Mar 15, 2023 11:22 Asia/Kabul
  • د رڼا سرچینې (۲۲) د یوې دعا اغېزه

د رڼا سرچینو د لړۍ په دې برخه کې د آل عمران سورت د ۱۳۹م آیت شأن نزول څېړو، چې فرمايي: وَلَا تَهِنُوا وَلَا تَحْزَنُوا وَأَنْتُمُ الْأَعْلَوْنَ إِنْ کُنْتُمْ مُؤْمِنِینَ: که تاسو مؤمن یاست، نو کمزوري مه کوئ او مه خفه کېږئ، ځکه چې تاسو غوره یاست.

د بدر په جګړه کې ماتې، د مکې پر مشرکینو سخت روحي فشار راوړ. مسلمانان چې تر دې وړاندې، د دوی له لوري ځورول کېدل؛ په دې جګړه کې بریالي شول او د مکې ډېر مشران یې ووژل. له همدې امله د قريشو مشرانو له مسلمانانو سره د بشپړې جګړې پلان جوړ کړ.

ابو سفیان د قریشو د مشر په توګه اعلان وکړ چې د دوی له کورنۍ څخه هېڅوک حق نه لري، چې د خپلو مړو په اړه غمجن و اوسي او اوښکې تویې کړي. ځکه اوښکې او ژړا د زړونو پیچلتیاوې سپکوي او د غچ اخیستل کمزوري کوي. همدارنګه، هغه مال التجارت یې چې له امله یې د بدر جګړه رامنځته شوې وه او یوشمېر برخه لرونکي ووژل شول، د قریشو لښکرو تجهیز ته وقف کړ. په دې توګه، له پنځه زره وسله والو سره يو پياوړی پوځ چمتو شو، چې ۳ زره او ۲ سوه يې پياده او د پوځي وسايلو او امکاناتو له پلوه په ښه شرايطو کې وو.

د رسول الله (ص) تره عباس هغه ته د قريشو لښکر د چمتووالي خبر ورکړ. د دې خبر په خپرېدو سره، د مسلمانانو په منځ کې نه جبرانېدونکي حرانتیا رامنځته شوه. ځکه چې داسې پېښه رامنځته شوې وه، چې د تېرو پېښو او جګړو سره د پرتله کېدو وړ نه وه. پېغمبراکرم (ص) ډېر ژر خلک راټول کړل او له هغوی سره یې مشوره وکړه.

د هغه حضرت نظر، په مدينې ښار کې دننه له کفارو سره جګړه وه او وې فرمایل: په مدينه کې پاتې شئ؛ ښځې او ماشومان په لویو کلاګانو او کورونو کې پرېږدئ. که دښمن پر موږ برید وکړي، موږ به ورسره په کوڅه کې جګړه وکړو. موږ له مدینې سره د هغوی په پرتله ډېر آشنا یو. له دې سربېره، د رسول الله(ص) پروړاندې ځینو ځوانانو غوښتل چې له ښاره بهر له دښمن سره جګړه وکړي او ویل یې: ای د خدای رسوله! ښايي دښمن فکر وکړي چې موږ له جګړې څخه وېرېدلي یو او له همدې امله له ښاره نه وځو او دا فکر دوی مغروره کوي.»

د مدينې مخکنی واکمن، عبدالله بن اُبي په ښار کې د پاتې کېدو فکر درلود او ويل یې: يا رسول الله! په مدينه کې پاتې شه او تر هغه چې په ښار کې دښمن له ماتې سره مخ نه شي، غبرګون مه ښیه. ځکه چې که دوی له مدینې بهر پاتې شي، نو ستړي به شي او که مدینې ته ننوځي، نو نارینه به ورسره مخامخ جګړه وکړي او ښځې او ماشومان به له لوړو ځایونو څخه هغوی په ډبرو ووهي او که بېرته مکې ته راستانه شي، نو له ماتې او ناهیلۍ سره به ستانه شي. له څه بحث او اختلاف وروسته، بالاخره رسول الله (ص) د رايو په اکثريت سره ومنله او پرېکړه يې وکړه چې له ښاره بهر له دښمن سره مخامخ شي.

د احد جګړه

د اسلام زر کسیز لښکر له مدینې څخه حرکت وکړ، خو تراوسه دومره نه ووتللي، چې ناڅاپه عبدالله بن اُبي، چې په مدینه کې پر پاتې کېدو یې باور درلود، له خپلو ملاتړو سره، چې شاوخوا ۳ سوه کسان وو، مدینې ته راستون شو. په پایله کې رسول الله (ص) له ۷۰۰ کسیز لښکر سره د احد سیمې ته ولاړ او د غره په یوه څنډه کې ځای پر ځای شو. رسول الله (ص) لښکر داسې تنظیم کړ چې د احد غر شاته، د عَینَین غر چپ طرف ته او مدینه منوره په مخ کې وه.

د عَینَین په غره کې یوه تشه وه، چې ممکن دښمن ترې ګټه پورته او ناڅاپه پر اسلامي پوځ برید وکړي، له همدې امله رسول الله (ص) د احتمالي خطر د مخنيوي په خاطر، عبدالله بن جُبَيْر ته امر وکړ، چې له پنځوسو تکړه سرتېرو سره دې ځاى ته ولاړ شي او هغوى ته يې ټينګار وکړ چې د جګړې تر ختمېدو پورې هلته پاتې شي او حرکت ونه کړي.

له دې وروسته رسول الله (ص) مسلمانانو ته مخ وګرځاوه او یوه خطبه یې پیل کړه، چې لنډیز یې داسې دی: «اې خلکو! خدای ماته امر کړی، چې د هغه په ​​حکمونو عمل وکړم او له هغه څه چې هغه منع کړي دي، ډډه وکړم. تل پاک او پرهیزګاره و اوسم. نن ورځ تاسو د خدای د اجر او ثواب په مقام کې ځای پر ځای شوي یاست او ستاسو طریقه به د راتلونکو نسلونو لپاره بېلګه وي. تاسو باید خپل ځان  صبر، زغم او سرښندنو ته چمتو کړئ.

له دښمن سره جګړه او د ټپونو زغمل یو ستونزمن کار دی. د جهاد ډګر ته راشئ او زړه ور جنګ وکړئ او له خدایه وغواړئ، چې عزت او ویاړ درکړي. زه ستاسو پرمختګ او بریا غواړم او ستاسو له بېلوالي او خپګان څخه وېره لرم. پوه شئ چې هر ژوندی موجود نه مري او نه به یې رزق کمېږي، ترڅو په دې دنیا کې خپل رزق ترلاسه نه کړي. اې مسلمانو خلکو! د نورو مؤمنانو په پرتله د مؤمن عزت، د بدن په پرتله د سر درجه ده. نو که یو مؤمن په سختۍ کې راګیر شي، نور باید د هغه د تکلیف له امله رنځ او خپګان ولري. والسلام علیکم »

کله چې دواړه لښکرې له یو بل سره مخامخ شوې او جګړه پیل شوه، د قریشو ښځو د ابوسفیان د مېرمنې د (هند) تر مشرۍ لاندې، په دایره  وهلو او په سندرو ویلو پیل وکړ او د بدر په جګړه کې د قریشو وژل شوي سړي یې یادول. طلحه بن ابي طلحه لومړنی بیرغ لرونکی وو، چې د قریشو له لښکر څخه میدان ته راغی او د جنګیالي غوښتنه یې وکړه. علي (ع) میدان ته ورغی او هغه یې له منځه یوړ. رسول الله (ص) تکبیر وویلو او مسلمانانو هم په لوړ آواز د تکبیر غږ اوچت کړ.

له طلحه بن ابي طلحه وروسته، ځينو کسانو د مشرکانو بيرغ په لاس کې واخیست او د علي په لاسونو يو په بل پسې ووژل شول. د مکې د لښکرو په زړونو کې سخته وېره راغله. په دې وخت کې مسلمانانو سخت بریدونه پیل او د دښمنانو صفونه یې ګډوډ کړل. ځینې ​​یې وتښتېدل او پاتې نور یې خواره شول. د عمره بنت علقمه حارثه په نوم یوې ښځې بیرغ پورته کړ او تر هغه پوري چې قریش بیرته خپل بیرغ ته راستانه شول. په همدې حال کې خالد بن ولید څو څو ځله د قریشو له قوماندانانو وغوښتل، چې د عینین له غره څخه حمله وکړي، چې له نښان ویشتونکو سره مخ شول او ونه توانیدل چې نفوذ وکړي.

هغه ځواکونه چې د رسول الله (ص) په حکم د عینین د غره په لمنه کې ځای پر ځای شوي وو، د جګړې ډګر ته یې له لرې څخه کتل. وروسته له دې چې مشرکین قریش وتښتېدل او مسلمانانو د غنیمت په راټولولو پیل وکړ، دوی د غنیمت په لټه کې د پاتې کېدو او یوځای کېدو په اړه له یو بل سره اختلاف وکړ. ځینو ​​یې د غره لمنه پرېښوده او د غنیمت راټولولو لپاره له نورو سره یوځای شول. د دوی مشر عبدالله بن جبیر هڅه وکړه چې دوی له دې پرېکړې څخه منع کړي، خو ونه توانېد. هغه له څو لږو کسانو سره په هغه ځای کې پاتې شو.

کله چې خالد بن وليد، وليد چې د غره په لمن کې لږ نښان ویشتونکې دي او غر د دوی تر شا خالي دی، نو له خپلو ځواکونو سره د غره لمنې ته ولاړ او عبدالله بن جبير او د هغه ملګري يې چې له لسو کسانو څخه کم وو شهيدان کړل. بیا یې له شا څخه پر مسلمانانو برید وکړ. د کفر بیرغ یو ځل بیا پورته شو او له ټولو لورو څخه تښتېدونکي کسان د بیرغ لاندې راټول شول او د مسلمانانو بې نظمه او ګډوډ لښکر یې محاصره کړ.

په دې وخت کې د قریشو یو مشرک فکر کاوه چې مصعب بن عُمیر پیغمبر دی، برید یې وکړ او هغه یې وواژه، بیا یې چیغې وکړې چې محمد وژل شوی دی. دې دروغجن فریاد مشرکانو ته قوت او جرئت ورکړ او مسلمانان چې ونتوانېدل، خپله خپره شوې ډله راټوله کړي او یو موټی شي، په تېښته پیل وکړ. په دې وخت کې يوازې علي (ع) د يوه خوځنده ډال په څېر د هغه حضرت شاوخوا ګرځېدو او له ټولو خواوو يې دښمنان شنډول.

په هغه ورځ د علي پر بدن ۹۰ ټپونه ولګېدل او توره یې د جګړې پر مهال ماته شوه. رسول الله (ص) هغه ته خپله توره چې ذوالفقار وه، ورکړه، ترڅو د خدای په لاره کې خپل جهاد ته ادامه ورکړي. په همدې وخت کې د جګړې په ډګر کې یو غږ واورېدل شو چې ویل یې: لا فتی الا علي، لا سیف الا ذوالفقار: د علي په څېر هېڅ ځوان او د ذوالفقار په څېر هېڅ توره نشته.

Image Caption

 

خالد بن ولید په خپل وروستي اقدام کې، د احد ستراتیژیکې څوکې د نیولو او مسلمانانو ته د وروستي ګوزار د ورکولو لپاره، له خپل لښکر سره د غره سر ته ولاړ. كه خالد دغره څوکه نيولې واى، نو د مسلمانانو كار پایته رسېده او د هيچا د ژوندي پاتې كېدو هيله به نه وه.

پیغمبر(ص) په داسې حال کې چې د سختو ټپونو له امله یې له سر او مخ څخه وینې روانې وې، د دې صحنې په لیدلو سره وفرمایل: خدایه! اجازه مه ورکوه چې دوی دې غره ته پورته شي، له تا پرته موږ بل هېڅ مرستندوی نه لرو. خدایه! په دې ښار کې، له دې کوچنۍ ډلې پرته، نور هېڅوک ستاسو عبادت نه کوي،  نو له موږ سره مرسته وکړه."

په دې حساسو شېبو کې، خدای پاک د آل عمران ۱۳۹م آیت نازل کړ او مسلمانانو ته یې ډاډ ورکړ. خدای تعالی په دې آیت کې فرمايي:« وَلَا تَهِنُوا وَلَا تَحْزَنُوا وَأَنْتُمُ الْأَعْلَوْنَ إِنْ کُنْتُمْ مُؤْمِنِینَ: که تاسو مؤمن یاست، نو کمزوري مه کوئ او مه خفه کېږئ، ځکه چې تاسو غوره یاست.

د دغه هيله بښونکي آيت له نازلېدو وروسته، مسلمانانو جرئت وکړ او يو شمېر نښان ویشتونکي په بيړه غره ته ولاړل او د مشرکانو لښکر يې په نښه کړ. نورو چې وسلې نه درلودې، د ډ‌برو په باران سره مشرکین تېښتې ته اړ کړل. په پایله کې ټول مسلمانان وژغورل شول.

ژباړه: زماني