Mar 18, 2023 14:02 Asia/Kabul
  •  ښه عادتونه(48)

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والوپه دې شیبو کې... سره دخپل ملګري ... ایران د اونۍ  د ښه عاتونو نومې لړۍ له ننني اته څلویښتم مطلب سره ستاسو په خدمت کې دی، هیله ده د  استفادې وړ مو وګرځي.

  د یوه ښه او خوښ ژوند دتیرولو لپاره د  بدن او  روح سلامتیا دواړه اهمیّت لري.کله  هم ستاسو دخوښې وړ ژوند ته درسیدا لپاره د ژوند په سټایل کې د بدلون ضرورت پيښیږي.. په  ښه عادتونه نومې لړۍ کې ، د غلطو  او بدو عادتونو په ځاي ښه  عادتونه راولوو.  د یادونې وړ ده، هغه سپارښتنې چې  په دغې لړۍ کې وړاندې کیږي،  کلي دي او ممکنه ده  د ځينو لپاره  ئې ځيني مناسبې نه وي، ،  د ضرورت په بڼه کې حتما پخپل ژوند سټایل کې د  ځينو بدلونونو د راوستو لپاره  خپل ډاکټر او سلاکار سره مشوره وکړئ.

    دوستانو په تیرو مطلبونو کې  مو دمیلمستیاؤ او معاشرت  آداب وسپرړل. نو په ننني مطلب کې هم په په فلیټونو کې د ژوند  په پړاؤ کې د معاشرت  د ادابو  په باب درسره غږیږو، او همداراز  هغو آدابو او ټکو ته  چې باید د ګاونډیانو او دوستانو  او پيژندګلؤ  له تخصصه په مرسته اخستنې کې  رعایت کړو،  هم یوه ځغلنده کتنه کوو.

په مونږ کې زیاترو کسانو   په فلیټونو کې ژوند کول تجروبه کړي دي  او لکه څنګه چې  په فلیټونو کې   ژوند کول،د بنګلو یا ځان ته دکورونو  په نسبت له ګاونډیانو سره د  لاکمې فاصلې د درلودلو او دغه راز له مشترکې فضا څخه د استفادې  او داسې ځینو نورو چارو په  دلیل ،په کړو  وړو او چلند کې لازیات خیال ساتل ، ضروری دي،په فلیټونو کې د معاشرت  آداب  او قوانینو رعایتولو هم ډیر ضروري دي.

  په فلیټونو کې شور ماشور ، له عامو فضاؤ او ځایه ناسمه استفاده او داسې ځیني نورې چارې،هغه موردونه دي چې لامل کیږي په څو پوړیزو فلیټونو کې ژوند  د هغو کسانو لپاره چې  دغه فلیټونه  ئې خپل  ژوند لپاره  خوښ کړي دي، کړؤنکي دي.  په همدې دلیل، په د غو ځایونو کې اوسیدونکي  کسان پابند کوي، چې  فلیټونو ته مخصوص  قوانین  رعایت کړي. په هر حال   په دغو ځایونو کې اوسیدونکي  تر یوه حده د بریښنائي جارو په څير  شور، د  ماشومانو ژړا، د شیانو   ځاي په ځاي کولو آوازونه، موسیقۍ  او ځيني نور شورماشورونه  د ژوند  د واقعیّتونو په توګه مني .

 سره له دې  په فلیټ کې ژوند کولو کې ددغه شور ماشور دکنټرولولو  او د ګاونډیانو لپاره د آرامښت  رامینځةکول لپاره غوره ده ځيني ټکي رعایت شي.داسې بڼه کې چې  هڅه وکړئ څو شپې مهال او ورځې مهال  چې  ممکنه ده  ګاونډیان آرام کوي،او د لازیاتې خاموشۍ په دلیل شور ماشور  انسان لازیات اذیّت کوي،هغه کارونه چې شور ماشو ر رامینځةکوي،په دغو موقعو کې ترسره  نه کړئ .همدناراز هڅه وکړئ ، چې  د ګاونډیانو له شکایت  او ګیله کولو مخکې له هغو سره کومې موافقې ته ورسیږئ،د مثال په توګه،د میوزیک د تمرینونه یا ایروبیک سپورټونو د ترسره کولو په وخت، له مخکې  هغه  ګاونډیان چې  ممکنه ده دغه آوازونه او شور ماشور آوري خبر کړئ او  راضي ئې کړئ.

Image Caption

 

له هماغه  پړاوه  د معاشرت  د آدابو د رعایتولو لپاره  ماشومانو ته روزنه هم  ضروري  ده. دوي ته ورزده کړو چې  په کوم موقعو کې باید خاموشي رعایت کړي او په کومو موقعو کې  له شور ماشور پرته لوبې وکړي   او په لوړ غږ سره  د موسیقۍ له آوریدو ډډه وکړي .په پوړو کې  منډې وهل،د کور د دروازې په آرام سره بندول ، په تلو راتلوک کې له شور ماشور ډده کول،په عامو ځایونو  یا فضا کې په آرام سره خبرو کول ، هغه موردونه دي چې باید رعایت شي.

په فلیټونو کې د  ډیرومیلمستیاؤترسره کول او شور ماشور د ګاونډیانو د کړاؤ او اذیّت کولو سبب کیږی  او بلاخره  دهغو ي  چغې هم پورته کیږي، باید هڅه وکړئ میلمستیاوې کمې کړئ ، همدارازځیني بوډاګان چې غوږونه ئې درندۀ وي او سم غږ نه آوري،حتما دغه شان کسانو ته دهیډفون یا د غوږ مائيکروفون د استعمالولو وړاندیز وکړئ د فلیټونو د دننه د پوړو، لارو، آسانسور او هالونونو  په شان د ځایونو صفا ساتل  هم هغه موردونه دي چې باید  ګاونډیان ئې رعایت کړي. ممکنه ده فکر وکئ  چې  هره میاشت یو شمیر پیسې د فلیټ د شارژ  لپاره   د مسئول په کاؤنټ کې اچوئڅو  د صفائۍ او نورو کارونو ترسره کول په موقعې ترسره شي،  البته ټول هغه کسان  چې په فلیټ کې ژوند کوي،هم د صفائۍخیال ساتلو  ته پابنده دي.

Image Caption

 

     په فلیټونو کې  عامه فضا یا ځایونه ، زیاتره د ګاونډیانو ترمینځ  د شخړې سبب کیږی.د قوانینو په رعایتولو او له دغو پرانیستو ځایونو څخه د  سمې استفادې د څرنګوالي  دقوانینو په رعایتولو سره په فلیټونو کې آرامښت ټينګیږي. د مثال په توګه ،هغه کسان چې دوه یا څو ګاډي لري، د پارکینګ فضا یا انګڼ باید یوازې ځان ته مخصوص نه کړي.دغه شان زیاتره کسان د ګاونډیانو له  اجازت پرته په پارکینګ کې  او په انګڼ کې  ګاډي  تیروي  یا دروي . که ددغه شان  کار نیّت لرئ ، نو حتما  له ګاونډیانو سره له مخکې خبره وکړئ او هغوي راضي کړئ یا ورسره موافقه وکړئ. که یو ګاډی لرئ  نو  حتما بیا ئې هم په آرام سره پخپل مخصوص ځاي کې دروئ او بې ځایه درولو ډډه وکړئ. او د فلیټ نظم حتما رعایت کړئ  د بل چا ځاي مه نیسئ او  دغه شان به نور هم له تاسو زده کړي  او دغه قوانین به رعایتوي .په پارکینګ کې یا له فلیټ سره نزدې  له هارن وهلو ډډه وکړئ .

دوستانو لکه څنګه چې ددوستانه اړیکوساتل او د ادب او احترام رعایتول، په خلکو کې د اعتماد او آرامښت سبب کيږي،پردې اساس،په فلیټونو کې د مشکلاتو د رامینځةکیدا په بڼه کې هڅه وکړئ چې خپل آرامښت  او زغم وساتئڅو کار تر جنجال او شخړې  او شکایت په لورونه کاږل شي . له ګاونډیانو سره دمشکل د رامینځةکیدا په بڼه کې هم  هڅه وکړئ په احترام او  آرامې لهجې سره  مسئله مطرح کړئ   او له سپکو ټکو  هیڅکله  هم استفاده مه کوئ . د مسئلې د نه  حل کیدا  او تکراریدا په بڼه کې د ساختمان یا  ودانۍ  مسئول ته خبر ورکړئ څو د ودانۍ مدیر او مسئول  د ضرورت په بڼه کې  دغه  مسئله وریاده کړي او  یا  ورسره په ناستې  کې  چې د فلیټونو د اوسیدونکو ترمینځ  جوړیږي ، مطرح کړي. د مشکل د دوام  په بڼه کې تر ټولو وروستۍ رودې په توګه   بیا قانونی بڼې سره حل کیدلی شي.

Image Caption

 

باید په یاد ولرو، هماغه شان چې مونږ پخپله په ژوند کې ځيني وختونه آرامښت،ساعت تیري او دغه راز سیّل  ته بیلوو،او ځینی بله برخه هم د کارروزګار او د  عایداتو د ترلاسه کولو لپاره .دغه کسان  هم ضرورت لري، په هغو ساعتونو کې چې کار نه لري ، واقعا  آرام وکړي  او ځینی وختونه هم سیّل او ساعت تیري لپاره بیّل کړي   او مونږ پکار ده ،پخپلې ځان منامئ سره  د هغو دخوند اخستو وخت ورڅخه وانخلو.

 دوستانو په دې هیلې سره چې  خپل وخت  ښه او په خوند سره  تیر کړئ او دخپلو کورنیو او ګاونډیو د هوساینې او  آرامښت خیال هم ساتئ  او د بل په احترام کولو سره خپل احترام وکړئ ،نو  له دې مخکې چې تر بل مطلب پورې په نیاؤمن خداي وسپارو، باید ووایو چې  تاسو د  تهران ریډیو د پښتوخپرونې  د انټرنیټي سایټ ایدریس PARSTODAY.IR/PS   هم درسره نوټ کړئ تاسو په دغه انټرنیټي ایډریس باندې د سیمې او نړۍ تازه خبرونه، راپورونه، تبصرې ، مرکې  او دغه راز روغتیائي ، ټولنیز، سپورټي او اقتصادي او اجتماعي  خبرونه او مطلبونه هم لیدلی  او آوریدلی شئ  او  همداراز  د تاسو پخپلو خطونو،ښو ښو لیکنو ،پیغامونو، شعرونو او غږیزو پیغامونو مشتمل هرکله راشه پروګرام هم آوریدلی شئ ، نو خپل خیال ساتئ  او دخپلوانو هم فکر کوئ ،  ا.... مو مل او ملګری .

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************

 

 

ټیګونه