May 08, 2023 14:18 Asia/Kabul
  • د رڼا سرچینې(۲۶) د الهي کسانو دعا

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې رڼا سرچینې نومي لړۍ له ننني (۲۶م) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي. د رڼا سرچینو د لړۍ په دې برخه کې د آل عمران سورت له ۱۹۲ څخه تر ۱۹۵ آیت شأن نزول څېړو.

د اسلام د ستر پېغمبر (ص) د ژوند يو له مهمو کيسو څخه، له مکې څخه مدينې منورې ته د هغه او د هغه د اصحابو د هجرت کيسه ده. په مدينه کې د اسلام تر خپرېدو وروسته، رسول الله (ص) د مکې له مسلمانانو څخه وغوښتل، د دې لپاره چې ډېر ونه ځورول شي، مدينې ته هجرت وکړي. زياتره مسلمانان له مکې څخه په پټه او آرامه توګه ووتل او يو څو تنه يې په مکه کې پاتې شول.

کله چې قريشو وليدل چې په مدينه کې د رسول الله (ص) ډېر پيروان او اصحاب دي او هغه کسان چې په مکه کې له ده سره یوځای شوي، هم د دوى په لور روان دي او هغوى هم پوهېدل چې رسول الله (ص) به هم له دوى سره  هرومرو يوځاى کېږي، نو هغوى له یو بل سره قَسَمْ یاد کړو چې د شپې په خوب کې پر رسول الله (ص) برید وکړي او هغه ووژني.

جبرائیل (ع) رسول الله (ص) ته وحي راوړه او هغه یې د خپل قوم له پلانه خبر کړ او له هغه څخه یې وغوښتل، چې په دې شپه په خپل بستر کې خوب ونه کړي. د شپې ناوخته وه چې د قریشو ځوانان د رسول الله (ص) په کور کې راغونډ شول او په تمه وو چې حضرت رسول ویده شي او بیا یې ووژني، خو هغه شپه علي بن ابي طالب (ع) د رسول الله (ص) په ځای کې ویده شو او هغوی حضرت له مکې څخه مدینې ته هجرت وکړ.

د رسول الله (ص) امانتداري د مکې ټولو خلکو ته معلومه وه، په داسې حال چې دوی خپل ټول مالونه او شتمني ورته سپارل. له همدې امله، رسول الله (ص)  مدينې ته له هجرت وروسته، له هرڅه وړاندې علي ته امر وکړ چې د خلکو په منځ کې په لوړ غږ اعلان وکړي، هر څوک چې له محمد (ص) سره کوم امانت لري، راشي او بېرته يې واخلي.

د پېغمبراکرم (ص) له حکم سره سم د امانتونو له بېرته ورکولو وروسته، علي (ع) بايد "فواطم" یعني؛ د رسول الله (ص) لور حضرت فاطمه (س)، د اسد لور فاطمه (د امام علي مور) او د زبیر لور فاطمه او هغه مسلمانان چې مدینې ته په هجرت کې بریالي شوي نه وو، له ځانه سره مدینې ته ویسي.

کله چې ابو سفیان مدینې ته د علي او د پیغمبر د کورنۍ د نورو غړو د تګ په اړه خبر شو، نو سمدستي یې یوه ډله د هغوی د تعقیب او نیولو لپاره واستوله. په نيمه شپه کې د علي (ع) کوچنی کاروان، ورو ورو د حجاز په هوارو او تيارو دښتو کې روان وو. تر دې چې د ضجّنان غره په لمنه او په تهامه سيمه کې، ناڅاپه د قريشو د کفارو اته تنه وسله وال او نقاب پوش سپاره، چې د غره په څنډه کې ناست وو، د کاروان مخې ته ودرېدل او لاره یې بنده کړه.

علي (ع) سمدلاسه د کاروان دوو کسانو «ایمن » او «ابوواقد» ته امر وکړ، چې اوښان دې ویده کړي او پښې یې وتړي. بیا هغه خپله په ​​ایستلې تورې سره د بریدګرو ډلې مخې ته ولاړ او د دوی پروړاندې ودرېد.

بریدګرو علي (ع) ته په پېغور سره وویل: فکر کوې چې کولای شې له ښځو سره وتښتې او ځان وژغورې؟ ژر مکې ته ورستون شه..." علي (ع) وفرمايل: "که ورستون نه شم...؟" هغوى وويل: په دې صورت كې تا له ذلت او خوارۍ سره ورګرځوو، چې دا به ستا لپاره له هلاكت څخه هم بدتر او سخت وي.

له دې خبرو وروسته، بریدګر په چټکۍ سره د ښځو او اوښانو پر لور روان شول، چې هغوی وډار کړي او مورال یې کمزوری کړي. له دوی څخه یو د «حویرث» په نوم چې په مکه کې یې پیغمبر (ص) هم ډېرځوراوه، په هغه اوښ یې برید وکړ، چې فاطمه (س) او بله ښځه پرې سپاره وو. د دې برید له امله، حضرت فاطمه له اوښ څخه ولوېده او د هغې مبارک بدن زیانمن شو.

علي (ع) د دې حالت په ليدلو سره، د بريدګرو او ښځو تر منځ خنډ شو او د هغه او د دښمنانو ترمنځ تن په تن جګړه پيل شوه. د بریدګرو ډلې مشر د " جناح " په نوم یو کس و. هغه د ​​علي (ع) پر لورې توره وایستله، خو علي (ع) په ځېرکتیا سره، د هغه د تورې له ګوزاره ځان وژغوره او په يوه عجيبه خوځښت سره يې، د "جناح" له لاس څخه توره واخيسته او هغه یې له آس څخه پر ځمکه وغورځولو.

بیا یې پر نورو بریدګرو په برید سره، د مسلمانانو له کاروان څخه دفاع وکړه او هغوی یې شاته بوتلل. امام په همدې وخت کې، په زړه پورې او حماسي شعرونو په ویلو سره، چې د هغه د روح او ایمان له شدت څخه سرچینه اخلي، د جسمي ګوزارونو ترڅنګ، دښمن ته سخت روحي او رواني ګوزارونه هم ورکړل.

په هغه تاریخي شېبو کې د هغه امام د شعرونو څخه  دا وو چې:

خَلُّوا سَبیلَ الجاهِدِ المُجاهِدِ    آلَیتُ لا اَعْبُدُ غَیرَ الْواحِدِ

لاره ورکړئ هغه زیارکښ مجاهد ته چې د الله په لاره کې جهاد کوي. ما قسم خوړلی چې هېڅکله به له الله پرته د بل چا عبادت ونه کړم.

کله چې د قريشو استازي د علي (ع) له پرېکنده ارادې او زړورتيا سره مخامخ شول او هغه حضرت يې په خپل هدف کې هوډمن وليد، نو مايوسه شول او په دې پوه شول چې د مسلمانو مهاجرينو د ستنېدو توان نه لري. له همدې امله، دوی د دویم ځل لپاره امام ته په آرام غږ سره وویل: راځه له موږ سره مکې ته ولاړ شه!

خو علي (ع) په پوره زړورتيا سره خپل اخري خبرې داسې څرګندې کړې : ما هوډ کړی چې په مدينه کې د خپل تره زوی، رسول الله (ص) خواته ولاړ شم او که له تاسو څخه هریو زما د تګ مخه ونيسي او يا ما ته نږدې شي، بدن به يې ټوټې ټوټې شي او هغه به په دې توګه خپل ژوند له لاسه ورکړي."

بیا یې ابوواقد او ایمن ته امر وکړ چې د اوښانو پښې خلاصې، مسافرین سپاره او کاروان روان کړي. او همداسې وشول چې د علي (ع) په مېړانې او زړه ور مقاومت سره، دغه کاروان له دښمن څخه وژغورل شو او په برياليتوب سره د مدينې په لور يې خپل سفر ته دوام ورکړ.

رسول الله (ص) مدینې ته له تلو مخکې، د قبا په کلي کې د علي (ع) په تمه وو، چې د آل عمران له ۱۹۲ څخه تر ۱۹۴ آیتونه پر هغوی نازل شول.

په دې آیتونو کې راغلي چې:

«الَّذِینَ یَذْکُرُونَ اللَّهَ قِیَامًا وَقُعُودًا وَعَلَى جُنُوبِهِمْ وَیَتَفَکَّرُونَ فِی خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ رَبَّنَا مَا خَلَقْتَ هَذَا بَاطِلًا سُبْحَانَکَ فَقِنَا عَذَابَ النَّارِ :

هغه کسان چې (په ټولو حالاتو کې) په ولاړه، ناست او تکیه کې، خدای یادوي او د آسمانونو او ځمکې په پیدایښت کې فکر کوي، (چې) اې ربه، تا دا شیان بې ځایه نه دي پیدا کړي، ته پاک ذات یې، نو موږ د دوزخ له عذابه وساته.

 رَبَّنَا إِنَّکَ مَنْ تُدْخِلِ النَّارَ فَقَدْ أَخْزَیْتَهُ وَمَا لِلظَّالِمِینَ مِنْ أَنْصَارٍ :

اې ربه! څوک چې په اور کې واچوې، یقینا هغه مو ذلیل کړی او د ظالمانو لپاره هیڅ مرستندوی نشته.

رَبَّنَا إِنَّنَا سَمِعْنَا مُنَادِیًا یُنَادِی لِلْإِیمَانِ أَنْ آمِنُوا بِرَبِّکُمْ فَآمَنَّا رَبَّنَا فَاغْفِرْ لَنَا ذُنُوبَنَا وَکَفِّرْ عَنَّا سَیِّئَاتِنَا وَتَوَفَّنَا مَعَ الْأَبْرَارِ:

اې ربه! موږ اوریدلي چې یو بلنه ورکوونکی، د ایمان بلنه ورکوي چې په خپل رب ایمان راوړئ، نو موږ ایمان راوړ، اې ربه! زموږ ګناهونه معاف کړه او زموږ بدۍ لرې کړه او موږ د صالحانو په ډله کې مړه کړه.

رَبَّنَا وَآتِنَا مَا وَعَدْتَنَا عَلَى رُسُلِکَ وَلَا تُخْزِنَا یَوْمَ الْقِیَامَةِ إِنَّکَ لَا تُخْلِفُ الْمِیعَادَ :

اې ربه! موږ ته هغه څه راکړه چې د خپلو پېغمبرانو په وسيله مو وعده راکړې ده او موږ د قيامت په ورځ مو مه رسوا کوه، ځکه چې ته خپله وعده نه ماتوي.

علي مدينې ته په لاره کې، يوه شپه د " ضجّنان " په سيمه کې پاتې شو، تر څو د ام أیمن په څېر ځينې پاتې کسان هغوى ته ورسي. په دې شپه امام او ملګرو یې عبادت وکړ او تر سهاره پورې د خدای په ذکر بوخت وو. او د لمانځه وخت په رارسېدو سره يې د علي تر شا د سهار لمونځ ادا کړ.

دغه کوچنى کاروان په پرلپسې ډول د خداى په ذکر او نوم سره، په لاره کې له کورونو څخه تېرېده. تر دې چې د ربيع الاول د مياشتې په نيمايي کې، له رسول الله (ص) څخه درې ورځې وروسته، د قُبا کلي ته ورسېدل، چې په هغه وخت کې له مدينې منورې څخه له يو فرسخ څخه ‌ډېر لرې وو.

کله چې رسول الله (ص) د علي (ع) او د هغه د ملګرو له راتګ څخه خبر شو، وفرمايل: علي ته ووايئ چې زما خواته راشي! عرض وشو: اې د خدای رسوله! علي د پلي مزل او سفر د دردونو له امله، د ګرځېدو توان نه لري. پېغمبراکرم (ص) په خپله د علي (ع) ليدو ته ورغی، هغه یې په ​​غیږ کې ونیولو او د هغه د ټپي شویو پښو په لېدو سره، د حضرت رسول په سترګو کې اوښکې راټولې شوې.

خدای پاک هم د علي (ع) او نورو مسلمانانو د هلو ځلو په خاطر چې په دغه کاروان کې وو، د آل عمران سورت ١٩٥ آيت پر پېغمبراکرم (ص) باندې نازل کړ او وفرمایل:

« فَالَّذینَ هاجَرُوا وَ اُخْرِجُوا مِن دِیارِهِم وَ اُوذُوا فی سَبیلی وَ قاتَلُوا وَ قُتِلُوا لاَ ُکَفِّرَنَّ عَنهُم سَیِّئاتِهِم وَ لاَدْخُلَنَّهُمْ جَنّاتٍ تَجْری مِن تَحْتِهَاالاَنْهارُ ثَواباً مِن عِندِاللّهِ وَاللّهُ عِندَهُ حُسْنُ الثَّوابِ:

کومو کسانو چې د الله په لاره کې هجرت وکړ او له خپلو کورونو څخه وشړل شول او زما په لاره کې وځورول شول او وجنګېدل او ووژل شول، زه به خامخا د هغوی ګناهونه وبخښم او هغوی به د جنت په هغو باغونو کې چې تر ونو لاندې به یې ویالې بهېږي ځای ورکړل. دا د خدای له خوا  هغه اجر دی، او غوره اجر د خدای په نزد دی.

ژباړه: زماني

 

ټیګونه