Jan 15, 2023 16:05 Asia/Kabul
  • ښه عادتونه

لکه څرنګه چي پوهېږئ په دغه مطلب کې هڅه کوو چي ښه عادتونه د بدو عادتونو ځایناستې کړو، ځکه چي د ښه ژوند لپاره د جسم او روح سلامتیا ډېره مهمه ده، زمونږ لارښوونې عمومي دي او ممکنه ده چي ستاسو لپاره مناسبه نه وي نو د خپلو ستونزو د هوارولو لپاره غوره ده چي له نفسیاتي ډاکټر او یا ماهر سره مشوره وکړئ.

عزیزانو په تېره اوونۍ کې مو د ژوند له ملګري څخه د مننې او د قدرونې  د اهمیت او د اثراتو په هکله خبرې وکړې، روانه خپرونه کې به تاسو عزیزانو ته د خلاقیت یا نوښت د اهمیت په هکله معلومات درکړو.

شاید درته عجیبه وښکاري چي نوښت یا خلاقیت ته د مهارت نوم ورکړو، ځکه چي ځینې کسان خلاقیت یا نوښت یوه شخصیتي صفت بولي او ورته د یوه تر لاسه کېدونکی مهارت په سترګه نه ګوري، لیکن داسي دلایل شته چي ښودنه کوي خلاقیت هم یو ډول مهارت دی، لومړی دلیل دا دی چي خلاقیت د نورو مهارتونو په څېر، له تمرین، تکرار او زده کړې سره، پیاوړی کیږي.

بل دلیل دا دی چي هیڅ یو کس په بشپړه توګه له خلاقیت څخه بې برخه نه ده، لیکن د خلاقیت کچه په انسانانو کې ډول ډول وي، یعني ځینې له زیات خلاقیت څخه برخمن دي او ځینو هم له کم خلاقیت څخه، بل دلیل دا دی چي د ماهرینو له نظره، د خلاقیت اکثره مولفې په ماشوم توب کې وجود لري او د وخت په تېرېدو سره، ځپل کیږي، نو خلاقیت له استعداد سره پرک کوي، اصل کې خلاقیت یو ډول وړتیا ده چي د وخت په تېرېدو سره کمزورې کېدایشي.

 خلاقیت د ستونزو د هوارولو د لارو چارو د پلټنې او حل لارو ته د اهمیت ورکولو په معنا ده، داسي لارې چارې چي تکراري نه وي یعني د نویو لارو چارو پلټل، مونږ خلاقیت ته د یو مهارت په سترګه ګورو چي په تمرین او تمرکز سره پیاوړی کېدایشي او له نوښت سره توپیر نه لري، دا مهمه نه ده چي نوي لارې چارې او نظریې له کومه ځایه پیدا شوې دي، بلکې دا اهمیت لري چي په موجوده کاري فضا او یا سیسټم کې و کولایشو نوی لیدلوری رامینځ ته کړو، داسي لیدلوری چي له دې مخکې وجود نه لرل.

د خلاق اوسېدلو لپاره باید نوښتګر فکر څخه برخمن ووسو، نوښتګر فکر د خلاقیت مهمه ستنه بلل کیږي، د وتلی نفسیاتي ماهر ټورنس له نظره، د معلوماتو درکولو، د فرضیو اټکلولو او د هغوی ارزونې او اصلاح او د پایلو وړاندې کولو ته  خلاقیت ویل کیږي.

هغه وایي چي د خلاق یا نوښتګر فکر او سوچ لپاره باید څلور ځانګړنې په نظر کې ونیول شي، لومړنۍ ځانګړنه د ذهن له لورې د کمیت په بنیاد د نظریاتو د وړاندې کولو وړتیا ده، یعني ذهن د څو نظریو د ورکولو توان ولري، دوهمه بیا د فکر، سوچ او د هغه د بیانولو تر مینځ اړیکې جوړول دي چي په یوه ټاکل شوې موده کې د نظریاتو او یا د حل لارو د شمېر په اساس جاجول کیږي، د خلاق یا نوښتګر فکر او سوچ یوه بله ځانګړنه د سوچ اصالت او ابتکار دی، یعني له رایجو او معمولي چارو څخه لیري کېدل او د عادت په بنیاد له تفکر څخه ډډه کول.

 انعطاف موندنه یا د سوچ او فکر نرمښت، د خلاق تفکر یوه بله ځانګړنه بلل کیږي، د مختلفو حل لارو په ارزونه کې د سړي وړتیا او یا هم د یوې مسالې د هوارولو لپاره په عملي بڼه کې د نظریې وړاندې کولو ته هم انعطاف موندنه ویل کیږي. د نظریې په وړاندې کولو کې جزئیاتو ته د پاملرنې وړتیا، د نظریې عملیاتي کول، هغه ته ارزښت ورکول او له نورو نظریو سره د اړیکو جوړول د یوې نوې نظریې او حلال لارې لپاره ضروري دي.

اوس غواړو پوه شو چي د خلاقیت او هوښیارتیا تر مینځ کومه اړیکه موجوده ده که یه؟ بلې هو، د هوښ او خلاقیت تر مینځ مثبته او معنا داره اړیکه موجوده ده، لیکن دلته یوه پوښتنه رامینځ ته کیږي هغه دا چي ایا هر یو هوښیار سړی نوښتګر یا خلاق هم کېدایشي؟ څېړنې ښودنه کوي چي د هوښیارتیا او خلاقیت تر مینځ د پیوستون اندازه یوازې ۲۰ سلنه ده، دا په دې معنا ده چي د هوښ د نمراتو له مخې د یو سړي د خلاقیت کچه نه شي اټکل کېدای.

سره له دې د ځینو ماهرینو له نظره د خلاقیت لپاره د هوښ یوه کمه اندازه ضروري ده، دغه هوښ ته (د خلاقیت د حد فرضیه) هم وایي، په دې معنا چي تر ۱۲۰ آی کیو پورې د خلاقیت او هوښ تر مینځ اړیکه موجوده ده، خو له ۱۲۰ نه بره آی کیو کې د خلاقیت کچه نه لوړیږي او د هوښ او خلاقیت تر مینځ پیوستون موجود نه وي. ممکنه ده ځینې ماشومان چي د آی کیو نمرات یې معمولي دي د هغو ماشومانو په پرتله چي د آی کیو نمرات یې لوړ دي، له زیات خلاقیت څخه برخمن وي.

د پام وړ مساله دا ده چي ټوله کسان کولایشي په خپل ځان کې پټ شوی خلاقیت کشف کړي او دا مساله له تحصیلي رشتې او فعالیتونو سره هیڅ تړاو نه لري، ځینې خلګ داسي فکر کوي چي خلاقیت یوازې د هنرمندانو لپاره دی، لیکن خلاقیت یوې خاصي پرګنۍ ته ځانګړې شوې نه ده، کله چي تاسو دې نتیجې ته ورسیږئ چي په هره زمینه کې او هر ځای کې خلاقیت رول لوبولایشي د دې وړتیا پیدا کوئ چي خپله ټولنیزه جایګاه او کسب کار څرنګوالې ته له کتو پرته، د نویو لارو چارو د لټولو لپاره فکر وکړئ او یو خلاق کس ووسئ.

په دې خاطر په لومړي قدم کې باید هڅه وکړئ چي له تکراري کارونو څخه پرهېز وکړئ او د مشکلاتو د حل لپاره د نویو لارو چارو په لټه کې ووسئ او نوې نوې تجروبې تر لاسه کړئ، ممکنه ده ځینې وختونه له ماتې سره مخامخ شئ، لیکن دا مو همېشه په یاد وي، چي هغه کس بریالی کېدایشي چي له ماتو څخه ناهیلي نه شي او خپلې هلې ځلې جاري وساتي.

هغه کسان چي تل هڅه کوي په خپل روزانه ژوند کې خلاق ووسي، له انګیزې، تجسس، استقامت، مثبت او خلاص فکر څخه برخمن دي، خلاق یا نوښتګر کسان داسي لارې چارې لټوي چي له هغې لارې څخه وکولایشي نوې نظریې وموندي، هغوی د یوې مسالې ټوله اړخونو ته پام کوي او د یوې ستونزې په هوارولو کې ډېر زیات فکر او تمرکز کوي.

خلاق کس د عامو کسانو په پرتله نوې نوې فکرونه، نظریې او حل لارې وړاندې کوي، ممکنه ده د هغه حل لارې د نورو لپاره د درک وړ نه وي او ورته اهمیت ورنه کړي، خلاق سړي له مختلفو تجروبو څخه ډول ډول پایلې تر لاسه کوي او په اسانۍ سره، خپل افکار او باورونه مطرح کوي او له نورو باورونو سره له مقابلې څخه هرکلی کوي، د ستونزو د هوارولو لپاره مختلفې لارې چارې ارزوي او د خپلې خوښې نتیجې د ترلاسه کولو پورې هلو ځلو ته دوام ورکوي.

خلاق کسان د نورو خلګو باورونو او رایو پورې ځان محدود نه ګڼي او تړلي ذهن نه لري، تل د نویو معلوماتو د تر لاسه کولو په لټه کې دي او د تخیل یا د خیالاتو د انځورولو زیاته وړتیا لري، تر دې حده چي خپلو نظریو ته عملي بڼه ورکوي. دغه ډول کسان په ځان باندې له زیات باور، مثبت فکر او زیاتې انرژۍ څخه برخمن دي.

په ښوونځیو کې اکثره ښوونکي په اسانۍ سره کولایشي خلاق ماشومان وپېژني، معلم ټولو زده کوونکو ته یوه سبق ورکوي لیکن یوازې د ګوتو په شمېر زده کوونکي په زړه پوري او جالبې پوښتنې کوي، دا په دې معنا چي دغه زده کوونکي له زیات خلاقیت څخه برخمن دي، د ماهرینو په باور ټوله انسانان کولایشي د خپل ژوند په چارو کې له خلاقیت نه کار واخلي، ځینې وختونه د دې کار لپاره ممکنه مرستې ته ضرورت ولرئ.

مهمه مساله دا ده چي خلاقیت ستاسو په ژوند زیات اثر کوي، د راتلونکی لپاره هیله درلودل، په ځان باندې زیات باور، د فرصتونو زیاتوالې او له تکراري ژوند څخه خلاصېدل د خلاقیت له اثراتو څخه دي، خلاق سړي د ارزښتمنتیا احساس کوي او د ځان په وړتیاو باورمن دی، خلاقیت د دې سبب ګرځي چي خلګ د خپل امن ځای له حدودو څخه ووځي او په خپل ژوند کې د نورو لارو چارو په لټه کې ووسي بې له دې چي له ماتي خوړلو څخه وویریږي.

خلاق کسان زده کوي چي د خپل ژوند له مشکلاتو سره څرنګه مقابله وکړي او ننګونو ته له بل اړخ څخه وګوري، همدغه سبب کیږي چي ننګونې او ستونزې ورته په فرصت بدلي شي، په دې خاطر هغوی د نورو کسانو په پرتله له زیات فرصتونو څخه برخمنېدایشي.

د ځینو کسانو د ستړیا یوه لامل دا ده چي په خپل ژوند کې د تکرار په څرخه کې ښکېل شوي دي، یعني ورځې سبا کوي بې له دې چي کوم هدف ځان لپاره ټاکلی وي، لیکن خلاق کسان په خپل ژوند کې نوې نوې نظریې پلي کوي او د تکرار له څرخي څخه ځان بچوي.

تاسو به خاماخا د اډیسون مشهوره جمله مو اورېدلی وي چي وایي، ما هیڅکله هم ماته نه ده خوړلې بلکې لس زره لارې مې ازمویلې دي چي ټاکل شوې پایلې یې نه دي درلودلې، دا په دې معنا ده چي خلاقیت د تجروبې تر لاسه کولو ته ویل کیږي، کله ناکله هم ممکنه ده ستاسو نوې نظریې له ماتې سره مخامخ شي خو تاسو به ورته د یوې تجروبې په سترګه وګورئ، نوښت او خلاقیت په ژوندانه کې د ټولو مثبتو او ګټورو بدلونونو سرچینه ده، ژوند له خلاقیت پرته هیڅ معنا نه لري، که تاسو غواړئ چي د ځان او د خپل ماشوم استعداد وپېژنئ نو غوره ده چي د خلاقیت د زیاتولو په لټه کې ووسئ او د ضرورت په صورت کې باید له نفسیاتي ماهرینو سره سلامشورې وکړئ.