Mar 13, 2023 11:57 Asia/Kabul
  • د ایران سیل ۱۳۴

د تهران راډیو قدرمنو مینه والو د ایران سیل د لړۍ له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کښې یو. نن د تهران ولایت یو بل ښایسته ښار «دماوند» ته ځو او غواړو چې د دغه ښکلي ښار د پیژندګلوۍ ترڅنګ، د دغې سیمې له ځینو تاریخي او طبیعي ښکلاؤ سره هم بلد شوو

دماوندDamavand یو غریز ښار دی چې د تهران شمالي اړخ ته پروت دی. د دې سیمې لرغونوالی زرګونه کاله پخوا ته رسي. د دماوند د اطرافو په کیلان نومي کوچني ښار کښې د «قلعه عسګر» په هکله ترسره شویو هلوځلو په دوران کښې د انسان د شتون ډیرې نښې ترلاسه شوې دي او هلته موندل شوي آثار له میلاده په ۱۴ زره کاله مخکښې او د کاڼي په دوران پورې اړونده دي. په دغې سیمې کښې له تاریخي پړاوه هم ګڼ آثار موندل شوي دي چې ښودنه کوي د ساسانیانو Sasanian Empire) له زمانې څخه د پام وړ پاتې شوی او ورڅخه د اوسیدو لپاره ګټه پورته شوې ده.

دماوند غر

د دماوند ښار نوم د ایران او مینځني ختیځ د ډیر دنګ غر یعنې «دماوند» څخه اخیستل شوی دی. د دماوند ځوکې نوم او اوازه د ایران په پارسي ادبیاتو کښې لیدې شو. د غره دغه څوکه په ایرانیانو کښې یو ځانګړی مقام لري او په هکله یې مختلفې کیسې او افسانې ویل شوې دي. په دغو کښې په یوې افسانې کښې راغلي دي چې فریدون ضحاک ماردوش چې یو ظالم باچا و، د دماوند په یو غار کښې بندي کړې شوی و او آخر د ستر ایراني پهلوان ګرشاسپ په لاس ووژل شو.

 

دغه افسانې د خلکو په باور او اعتقاد کښې دومره ننوتي او پخې شوې دي چې ځیني خلک مدعي دي چې د ضحاک د فریادونو غږ له غارونو او غرونو څخه ترغوږو کیږي.

دماوند د ایران د خلکو لپاره ډیر ارزښتناک دی او په هم دې مناسبت د جولایۍ څلورمه یا د چنګاښ د میاشتې دیارلسمه نیټه په ایران کښې د دماوند د ملي ورځې په توګه نومول شوې ده. دا هغه څوکه ده چې د کال په زیاتره ورځو کښې د ایراني او بهرنیو غر ختونکو مقصد وي. د غر ختنې زیاتره مسلکي ډلې چې د نړۍ د ترټولو لوړې څوکې یعنې اِورسټ ته د ختو نیت لري، له هغه مخکښې دماوند ته د ختلو تجربه ترلاسه کوي.

*/*/*/

اوس به د دماوند په ښایسته ښار کښې یو چکر ولګوو. په دماوند کښې ډیر باغونه موجود دي  او غرنۍ سیمې ته په پام سره له لوړ ژورو ډک سړکونه او د سړکونو دواړو غاړو ته ډیرې دنګې او ښایسته ونې لري. په ځینو سیمو کښې د سړک په مینځ کښې د سیند تیریدو د دغه ښار ښکلا زیاته کړې ده. دماوند د تهران ولایت ترټولو ښایسته او د ښې آب و هوا لرونکی ښار دی چې ژمی یې ډیر سوړ وي خو په اوړي کښې یخه او په طبعه برابر هوا لري.

د دماوند د مڼې

د دماوند خلک په دماوندي لحجه خبرې کوي او په ځینو سیمو کښې هم مازندراني ژبه چلیږي. باغباني د دې سیمې د بزګرو خلکو د عاید ترټولو مهمه سرچینه ده. په دغه ښار کښې ډیر مرکبات کرل کیږي خو د دماوند او د خواوشا سیمو ترټولو مهم محصول یې «مڼه» ده. د مني یا خزان د موسم په پیلیدو سره د دماوند د زیړې مڼې د شوکولو موسم پیلیږي. د دماوند په باغونو کښې مختلف ډوله مڼې کرل کیږي. څه باندې ۲۰ قِسمه مڼې... خو د دماوند زیړه مڼه چې بهرو هیوادونو ته هم صادریږي، ډیر مهم او مشهور محصول دی.

اوس چې د دماوند ښایسته ښار ته راغلې یو نو هیرول نه دي پکار چې په دې ښار کښې پر مڼو سربیره د غره طبیعي شات هم د ډالۍ په توګه وړې شو. د شاتو د مچیو ساتل د دغه ښار د خلک یو تولیدي فعالیت دی.

*/*/*/

ګرانو دوستان د دماوند د ښایسته ښار چکر ته دوام ورکوو. د دماوند یوه ډیره د لیدو وړ او ځانګړې جاذبه «پارک ملی لار» (lar national park)  دی. د لار حفاظت شوې سیمه یا به داسې ویل ښه وي چې د لار ملي پارک د تهران د ختیځ په ۷۰ کیلومیټرۍ کښې پروت دی. دا داسې ښایسته سیمه ده چې د دماوند غره په جنوب لویدیځې څنډې کښې تر شمال ختیځ لوري پورې پرته ده. دغه سیمه د تهران او مازندران ولایتونو ترمینځ پرته ده او پراختیا یې کابو ۳۱ زره هیکټره ده.

د دغه پارک منظره ډیره په زړه پورې ده او ټول د شقایق په ګلونو پټ دی. د لار شقایق معمولاً د پسرلي په وروستیو کښې د دغه طبیعي پارک میلمانه وي او حیرانوونکې ښکلا وربخښي.

د لار ملي پارک څه باندې ۴۰۰ ډوله بوټي لري چې کابو ۳۵ قِسمونه یې د ایران ځايي بوټي دي. د مناسبې آب و هوا ترڅنګ د ډول ډول بوټو او پریمانه اوبو شتون د لار ملي پارک د سل ډوله مارغانو او حیواناتو د اوسیدو لپاره په یو مناسب ځاې بدل کړی دی. زرین باز Golden eagle)  یو داسې ښایسته او ارزښتناک مارغه دی چې د ایران یوازې په دې سیمه کښې لیدل کیږي. په مجموعي توګه د لار ملي پارک د دماوند یوه ډیره ښایسته او د لیدو وړ طبیعي سیمه ګڼله کیږي چې په کښې سیلانیان او په طبیعت کښې ګرځیدونکي د غر ختنې، کب نیونې او بایسیکل چلونې په شان تفریحاتو نه خوند اخلي.

*/*/*/*/*/

د دماوند یوه بله د لیدو وړ سیمه د

ډنډونه tar and havir lake دي چې د دماوند د ختیځ په ۳۰ کیلومیټرۍ کښې د هویر په نامه کلي په خوا کښې پراته دي. د غره په لمن کښې پروت دغه کلی د لیدو ډیر په زړه پورې ځایونه او جاذبې لري او د تهران ولایت د سیاحت یوه نمونه سیمه ګڼله کیږي. د هویر په جاذبو کښې ډبرینې پرخې، چینې، آبشارونه، راڼه ډنډونه او د جول دره وغیره په شان غارونه شامل دي.

تار و هویر جهیلونه د کلي په خوا کښې ډیرې مهمې طبیعي جاذبې دي. دغه دواړه ډنډونه د سمندر له سطحې نه تقریباً ۳ زره میټره لوړتیا لري او تر مینځ یې تقریباً ۵۰۰ میټره واټن دی. تار او هویر ډنډونه د ځمکې پیژندنې هغه ډله ښکارندې دي چې د ځمکې د خوځیدو له امله جوړ شوي دي او د غرونو خوږې اوبه لري.

تار ډنډ

د دغو دواړو ډنډونو چاپیره غرونه دي. داشان چې په شمال کښې یې د قره داغ غرونو لړۍ ده او او جنوب لور ته یې زرین کونZarrin Kooh)  لیدل کیږي. دغه دواړه ډنډونه د کلي طبیعي او ارزښتناکې جاذبې دي او کب نیونکي د ټراوټ کبانو د نیولو لپاره ورځي.

*/*/*/

ګرانو مینه والو په دماوند ولسوالۍ کښې سیل او ګرځیدو ته دوام ورکوو. دماوند سیمه پر ښایسته طبیعت سربیره، د تاریخ او لرغونو آثارو د مینه والو لپاره هم ډیر څه لري.

شبلي برجShebli Tower)   د دماوند یوه ارزښتناکه ودانۍ ده چې د شیخ ابوبکر دلف بن حجدر شبلی (Abu Bakr al-Shibli)  په نامه نوموله شوې ده. دغه تاریخي ودانۍ د مشهور صوفي شیخ شبلي د یاد نښه ده چې له ۸۶۱ نه تر ۹۴۶ میلادي کلونو ترمینځ تیر شوی دی. دغه ودانۍ یوازې د یاد او نښې په توګه جوړه شوې او قبر یې په کښې نشته.

شبلي برج د ښار یو تاریخي سمبول دی او هم داشان له اسلامه وروسته د ایران د معمارۍ او هنر یوه څرګنده نمونه ګڼله کیږي. دغه برج په سلجوقي پړاؤ کښې د څلورمې او پنځي قمري پيړیو له آثارو څخه دی چې د تهران ولایت د دماوند ښار په مرکز کښې او د دغه ښار د «قاضي» او «فرامه» په نامو د دوو پخوانیو سیمو ترمینځ پروت دی. د شبلي برج معماري وړومبۍ ساده وه خو بیا په اته ګوټي توګه جوړه شوه او ورباندې تزئینات او سنګارونه وشول. د برج بنیاد د ډبرو د ټوټو او د ګچو له مصالې جوړ شوی دی.

په حقیقت کښې کله چې برج ته نزدې شئ، د هغه بې ساري معماري درته ځان څرګندوي، هغه معماري چې اول ساده ښکاري خو هرڅومره چې ورنزدې کیږئ، پیچلتیا او ظرافت یې لاډیر احساسیږي. تاسو له یو اته ګوټې ودانۍ سره مخامخیږئ چې اول یې د اته ګوټي انتخاب لپاره کومه خاص وجه نه مومئ، خو خبره دا ده چې کله یوه ودانۍ په ګڼو ګوټونو سره طراحي او ډیزاین کیږي، هر ګوټ یې د بل ګوټ سره توپیر لري. مثلاً کله چې د ودانۍ د ور مخې ته اودریږئ، د غاړو د دوو ګوټونو رنګ یې د مینځني ګوټ په نسبت بدل ښکاري، حال دا چې عملاً یې په رنګونو کښې هیڅ فرق نشته او د غاړو دوه ګوټونه د مینځني ګوټ په پرتله یوازې د زاویې د بدلیدو په وجه د بدل رنګ ښکاري.     

*/*/*/*/*/

ترجمه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه