Dec 12, 2022 13:34 Asia/Kabul
  • کتابونه د علم باغونه

د مذاهبو په سپېڅلي کتابونو کې ، د هغوی اصلي تعالیم ځای شوي دي، داسي تعالیم چي د هغو مذهبونو معنوی حقیقتونه بیانوي او له الهی ذات سره د اړیکو د نیولو اساس جوړوي او د ډله ایز هویت د پیاوړتیا ستنه بلل کیږي اوعرفاني تجروبې او د معنوی اعمالو څرنګوالې بیانوي.

کتابونه د علم باغونه په دغه خپرونه کې به دغو خزانو ته یوه لنډه شان کتنه وکړو.

کابو په نړۍ کې د دنیا ټوله مذاهب، باورونه او فکري مکتبونه د خپلو لارویانو د لارښوونې لپاره لیکلي متنونه لري، دغه کتابونه یا په بل عبارت سره، سپېڅلي متنونه، د مذهبونو اصلې تعالیم په ځان کې ځای کړي دي، روانه خپرونه کې به د دریو مذهبي کتابونو په هکله معلومات درکړو کوم چي په قرآن شریف کې ورڅخه یادونه شوې ده.

زبور د داسي یو کتاب نوم دی چي د قران او د اسلامي روایاتو پر بنیاد په حضرت داوود (علیه السلام) نازل شوی دی، زبور په عبري ژبه ده او له متعال خدای سره، د مناجاتونو، دعاوو، نصیحتونو او پندونو څخه ډک دی او د ربوبي مقام تجلیل کوي، زبور له تورات نه وروسته نازل شوی دی.

د روایاتو پر بنیاد دغه اسماني کتاب ته ځکه د زبور نوم ورکول شوی چي په لوحونو باندې د یوې لیکل شوې ټولګۍ په ټوګه نازل شوی دی، د ځینو پوهانو په باور زبور د مکتوب معنا ورکوي، ځینې څېړونکي بیا په دې باور دی چي زبور د (زمرې) له ريښې نه وتی دی او زمره د قدرت او ترانې معنا ورکوي.

د حضرت داوود علیه السلام د زبور بشپړه متن څلورمې پېړۍ ته ورګرځي او د مصر د قبطیانو په ژبه ده او د دې هیواد د قبطیانو په موزیم کې ساتل کیږي.

په قران شریف کې د نساء او اسراء په مبارکو سورو کې د حضرت داوود علیه السلام له زبور څخه یادونه شوې ده، سره له دې چي قرآن کې راغلې چي زبور حضرت داوود علیه السلام ته ورکول شوی لیکن د اهل سنت یو شمېر مفسرین په دې باور دی چي زبور په ټول کې د انبیاو کتاب دی.

د نمونې په وتلی تفسیر باندې د آیت الله ناصر مکارم شیرازي او د یو شمېر لیکوالانو په تالیفاتو کې زبور په نورو پیغمبرانو د حضرت داوود علیه السلام د بروالې لامل بلل شوی. دغو تالیفاتو کې همدارنګه ویل شوي چي د زبور د اسماني کتاب ځینې برخې له تحریف نه خوندي پاته شوي دي.

ابوذر غفاري علیه الرحمه له نبي اکرم (ص) څخه نقل کوي چي د ۱۰۴ اسماني کتابونو یو کتاب چي په نړیوالو نازل شوی، د زبور کتاب دی، ځینې څېړونکي په دې باور دي چي په قران کې ذکر شوی زبور د لړغوني یا عتیق پړاو کې له مزامیر سره سمون خوري، مزامیر اکثره د دعاو او د تسبیح مشهور کتاب دی خو دواړه هم زبور او هم مزامیر حضرت داوود علیه السلام پورې منسوب دی.

آسماني کتابونه په دوو برخو وېشل کیږي: یوه یې ځانګړي تشریعي احکام لري او له نوی مذهب په هکله خبره کوي خو دوهم ډول یې بیا نوي احکام له ځان سره نه دي راوړي، بلکې اکثره په اخلاقي مسائلو بحث کوي.

زبور له دوهم ډول څخه دی، دا په دې خاطر چي مزامیر د عهد عتیق یا د زوړ پړاو  تر څنګ له توراته وروسته هم شتون درلوده او د خپلواک حالت څخه بې برخي وو.

قرآن شریف د اسراء د مبارکې سورې په ۵۵ ایت کې فرمایلی دی: او ستاسو رب ښه عالم دى پر هغه چا چې په اسمانونو او ځمكه كې دي او یقینًا یقینًا مونږ ځینو نبیانو ته په ځینو نورو باندې فضیلت وركړى دى او مونږ داود ته زبور وركړى و.

له دغه ایات نه داسي ښکاري چي زبور په نورو پیغمبرانو د حضرت داوود علیه السلام د فضیلت له دلایلو څخه دی، دیني او تاریخي سرچینو ته په کتو سره، حضرت داوود علیه السلام پرتمینه حکومت یې لرل او په یوې لویې ټاټوبې واکمن پاته شوی وو، لیکن متعال خدای باچاهی، واکمنۍ او پرتم د هغه د فضیلت لامل نه دی بللی، بلکي د هغه د فضیلت په باب کې له زبور څخه یادونه کړې ده.

مزامیر له پیله تر پایه پورې د شعر په صورت کې دی او لویه برخه یې دعا او عبادت ته ځانګړې شوې ده، په دې خاطر مزامیر د الهي تعالیمو یوه منظمه ټولګه نه بلل کیږي. په مزامیر کې بیان شوی الهیات په حمد او ثنا ولاړ دی، نه په نظام او استدلال باندې، په دې خاطر د دغو الهیاتو په څېړلو او لنډولو سره، په عیني توګه یوه روښانه او واضحه انځور نه شي تر لاسه کېدای.

تورات د یهودیانو او عیسویانو سپېڅلی کتاب دی او د قران په ګڼو ایتونو کې یې نوم ذکر شوی دی، او په حضرت موسی علیه السلام باندې نازل شوی کتاب معرفي شوی دی.

تورات د سپېڅلي کتاب پنځو لومړیو سِفْرونو ته ویل کیږي، سِفْر خپله عبري لفظ دی او د کتاب په معنا ده، خو کله ناکله هم په عامه اصطلاح کې د یهودو د ټولو سپېڅلي کتابونو ټولګې ته هم تورات ویل کیږي.

 تورات عبري لفظ دی او د شریعت او ناموس معنا ورکوي، په سپېڅلي کتاب کې له تورات څخه مقصد، د حضرت موسي علیه السلام پنځه ګوني کتابونه دي، یهودیان په یادو کتابونو د حضرت موسي علیه السلام ناموس نوم کېښودلی دی، د هغوی په باور دغه پنځه ګوني کتاب د سینا په غره کې په حضرت موسي علیه السلام نازل شوی دی.

خو د قرآن په ایتونو کې تورات داسي کتاب دی چي د الهي احکامو د بیانولو لپاره نازل شوی او د دې کتاب پېروکارانو ته د جنت وعده ورکړې ده، په مقابل کې هغه کسان چي کتاب په لاس کې اخیستي خو عمل نه پرې کوي، د داسي چهارپایانو په څېر بلل شوي دي چي کتابونه پرې بار دي. قرآن له حضرت موسی ع نه وروسته  د امي پیغمبر د بعثت وعدې ته چي په تورات کې راغلې هم  اشاره کړې ده.

په قرآن کې د یهودیانو له سپېڅلي کتاب نه په دوو حالاتو کې یادونه شوې، په ځینو ایاتو کې په حضرت موسي علیه السلام باندې نازل شوي لوحونو ته اشاره شوې خو په ځینو نورو ایتونو کې بیا د تورات له لفظ څخه کتاب ته د اشارې لپاره کار اخیستل شوی دی، هغه څه چي د یهودو د تفسیر څخه تر لاسه شوي دي، ښودنه کوي چي په حضرت موسي علیه السلام نازل شوي لوحونو کې لس اخلاقي فرمانونه راغلي وه، لیکن په تورات کتاب کې د اخلاقیاتو او احکامو ټولګه په پرلپسې او منظمه توګه راغلې ده. تورات عبري لفظ دی او په عربي کې هم د شریعت په معنا ده.

سپېڅلی یا مقدس کتاب (The Bible)

عیسویان د مقدس کتاب په نامه یوه ټولګه خپله اسماني کتاب بولي چي په دوو برخو شامله ده: لومړی لړغونی پړاو (عهد عتیق) او ورپسې نوی پړاو (عهد جدید) یا د نوی عصر کتاب دی.

پخوانی پړاو یا عهد عتیق کې د دې ټولګې اکثره برخې شامل دي چي د یهودیانو او عیسویانو تر مینځ مشترکې دي، عیسویان او هم یهودیان دواړه دغي برخې مقدسې او معتبرې ګڼي.

د مقدس کتاب لومړۍ برخه د پیدایښت، خروج، لاویان، اعداد او تثنیې په نومونو په پنځو سفرونو مشتمله ده، دغو سفرونو کې د نړۍ، انسان، د نورو مخلوقاتو د پېدایښت او همداراز د ځینو مخکنیو پېغمبرانو د حالاتو او د احکامو په هکله بیان شوی. د مقدس کتاب دوهمه برخه بیا د حضرت موسي علیه السلام له زمانې وروسته د مورخینو له لورې لیکل شوې چي د پیغمبرانو، باچایانو او قومیتونو بحثونه پکښې مطرح شوي دي، البته ځینې روایتونه موجود دي چي حتی پنځه ګوني اسفار هم اسمانی کتاب نه بولي بلکې هغه تاریخي کتابونه بولي چي د حضرت موسی علیه السلام نه وروسته لیکل شوي دي ځکه چي په هغو کې د حضرت موسي علیه السلام د وفات د څرنګوالې او د وروسته پېښو یادونه شوې ده.

د عیسویانو تر ټولو مهم مذهبي کتاب چي د عیسویانو ټولو فرقو تکیه پرې کوي او مقدس یې ګڼي، یوه ټولګه ده چي ورته د نوي پړاو یا د نوی عصر مقدس کتاب وایي، دغه ټولګه د عهد عتیق یا د زوړ پړاو د ټولګې له دریمې برخې نه هم کمه ده او له ۲۷ تیت او پرکو کتابونو او رسالو څخه جوړه شوې ده.

د متی، مرقس، لوقا او یوحنا انجیلونه، د رسولانو د کړچار انجیل، مختلفو قومونو ته د (پولس) څوارلس لیکونه، د یعقوب علیه السلام رساله، د (پېطرس) لیکونه، د یوحنا لیکونه، د یهودا لیکونه او د یوحنا مکاشفې د نوی عصر په مقدس کتاب کې شامل دي.

د عهد عتیق یا زوړ پړاو مقدس کتاب بیا له ۳۹ کتابونو څخه جوړ دی، یو شمیر د عهد عتیق یا د زوړ پړاو د تورات هره برخه یوه سفر بولي خو یو ځینې بیا په دې باور دي چي د عهد عتیق تورات د پیغمبرانو کتاب او د حضرت داوود او حضرت سلیمان نبي مزامیر،  او د حکم او امثال د کتابونو تولګه ده. د نوی عصر په تورات کې هم څلور انجیلونه، د عیسي علیه السلام د حواریونو لیکونه او یوحنا مکاشفې شاملي دي.

یهودیان د نوی عصر تورات نه مني او یوازې د عهد عتیق یا د زوړ پړاو په تورات باورمن دي، لیکن اکثره عیسویان هم ټولې ټولګې د اسماني کتاب په توګه مني، د عیسویانو ځینې فرقې بیا د عهد عتیق په تورات باورمن نه دي او هغه تحریف شوی بولي.

څلور انجیلونه د حضرت عیسی علیه السلام له ژوند څخه څلور روایتونه بیانوي، دغه څلور انجیلونه د عیسي علیه السلام د څلورو یارانو(متی، لوقا، یوحنا او مرقس) له لوري لیکل شوي دي، په دغو څلور انجیلونو کې ګډې ټکې زیاتې دي خو په عین حال کې ځینې توپیرونه هم په کښې موجود دي، عیسویان وایي چي دا څلور کتابونه د عیسي علیه السلام څلور انځوره دي چي له مختلفو اړخونو څخه د عیسی علیه السلام د ژوند توصیف کوي.

د عیسوي تاریخ لیکونکو او د څلورو انجیلونو او د نوی عصر د نورو کتابونو، رسالو او متنونو له اعتراف سره سم، دغه کتابونه یو هم اسماني نه دي او د عیسي علیه السلام نه وروسته لیکل شوي دي، په حقیقت کې د عیسویانو اسماني کتاب یعني حقیقي انجیل شتون نه لري او له مینځه وتلي دی او یوازې د هغه ځینې برخې د عیسي علیه السلام د شاګردانو له لورې په لیکل شویو انجلونو کې راوستل شوي دي چي له بده مرغه هغه هم له خرافاتو سره، اغښل شوی دی.

قرآن کریم په ځینو ایاتونو کې لکه د بقرې د مبارکې سورې په ۴۱ ایت کې د تورات او انجیل تصدیق کوي، خو دا په دې معنا نه ده چي دغه کتابونه تحریف شوي نه دي بلکې د دې معنا ورکوي چي د نبي اکرم ص او د قرآن ځانګړنې په تورات او انجیل کې له ذکر شویو نښو سره سمون خوري.

 د قرآن له نظره، په الهي پیغمبرانو او د هغوی په کتابونو ایمان، د ایمان ملزومات دي، د بقرې د مبارکې سورې په ۲۸۵ ایت کې لولو:

رسول پر هغه څه ایمان راوړى دى ؛ چې په ده باندې د خپل رب له جانبه نازل كړى شوى دى او مومنانو هم، ټولو ایمان راوړى دى په الله باندې او د هغه پر ملايكو او د هغه پر كتابونو او د هغه په رسولانو باندې (او وايي) مونږه د هغه (الله) په رسولانو كې د هیچا په مینځ كې فرق نه كوو او په ټولو ایمان لرو او وايي: مونږ واورېدل او مونږ خبره ومنله (مونږ) ستا (نه) بخښنه (غواړو) اى زمونږه ربه! او خاص تا ته بېرته درتګ دى.

قرآن کریم د دغو ټولو تایېدونو او پخلیو په ترڅ کې جوته کوي چي شته کتابونه له تحریف نه ډک دي چي د دښمنانو او منحرفو او فاسدو عالمانو له لورې تر سره شوي او د هغوی تعالیم یې زهرجن کړي دي.

د بقرې د مبارکې سورې ۷۹ ایت هم دې ته اشاره کړې چي وروسره دغه خپرونه هم پای ته رسوو. دغه ایت کې راغلې: نو د هغو كسانو لپاره هلاكت دى چې په خپلو لاسونو (له ځانه) كتاب لیكي، بيا وايي: دا د الله له جانبه دى، د دې لپاره چې د هغه په بدل كې لږ قيمت واخلي، نو د دوى لپاره هلاكت دى په سبب د هغه څه چې د دوى لاسونو ليكلي دي، او د دوى لپاره هلاكت دى په سبب د هغه چې دوى له دې لارې ترلاسه کوي.