Mar 29, 2023 14:21 Asia/Kabul
  • ړنا سرچینې

د ړنا د سرچينې په دغه برخه کې تاسو عزیزانو ته د آل عمران د مبارکې سورې د ۱۸۶ ایت شان نزول په هکله معلومات درکړو.

 د ړنا د سرچینې په دغه برخه کې د آل عمران د مبارکې سورې د ۱۸۶ ایت شان نزول څېړو ، د اسلام په لومړیو کې که څه هم د مکې ښار له خورا زیات معنویت او پرتم څخه برخمن وو خو مسلمانانو لپاره خوندی ځای نه وو، د مشرکانو له لورې کړاوونه او ظلمونه له حد نه اوښتي وه، مسلمانان له خپل پلرني ټاټوبي څخه د هجرت پرته هیڅ چاره نه درلوده، هغوی باید یو بل ځای ته پناه وړې وای څو له دغو ظلمونو څخه خلاص شوي وای. د مدینې خلګ ډېر مهربان وه، هغوی په ورین تندي له مسلمانانو هرکلی وکړ او هغوی ته یې پناه ورکړه، لیکن ورو ورو، د مشرکانو د ظلمونو په ځای دلته مدینې کې بیا د یهودیانو پېغورونه شروع شول، مسلمانانو له نوې دښمن سره مخامخ شول.

په دې مینځ و مان کې یو کینه کښ یهودی او د پوچي خولې خاوند چي کعب بن اشرف نومېدل، تل په خپلو شعرونو سره، به د نبي اکرم ص او د هغه د یارانو پسې پروپاګن کاوه او په ښکاره به یې خلګ نبی اکرم ص سره د جګړې لپاره هڅول. هغه په خپلو شعرونو کې د نبی اکرم ص پسې د سپک سپورو سربېره، د مسلمانو مېرمنو او حتی د نبی اکرم ص د مېرمنو پسې شعرونه او متلونه ویل او د هغوی سپکاوی یې کاوه.

د دغه کینه کښ یهودي یعني د کعب پلار په عربو کې د (بنی نبهان) له ټبر او د (طیي) له طائفې څخه وو، خو مور یې بیا یهودۍ وه، او د (بنی نضیر) له طائفې څخه وه، کله چي د کعب پلار مړ شو، مور یې خپل وړونو کره لاړه او کعب یې له ځان سره بوتلل، په دې ډول وو چي کعب د بنی نضیر د یهودیانو په لمن کې لوی شو او یهودیت یې ومنل، کعب خورا نامتو او شتمن شاعر وو چي له نورو یهودیانو سره به یې مالي مرستې کولې، د هغه قلعه د بنی نضیر په سیمه کې د مدینې ختیځ لورې ته پرته وه.

کله چي کعب د بدر په جنګ کې د مسلمانانو له بریا او د قریش د مشرانو د وژل کېدو څخه خبر شو، نو بیا یې د یو شعر په ویلو سره، هڅه وکړه چي د اسلام د لښکریانو په ضد د مدینې د قبایلو د مشرانو احساسات ولمسوي.

کعب په خپل شعر کي ویلي وه: ( دا پرحق دی ؟ دوی د عربو اشرافیان او د خپلې زمانې باچایان دي! په خدای مې قسم وي که محمد په دوی کامیابه شي او دوی له پښو وغورځوي، نو د ځمکې په سینه کې اوسېدل د ځمکې په سر باندې له ګرځېدو نه غوره ده.

هغه په دې باندې بسنه نه وکړه او مکې ته ولاړی او هلته د وژل شویو مشرکانو په وېره کې شعرونه ویل او په قریشو کې به یې کینه او دښمني زیاتول او د نبی اکرم ص په ضد یې د هغوی د دښمنی په اور تېل ور شیندل، کعب په مکې کې مشرکانو ته بلنه ورکړه چي نبي اکرم ص سره بیا ځلې مقابله وکړي، دغه وخت کې ابوسفیان او د مشرکینو نور مشرانو له کعب څخه پوښتنه وکړه چي ته خو یهود یې، د محمد دین خوښوي او که زمونږ دین؟ کعب په ځواب کې وویل چي نه ستاسو د مشرکانو دین په اسلام باندې غوره ګڼم.

په دغه وخت کې وو چي متعال خدای د نسا د مبارکې سورې ۵۱ ایت په نبی اکرم ص باندې نازل کړ.

دغه ایت کې متعال خدای فرمایي: أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِینَ أُوتُواْ نَصِیباً مِّنَ الْکِتَابِ یُؤْمِنُونَ بِالْجِبْتِ وَالطَّاغُوتِ وَیَقُولُونَ لِلَّذِینَ کَفَرُواْ هَؤُلاء أَهْدَى مِنَ الَّذِینَ آمَنُواْ سَبِیلاً:

ژباړه: ایا تا هغو كسانو ته نه دي كتلي چې هغوى ته یوه برخه له كتابه وركړى شوې وه، چې هغوى (اوس) پر بت او پر طاغوت ایمان راوړي او کافرانو ته وايي چي هغوی له مومنانو نه زیات، سمه لارموندونكي دي»

کعب له دغو ناوړو اعمالو سره، مدینې ته راستون شو، او دا ځلې یې بیا په خپلو شعرونو کې د صحابه و په میرمنو متلونه ویل او په خپلو پېغورونو او سپک سپورو سره، مسلمانان ځورول. په حقیقت کې کعب د نبی اکرم ص له سوله ایزو هلوځلو په خلاف هڅه کاوه چي مدینې کې د مسلمانانو او د نورو اهل کتابو تر مینځ سوله برقراره نه شي، دغه وخت کې د اسلام ګران پېغمبر ص خپلو صحابیانو ته په خطاب کې وفرمایل: څوک به زما په حق کې د اشرف د زوی تیروتنو ته د پای ټکی کښېږدوي؟ محمد بن مسلمه له ځای راولاړ شو او وویل: زه، یې کار ور ختمولایشم، اې د خدای پیغمبره! زه به یې ووژنم.

له دې پېښې د څو ورځو په تېرېدو سره، محمد بن مسلمه په ځان خوراک بند کړی و، نو نبی اکرم ص بن مسلمه راوغوښتل او پوښتنه یې ورڅخه وکړه، چي ولې هیڅ نه خوري او نه څښي؟ بن مسلمه وویل: اې د خدای رسوله! تا سره مې یوه ژمنه کړې ده چي نه پوهېږم پوره کولایشم که نه، نبی اکرم ص ورته وفرمایل: ته باید خپله هڅه وکړې او په دې هکله له سعد بن معاذ سره سلامشوره وکړه. بن مسلمه د ابونائلې په شمول له یو شمېر انصارو سره راغونډ شول، او سلامشورې وکړې او بیا د نبی اکرم ص خدمت ته حاضر شول او وویل: اې د خدای رسوله! مونږ هغه وژنو خو مونږ ته د خبرو کولو اجازت راکړه ځکه چي بله چاره نه لرو، نبی اکرم ص ورته وفرمایل: هرڅه چي غواړئ ووایاست.

ابونائله او بن مسلمه دواړه د کعب سره، د پیو وړونه وه.....بن مسلمه کعب ته لاړ او خبرې ورسره پیل کړې، بنډار یې تود شو او دواړه د شعرونو په ویلو لګیا شول. کعب په ډېر خوشحالی سره، له بن مسلمه څخه پوښتنه وکړه: ایا ما سره کوم کار لرې؟ بن مسلمه په قراره ورته وویل: مونږ هم د نبی اکرم په راتلو سره، په بلاوو مبتلا شوي یو، ټوله عرب یې راسره برخلافه کړئ، ژوند مو تریخ شوی او کورنۍ مو په کړاوونو کې دي، هغه مونږ څخه زکات اخلي حال دا چي مونږ هیڅ هم نه لرو)) کعب ور ته وویل: تاسو هم کولایشئ هغه ستړئ ستومانه کړئ!! بن مسلمه وویل:  نه اوس مونږ هغه پسې تللي یو، نه غواړو پرېږدو، وه به ګورو چي اخر کوم ځای ته رسیږي؟ خو ګوره څه چي د محمد په هکله درته وویل چیرته دې له خولې څخه وه نه وځي!! کعب وویل: بې غمه شه یوه خبره دې هم چا سره نه شریکوم.) بن مسلمه ورته وویل زه نور ملګرې هم لرم تا له به یې راولم خو ته کولایشې مونږ سره یو څه ښه وکړې؟ یو څه غنم په پور راکړې؟ کعب ورته وویل: هیڅ ستونزه نه شته، خو باید یو څه راته په ګرو کښېږدوئ. بن مسلمه وویل: څه درته په ګرو کښېږدوو؟ کعب ویل خپلې ښځې راته په ګرو کښېږدوئ!! بن مسلمه ورته وویل: نه شي کېدای، ته دومره ځوان او ښکلی یې، کعب ورته وویل: خپل زامون راته په ګرو کښېږدوه!!! بن مسلمه وویل: خلګ به راپسې خاندې او پیغورونه به راکوي چي د لږ شان غنم لپاره یې خپل اولادونه په ګرو اېښي دي. زه به درته وسلې په ګرو کښېږدوم!! کعب راضی شو او وویل: سمه ده، وسلې مو په ګرو درڅخه قبلوم، همدغه بسنه کوي. بن مسلمه ورته وویل سمه ده بیا به وسلې راوړو او غنم به درڅخه یوسو.

بن مسلمه خپلو ملګرو ته راستون شو او هغوی سره یې پریکړه وکړه چي د غنمو د اخیستلو په پلمې سره، د شپې مهال کعب ته لاړ شي، بن مسلمه او ملګرو یې د کعب بن اشرف د قلعې په لور راهي شول. کله چي ورسېدل، نو د ابونائله ږغ پرې وکړ چي اې کعبه راشه، کعب له ځایه را ولاړ شو، مېرمنه یې ورته وویل: د شپې دا مهال له قلعې نه مه ووځه، ته په جنګي حالاتو کې یې، او تا ته ښه نه دی چي دا مهال له کوره ووځې!! کعب د خپلې مېرمنې په خوله نه وکړ، او په داسي حال کې چي له ورېښتانو یې د عطرو بویونه راولاړېدل، بن مسلمې او د هغه ملګرو ته راغی.

ابونائله او بن مسلمه دواړو له کعب سره ګپې ولګولې، بیا یې ورته بلنه ورکړه چي د مدینې سره نژدې د شرج العجوز سیمې ته لاړ شي او هلته بنډار وکړې او ګپ ولګوي، کعب د ابونائلې دغه وړاندیز ته مثبت ځواب ورکړ او هغوی سره راهي شو.

په دغه وخت کې بن مسلمه له فرصت څخه په استفادې سره، له کعب سره لاس په ګرېوان شو او هغه یې ووژل، بیا له خپلو ملګرو سره، مدینې ته راستون شو، کله چي د بقیع سیمې ته ورسېدل، نو د الله اکبر نعره یې وکړه، نبی اکرم ص چي د لمانځه لپاره پاڅېدلی وو، د بن مسلمې د تکبیر په اورېدلو سره، پوه شو چي کعب وژل شوی دی، نو نبی اکرم ص هم تکبیر وویل: دغه مهال بن مسلمه او ورسره مله مجاهدینو جومات ته راورسېدل او نبی اکرم ص یې ولیدل چي د جومات له دروازې سره ولاړ دی.

په دغه وخت کې په نبی اکرم ص باندې د آل عمران د مبارکې سورې ۱۸۶ ایت نازل شو او د بن مسلمه د کار د تائیدولو په ترڅ کې د راتلونکو سختیو په هکله یې مسلمانانو ته حوصله ورکړه. متعال خدای په دغه مبارک ایت کې مسلمانانو ته خبرداری ورکړ چي داسي فکر دې نه وکړي چي د کعب په وژلې سره بس ټوله کړاونه او ستونزې یې حل شوي دي، بلکې د دښمن له لورې به بیا بیا ورته مزاحمتونه رامینځ ته شي.

متعال خدای فرمایي: لَتُبْلَوُنَّ فی أَمْوالِکُمْ وَ أَنْفُسِکُمْ وَ لَتَسْمَعُنَّ مِنَ الَّذینَ أُوتُوا الْکِتابَ مِنْ قَبْلِکُمْ وَ مِنَ الَّذینَ أَشْرَکُوا أَذىً کَثیراً وَ إِنْ تَصْبِرُوا وَ تَتَّقُوا فَإِنَّ ذلِکَ مِنْ عَزْمِ الْأُمُورِ) ژباړه:  خامخا به تاسو په خپلو مالونو او خپلو ځانونو كې وازمایل شئ ! او خامخا به تاسو له هغو كسانو نه چې له تاسو نه مخكې ورته كتاب وركړى شوى دى او له هغو كسانو نه چې مشركان دي، د خفګان ډېرې زیاتې خبرې واورئ، او كه چېرې تاسو صبر وكړئ او پرهېزګاره شئ، نو یقینًا دا د همت له كارونو څخه دي.

پیغمبر اکرم ص داسي ګڼ شمېر جنګي جنایتکارانو ته عفوه کړې ده، لیکن پیغمبر اکرم ص له هغو جنایتکارانو نه تېرېدل چي پروپاګن یې کاوه او په تبلیغاتي او فرهنګي جنایاتو او دسیسو سره، په مسلمانانو ګوزارونه کاوه، ځکه چي دغو جنایتکارانو په خپلو نفسیاتي جګړې سره، د مسلمانانو په زړونو کې شک او شبهې رامینځ ته کولې، په هغه زمانه کې په عربو کې شعر ډېر زیات باب وو، عربانو له شعر او شاعری سره، سخته زیاته مینه کاوه، او شعر د تبلیغاتو یو اصلي اوزار ګنل کېدی. هغه شاعران چي د شعر په ژبې سره، د اسلام د ورانولو او د مسلمانانو د کمزوري کولو لپاره ډګر ته راوتل، د پیغمبر اکرم ص له سخت غبرګون سره مخامخېدل، ځکه چي د اسلام ګران پیغمبر، د مسلمانانو نفسیاتي امنیت ته زیات اهمیت ورکاوه، یهودیانو هم د کعب د غچ اخیستلو لپاره هیڅ اقدام نه  وکړ او په ځای یې مسلمانانو سره، په ظاهره کې سختې ژمنې وکړې.

[email protected]  زمونږ ایمېل ایډرس دی چي له دې لارې زمونږ سره خپل نظرونه شریکولایشئ.