May 03, 2023 09:51 Asia/Kabul
  • افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کښې

د افغانستان او پاکستان د تیرې اونۍ د حالاتو څیړنه

پس له دې چې طالبانو یوځل بیا اعلان وکړ چې د ایران د اسلامي جمهوریت د اوبو د حق په هکله د ۱۳۵۱ کال په موافقې ژمن او پابند دی. د ایران د ژواک چاپیریال د ساتنې د ادارې مشر وویل چې ډیر زر به د هیرمند سیند د اوبو د حق د موضوع د تعقیبونې لپاره د یو پلاوي په ملتیا افغانستان ته لاړ شي. علي ساجقه د هیرمند له سینده د ایران د اوبو د حق د وروستیو تعقیبونو په هکله ټینګار وکړ چې له طالبانو سره په صلاح مشورو لګیا دي تر څو دغه کار زرترزره عملیاتي شي.

له دې مخکښې د افغانستان په چارو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت ځانګړي استازي کاظمي قمي ویلي وو: ترسره شوي اقدامات دا زیری ورکوي چې سږ کال به د هیرمند په سیند کښې اوبو راپریښودې شي. د هغه په وینا کوم بند چې په افغانستان کښې جوړ شوی دی، په دغې سیمې باندې د امریکې د نیواکګرۍ په دوران کښې و چې د اوبو مخه یې اړولې ده. دا کار د ایران او افغانستان ترمینځ د شخړې جوړولو په موخه وشه  او په تیرو دوو کلونو پورې اړونده نه دی. کوم اقدامات چې په دې وروستیو څو میاشتو کښې د دواړو هیوادونو  د چارواکو له خوا ترسره شوي دي، دا زیری ورکوي چې سږ کال به په هیرمند کښې اوبو راخلاصې شي. په افغانستان کښې د ایران ځانګړي استازي او سفیر په وینا له خلکو په ملاتړ کښې له طالبانو سره د ایران د اسلامي جمهوریت د تعامل یو اصلي معیار په ژمنو باندې د دغې ډلې د پابندۍ  اندازه ده. دا په دې معنا ده چې طالبانو ته نه دي پکر چې تش په خبرو او ژمنو بسنه وکړي بلکې د هلمند سیند له اوبو څخه د ایران د حق په هکله په خپلو ژمنو عمل وکړي چې په کابل کښې د ایران د سفیر په وینا، له طالبانو سره د ایران د ملګرتیا او ملاتړ د دوام بنیاد دی. */*/*/

په تیهر اونۍ کښې د افغاستان د واکمنې ډلې سیاسي مخالفانو د آسټیریا په ویانا کښ په یوې غونډې کښې د امریکې او طالبانو ترمینځ د دوحې د موافقې د لغو کیدو غوښتنه وکړه. هغوي د خپلې غونډې په پاې کښې د یو پریکړه لیک په صادرلو سره له ملګرو ملتو هم وغوښتل چې د افغانستان اوسنۍ حکومت په رسمیت و نه پيژني.

طالب ډلې دغه غونډه وغندله او هغه یې د افغانستان په تاوان وبلله. طالبانو هم داشان له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په افغانستان کښې له وسله والو مخالفانو ملاتړ ونه کړي. په عین حال کښې د افغانستان په چارو کښې د امریکې ځانګړي استازي توماس وسټ په تریکې کښې د طالبانو له مخالفانو سره وکتل.

د افغانستان د حکومت ویاند ذبیح ا... مجاهد د وینا د غونډې په غبرګون کښې وویل: د افغانستان خلک به دوباره د هغوي په دوکه کښې را نه شي. ځیني کسان شته چې د خپلو شخصي ګټو او د هغو د ساتلو په لټه او تکل کښې دي. هغوي د افغانستان غم نه کوي او د دغه هیواد خلک ورپاره هیڅ اهمیت نه لري. هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان حکومت باید د دغه هیواد بدغواړي چې په هر ځاې کښې غونډه ترسره کوي، وغندي.

له بلې خوا په افغاستان کښې د سیاسي مسائلو کارپوه اکرم عارفي په دې هکله وویل: دغه غونډه او د نړۍ په مختلفو سیمو کښې د طالبانو د مخالفانو نورې غونډې په افغانستان کښې د پراخ بنسټه حکومت جوړولو ته د دغې ډلې د بې پامۍ له امله دي. د قدر انحصارغوښتنه د طالبانو د مخالفانو د یووالي لامل کیږي او دا موضوغ په افغانستان کښې تاریخي جرړه لري. په هم دې وجه طالبانو ته پکار دي چې د دغه شان غونډو د مخنیوي لپاره د ټول شموله حکومت جوړولو ته مخه کړي.

*/*/*/*/*

په تیره اونۍ کښې  د ملګرو ملتو امنیت شورا په افغانستان کښې د ښځو په کار او زده کړې باندې د بندیز د سمدستي لغو کیدو غوښتنه وکړه. د امنیت شورا په پریکړه لیک کښې له طالبانو غوښتنه شوې ده چې د افغان میرمنو خلاف توکمپال سیاستونه په تیره بیا د زده کړې او کار بندیز سمدستي ختم کړي.

د امنیت شورا له ۱۵ غړو نه علاوه د ملګرو ملتو نورو ۹۰ غړو هیوادونو هم د دغه پریکړه لیک ملاتړ وکړ. د امنیت شورا پریکړه لیک چې مسوده یې د اماراتو او جاپان له خوا چمتو شوې وه، د خیریه موسسو په شمول په ښځو باندې د کار او زده کړې بندیز د ملګرو ملتو په تاریخ کښې بې مخینې بللی دی. دغه پریکړه لیک په ملګرو ملتو کښې د ښځو په کار باندې بندیز د بشر حقوقو او د انساندوستۍ د اصولو خلاف ورزي بللې ده.

په ملګرو ملتو کښې د اماراتو د سفیرې لانا نصیبه په وینا، دغه پریکړه لیک د افغانستان د ګاونډیانو، اسلامي هیوادونو او د نړۍ د نورو هیوادونو په شمول د ۹۰ هیوادونو ملاتړ لري. دغه ملاتړ د امنیت شورا د پریکړه لیک اهمیت او وزن له بل هر وخته ډیر کړی دی چې نړۍ د افغانستان له ټولنې د ښځو د ختمیدو په وړاندې غلې نه کښیني. هغې هم داشان د ښځو په هکله د کابل د حکومت سیاستونه غیرقابلِ دفاع وبلل او ویې ویل چې نړۍ د افغان ښځو او نجونو د ځپنې په وړاندې غلې نه پاتې کیږي.

د نجونو په زده کړې باندې د بندیز د ختمولو لپاره د غوښتنو په غبرګونو کښې د طالبانو چارواکو په کراتو ویلي دي چې د نجونو د زده کړې مخالف نه دي خو د هغوي د زده کړې د دوام لپاره حالات برابر نه دي او باید د نظر وړ شرایطو سریزې تیارې شي او بیا به ښونځي پرانستل شي خو نړیوال ټولنه یې نه مني.

*/*/*

په تیره اونۍ کښې په پاکستان کښې هم مختلفې پيښې رامینځته شوې.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د اعلان له مخې د دغه هیواد د پوځ لوې درستیز جنرال عاصم منیر له چین سره د پوځي اړیکو د پراختیا لپاره بیجنګ ته څلور ورځنی سفر درلود. د ایکسپریس ټریبیون په لیکنه، دغه سفر وروستیو جئو سټراټیجکو بدلونو ته په پام سره ډیره مهم دی. دا د جنورۍ په ۲۹ نیټه د پاکستان د پوځ د لوې درستیز په توګه د جنرال منیر له غوره کیدو وروسته چین ته د هغه وړومبنې سفر دی. ویل کیږي چې چین د پاکستان د مالي ژغورنې لاره او د دغه هیواد مهم سټراټیجک شریک دی. له دې امله بیجنګ ته د عاصم منیر سفر ډیر مهم بلل کیږي. یوبل ته د سعودي عربستان او ایران په نزدې کیدو سره چې د چین په مینځګړیتوب وشه، پاکستان هم غواړي چې له دغو نویو صف بندیو ګټه پورته کړي.

د پاکستان پوځ ته نزدې ایکسپریس ټریبیون خپرندوې زیاته کړې ده: د واشنګټن د ملاتړ په د ترلاسه کولو په موخه د اسلام آباد د وروستیو میاشتو هلوځلو ماتې خوړلې او اوس په اسالم آباد کښې دا احساس په زیاتید دی چې پاکستان ممکنه ده بلآخره د خپلو اقتصادي او سټراټیجیکو ګټو لپاره د چین په لور وڅرخي.

د دغې رسنۍ په لیکنه، د دې کار یوه وجه دا ده چې په پاکستان کښې د امریکې په هکله ناایدي موجوده ده چې د دغه هیواد د اقتصاد د سره پاشل کیدو د مخنیوي او د پيسو له نړیوال صندوقه د مرستې په ترلاسه کولو کښې یې ورسره مرسته نه ده کړې. هم داشان اسلام آباد فکر کوي چې واشنګټن به نور د پاکستان لپاره هیڅ ډول نقدي مرسته تمدید نه کړي. په دې حالاتو کښې ممکنه ده چین، د پاکستان یوازنۍ انتخاب وي.

په عین حال کښې په پاکستان کښې د چیني ښاریزو او د دغه هیواد د امنیت څیړنه چین ته د پاکستان د پوځ د ترټولو لوړ چارواکي د سفر مهم ټکي دي.

*/*/*/*

په تیره اونۍ کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان له خپل پاکستاني همرتبه بلاول بوټو زرداري سره په ټیلیفوني خبرو کښې د نیکمرغه کوچني اختر د مبارکۍ په ترڅ کښې د دوه اړخیزو اړیکو او مهمو سیمه ایزو او نړیوالو موضوعاتو په هکله د نظر تبادله وکړه. امیر عبداللهیان د دواړو هیوادونو پّ اړیکو کښې د موجودو ملګرتیاو له پرمختګه د خوښۍ په څرګندولو سره، د اړیکو د پیاوړتیا او د ځینو خنډونو د ختمولو په لړ کښې د تهران په چمتووالي تاکید وکړ. هغه د ایران او پاکستان ګډو ټکیو ته په اشارې سره زیاته کړه: د ایران د ولسمشر ډاکټر رئیسي د حکومت په ګاونډي چورلیزه بهرني سیاست کښې د تهران او اسلام آباد اړیکو ته جدي پاملرنه شوې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري هم د دواړو هیوادونو مخ په پراختیا اړیکو او په سیمه کښې د ایران ځانګړي اهمیت ته په اشارې سره، د دواړو هیوادونو د اړیکو په  پراختیا باندې ټینګار وکړ. د ایران او پاکستان خارجه وزیرانو په دغو ټیلیفوني خبرو کښې د تهران او ریاض د اړیکو او په یوکرین کښې د صلحې د ټیننګښ په شمول د نورو سیمه ایزو موضوعاتو په هکله صلاح مشورې وکړې.

د سوډان له بدلونونو د اندیښنې څرګندونه او د بندیزونو د ختمولو لپاره خبرې اترې، په دغو ټیلیفوني خبرو کښې د نظر د تبادلې وړ نوور موضوعات وو.

د پاکستان د چارو کارپوه امین فرجاد په دې هکله وايي: د ایران او پاکستان اړیکې تل مخ په پراختیا پاتې شوې دي.

*/*/*/*

په تیره اونۍ کښې په کویټه کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سرکنسول حسن درویش وند د بلوچستان صوبې له وزیراعلی عبدالولي کاکړ سره په کتنه کښې، د وزیراعلی په توګه د هغه د ګمارل کیدو په وجه د ایران د سیستان او بلوچستان د والي د مبارکۍ د پيغام د رسولو په ترڅ کښې، هغه ته زاهدان ته د سفر بلنه ورکړه.

د ایران سرکنسول او د ورسره پلاوي غړو د ایران او پاکستان د دوه اړخیزو اړیکو په هکله د نظر تبادله وکړه. ښاغلي درویش وند ټینګار وکړ چې د ایران او پاکستان اقتصادونه د یو بل بشپړوونکي دي او د ګډو ګټو د ترلاسه کولو لپاره باید د تجارت د اسانتیا، د ټیرفونو او ګمرکاتو په برخه کښې د خنډونو د ختمولو او په ګډو پولو کښې د دواړو هیوادونو د ښاریزو د تګ راتګ او ټرانسپورټ د اسانولو لپاره اغیزناک ګامونه پورته شي.

هغه د کویټې زاهدان ترمینځ د هوايي لیکې په فعالیدو هم ټینګار وکړ او دې چارې ته یې د بلوچستان د صوباي يحکومت د پاملرنې غوښتنه وکړه.

په دغې کتنې کښې د پاکستان د بلوچستان وزیراعلی هم د اړیکو د اسانولو په لړ کښې د ایران د حکومت د کړنلارې او هم داشان د بلوچستان صوبې خلکو، تاجرانو او اقتصادي شرکتونو ته د ارزښتناکو خدماتو په ورکړه کښې د ایران د سرکنسولګرۍ په قدرونې سره، د کویټې او زاهدان ترمینځ د نیغ په نیغه پرواز د بحالولو د موضوع د تعقیبولو لوظ وکړ.

*/*/*/*/*/*

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه