Mar 13, 2023 15:14 Asia/Kabul
  • ایرانسیل ۱۳۵

عزیزانو په دغه برخه کې هم په تهران کې ګښت او ګذار ته دوام ورکوو او که خدای کوله نو ځو له خیره د نړۍ یو تر ټولو پخوانی سیمې شهر ری  په لور،

د تهران شهر ری سیمه په جنوب کې واقع شوې ده او د لړغونوالې له نظره د نړۍ په سویه دیارلسم لرغونی ښار بلل کیږي.

شهر ری کې له اتو زرو کلونو مخکې نه انسانان اوسېدل، له میلاده دوه زره کاله مخکې کله چي آریایي قومونه د اوسني ایران سیمو ته راغلل او د شهر ری په سیمه کې میشت شول او شهر ری بڼه ونیوه، د زرتشتیانو په سپېڅلي کتاب اویسټا کې له شهر ری څخه د نړۍ د دیارلسم لرغوني ښار په توګه یادونه شوې ده، د ری د ښار د جوړېدو د څرنګوالې په هکله ډېر قیصې او افسانې بیان شوي دي، د ایران د نهم میلادي پېړۍ تر ټولو مشهور شاعر ابوالقاسم فردوسي ویلي چي ری ښار  د ساساني یزدګرد زوی پیروز له لورې نه جوړ شوی چي په اووهمه پېړۍ کې اوسېدل.

برټانوی ټوریست او لیکوال رابرت کرپورتر وایي: دغه ښار د کیومرث د زوی هوشنګ له لورې جوړ شوی دی. کیومرث څخه د اویسټا په کتاب کې د لومړی انسان او په شاهنامه کې بیا د لومړی باچا په توګه یادونه شوې ده. 

د نړۍ په اکثره لرغونو کتابونو کې د ری ښار څخه په مختلفو نومونو یادونه شوې ده، ری ګاه، رای ګز، رام اردشیر، ام البلاد د ری د ښار له پخواني نومونو څخه بلل کیږي.

دغه لرغوني ښار د زیات شمېر ایراني عالمانو او پوهانو د پیدایښت ځای دی، د دې ښار یو تر ټولو مشهور عالم ابوبکر محمد رازی نومیږي، چي د تاریخ په اوږدو کې یو ډېر مهم کس پاته شوی دی.

هغه په ۸۶۵ میلادي کال کې د ری په ښار کې وزېږېدی او د نړۍ په کچه د یو مشهور فیلسوف، کیمیا پوه او ډاکټر په توګه مطرح شو، زکریای رازی د الکولو، اسید سولفوریک او سپین تېل د کشف کوونکی په توګه پېژندل شوی دی، د رازې لیکونه او موندنې له پخوا نه تر نن ورځې پورې، د نړۍ د وتلیو پوهنتونو تر ټولو له مهمو سبقو څخه بلل کیږي، هغه همدارنګه د ستورو د پېژندنې، منطق او ریاضیات په هکله ارزښناکه اثار لري.

ری له اسلام څخه په مخکې پړاو کې د زرتشتیانو مذهبی مرکز وو او د زرتشتیانو موبدان په کښې دیني حکومت جوړ کړی وو، د مادانو او هخامنشیانو په پړاونو کې او حتي له هغه نه مخکې هم ری ښار سپېڅلی بلل کېدل.  ری ښار د مذهبي ارزښت سربېره، د سوداګری له نظره هم زیات اهمیت څخه برخمن وو، په دې خاطر د ری اکثره اوسېدونکي کاروباریان او سوداګران وه. ری ښار له اسلام مخکې د تاریخي مخینې د درلودلو د امله د زیاتو ارزښتمنو اثارو څخه برخمن دی چي تر ټولو مشهور یې د اشکانیانو د ماڼۍ کنډوالې دي خو د دې تر څنګ د طغرل برج، د نقاره خانې برج، علي چشمه، د ری کلا او د بی بی شهربانو زیارت هم اشاره کولایشو.

په شهر ری یو کې تر ټولو لرغونی تاریخي اثر د ساسانیانو له پړاوه پاتې یوه ودانۍ ده، د تاریخي اسنادو له مخې دغه ودانۍ د ساسانیانو په دور کې د میل په نامه د یوې غونډۍ د پاڅه جوړه شوې  او د بهرام پورې اړوند اورتون دی چي د نورو اورتونونو په څېر د اسکندر مقدونې له لورې وران شوي دي او یوازې یو نیم کنډوالې پاته دي، همدارنګه د شهر ری په شاوخوا کې یوه بله غونډۍ هم شتون لري چي د ساسانیانو له دور څخه پکښې په ګچو باندې تراشل شوي نقشونه موندل شوی دی او اوس د تهران په مرکزي موزیم کې ساتل کیږي.

د ری ښار له دې نه مخکې چي د یوه تاریخي ښار په توګه شهرت ولري د یوه مذهبي ښار په توګه شهرت موندلی دی، د شهر ری له اصلي میدان څخه څه لږ وړاندې د حضرت عبدالعظیم علیه السلام د زیارت دروازه  څرګندیږي،

اکثره خلګ په داسي حال کې چي د حرم په وړاندې د احترام لپاره تعظیم کوي د حرم په دروازه کې د زیارتوالو ګڼه ګوڼه وي څو زیارت ته ننوځي، په زیارت کې دننه څپې څپې زیارتوال ګرځي او په عبادت او لمونځونو باندې لګیا دي، د حرم خدمت کوونکي په ضریح او په زیارتوالو باندې ګلاب شیندي او حرم کې یوه معنوي فضا برقراره وي، د عبدالعظیم حسنی علیه السلام مزار د ری د ښار یو تر ټولو له مهمو مذهبي ځایونو څخه دی، دغه زیارت د ایلخانیانو په دور جوړ شوی او بیا د صفویانو او قاجاریانو په پړاو کې نور کار پرې شوي دي.

 سید عبدالعظیم حسني د اهل تشیع د دوهم امام حضرت حسن مجتبی علیه السلام له اولاده څخه دی چي په ۷۸۹ میلادي کال کې په مدینې کې پیدا شو، پلار یې عبدالله او مور یې فاطمه نومېده، سید عبدالعظیم د اهل تشیع د لسم امام هادی علیه السلام د امامت پر مهال د خپلې زمانې له لویو عالمانو څخه وو، چي د اهلبیت علیه السلام څخه د ملاتړ او د اسلامي معارفو د تبیلغ د امله د حکومت له غوصې سره مخ شو او مجبوره شو چي ری ښار ته پناه یوسي او هلته د یوه اهل تشیع په کور کې پټ شي، سید عبدالعظیم علیه السلام په دغه موده کې به یې د شپې او ورځې به عبادت کاوه تر دې چي د ناروغی د امله په ۸۶۶ میلادي کال کې وفات شو او په همهغه ځای کې ښخ شو.

د هغه بزرګوار مزار د شابدلعظیم په نامه د خلګو تر مینځ شهرت موندلی او د ایران په کچه د مذهبي فعالیتونو په یو معنوی مرکز بدل شوی دی. له دې نه علاوه د شابدلعظیم په زیارت کې د اووهم امام حضرت موسی کاظم علیه السلام زوی سید حمزه او د څلورم امام حضرت سجاد علیه السلام لمسی سید طاهر  مزار هم موجود دي چي ورته ضریحې جوړې شوي دي.

د زیارت په غولې کې بیا وتلي دیني عالمان او شهیدان  هم ښخ دي، د شابدالعظیم د ګنبد د زرو پوښښ په ۱۸۳۵ میلادي کال کې د ناصرالدین شاه په امر جوړ شو.

د مزار پورې اړونده ودانۍ د سلجوقیانو د معمارۍ په طریقې سره جوړه شوې ده او په چت کې یې څلور طاخونه لیدل کیږي چي په عامه اصطلاح کې ورته والۍ وایي او اکثره د سلجوقیانو له دور څخه په پاته شویو ودانیو کې دي. د ودانۍ د چت ټولې برخې په هیندارو سره سینګار شوی او یوه ښکلې فضا یې رامینځ ته کړې ده.

د فتحعلی شاه د باچاهۍ په زمانه کې د زیارت چت په لومړي ځل په هیندارو سینګار شو او بیا دغه بهیر د ناصرالدین شاه په دوره کې دوام ومونده. په حرم کې دننه د دېوالونو د پاڅه ایات او احادیث هم په ښه ښکلي خط سره لیکل شوي دي، د حرم په ختیځه کې د ښځو جومات او په لوېدیځ لور کې د نارینه و جومات دي، ناصرالدین شاه هم د زیارت په جنوبي برخه کې ښخ شوی دی.

د حضرت شابدالعظیم مزار د تهران یو تر ټولو پخوانی زیارت دی چي په موزیم کې یې زیات ارزښناکه اثار موجود دي، دغه اثار کې یو نیم لرغوني کتیبې، انځورونه، خطي نسخې، خټینې لوښې او نورې وسپنیز الات شامل دي چي اکثره د زیارتوالو له لورې حرم ته ډالۍ شوي دي. د موزیم ودانۍ ۳۵۰۰ میټره پراختیا لري او په دریو چتونو کې جوړه شوې ده.

موزیم په پرمختللي امنیتي سیسټمونو باندې سمبال دی او د قیمتي اثارو د ساتلو لپاره ځانګړي سازوسامان لري، د موزیم چت په څلورو ګردی ډوله جوړښتونو سره ډیزاین شوی دی چي په کښې د الهي اولیاوو نومونه لیکل شوي دي،  په دغه موزیم کې له میلاده مخکې د څلورمې پېړۍ نه نیولې را په دې خوا لرغوني اثار راغونډ شوي دي.

خو د موزیم سربېره، د حرم یوه بله ښکلې برخه د صفویې له پړاو نه پاته لرغوني مسقف یا چت لرونکی بازار دی د حرم په شمال کې واقع شوی دی، دغه بازار ګڼ شمېر سیلانیان ځان ته راجلبوي، بازار سنتي بڼه لري لیکن پکښې ډول ډول توکې خرڅیږي، له موبایلونو او ماډرنو محصولاتو نیولې بیا تر خوږو، ګوتمیو، غمیانو، تسبیح او جاینماز پورې چي خلګو د سوغات په توګه یې رانیسي. په اصل کې دغه بازار په لرغوني زمانو کې د مسالو او درملو د پلور مرکز پاته شوی چي زرګونه کلونه مخکې سوداګرانو د اورېښم له تاریخي لارې څخه په استفادې سره، دغه بازار ته د تجارت لپاره راتلل.

 

 

ټیګونه