Apr 18, 2023 16:05 Asia/Kabul
  • ښه عادتونه (۴۹)

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د ښه عادتونو له ننني (۴۹م) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي. ګرانو مینوالو په تېر پروګرام کې، په آپارتمان یا پلېټ کې د اوسېدو د آدابو موضوع مو وڅېړله. په دې برنامه کې غواړو چې د ماشومانو د اوسېدو آداب وڅېړو. له موږ سره اوسئ.

د یوه ښه ژوند درلودو لپاره، جسمي او رواني روغتیا دواړه د ارزښت وړ دي. کله ناکله د یوه ښه ژوند درلودو لپاره، د ژوند په سټایل کې بدلون راوستل اړین دی. د ښه عادتونو په خپرونه کې د یوه بل ترڅنګ د ناوړه عادتونو پرځای، ښه عادتونه ځای پرځای کوو. اړینه ده هغه سپارښتنې چې په دې خپرونه کې وړاندې کېږي، عمومي دي او شونې ده ځینې د ټولو لپاره مناسب نه وي. د اړتیا په صورت کې په خپل ژوند کې د ځینو بدلونونو رامنځته کولو لپاره، د خپل ډاکتر او یا سلاکار سره مشوره وکړئ.

نن ورځ، والدین او تعلیمي سیسټم د پخوا په پرتله د ماشومانو او زده کوونکو ټولنیزو آدابو ته ډېر پام کوي. دا یو ډېر مثبت ټکی دی، ځکه چې هرڅومره چې د یوې ټولنې خلک په نرمو مهارتونو لکه ټولنیزو آدابو او اړیکو کې وروزل شي، موږ به د یوې سالمې او آرامې ټولنې شاهدان واوسو.

او هغه ماشومان چې د ټولنیزو آدابو له مفاهیمو سره بلد نه وي، په تدریجي ډول د منفي احساساتو لکه ردېدل، یوازیتوب، خپګان او پر ځان د باور نشتوالی تجربه کوي، چې د دوی پر راتلونکي مسلک او ټولنیزو اړیکو ناوړه اغېزې کوي.

د "ټولنیزو آدابو" د جامع کتاب لیکوال ایملي پوسټ (Emily Post) له آنده، ادب د نورو له احساساتو څخه یو حسي پوهاوی دی. که تاسو دا پوهاوی ولرئ، باادبه یاست. دلته په پوهاوي ټینګار مهم دی. د 18 میاشتو په شاوخوا کې، ماشوم په تدریجي توګه پوهېږي چې نور د هغه په ​​څېر ورته احساسات لري. له همدې امله، د دې وخت دی چې ماشوم ته ور زده کړئ چې د هغه چلند به پر نورو څه اغېزه وکړي.

باادبه کېدل ډېر ښه عادت دی. د ټولنیز ادب شبکې د بنسټ ایښودونکي رابین تامپسن Robin Thompson)) په وینا، باادبه چلند د ژوند یوه لاره ده. دا چلند یوازې په مراسمو یا غوره رسټورانټونو کې د ګډون لپاره نه دی. دا مهمه ده چې ماشوم ته ژر تر ژره د آدابو تدریس پیل کړئ، ترڅو دا په هغه کې په یوه عادت بدل شي.

یو بل حقیقت چې شتون لري هغه دا دی چې باادبه چلند د ماشوم له ټولنیز پرمختګ سره مرسته کوي. کارپوهان په دې باور دي هغه ماشومان چې په کم عمر کې د ټولنیز چلند ظرافتونه نه زده کوي، د توپېر له ستونزې سره به مخ شي. هغه ماشوم چې ښه زده کړه نه کوي، د ملګرو او لویانو له پاملرنې څخه بې برخې وي.

کله چې ماشومان د دوی د لوبي ملګري لخوا ځورول کېږي او د هغه بخښنه نه اوري، هغه نور نه غواړي چې وروسته له دوی سره یوځای شي.

"د 365 آداب ماشومانو ته اړتیا ده" د لیکوالې شیریل ایبرلي (Sheril Eberly) په وینا، ماشوم ته د ټولنیز چلند د غوره ټکو نه ښوول، دومره ستونزه ده لکه څنګه چې په ښوونځي کې دوی ته صحي خواړه ور نه کړل شي. په عموم کې، د باادبه چلند زده کړه زموږ د ژوند تر پایه دوام لري. دا کار په یوه شپه کې نه رامنځته کېږي او دا هغه پروسه ده چې باید ورو ورو ترسره شي.

د بېلګې په توګه، یوه دوه کلن ماشوم ته د یوه ساده ټولنیز مهارت ور زده کول، نورو ته د سلام ویلو په څېر یوه میاشت وخت نیسي، کله چې هغه دا کار ترسره کړ،ورته په ستاینې سره انعام ورکړئ. مه هېروئ چې له ماشوم څخه ستاسو تمه، باید د هغه له عمر سره سم او مناسب وي.

همدارنګه ستاسو چلند هم مهم دی. د بېلګې په توګه، کله چې تاسو له خپل همسر څخه د یوه څه غوښتنه کوئ، د مهربانۍ یا مننې په څېر کلمې وکاروئ. دا د بدو کلمو کارولو لپاره هم صدق کوي. د بېلګې په توګه، تصور وکړئ چې ستاسو ماشوم هغه بده خبره چې ستاسو څخه یې اورېدلې، د خپګان پر وخت د خپل لوبې ملګري ته ووایي.

په یاد ولرئ چې په دې لاره کې د زده کړې ثبات مهم دی. د مناسبو ټولنیزو آدابو زده کول، تمرین او ډېر وخت لګولو ته اړتیا لري. ډاډ ترلاسه کړئ چې تاسو د خپل همسر سره د ماشوم هڅولو یا مجازاتو په اړه ګډه پالیسي ولرئ.

په لاندې پروګرام کې د ماشومانو د ښوونې لپاره ځینې اساسي آداب څېړو. په میز باندې د ډوډۍ خوړلو ادب، یو له دغو آدابو څخه دی. د بېلګې په توګه، له یوه 3 کلن ماشوم څخه دا تمه درلودلای شو چې د ډوډۍ لپاره له قاشقې او پنجې څخه کار واخلي. نو په صبر سره د هغه څنګ ته د 15 څخه تر 20 دقیقو لپاره کینئ او خوله یې په دستمال سره پاک کړئ.

په دې برخه کې د مرستې لپاره، ماشوم ته د ماشومتوب په وخت کې په کوچنیو او نه ماتیدونکي لوښو کې خواړه ورکړئ. هغه وهڅوئ چې د خوړو لوښي وکاروي. اجازه مه ورکوئ چې خواړه پر ځمکې باندې توی کړي او ورته ووایئ چې موږ خپل خواړه پر ځمکه نه اچوو. که ماړه شولئ، ووایه مننه او نور نه غواړم.

د مهربانۍ او مننې په څېر د کلمو کارول نور هغه آداب دي، چې کولای شو له ماشومتوب څخه ورته زده کړو. یو 18 میاشتنی ماشوم ممکن د کلمو ویلو توان ولري، مګر اړینه نده چې خپل مطلب په ښه توګه بیان کړي. ماشومان معمولا د ۲،۵ کلونو په عمر کې کولای شي د خپلو کلمو مطلب ورسوي.

که دا عادت ستاسو په ماشوم کې نه وي، په نرمۍ یې ور زده کړئ. د بېلګې په توګه، هغه ته وښایاست چې د مرستې یا ډالۍ ترلاسه کولو وروسته، د یوه چا څخه مننه کولو لپاره کومې کلمې وکاروي.

د 2 کلنۍ په شاوخوا کې، کله چې ماشوم د شریکولو او بدلولو په مفهوم پوهېدل پیل کوي، کولای شو له هغه څخه تمه وکړو چې خپل شیان له نورو سره شریک کړي، که څه هم شونې ده هغه د دې ترسره کولو ته ډېره لېوالتیا ونه لري. هغه څه چې تاسو کولای شئ ترسره یې کړئ دا دی، چې خپل ماشوم وهڅوئ، چې د ځان د لوبو توکي له خپل ملګري سره شریک کړي. هغه ته دوه ورته د لوبو توکي ورکړئ او له هغه څخه وغواړئ چې یو یې خپل ملګري ته وړاندې کړي.

له هغه چا څخه بښنه غوښتل چې موږ خپه کړی دی، یو بل هغه ادب دی چې کولای شو ماشوم ته یې ور زده کړو. که څه هم یو کوچنی ماشوم په 18 میاشتو کې د خواخوږۍ په عمومي مفهوم پوهېږي، خو دا ماشوم په ریښتیا نه پوهېږي چې ولې ځینې وختونه د بښنې تمه ترې کېږي. له 2.5 څخه تر 3 کلنۍ پورې، په ​​تدریجي ډول په دې مفهوم پوهېږي.

هغه څه چې تاسو یې کولای شئ ترسره کړئ، دا دی کله چې ستاسو ماشوم په ​​​​زور سره د خپل ملګري د لوبو توکي ترې واخیستل، دا چلند یې وغندئ او د خواخوږۍ حس ورته ورکړئ. یا که یو ماشوم یې وواهه، هغه پوه کړئ چې وهل درد لري او بیا ترې وغواړئ چې سمدستي بښنه وغواړي.

د ټولنیزو آدابو د بنسټیزو اصولو له زده کولو وروسته، د دې وخت رسېږي چې ماشوم د اړیکو نور مهارتونه او ټولنیز آداب زده کړي. له دې اصولو څخه یو یې د باادبه خبرو اترو زده کړه ده. تاسو کولای شئ خپلو ماشومانو ته له پیل څخه یو لړ لومړني مهارتونه ور زده کړئ.

د بېلګې په توګه، هغه ته ور زده کړئ چې هغو خلکو ته چې ستاسو سره په محفلونو کې خبرې کوي، وګوري. کولای شئ له هغه څخه وغواړئ چې د هغه چا سترګو ته وګوري چې د خبرو په حال کې دی، ترڅو وګوري چې د هغه سترګې څه  ډول دي. خپلو ماشومانو ته وښایاست چې که ترې کومه پوښتنه وکړئ، ځواب ورکړي.  اړتیا ده چې له خپل ماشوم سره پ نرمۍ خبرې وکړئ.

اجازه ورکړئ چې د "زه نه پوهېږم" کلمې کارول زده کړي کله چې هغه هېڅ نه پوهېږي. همدارنګه، هغه ته دا وښایئ کله د یوه چا خبرې پای ته نه وي رسېدلي، څه ونه وايي او له بېړنيو حالتونو پرته، د هېچا خبرې پرې نه کړي. که غواړي چې خبرې پرې کړي، لومړی بخښنه واغوړي.

دا په زړه پورې ده چې پوه شئ له ملګرو سره د لوبې کولو وخت، چې د ماشوم لپاره ترټولو خوندور وخت دی، هغه ته د ټولنیز ادب ور زده کولو لپاره غوره فرصت دی. د دې کار لپاره مناسب وخت وټاکئ. ستاسو ماشوم که کافي خوب او آرام ولري ښه چلند به وکړي. هڅه وکړئ کله چې هغه ادب هیروي، ژر تر ژره ورته یادونه وکړئ.

کله چې ستاسو ماشوم د مالک له اجازې پرته خواړه واخیستل، له هغه څخه وغواړئ چې مننه وکړي. که وضعیت د لوبې په جریان کې خراب شي، مداخله وکړئ. د لوبې په جریان کې، شونې ده یوه چاته زیان ورسېږي، ټپي شي یا د هغه د لوبو توکي مات شي. که ستاسو ماشوم ملامت وي، هغه پوه کړئ چې د دې کار په کولو سره  یې خپل ملګری خپه کړی او د بخښنې په غوښتلو سره کولای شي د هغه حالت ښه کړي. له هغه سره مرسته وکړئ ترڅو له کوربه مننه وکړي. هغه ته یادونه وکړئ چې نن یې ښه وخت درلود او  له دې امله له کوربه څخه مننه وکړي.

یو بل ټکی چې د ټولنیز آدب په زده کړه کې اغېزه کوي، ماشوم ته پاملرنه ده. پاملرنه یو له خورا ارزښتناکو ځانګړتیاو څخه ده چې کولای شئ په خپل ماشوم کې له ماشومتوب څخه رامنځته کړئ. هغه ماشوم چې وپالل شي د احترام وړ ماشوم کېږي. ځکه د نورو احساساتو ته پام کوي او یو باادبه شخص به وي. همدارنګه، یو بل وړاندیز چې کارپوهان پرې ټینګار کوي دا دی چې خپلو ماشومانو ته ور زده کړئ چې پریکنده وي. پریکنده والی تر هغه  وخته ګټور دی چې د ادب او درناوي حدود مات نه کړي.

ماشوم ته څنګه غږ کول یا د هغه نوم څنګه اخیستل د ماشوم په وده کې خورا اغیزناک دی. ماشوم هم د خپلې غوښتنې لپاره خپل پلار یا مور ته غږ کوي او خپله خبره  وایي. نو له دې امله، ماشوم زده کوي چې که په ادب سره غوښتنه وکړي د خپلې غوښتنې ترلاسه کولو لپاره ښه چانس لري. بله مهمه خبره د ماشوم تصدیق دی.

دا پخوانۍ عقیده چې ماشوم باید د خلکو په منځ کې خبرې ونه کړي ناسمه ده. خپل ماشوم د لویانو په ډله کې شامل کړئ. په ځانګړې توګه که چېرې بل ماشوم نه وي. کله چې تاسو او ستاسو ماشوم په یوه ډله کې یاست، چېرې چې ډېری خلک لویان دي، هغه ته مو پام وي چې دا شتون د هغه د خپګان لامل نشي.

معمولا، حتی په دې حالت کې د ښه چلند ماشومان هم ستاسو د ځورولو لامل ګرځي، ترڅو ستاسو پام ځانته ورواړوي. په دې غونډو کې ستاسو د ماشوم ګډون کول به هغه ته ټولنیز مهارتونه ور زده کړي او ستاسو د شتون اعتراف به هغه ته د هغه ارزښت ثابت کړي.

زموږ ماشومان د یوه هېواد راتلونکې سرمایه او د راتلونکو نسلونو مور او پلار دي، چې د یوې ټولنې په وده او پرمختګ کې خورا مهم رول لوبوي. نو د دوی په روزلو کې باید له خورا احتیاط، صبر او پوهاوي څخه کار واخیستل شي.

ژباړه: زماني

ټیګونه