د صهیونیسټ رژيم پرضد د ایران پیچلي استخباراتي عملیات څه بریاوې لري؟
(last modified Tue, 10 Jun 2025 09:33:01 GMT )
Jun 10, 2025 14:03 Asia/Kabul
  • د صهیونیسټ رژيم پرضد د ایران پیچلي استخباراتي عملیات څه بریاوې لري؟

په نیواکي ټاټوبو(اسرائیلو) کښې له پیچلیو استخباراتي عملیاتو وروسته د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت د لوړې شورا د دارلانشا(سیکریټریټ) مهمه بیانیه خپره شوه.

په دغه بیانیې کښې ټینګار شوی دی په ایران باندې د تیري په بڼه کښې به د صهیونیسټ رژیم په پټو اټومي تاسیساتو باندې برید وکړو.

دغو عملیاتو د استخباراتو او د امنیت په ډګر کښې د ایران د اسلامي جمهوریت لوړ وس او هوشمندۍ نندرې ته وړاندې کړي ده.

دغه اقدام د ایران د ملي امنیت په پیاوړي کولو سربیره د صهیونیسټ رژيم د ګواښونو په مقابل کښې د تهران د دفاعي قدرت د زیاتیدا سبب شوی دی.

ایران تل د فلسطین د خلکو د جایزې مبارزې ملاتړ کړی او دغه عملیات هم د اسرائیلو رژيم له ظلم او نیواکګرۍ سره د مقابلې په لاره کښې ترسره شوي دي.

دا ډول حرکت ښودنه کوي چې ایران به د ځان او د سیمې د امنیت د ساتلو لپاره هر ډول هڅه ترسره کړي.

د ایران د ملي امنیت شورا د دارالانشا په خبر پاڼه کښې چې په تیرې دوشنبې ورځ خپره شوه ویل شوي دي په څو میاشتو هڅو ، د پیچلیو استخباراتي عملیاتو په ترسره کیدا او په دقیقې پيژندګلوۍ سره د صهیونیسټ رژیم د هر ډول احتمالي حملې په وړاندې د ورته مقابلې لپاره د هدفونو کار بشپړه شوی دی.

په دغه بیانیې کښې اشاره شوي ده دغه ستره استخباراتي بریا د دښمانانو د جنجالولو د رامینځته کولو په مقابل کښې د غلیو(خاموشو) اقداماتو او د هوشمند پلان یوه برخه ګڼل کیږي.

د دغو عملیاتو یوه بله برخه هم د ایران د وسله والو ځواکونو د پرله پسې او د بې ادعا هڅو نتیجه ده چې د صهیونیسټ نیواکګر رژیم او د هغه د ملاتړو د کمزورتیا او د قوت له ټکو سره متناسب عملیاتي توان یې رامینځته کړی دی.

د ایران د ملي امنیت شورا په دغه بیانیې کښې ډاګینه کړي ده نن سبا دغو اطلاعاتو ته لاسرسي او د استخباراتي عملیاتو د څرخې بشپړیدا د ایران اسلامي جمهوریت د دې جوګه کړی دی چې د تهران د اټومي مرکزونو یا د پوځي او د اقتصادي بیخ بنایانو پرضد د صهیونیسټ رژیم د هر ډول تیري په بڼه کښې به د اسرائیلو په پټو اټومي تاسیساتو باندې حملو سره د تیري له ډول سره متناسب ځواب ورکړي.

د ایران دغه استخباراتي عملیات چې د صهیونیسټ رژیم حساسو سندونو ته د تهران د لاسرسي سبب شوي دي په پوځي ، سیاسي ، حقوقي ، سیمه ئیزو او د انفارمیشن ټیکنالوژۍ په اړخونو کښې  پراخې سټراټيژیکې بریاوې له ځان سره لرلي دي.

لویدیځو کارپيژاندو دغه عملیات د استخباراتي زلزلې او د استثنايي شاهکار په توګه بللي دي.

د خبرو سرچینو د راپور پراساس کشف شوي پټ سندونه ښودنه کوي د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس له صهیونیسټ رژیم بشپړه غږملتیا لرلي ده.

ایران د اسرائیلو د اټومي پروژو او اټومي تاسیساتو اړونده ګڼ شمیر سندونو ته لاسرسی لرلی چې پکښې نقشې ، تصویرونه او د عملیاتو جزیات شامل دي.

دغه اطلاعات د ایران په دفاعي پروګرامونو کښې استعمالیدلای شي.

دغو استخباراتي عملیات ثابته کړه ایران د دې جوګه دی چې د صهیونیسټ رژيم په حساسو تاسیساتو باندې برید وکړي او د پوځي ګواښ په بڼه کښې له دغو اطلاعاتو د چټک ځواب لپاره استفاده وکړي.

د دغو عملیاتو بریالیتوب د صهیونیسټ رژيم د چارواکو اندیښنه زیاته کړي ده او  د «موساد» او د «شین بت» جاسوسۍ ادارو په شمول د خپلو استخباراتي موسسو او د امنیتي سیسټم په کمزورتیا یې اعتراف کړی دی.

ایران همدا اوس د صهیونیسټ رژیم د هغو اټومي وسلو په هکله پیاوړي سندونه لري چې دغه رژیم تل د هغه له منلو ډډه کړي ده.

دغه موضوع  کیدلای شي په نړیوالو ارګانونو  کښې د اسرائیلو رژيم د حقوقي غندنې سبب شي.

د ایران دغو استخباراتي عملیاتو یوځل بیا ثابته کړه چې په سیمه کښې د استخباراتي قدرت انډول د ایران په ګټه بدل شوی دی.

صهیونیسټ رژيم د امریکا او د نورو اروپايي هیوادونو له پراخو وسله والو او مالي ملاتړونو سره سره نه دی توانیدلی په نیواکي ټاټوبو کښې خپل امنیتي درزونه پټ وساتي.

دغه بریالیتوب حتی د دښمن په تر ټولو سختو امنیتي سیسټمونو کښې د پیچلیو عملیاتو په ترسره کولو کښې د ایران د انفارمیشن ټیکنالوژۍ برترۍ ثابته کړه.

دغه استخباراتي عملیات نه یوازې د ایران د اسلامي جمهوریت لپاره یو بریالیتوب ګڼل کیږي بلکې دښمانانو ته یې  یو روښانه پیغام استولی دی چې ایران د اطلاعاتو او استخباراتو په ډګر کې یو مخکښ لوبغاړی دی او د دښمن امنیتي سیسټمونو ته د نفوذ کولو توان لري.

د دغو عملیاتو پراخوالي وښودله چې د اسرائیلو رژیم د امریکا او د نورو لویدیځو حکومتونو له هراړخیزه وسله والو او مالي ملاتړونو سره سره نور له مطلق امنیت څخه نه دی برخور او د استخباراتي حملو په مقابل کښې د تل اویو کمزورتیا ښکاره شوي ده.

د ایران دغه استخباراتي بریالیتوب د لویدیځې اسیا په امنیتي معادلاتو کښې د سترو بدلونونو زمینه رامینځته کولای شي.