Jan 07, 2023 13:01 Asia/Kabul
  • ایران د اونۍ په هینداره کې

د تهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو په دې شیبو کې  ایران د اونۍ په هینداره کې نومې اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې  یوو ،په پیل کې درته په ایران کې په تیرې اونۍ کې د ځينو مهمو بدلونونو یوه لنډه شان خلاصه درآوروو،بیا مو هم د ځينو موردونو په باب دتحلیلی  برخې آوریدو ته رابولوو،نو هیله ده ترپایه راسره ملتیاوکړئ.

******************

*/*/*/

د شهید قاسم سلیماني یو ډير اساسی او غوره  کار د مقاومت جبهې ته  دتازه روح پوو کول

*/*/*/

د الاقصی جومات  ساتنې په باب ګډ اقدام او غږملتیاته  داسلامی هیوادونو بلل

*/*/*/

او د کویت او پاکستان له خارجه وزیرانو سره د ایران د خارجه وزیر  دسیمه ایزو او نړیوالو حالاتو باندې مشورې، په تیرې اونۍ کې د ایران  ځيني مهمې پيښې وې ،اوس هم رابولوو ،د ځينو موردونو په باب د تحلیلي برخې آوریدو ته .

**************************

د اسلامی انقلاب ستر لارښود د مقاومت جبهې ته دتاره روح پوو کول ، د شهید قاسم سلیماني یو ډير اساسی او غوره کار و بالۀ او وې فرمائيل؛سردار سلیماني   د مقاومت په روحي ،معنوي او مادي پیاوړتیا سره،دغه تل پاتې او وده موندونکي ښکارنده  ،د امریکا او نورو استکباري  هیوادونو د نفوذ او د صهیونیسټي رژيم په مقابل کې  احیاء ،سنبال او خوندي وساتله.

حضرت آیت ا...العظمی سید علی خامنه اي   د تیرې یکشنبې په ورځې د سردار قاسم سلیماني له کورنۍ او  د درنښت دکمیټې  له غړو سره په کتنې کې له صهیونیسټانو سره  پّ مخامخیدا کې د فلسطینیانو پرمختګ او په عراق،سورئې او  یمن کې  د مقاومت  بریاؤ ته په اشارې سره  ووئيل؛ سردار سلیماني دمقدسې دفاع  د کلونو کلونو له تجروبې او له خپلو ملګرو سره  له مشورو څخه په استفادې سره ،مقاومت  دهمدغو هیوادونو په داخلی امکاناتو باندې په تکیې سره  پیاوړی کړ.

د اسلامی انقلاب ستر لارښود همداراز د داعش  سترې بلا په  مخنه نیونې او  د هغو د ریښو په له مینځه وړلو کې   دسردار سلیماني اقداماتو او کارونه ډير مهم  او اساسی وبلل او  وې فرمائيل؛ شهید سلیماني په دغو پيښو کې ښه  امتحان ورکړ.

د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د قدس ځواک د وخت قوماندان جنرال قاسم سلیماني د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په دریمه نیټه  په داسې حال کې چې د عراق د رسمي  چارواکو په بلنه  ئې دغه هیواد ته سفر کړی ؤ،دبغداد هوائي ډګر سره نزدې د امریکائي ترهه ګرو او تیریګرو عسکرو په یوې هوائي حملې کې، د عراق دالحشد الشعبي ولسی مبارز ځواک  له مرستیال مشر ابومهدي المهندس سره یوځاي له نورو اتو کسانو سره  شهید کړ.

Image Caption

 

  حضرت آیت ا.... العظمی سید علی خامنه اي  د چارشنبې په ورځې  همداراز له  سلګونو غوره میرمنو په کتنې کې  هم چې  د حضرت فاطمة الزهراسلام ا... علیها د نیکمرغه زوکړې دکلیزې او د  میرمنې د ورځې  په درشل کې ترسره شوه.د میرمنو د حقوقو دد فاع په باب د لویدیځوالو ادعایوه تشه ملنډه او بې شرمه  پيښه وبلله او زیاته ئې کړه،د پانګوال نظام د ادعا کونکي آزادي د  میرمنې ؛سپکاوی او اسارت؛ دی او انسان  په لویدیځ کې د ځینو پيښو حتی د نامې په اخستو هم شرمیږي.

دوي   همداراز په لویدیځ کې د کورنۍ وضعیّت په له مینځه تلو وبالۀ او روښانه ئې کړه، دغه خطرې، د لویدیځي مصلحو او خیر غواړو  متفکرانو  د اعتراض چغې راپورته کړي دي، البته  په لویدیځ کې د کورنۍ سوکه سوکه  او مخ په ځوړتیا دړې وړې کیدادومره زیاته ده چې  د اصلاح کولو  امکان ئې نشته.  

 ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم ریئسي ووئیل، امریکایان دې پوهه شي،د ایران ملت  به د شهید قاسم سلیماني وینه هیڅکله هم هیره نه کړي او ددغه  لوړ مقام شهید د وینې غچ اخستل حتمي دي.

سید ابراهیم ریئسي  د سه شنبې په ورځې د تهران د امام خمیني په عیدګاه کې دسردار قاسم سلیماني  د شهادت د دریمې کلیزې ددرنښت په سترې ولسی غونډې کې  ددې خبرې په کولو سره چې  د عدالت غواړو او بدلون غواړو  انسانانو وجود  د میدان دارۍ او بقاء زمینه ده ، زیاته کړه،  سردار قاسم سلیماني  یو هغه شخصیّت ؤ چې  نه یوازې د ایران د ملت  ،بلکې په نړۍ کې ئې د درستومسلمانو ملتونو په فکر کې ؤ.

د اسلامی ایران ولسمشر په دغو دستورو کې چې د شهیدانو د کورنیو، جانبازانو ،نړیوالو میلمنو،د هیوادونو سفیرانو ، د هیواد حکومتي او پوځي لوړپوړو چارواکو ، نړیوالو شخصیّتونو او بیلابیلو ولسی پرګنو  پکې شتون درلود،زیاته کړه.له ترهه ګرۍ  او استکبار سره د مبارزې ډ نړیوال بیرغوال، شهید قاسم سلیماني  درنښت ،د ټولو خوبیانو درنښت او  د سلطې د نظام او استکبار  او ظلم څخه  کرکه او د نفرت اعلان دی.

په ملګروملتو کې د ایران د اسلامی جمهوریت سفیر او دایمي استازي دملګروملتو سرمنشي او امنیت شورا مشر ته په یوه لیک لیږلو سره ، د شهید قاسم سلیماني د ناځوانمردانه ترور جنایت  د ترهه ګرۍ څرګند مصداق وبالۀ او  د آمرانو او عاملانو د سزاکولو غوښته ئې وکړه .

په ملګروملتو کې د ایران د سفیر او دایمی استازي امیر سعید  ایرواني په لیک کې چې  د سردار قاسم سلیماني  د ناځوانمردانه ترور له دریمې کلیزې سره په یووخت  صادر شوی راغلي دي، دامنیت شورا منزوي کیدا به ،یوازې ددغې نړیوال  اورګان کمزری اقتدار او امنیت له مینځه یوسي. ددغه لیک په دوام کې راغلي دي،دسردار قاسم  سلیماني  دترور درندو او سختو نتیجو ته په پام سره ، د سیمه ایزې او نړیوالې  سولې او امنیت لپاره او سره له دې چې د امنیت شورا ډيرو پریکړه لیکونو کې هم منل شوې ده چې درست ترهه ګر اقدامات یو مجرمانه  او یو بې توجیه  عمل دی  اودرست عاملان او آمران ،منظمونکي ،مالی تامینونکي  او مالی ملاتړي ئې باید وپيژندل  او د عدالت منګولو ته وسپارل شي،دا ډيره  ا ندیښمنونکي  خبره ده چې  امنیت شورا ،د امریکا په وسیله، ددغه  جنایت  په باب دملګروملتو د  منشور  له مادو سره  داړونده  دندو له ترسره کیدا منع شوه.

 د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان  د الاقصی جومات دتاریخی او قانوني وضعیټ د خوندي ساتلو لپاره د اسلامی هیوادونو دغږمله او ګډ اقدام غوښته وکړه.

داسرائیلي رژيم دداخلی امنیت  وزیر ایتامار بن ګویرد جنورۍ په دریمه نیټه د بینامین نتن یاهو د کابینې دلومړي وزیر په توګه  ددغه رژيم له یوشمیر پولیسو سره یوځاي  له پنځو کلونو وروسته بیا  په الاقصی جوما یرغل  او تیری  وکړ.د بن ګویر دغه اقدام  د سیمې او نړۍ د ډيرو هیوادوونو سخت غبرګونونه او مخالفتونه په ځان پسې درلودلي دي. فلسطینیانو  اعلان کړی چې په الاقصی جومات د  اسرائيلي وزیرانو یرغل  ددغه مقدس ځاي د حقوقي وضعیّت  دخلاف ورزۍ په معنا دی.

د ایران  خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان  دتیرې پنجشنبې په ورځې  د کویت له خارجه وزیر شیخ سالم عبدا... الجابر الصباح سره په ټيلیفوني تماس کې د الاقصی جومات په سپکاوي کې د صهونیسټانو  داقدام په محکومولو سره ، اسلامی مقدساتو ته د سپکاویو  ددریدا لپاره د قانوني لارو چارو د برابرولو په ضرورت ټينګار وکړ.

 په ملګروملتو کې د ایران د اسلامی جمهوریت سفیر او دایمي استازي د ملګروملتو سرمنشي او امنیت شورا مشر ته په یوه لیک لیږلو سره ، د شهید قاسم سلیماني د ناځوانمردانه ترور جنایت  د ترهه ګرۍ څرګند مصداق وبالۀ او  د آمرانو او عاملانو د سزاکولو غوښته ئې وکړه .

Image Caption

 

=   د ایران د اسلامي  جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان  د پاکستان له خارجه وزیر بلاؤل بوټهو زرداري سره  په ټيلیفوني خبرو کې  ددو اړخیزو اړیکو مخ په پراختیا بهیر باندې دخوښۍ په ښودلو سره،په تیره بیا  د پاکستان په کوربتوب سره ددواړو هیوادونو ترمینځ د ګډ اقتصادي  کمیشن د بریالۍ ترسره کیدا په باب دخوشالۍ په څرګندولو سره،په دغه کمیشن کې د ترسره شوو موافقو د  اجرائي کیدا په اهمیّت ټينګار وکړ.

د ایران خارجه وزیر له خپل پاکستاني همڅنګ سره د خبرواترو په دوام کې ټينګار وکړ،اسلامی هیوادونه باید اجازت ورنکړي،دآزادۍ په نامې سره ځينو لویدیځي هیوادونه  د مقدساتو  سپکاوی  او دنفرت اوکرکې   خوریدا او پر نورو ئې تپل په ایجنډا کې راولي.

د  پاکستان خارجه وزیر بلاؤل زرداری هم په دغو ټيلیفوني خبرو کې له ترهه ګرو فعالیتونو سره په مبارزې  کې د دواړو هیوادونو د  ګډوپوځي  او امنیتی ملګرتیاؤ په ضرورت  ټينګار وکړ.هغه د صهیونیسټ رژيم د یرغلیزو کړچارونو په دوام په تیره بیا د الاقصی جومات په سپکاویو کې ددغه رژيم د اقداماتو په دوام د اندیښنې په ښودلو سره زیاته کړه ، په فلسطین کې د بې عدالتیو باندې د هیوادونو چپتیا باید ختمه شي.

    د ایران د اسلامی جمهوریت د ګمرکاتو ادارې اعلان کړی ، سږکال یعني د ۱۴۰۱لمریز کال  له هماغه پیله تر دې دم ه د هیواد بهرنی تجارت څه دپاسه  اته اتیا میلیارډ ډالرو ته رسیدلی چې د  تیر کال د ورته مودې په نسبت ئې  اولسی فیصدي وده کړې ده.

د ۱۴۰۱لمریزکال  له پيل څخه  د ایران  دغیر تیلی  صادراتو ارزښت تردې دمه  د درې څلویښت میلیارډ او  اته اتیا میلیون ډالرو په ارزښت، اوه نوي  میلیون او اته لکه درې څلویښت زره  ټنو ته   رسیدالی چې دتیر کال  له ورته مودې سره په پرتله کې ئې د وزن له پلوه  دوه فیصده او د ارزښت له پلوه ئې نولس فیصدي وده درلودلې ده.

د ایران دګمراکاتو یا هماغه کسټم د ادارې د احصایو په اساس،د ایران  ترټولو مهم صادراتي مقصدونه په ترتیب سره،چین،عراق،ترکیه،متحده عربی امارات او هندوستان دي.

= دوستانو د ایران داونۍ په هینداره نومې اونیز پروګرام  وخت هم همدومره ؤ ،PARSTODAY.IR/PS   انټرنیټي ایډریس هم مه هیروئ ، او خپل خیال هم ساتئ ،نو تر بل مطلب پورې مو په نیاؤمن خدای  سپارو، سرلوړي  او سوکاله ووسئ.

(سیماب)

***********************************************

 

ټیګونه