Apr 29, 2023 14:22 Asia/Kabul
  • د   هیلې رڼا(12)

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه و الو په دې شیبو کې د نړۍ د ژغورونکي امام مهدي عجل ا... تعالی فرجه الشریف د پاڅون او  ځانګړنو په باب د هیلې رڼا نومې لړۍ له ننني  دولسم مطلب سره ستاسو په خدمت کې  یوو . هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

   د اسلام ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص)د حضرت امام مهدي موعود(ع) د ظهور د شرائطو په باب  فرمائي؛کله خداوندمتعال د مونږ دقائم  ظهور وکړي، نو نړۍ به له انصاف او عدالته ډکه شي، هماغه شان چې له ظم او ستمه ډکه شوې ده.::

دوستانو د مهدي موعود(ع) او آخرالزمان په باب د اسلام لیدتوګه،دقیقه، هراړخیزه او هیله منونکې ده. په تیر مطلب کې مو دغه روښانه لرلیدد قرآن کریم له ژبې  چې تر ټولو وروستۍ او بشپړ آسماني کتاب دی وسپړله او البته  دا  ټکی مو یاد کړ چې ددغې لوئې واقعې جزئیات  د اهل سنت او اهل تشیّع د حدیثو په باؤري کتابونو کې  راغلی دي. وئيل کیدلی شي، چې په اسلام کې  په آخر الزمان کې د عدالت  رامینځةکونکي موعود په اندازه کومه به د کومې موضوع په باب خبرې شوي وي.د پیغمبر اکرم(ص) او د اهل بیّت علیهم السلام  دمعصومو امامانو په حدیثونو کې  د حضرت امام مهدي موعود(ع)د شخصیّت،د اصل او نسب،غیبّت،ظهور او دهغه بزرګوار د حکومت  او د امام د منتظرانو د ندود څرنګوالي په باب ډير مطلبونه بیان شوي دي،پر دې اساس د آخرلزمان پیښې چې  دحضرت امام  له قیام او حکومت سره یو ځاي دي ، د مسلمان له مهمو اعتقاداتو څخه دي،داسې چې د اسلام ګران پیغمبر اکرم(ص) فرمائي؛هر څو ک چې د امام مهدي د ظهور انکار وکړي،له اسلامه ئې انکار کړی  دی . دغه ټینګار  پر قرآني اوعقلي دلیلونو سربیره، له دې اړخه  دی چې  دنړۍ لپاره د  د آبادونې ، سولې او معنویّت او عدالت سره یو ځاي،هر مسلمان ته  امید او ځیری ورکوي چې  له ظم او کړاؤنو او مشکلاتو سره سره،د هغه  او د ټولو انسانانو په انتظار کې یو ځلانده راتلونکی دی، یو داسې راتلونکی  چې په هغه کې  خلک  د اسلام د حیات بخښونکو تعلمیاتو په پراخولو سره ، د مادي او معنوي واقعي هوساینې خوږ خوند حس کوي.

Image Caption

 

 اسلام تر ټولو وروستی الهي دین دی چې د یهودین او مسیحیّت په څير  له ځانه مخکې دینونه ئې  داسې بشپړ کړي دي،چې  انسانان هیڅکله هم بل دین ته  اړتیا ونه لرل شي.دغه لوي دین پخپلو رڼا بخښونکو،جامعو او مترقي تعلیماتو سره د انسان شخصي او اجتماعي ژوند د کمال او خوشبختۍ  په لور کاږي.په همدې دلیل  د اسلام انسان جوړونکی مکتب ، دا توانمني او وړتیا لري چې په راتلونکي کې  د یوه نړیوال  او هراړخیز د ین په توګه ،درست انسانان  له خپلو لوړو تعلیماتو څخه برخمن کړي او دوي له ظلم،توپیر او فساد او بې وځلۍ پرته د نړۍ په لور هدایت کړي. په تیره بیا دا چې  په بل هیڅ یوه دین اومکتب  کې د اسلام په اندازه له دغو غیر  انساني اجتماعي  ناخوالو او همداراز دناخوښو شخصي خصلتونو سره پر مبارزې،ټینګار نه دی شوی. لکه څنګه چې د نساء سورېئ  په 75آیت کې  خداوندمتعال  مسلمانان رټي چې د هغو مظلومانو د نجات لپاره  چې له خداي تعالی څخه ئې مرسته  غوښتې ده،جهاد او مبارزه نه کوي. همداراز حضرت امام علی علیه السلام  فرمائي؛د ظالمانو دښمن او د مظلومانو ملګري ووسئ:: په همدې دلیل ده چې د رسول ا...بزرګوار اود هغه د اهل بیت علیهم السلام  څځه په ډيرو زیاتو حدیثونو کې،د حضرت امام مهدي عجل ا... تعالی فرجه الشریف یعني د اسلام د نظر وړ د ژغورونکي د ظهور ترټولو مهمه نښه ، په نړۍ کې د ظلم او کړاؤبې مخینې پراختیا بلل شوې اوهغه بزرګوار به پخپل قیام سره د مظلومو خلکو له سره د  سلطه غواړو او ظالمانو لاسونه لنډ کړي . پیغمبر اکرم (ص)  د هغه بزرګوار د ظهور د شرائطو په باب په یوه ځاي کې فرمائي؛ کله خداوندمتعال د مونږ د قائم ظهور وکړيو ن و نړۍ به له عدل او انصافه داسې  ډکه کړي،لکه  څنګه چې  ظلم او کړاوه  ډکه شوې ده

= په اسلامی حدیثونو او متنونو کې،له ظلم او تییو سره د حضرت امام مهدي(ع) پر مبارزې د ټینګار په ترڅ کې،د انصاف او عدل د ټينګولو لپاره د هغه بزرګوار د هڅې په باب هم  خبرې شوي دي. عدالت او برابري ، داسلام دپاک دین  ارکان  دي  او د پروردګارعلم په نزد،د سړي او ښځې، تور او سپین  او توکمو او قومونو او مختلفو ملتونو پشمول  درست انسانان  سره یو شان دي . هغه پیغمبران د عدل او انصاف د رامینځةکولو  لپاره رالیږلي  او په قرآن کریم کې ئې په کرتو خلک انصاف او عدالت رعایتولو ته بللي دي او له نابرابرۍ او توپیره ئې منع کړي دي.

امیر المومنین حضرت امام علی علیه السلام  عدل  د  حکومت اساس او د خلکو د اړیکو د پیاوړتیا زمینه  ګڼي . په دې اساس، د حضرت امام مهدي (ع) یو ترټولو لوي اقدام،په درستې نړۍ کې  دعدلات ژورتیا او پراختیا او ټینګیدا ده. هماغه شان چې اشاره وشوه، رسول ا...بزرګوارپر ستمګرو د هغه حضرت د غلبې  او د هغه په پړاؤ کې  دعدل او انصاف د ټينګیدا ځيری ورکړی دی.  امام علی علیه السلام هم  فرمائي ؛ دهغه سنت او روده د عدالت  په اساس او د هغه حکم او فرمان په حقه دی:::  په دې توګه دزمانې ژغورونکی ، یوه ترټولو لویه انساني  هیله ، یعني عدالت  پر مځکه په ترټولو ښه او بشپړډول ټينګوي  او د نابرابرۍ او توپیر ریښه چې  یو ښکاره ظلم او ستم دی ، وچوي.

     سوله او امنیت ،یوه بله هغه جامعه انساني هیله ده چې  له ډول ډول هلوځلو سره سره ، هیڅکله هم په پراخه  اوحقیقي توګه  محققه شوې نه ده . سلطه غواړي او پراختیا غواړي حکومتونو تل د قدرت د زیاتولو  او د خپلو نارواؤ ګټو د تحقق  لپاره ، جنګ  او تاؤتریخوالی ته مخه کړې ده .خو کله چې  امام مهدي علیه السلام ستمګر او تیریګر وځپي  او  د سولې او دوستۍ خنډونه لیرې کړي،نو په  نړۍ کې به هراړخیز امنیت او ا آرامښت واکمن شي. د نور سروې په 55 آیت کې راغلي دي، د خداوندمتعال د وعدې په اساس، په آخرالزمان کې به ایمان دار د مځکې واکوالان شي او  د دوي خوف او ویره به په ا منیت بدله شي. دغه امنیت داسې دی چې  حضرت امام علی علیه السلام  په دې باب فرمائي؛کینه د بندګانو له زړونو وځي او درنده او حیوانات  په سولې او آرامښت کې ژوند کوي . ښځه په  خپلو ښکلاؤ سره  دعراق او سورئې ترمینځ له کومې ویرې او وحشت پرته  سفر وکړي او  ګام به پورته نه کړي ،مګرپر ښیرازه  او شنو ټاټوبو ....په دې توګه  د نړۍ د ژغورونکي په اسلامی حکومت کې،عدالت  او برابری او سوله او امنیت خاص ځائیګی لري ،خو دغه برکتناک حکومت،له نورو ډ يرو  امتیازونو برخمن دی چې ان شاا...په ورپسې مطلب کې به ئې ستاسو خدمت ته وړاندې کړو.  

Image Caption

 

  له خداوندمتعاله د حضرت امام مهدي (ع) دمنتظرانو یوه همیشنۍ غوښته دا ده چې  دهغه بزرګوار د قیام وخت زرترزره رانزدې کړي څو ظلم کړاؤ ،توپیر او ناکراري  پاي ته ورسیږي.  له امام مهدي علیه السلام سره په یوې اړونده دعا کې لولوو؛؛

« ... اَللّهُمَّ اِنّا نَسْئَلُکَ اَنْ تَاْذَنَ لِوَلِیِّکَ فى اِظْهارِ عَدْلِکَ فى عِبادِکَ ، وَقَتْلِ اَعْدآئِکَ فى بِلادِکَ ، حَتّى لا تَدَعَ لِلْجَوْرِ یا رَبِّ دِعامَةً اِلاَّ قَصَمْتَها، وَلا بَقِیَّةً اِلاَّ اَفْنَیْتَها، وَ لا قُوَّةً اِلاَّ اَوْهَنْتَها، وَ لا رُکْناً اِلاَّ هَدَمْتَهُ ، وَ لا حَدّاً اِلاَّ فَلَلْتَهُ ، وَ لا سِلاحاً اِلاَّ اَکْلَلْتَهُ، وَ لا رایَةً اِلاَّ نَکَّسْتَها، وَ لا شُجاعاً اِلاَّ قَتَلْتَهُ، و َلا جَیْشاً اِلاَّ خَذَلْتَهُ ،  

ائ خدایه ! له تا غواړو  چې  خپل ولی او نماینده (حضرت مهدي) ته  تاپه بندګانو کې د عدالت د رابرسیره کولو او په ښارونو کې  د  تا د  دښمنانو د له مینځه وړلو لپاره  د ظهور اجازت ورکړه،تر دې چې  پروردګاره!( دهغه په وسیله)د ظلم او کړاؤ  لپاره  کوم ځواک او مرکز باقي پاتې  نه کړې،له دې پرته چې  له مینځه  ئې یوسې ، او  د استبداد او ظالمانو څخه کوم پاتې شوني  او  اثر  پاتې نشي، له دې پرته چې  نابود ئې  کړې،  او  د (ظلم لپاره )کوم قدرت پاتې نشي له دې پرته چې بې وسه او کمزوري ئې  کړې، او  د ظالمانو لپاره کوم هیبت او شان پاتې نشي ، له دې پرته چې  بې اغیزې او له مینځه  ئې یوسې، او  دهغوي لپاره کومه وسله پاتې نشي ، له دې پرته چې  له کاره  ئې وغورځوې، او د ستمګرانو  بیرغ  ونه رپیږي،له دې پرته چې نسکور شي،او  د ستمکارو لپاره کوم پهلوان  پاتې نشي،له دې پرته چې ئې ووژنې  او کوم لښکر پاتې نشي،له دې پرته چې  ماته وخوري .:::

 (سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************

 

 

 

ټیګونه