Feb 22, 2023 10:24 Asia/Kabul
  • افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کښې

د تهران راډیو ډیرو خوږو او قدرمنو مینه والو السلام علیکم! د افغانستان او پاکستان د تیرې اونۍ د مهمو پيښو او حالاتو جاجونې له اونیز پروګرام سره مو په خدمت کښې یوو

تیره اونۍ په تهران کښې کښې د  اتو پراختیايي هیوادونو د اقتصادي ملګرتیاؤ په سازمان پورې ذ اړونده«د ټیکنالوجیکې پانګونې د پنځمې غونډې» منشي میلاد صدرخانلو په دغې غونډې کښې د افغانستان د سوداګرو او پانګه والو د یو ۷ کسیز پلاوي د ګډون خبر ورکړ او ویې چې ههغوي د طبي او روغتیايي تجهیزاتو او د مهندسۍ د تخنیکي خدماتو په برخو کښې پانګونو ته لیواله دي. د دغه پلاوي ترځنګ  د صلاحکارانو په توګه د طالبانو د دوو استازو د ګډون احتمال هم شته دی.

د ویلو ده چې د اقتصادي ملګرتیا سازمان (ډي-۸) یا همهغه د اتو پراختیايي اسلامي هیوادونو په سازمان کښې د ایران د اسلامي یو نوښت، په تخنیکي برخې کښې د پانګونې په پراختیا باندې تمرکز دی. په عین حال کښې په افغانستان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر او ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي هم د افغانستان د سوداګرۍ او تجارت خونې له استازو سره په کتنه کښې، د دواړو هیوادونو د اړیکو په تیره بیا د اقتصادي اړیکو مخ په پرختیا بهیر ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې پر ګډو دیني، کلتوري او تاریخي اړیکو سره بیره ایران او افغانستان اقتصادي وړتیاوې هم لري چې د یو بل بشپړونکې کیدې شي. بشپړوونکی اقتصاد یعنې ایران چمتو دی چې د افغانستان د معدنونو په برخه کښې پانګونه وکړي او په بدل کښې د کرهڼې په برخه کښې د بنیادي شیانو د ضرورت په پوره کولو کښې د افغانستان له ښو وړتیاؤ ګټه پورته کړي.

د ایران اسلامي جمهوریت کوې شي د افغانستان کورنیو اړتیاؤ نه علاوه، په کال کښې لږترلږه پنځه میلیون ټنه د خپل ضرورت وړ کرهڼیز محصولات په افغانستان کښې تولید کړي او په ضمانتي توګه یې ترې وپیري. د دې کار عملي کیدل د تهران او کابل ترمینځ د یو ۲۰ کلن تړون لاسلیکیدو ته اړتیا لري.

*/*/*/*/

د امریکې د خارجه وزارت ویاند په یوې لاسوهونکې نظرڅرګندونه کښې، له داعش سره د مقابلې په پلمه د افغانستان په خاوره کښې د دغه هیواد د پوځي عملیاتو د احتمال خبر ورکړ.

نډ پرایس مدعي شو چې دغه هیواد د داعش د هدف ګرځولو لپاهر د افغانستان په خاوره کښې د پوځي عملیاتو حق د ځان لپاره محفوظ ګڼي. خو دا چې امریکا په کوم بنیاد دا ډول حق د ځان لپاره محفوظ کړي، هیڅ اشاره ونه وکړه.

روسیې په دې وروستیو کښې ویلي دي چې امریکا لاهم په افغانستان کښې له تهرګرو ډلو په تیره بیا د داعش له ترهګرې ډلې ملاتړ کوي. که څه هم دطالبانو وویل چې د داعش له کسانو سره سخت ګلند کوي خو داسې ښکاري چې امریکا هڅه کوي په افغانستان کښې د داعش له د شتون له پلمې څخه په دغه هیواد کښې دپوځي لاسوهنو لپاره د یو اوزار په توګه ګټه پورته کړي.

دا په داسې حال کښې دي چې ترهګري په افغانستان کښې د امریکې د دوو لسیزو د شتون د ډیر مهم میراث په توګه په دغه هیواد کښې پاتې شوې ده او د افغانستان خلک لاهم د امریکې د ترهګرۍ قربانیان دي. 

*/*/*/*/*/*/

د افغانستان د شیعه علماو د شورا مرستیا او د دغه هیواد یو جهادي شخصیبت محمد اکبري د سلواغې په ۲۶ نیټه د شوروي د ماتې د کلیزې په مناسبت  یولړ دستورو کښې ټینګار وکړ چې د افغانستان خلک لاهم خپل سر او مال ځاروي ترڅو د خپلي اسلامي هویت او ملي خپلواکۍ ساتنه وکړه. د طالبانو د موقته حکومت د دمعدنونو د چارو وزیر شهاب الدین دلاوی هم وویل: د افغانستان خلکو د خدای تعالی په مرسته، د نړۍ له دریو نیواکګرو ابر قدرتونو ځان خلاص کړی، خپله آزادي یې ترلاسه کړه او باید د دغه نعمت شکرګزاره ووسي.

د ویلو ده چې د پخواني شوروي سور پوځ د کابل د هغه وخت د کمیونیسټي حکومت د ماته خوړولي او کمزوري پوځ د پياوړتیا په پلمه د ۱۳۵۸ کال د مرغومي په شپږمه نیټه د افغانستان خاوره ونیوله، خو سور پوځ د افغانستان له نیواکه له ۹ کالو او ۵۰ ورځو وروسته د ۵۰ زره مړو او درنو مالي تاوانونو له زغملو وروسته، بې له یوې وړې پوځي یا سیاسي بریا او لاسته راوړنې، د ۱۳۶۷ کال د سلواغې یا دلوې په ۲۶ نیټه د افغانستان له خاورې ووته.

د افغانستان د سیاسي چارو کارپوه عزت ا... یوسفي په دې هکله وايي: د افغانستان خلک تراوسه توانیدلي چې د انګلستان، شوروي او امریکې په شان دریو استعماري حکومتونو ته ماتې ورکړي او دا ښودنه کوي چې د افغانستان خلک د بیګناهو د ځپونکو دښمنان دي او هیڅکله نه پریږدي چې استکبار او استعمار په افغانستان کښې د هغوي پر برخلیک واکمن او مسلط شي.

*/*/*/*/

تیره اونۍ پاکستان هم له ګڼو پيښو او بدلونونو سره مخامخ و چې په د خپرونې په دې برخې کښې ځینو ته اشاره کوو.

پاکستان کښې د ترهګرو بریدونو په دوام کښې دریو بریدګرو د کراچۍ د پولیسو د قومندانۍ مرکز ته په ورننوتو سره ترهګر عملیات ترسره کړل. د پاکستان تحریکِ طالبان ترهګرې ډلې د دغې حملې پړه ومنله.

دا د پاکستان له پوځ سره له اوربنده له وتلو وروسته په پاکستان کښې د دغې ترهګرې ډلې د څویم ځل عملیات دي چې ګواښ یې کړی خپلو ترهګرو بریدونو ته به زور ورکړي. د ایران اسلامي جمهوریت دغه ترهګره حمله غندلې ده.

په پاکستان کښې د ترهګرو حملو دوام ښودنه کوي چې دغه هیواد لاهم د ترهګرۍ له ننګونې سره مخامخ دی او تحریکِ طالبان هم په مختلفو عمومي او پوځي سویو خپلو جنایتونو ته دوام ورکوي.

د پام وړ ټکی دا چې د پاکستان خلک تمه لري د دغه هیواد عالمان د ترهګرو جنایتونو په غندلو سره د هغو د دوام مخه ونیسي ځکه چې د پاکستان ځینې علما او مذهبي ډلې په ترهګرو ډلو باندې ډیر نفوذ لري.

*/*/*

تیره اونۍ د پاکستان «عوامي نیشنل پارټۍ» «هزاره» سیمې ته د یوې صوبې د درجې ورکولو په هکله  د مسلم لیګ نواز ګواد د یوې مشرې مریم نواز د څرګندونو په غبرګون کښې وویل: په روانو حالاتو کښې دا ډول سیاسي څرګندونې په پاکستان کښې ملي یووالي ته تاوان رسولی شي.

د عوامي نیشنل ګوند صوبايي مشر ایمل ولي خان څرګنده کړه: دا د خیبر پښتونخوا صوبې د ټوټې کولو لپاره وړومبنۍ هڅه نه ده خو تراوسه په دې لړ کښې شویو ټولو هلوځلو ماتې خوړلې ده. هغه ټینګار وکړ چې په پاکستان باندې په واکمنو حالاتو کښې، دا ډول خبرې چې د سیاسي امتیاز د ترلاسه کولو لپاره ترسره کیږي، واکمن اتحاد ته زیان رسولی شي.

د پاکستان د پخواني وزیراعظم نواز شریف لور مریم نواز چې د مسلم لیګ ګوند په مشرانو کښې هم شامله ده، د پارټۍ په رسمي دستورو کښې ویلي وو چې که ګوند یې په راتلونکو عمومي انتخاباتو کښې بریالۍ شي نو په خیبر پښتونخوا صوبه کښې هزاره سیمه به په یوې خپلواکې صوبې بدله کړي چې د مخالفانو له نظره یو سیاسي او انتخاباتي حرکت دی.

هزاره سیمه د پاکستان په خیبرپښتونخوا صوبه کښې یو اداري واحد دی چې «ایبټ آباد» ښار یې مرکز دی. د دغه ښار نفوس په ۲۰۱۷ کال کښې څه باندې ۵ میلیون تنه وو. مخالفان باوري دې چې د پاکستان مهم ګوندونه دې په انتخاباتي اهدافو سره داسې دریځونه مطرح نه کړي چې ممکنه ده د پاکستان ځمکني او ملي یووالي ته تاوان ورسوي. له دې نظره د مسلم لیګ نواز ګوند د یوې مشرې له خوا دا ډول څرګندونې د پاکستان په ټولنه کښې د دغه ګوند د ډیرو بدو شرایطو بیانونکې کیدې شي چې مشران یې د عمومي نظر د جلبولو لپاره هی ډول دریځ مطرح کوي.

*/*/*/*/*

په تیره اونۍ کښې پاکستان او امریکې د سټراټیجکو مسائلو په اړه د غږملتیا د پیاوړتیا او د دوه اړخیزو پوځي او امنیتي اړیکو د زیاتولو لپاره د خپلو دفاعي خبرواترو دویم پړاؤ ترسره کړ. د دغو خبرواترو اولنې پړاؤ د ۲۰۲۱ کال په جنورۍ کښې په پاکستان کښې ترسره شوی و. د پاکستان د وسله والو ځواکونو لوې درستیز جنرال محمد سعید د دغه هیواد د بین سازماني پلاوي مشري په غاړه درلودله.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼې کښې وویل چې د دفاعي خبرواترو د ترسره کولو هدف، د دغه هیواد او امریکې ترمینځ په دوه اړخیزو دفاعي او امنیتي ملګرتیاؤ پورې اړونده موضوعات وو. ځینې سیاسي ټولنې د امریکې او پاکستان پوځي خبرې اترې د تحریکِ طالبان د ترهګرو فعالیتونو په لړ کښې ګڼي. خو ځینې سیاسي ټولنې بیا دغه مذاکرات د واشنکټن او اسلام آباد د اړیکو د ښه والي په لړ کښې ګڼي چې ترټولو مهم چورلیز یې افغانستان دی.

د سیمې د چارو کارپوه اکرم عارفي په دې هکله وايي: دا احتمال چې د افغانستان په اړه د ماسکو په وروستۍ غونډه کښې د پاکستان ګډون نه کول د پاکستان او امریکې د پوځي او دفاعي غونډې په وجه وي، له نظره لرې نه دی او دا ښودنه کوي چې د اسلام آباد حکومت د امریکې د نظر د جلبولو په موخه غواړي خپل سیمه ایز کړچار د امریکې له سیاستونو او غوښتنو سره سم برابر کړي. دا هغه موضوع ده چې د خپلو سیمه ایزو پروګرامونو او اهدافو په غوره کولو کښې د پاکستان د عمل د آزادۍ مخه نیسي.

*/*/*/*/*

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه