزو او کلیوالو لپاره مهم اقتصادي رول لوبولی دی او د ایران د نورو بازارونو په شان د بازار هره برخه یو ډول ځانګړي اقتصادي فعالیت ته بیله شوې ده.

د قالینونو له ابتدايي موادو سره مل د قالینونو تجارت د دغه بازار یوه اقتصادي ځانګړنه ګڼله کیږي. د اراک د بازار په جوړیدو کښې یوه اصولي معماري کارول شوې ده او په هم دې لړ کښې یې د رڼا او د هوا د چلیدو مسئلې ته پوره پاملرنه شوې ده. په عین حال کښې د سرایو یا دکانونو په ډیزایننګ کښې د خښتو او لرګي په استعمال سره یې ښکلا ته هم پوره پام شوی دی. د بازار چت ګنبدي ډوله دی. د هر ګنبد په مینځ کښې یو څو ګوټیز روشندان لګول شوی دی چې د رڼا سره سره د هوا د چلیدو کار هم کوي.

د اراک د بازار د ودانۍ په جوړښت کښې د استعمال شوې ځانګړې معمارۍ په وجه د بازار داخلي هوا په ژمي کښې ګرمه او په اوړي کښې د چت لرلو سره سره ډیره سړه او په طبعې برابر وي.

د اراک بازار په ۱۳۵۵ لمریز کال کښ طد ایران د یو ملي اثر په توګه ثبت شوی دی.

*/*/*/*

ګرانو دوستانو د «مدرسه سپهدار» کتنه به هم بده نه وي چې د بازار په خوا کښې ده. سپهدار مدرسه یا ښوونځې هم د قاجاریه پړاؤ یو تاریخي اثر دی چې د بازار د جوړیدو په وخت جوړه شوې ده او په اراک ولسوالۍ کښې د دیني علومو وړومبنې مرکز دی.

په دغې مدرسې کښې د دیني علومو ډیر زده کونکي د فقهې او ځینو نورو اسلامي علمونو په زده کړې بوخت دي.

د مدرسې د جوړولو سټایل تر ډیره حده د صفویه پړاؤ له مدرسو اخیستل شوی او په کښې یو جومات، د اوبو زیرمه او د هوساینې نور امکانات موجود دي. دغه ودانۍ دوه ورونه لري چې یو یې د بازار په لور خلاصیږي. هم داشان یو لوې انګړ لري چې په مینځ کښې یې ډبرین تالاو دی

سپهداري مدرسه د خښتو یو ډیر ستر ګنبد لري. ۱۸ میټره لوړ دغه ګنبد د ښار له هرې سیمې ښکاري. د ودانۍ بهرنۍ منظره او ډیزاین ساده او خټین دی او داخلي برخه یې د خښتو په کاشیو چې هندسي او کتیبه ایز نقشونه لري، ښایسته شوې ده. دا یوه څلور ایوانيزه ودانۍ ده چې د مدرسې د انګړ چاپیره یې ۲۵ کوټې دي چې د هرې کوټې مخې ته یوه وړه برنډه او په شاتنۍ برخه کښې یې د کښیناستو لپاره ځاې په نظر کښې نیول شوی دی.

*/*/*/*/

د اراک د سیاحت یوه بله جاذبه د دغه ښار د لاسي صنایعو میوزیم دی چې د ښار په تاریخي جوړښت او د بازار په ټولګه کښې د (خانه حسن پور) په نوم یو تاریخي او پخواني کور کښې واقع دی.

دا کور یو مرکزي انګړ او ۶۰۰ میټره ودانۍ لري چې دوه پوړیزه ده. په لاندیني پوړ کښې د ژمي د اوسیدو کوټې او په دویم پوړ کښې د اوړي د اوسیدو او شاهي کوټې دي. مرکزي انګړ یې له دریو اړخونو څخه داسې ودانۍ لري چې د دغه ښایسته انګړ په لور خلاصیږي. ودانۍ یې د خښتو جوړه ده او ستنې یې د ډبرو دي.

د اراک د لاسي صنایعو لرغونکوټ

دغه تاریخي کور د احمد شاه قاجار په زمانه کښې جوړ شوی دی. دغه ودانۍ په ابتدا کښې د قالینو شرکت و. بیا په مدرسې بدله شوه خو څه موده پس ترې جواد حسن پور د ځان لپاره کور جوړ کړ. په ۱۳۷۴ هجري لمریز کال کښې د ایران د کلتوري میراث او سیاحت ادارې یاده تاریخي ودانۍ د هغې له خاونده وپیرله او له بیارغونې او مرمت وروسته یې د اراک د لاسي صنایعو په میوزیم بدله کړه.

دغه میوزیم د خط او خطاطۍ د هال، د کولالي شیانو، د شیشې او سرامیکو، د قالینو او ګلیمونو په تالار او هم داشان د د فلزي آثارو او د لرګي او ټوکرو په شان هالونو مشتمله ده.

خانه حسن پور په ۱۳۷۷ لمریز کال کښې د ایران د ملي آثارو په نوملړ کښې ثبت شوی دی.

*/*/*/*/

«قلعه حاج وکیل» چې د کلاه فرنګي په ودانۍ هم پیژندله کیږي، د اراک ښار د قاجار پړاؤ یوه بله تاریخي ودانۍ ده او په کال ۱۳۷۵ کال کښې د ایران د یو ملي آثر په توګه ثبت شوې ده. د دې ودانۍ ټوله ساحه ۳ زره ۸۰۰ مربع میټره ده چې په کښې په ۹۰۰ میټرو باندې ودانۍ جوړه شوې ده. دغه ودانۍ د ټولې ټولګې یوه وړه برخه ګڼله کیږي او په انګړ، برنډې، شبستان، لاندیني  او پورتني پوړ یا بالاخانې باندې مشتمله ده.

ودانۍ د ناصر الدین شاه په وختو کښې او په اراک کښې د زیګلر د قالینونو د کمپنۍ له جوړیدو سره هم مهاله د دغې کمپنۍ لپاره جوړه شوه. وروسته دغه قلعه محمد حسن وکیل واخیستله او د هغه په نوم مشهوره شوه.

د قلعه وکیل له تزئیناتو څخه د ودانۍ د بهرنۍ برخې اووه رنګه کاشیو او ستنو او هندسي نقش و نګار ته اشاره کولې شو.

په کال ۱۳۹۸ لمریز کښې د لاسي قالین، ګلیم یا درۍ، په قلم کیندل شوي آثار، لرګین آثار، قالیني تابلو او د خطاطۍ د تابلو په شان د اراک ولایت د هنرمندانو د لاسي صنایعو او دودیزو هنرونو په ۲۵۰ مشهورو آثارو مشتمل میوزیم په دغې ودانۍ کښې جوړ شو. په میوزیم کښې موجودو آثارو کښې کمانچه، مچڼې، قینچي، سه تار او تذهیب شامل دي چې د نړیوال اصالت مهر هم لري.

*/*/*/*/

ګرانو دوستانو د ایران مرکزي ولایت او اراک ولسوالي په ایران کښې د سترو او تاریخ جوړونکو شخصیتونو زیږنځای پاتې شوی دی. دغه شخصیتونه په مذهبي، سیاسي، تاریخي، اجتماعي، عرفاني، فلسفي او په ماډرن علومو کښې د لوړو مرتبو خاوندان وو چې په هیواد او نړۍ باندې یې ډیره اغیزه کړې ده. په دغو مشهورو او ویاړمنو شخصیتونو کښې د میرزا محمد تقي خان، امیر کبیر، میرزا ابوالقاسم فراهاني، آقا نور الدین عراقي، آقا ضیا ءالدین عراقي،  حاج آقا محسن عراقی، کربلایی کاظم ساروقی، علی اکبر خان فراهانی، آیت ا... محمدعلی اراکی،‌ډاکټر محمد مهدی فولادوند، دکتر نیسانیان او ډاکټر محمد خزائلي نومونه اخیستې شو.

د لیکنې په دوام کښې به ښه وي چې د اراک ولایت د مشرانو د یو وړې کلتوري جاذبې او خزانې په توګه د «موزه مفاخر اراک » کتنه وکړو.

دغه میوزیم په حاج حسین خاکباز محسني (اراکي) ودانۍ کښې جوړ شوی دی. یاده ودانۍ د قاجاریه پړاؤ په وروستیو کښې د حاج آقا محسن اراکي د یو زوي سید حسین خاکباز له خوا جوړه شوې ده. دغه کشکي ودانۍ د قاجار پړاؤ په ځانګړو خښتینو تزئیناتو سره په درې زره مربع میټرو په مساحت جوړه شوې ده او ختیځ او لویدیځ دوه ایوانونه، ۱۱ خونې، خصوصي او پخوانی حمام او دوه قناتونه لري.

د مرکزي ولایت د ویاړونو لرغونکوټ د حضرت امام خمیني په نامه سالون، د مذهبي او دیني مفاخرو د سالون، د علمي او کلتوري مفاخرو د هال، د امیر کبیر هال، د قائم مقام فراهاني سالون، د ژوندیو شخصیتونو د سالون، د شهیدو سردارانو د سالون، د مفاخرو اسنادو او مدارکو د مرکز، د مرمت او عکاسۍ د کارګاه، د کورني خصوصي او پخواني حمام، د اوبو د زیرمې او قناتو، نګار خانې او د کلتوري او هنري محصولاتو د پلورنځي ښه مول مختلفو برخو باندې مشتمل دی. او په ۱۳۷۹ کال کښې د ایران د ملي آثارو په نوملړ کښې شامل شوی او په ۱۳۸۸ لمریز کال کښې د مفاخرو په میوزیم بدل شوی دی.

 */*/*/*/*/

ګرانو ملګرو د اراک د میوزیمونو له کتنې وروسته مناسبه ده چې د دغه ولایت د یو بل مشهور ځاې په توګه د «کلیسای مسروپ مقدس» کتنې ته لاړ شو چې په ۱۹۱۴ میلادي کال کښې د قاجار په پړاؤ کښې د دې ښار د ارامنه ؤ په مرسته جوړه شوې ده. دغه کلیسا په ۱۳۷۹ لمریز کال کښې د ایران د یو ملي اثر په توګه ثبت شوې ده.

«کلیسای مسروپ مقدس»

د دې کلیسا پلان مستطیل او ختیځ-لویدیځ دی. د مسروپ کلیسا د ودانۍڅلورو لورو ته ګڼ روشندانونه دي. د کلیسا د زنګ برج د لویدیځې دروازې مخې دی او  دوه دروازې په سویلي او لویدیځې برخې کښې موجودې دي.

د مسروپ مقدسه کلیسا د مدرسې، د غونډو د سالون، د کشیش یا پادري د خونې او د سرایدار د خونې په شان مختلفې برخې لري چې په انګړ کښې جوړې شوې دي. له دې نه علاوه د تپلي جنګ په دوران کښې د شهید شویو ارمنیانو یادګار د دې کلیسا په انګړ کښې لګیدلی دی.

*/*/*/*/*/*

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه