Jan 15, 2023 16:08 Asia/Kabul
  • د ړنا سرچینې (۱۲- پور ورکول)

په دغه برخه کې تاسو عزیزانو ته د بقرې د مبارکې سورې د ۲۴۵ ایت پورې اړوند د حکایت په هکله ژغېږو. دغه ایت شریف کې متعال خدای فرمایلی دی: څوک دی چي متعال خدای ته پور ورکړي څو ورته څو برابره کړي؟ په دوهمه برخه کې هم له متعال خدای سره له معاملې څخه د ګټې په هکله یوه کیسه راغلې ده چي د لیل د مبارکې سورې له اتمه بیا تر یوولسمه ایتونو پورې اړوند شان نزول ته ورګرځي.

عزیزانو «ابو دحداح» د اسلام په لومړیو کې له هغو شتمنو کسانو څخه وو چي په نیکو کارونو کې مخکښ وو، هغه یوه ورځ په خپل باغ کې د اوبو په لګولو لګیا وو، له لیري څخه خپل زوی دحداح ولیده چي راروان وو، له خپل زوی څخه پوښتنه وکړه چي په ښار کې څه کیسې وې؟ زوی یې په ځواب کې وویل: د نبی اکرم ص له جومات څخه رالم. نن نبی اکرم ص د انفاق په هکله خبرې کولې. هغه حضرت وفرمایل: هر یو کس چي صدقه ورکړي، په جنت کې یې دوه چنده تر لاسه کوي. ابودحداح کله چي دا خبره واورېده، خپل کار پرېښوده او په منډه ښار ته لاړ او نبی اکرم ص پورې ځان ورساوه او وویل: ای د خدای ګران پېغمبره! تاسو نن وفرمایل چي هر یو کس صدقه ورکړي، متعال خدای په جنت کې هغه دوه چنده ورکوي. زه دوه باغونه لرم، زه غواړم چي یو باغ تاسو ته د صدقې په توګه حواله کړم. نبی اکرم ص په موسکی شو. ابودحداح وویل: که زه باغ په صدقه ورکړم نو متعال خدای به په جنت کې دوه چنده راکړي؟ نبی اکرم ص ورته مثبت ځواب ورکړ. ابودحداح په خوشحالی سره وویل چي زما میرمنې «امّ‌ دحداح» به هم راسره وي؟ نبی اکرم ص وفرمایل: بلې هو! ابودحداح د خپلو اولادونو په هکله هم پوښتنه وکړه، نبی اکرم ص ورته مثبت ځواب ورکړ، ابودحداح د دې خبرې په اورېدو سره وویل:  زه به همدا اوس، خپل باغ د متعال خدای په لاره کې صدقه ورکړم.

«ابو دحداح» په زیات شوق سره د خپل په لور روان شو، کله چي د باغ ور ته ورسېدل، د باغ په دروازه کې ودرېدل او په خپلو زامونو او میرمنې ږغ وکړ: اې امّ‌ د‌حداح ! زه سر د نن ورځې دا باغ مې د متعال خدای په لاره کې په صدقه ورکړی دی او په بدله کې مې په جنت کې دوه باغونه اخیستي دي، ته او زامون مي ټوله به راسره په جنت کې ووسئ.! هغوی په حیرانتیا سره، له باغه ووتل، ابودحداح ټوله کیسه ورته وکړه، هغوی خوشحاله شول. میرمن یې د دې سودا مبارکي ورکړه.

کله چی ابودحداح خپل باغ نبی اکرم ص ته ور حواله کړ، نو نبی اکرم ص ورته وفرمایل:  څومره زیاتې ونې په جنت کې دي چي ښاخونه یې د ابودحداح لپاره ځورنده شوي دي.  په دې وخت کې د بقرې د مبارکې سورې ۲۴۵ ایت په نبی اکرم ص نازل شو،

متعال خدای په دغه مبارک ایت کې فرمایي: مَّن ذَا ٱلَّذِي يُقۡرِضُ ٱللَّهَ قَرۡضًا حَسَنٗا فَيُضَٰعِفَهُۥ لَهُۥٓ أَضۡعَافٗا كَثِيرَةٗۚ وَٱللَّهُ يَقۡبِضُ وَيَبۡصُۜطُ وَإِلَيۡهِ تُرۡجَعُونَ.

څوك دى هغه كس چې الله ته قرض وركوي، قرضِ حسنه، نو الله به د هغه لپاره دا (قرض) زیات كړي په ډېرو زیاتولو سره، او الله تنګي راولي او (هغه) فراخي راولي، او تاسو به خاص هغه ته بېرته ورګرځول كېږئ.

البته د «ابودحداح» لپاره د لیل د مبارکې سورې له اتمې بیا تر یوولسمې ایتونو شان نزول هم بیان شوی چي د هغه د هوښیارتیا او سخاوت ښودنه کوي چي په دوام کې به یې هکله تاسو ته معلومات درکړو.

د هوا تودوخه اوج ته رسېدلې وه، داسي موسم چي د خرما د رسېدلو په موسم مشهور وو. یو انصاری د خرماو د راټولولو لپاره د خپل باغ ونې ته ختلی وو، داسي لویه ونه چي له باغ نه علاوه د یوه بې وزلې ګاونډی په کور کې یې هم ښاخونه پرېوتلي وه.

د ګاونډ د کور ماشومان په غولي کې لوبي کولې چي د ونې د پاسه یې د ونې مالک ولیده او په ډېر حسرت یې ورته کتل، شاید په دې تمه وه چي د ونې مالک ورته یو څه خرماوې ورکړي.  زیاده موده کېدله چي پلار یې د بې وزلی د امله کورته خرما نه وه راوړې، د ونې مالک ماشومانو ته هیڅ پام نه کاوه، د خرما د راټولولو پر مهال څو دانې خرما د همسایه په کور کې له ځورنده ښاخو څخه راولوېدلې. ماشومانو په خوشحالی سره، راغورځېدلي خرماوې راواخیستې، دغه وخت کې سړي په غوصې سره، له ونې څخه د همسایه کور ته ور کښته شو، خو ماشومانو ورڅخه منډه کړه، دغه وخت کې یو ماشوم غوځار شو، د ماشوم په لاس کې خرما نه وه او خرما یې په خوله کې وه او لا تیره کړې نه وه، سړي په بې رحمی سره د ماشوم له خولې نه د ګوتو په زور خرما وایستله، ماشوم په غنجن حالت کې خپل مور ته ورستون شو او د خپل مور په غېږ کې په ژړا شو. ماشومانو په کرکې سره، دغه کنجوس سړي ته کتل. د ماشومانو پلار چي د دې پيښې پر مهال کور ته ننوتل له دې صحنې په لیدلو سره، خپله حوصله د لاسه ورکړ او کنجوس سړي ته وویل: ولي دي دا کار وکړ، مګر ته انسان نه یې؟ یوه دانه خرما څومره ارزښت لري چي ته دا کار کوې؟ کنجوس ورته په بې شرمئ سره وویل: زامون دي زما خرما غلا کړې وه خو ته یې دفاع کوې؟ بې وزله سړي د دې خبرې په ځواب کې وویل: په خدای مي قسم وي چي همدا اوس نبی اکرم ص ته ورځم او ستا څخه شکایت کوم.

بې وزله سړي نبی اکرم ص ته ولاړ او په ګیلې سره وویل: اې رسول الله! هر کله چي زمونږ د ګاونډی له ونې څخه یوه خرما زموږ کور ته لوییږي بې اجازې زموږ کور ته ننوځي او رااخلي یې، که ماشومانو په لاس کي وي ورڅخه اخلي او که یې په خوله کې وي له خولې څخه یې باسي، په داسي حال کې چي د کور د ونې علاوه، د خرماو باغونه هم لري او پوهیږي چي مونږ بې وزله یو او د خرما د رانیولو توان نه لرو.

نبی اکرم ص هغه ته ډاډ ورکړ او په ښو خبرو سره یې د زړه خوله ورسره وکړه او ورته وویل چي کورته لاړ شه، لیکن نبی اکرم ص له دې کیسې څخه سخت غمجم شوی وو، له سوچ څخه وروسته د بخیل سړي پسې یو کس واستول او راویې غوښتل.

کنجوس سړي په تریو تندي سره د نبی اکرم ص مخي ته کښېنستل، نبی اکرم ص په مهربانی سره وویل: اې سړیه! ستا د کور د ونې ښاخونه د همسایه په کور پرېوتي دي، هغه ښاخونه ماته حواله کړه او زه یې په بدل کې په جنت کې تاته ونې درکوم. څنګه دې خوښه ده؟ بخیل سړي خپل سر اوچت کړ او په غوصې سره وویل: نه نشي کېدای! زه په خپل باغ کې زیاتې ونې لرم، لیکن دا زما د کور د ونې خرماوې بې سارې دي، دا ونه زما له ټولو باغونو څخه زیاته خرما کوي او خرمایې سخته خوندوره ده، زړه مي نه کیږي چي ښاخونه یې تاته حواله کړم. زه د جنت ونو ته ضرورت نه لرم، زه په همدې دنیا زیات باغونه لرم او دغه مي بس دي، له دې خبرې وروسته له جومات څخه ووتی.

له لمانځه وروسته، اکثره له جوماته وتلي وه، ابودحداح له کنجوس سړي سره د نبی اکرم ص خبرې واورېدلې. ابودحداح ته یو فکر پیدا شو، په منډه نبی اکرم ص ته ورغی او وویل: یا رسول الله ! ما له هغه سړي سره ستا خبرې واورېدلې، که زه هغه ونه له دغه سړي څخه رانیسم او تاسو ته په ډالۍ کې درکړم، همهغه د جنت د ونو سودا ما سره هم کوې؟ نبی اکرم ص مثبت ځواب ورکړ، ابودحداح په دې خبره خوشحاله شو، او کنجوس سړي ته ور روان شو او هغه یې په کوڅه کې ولیده، ږغ یې پر وکړ، کنجوس سړي ورته وویل: پوهیږې چي دا ونه زما په ټول باغ کې سارې نه لري، خرما یې په ټوله مدینه کې نه شته، بیا په خندا شو او وویل: نبی اکرم هم د ونې د رانیولو غوښتونکی وو او په بدله کې یې په جنت کې ونه راکوله، لیکن ما ورسره نه ومنل. ابودحداح ورته وویل: خبرې پرېږده، اوس یې خرڅوي که یا»؟ کنجوس سړي په لاس سره د خرما ونه ور وښودله، او وویل ګوره دا تر ټولو ستره او جګه ونه ده، ابودحداح ورته وویل: په څو یې راباندې خرڅوې؟ کنجوس سړي ورته وویل: د دې ونې په بدله کې څلویښت ونې درڅخه غواړم، ابودحداح د نبی اکرم ص خبرو ته سوچ وکړ، او له کنجوس سړي سره سودا وکړه او ونه یې ورڅخه واخیسته.

پسله یوې مودې ابودحداح په خوشحالی سره، نبی اکرم ص ته ورغی او ورته وویل:  یا رسوال الله ! ونه مي رانیوله او اوس یې تاته در ډالۍ کوم، شاوخوا کسان چي په کیسه باندې خبر وه، په حېرانتیا سره، له ابودحداح څخه پوښتنه وکړه څرنګه دې له کنجوس سړي څخه ونه واخیسته؟ څنګه دی راضي کړه؟ ابودحداح هم په ځواب کې هغوی ته وویل چي څلوېښت ونې مې ورکړلې. نبی اکرم ص په موسکی شو او د بې وزلې کور ته ولاړ.

ابودحداح او یو شمېر کسان هم نبی اکرم ص سره ملګري شول او د بې وزلي سړي کورته لاړل، کنجوس سړي هم هلته نژدې ولاړ وو او هر څه په حیرانتیا سره کتل، نبی اکرم ص د بې وزلې سړي د کور ور وټکول او بې وزله ورته راووتل او په شرمندګی سره نبی اکرم ص ته وویل: اې د خدای پیغمبره تاسو به امر کړې وای، زه به درغلې وای! تاسو ولي تکلیف وکړ؟ نبی اکرم ص د هغه په اوږه لاس کښېښوده او ورته وویل: ورشه خپل اولادونه راوله او له ونې څخه ورته خرما وشکوه، دا ونه او د هغه خرماوې ستاسو دی.

دغه مهال کې په نبی اکرم ص باندې د وحیې اثار ښکاره شو او په تندي باندې یې خولې راغلې. جبرئیل امین ورباندې نازل شوی وو او د لیل د مبارکې سورې تر یوولسم پورې څلور ایتونه ورته راوړي وه، ، په دغه  ایتونو کې د بخیلانو غندنه شوې وه.

۸ وَأَمَّا مَنۢ بَخِلَ وَٱسۡتَغۡنَىٰ. ۹ وَكَذَّبَ بِٱلۡحُسۡنَىٰ. ۱۰ فَسَنُيَسِّرُهُۥ لِلۡعُسۡرَىٰ. ۱۱ وَمَا يُغۡنِي عَنۡهُ مَالُهُۥٓ إِذَا تَرَدَّىٰٓ.

د ایتونو ژباړه: -8 او هر هغه څوك دى چې بخیلي كوي او بې پروايي كوي ۹ او د ډېرې ښكلې كلمې تكذیب كوي (دروغ يې ګڼي) ۱۰ و مونږ به ضرور ده ته د سختې لارې اسانتیا وركړو ۱۱ (هلاكېږي، نو)

په دغو ایتونو کې متعال خدای فرمایي: نو هر هغه څوک چي بخښښ او احسان وکړ او د خدای په نیک اجر باورمن و او تصدیق وکړ، ډېر ژر به د هغه (د دواړه عالمونو ) په چارو کې اسانتیا راولو. او هر هغه څوک چي بخل وکړ (او د جهل او غرور له مخې) ځان د خدای له مهربانی څخه بې نیازه وباله او د الهي نیک اجر تکذیب وکړ، ډېر ژر به د هغه د (دواړه عالمونو) په چارو کې سختی راولو او كله چې دى په كنده كې غورځېږي د ده مال به د ده هېڅ په كار رانشي.