د ایران طبي تجهیزات کومو هېوادونو ته صادریږي؟
-
د ایران طبي تجهیزات کومو هېوادونو ته صادریږي؟
پارس ټوډی - د ایران اسلامي جمهوریت د ولسمشر علمي مرستیال د دې هېواد د طبي تجهیزاتو د صادراتو د پام وړ ودې خبر ورکړی.
«حسین افشین» د یکشنبې په ورځ د تهران په ۱۴۰۴ ایرانهلث نړیوال شپږویشتم نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د ایران د طبي تجهیزاتو د صنعت د فعالانو د هڅو ستاینه وکړه او په دې برخه کې یې پر نوښت، کیفیت او تخنیکي ملاتړ ټینګار وکړ.
د پارس ټوډی د را پورو له مخې؛ افشین وویل: ایراني ډاکټران د نړۍ له مخکښو ډاکټرانو څخه دي، او که ایران وغواړي د خپلو افتخارونو یوه برخه یاد کړي، بې له شکه طبي او درملنې برخه به له غوره برخو څخه وي.
هغه زیاته کړه: ایراني تولیدوونکي داسې طبي تجهیزات تولیدوي او د روغتیا ټولنې ته وړاندې کوي چې د کیفیت، خوندیتوب او پایښت له پلوه لوړ معیارونه لري، دا چې دا تجهیزات د ایراني ماهرو ډاکټرانو لخوا کارول کېږي، د لوړ باور او کیفیت نښه ده، ځکه زموږ ډاکټران د غوره او خوندي تجهیزاتو د کارولو لپاره ژمن دي.
افشین وویل، ایراني طبي تجهیزات له ۶۰ زیاتو هېوادونو ته صادریږي او دا د هېواد د پوهې پر بنسټ صنعت یو له افتخاراتو څخه دی.
د یادونې وړ ده، د ایرانهلث ۱۴۰۴ شپږویشتې نړیوال نندارتون، چې د طبي، غاښونو، درملو او لابراتواري تجهیزاتو په اړه دی، د ۱۴۰۴ کال د غبرګولي له ۱۸مې تر ۲۱مې نېټې پورې د تهران په دایمي نړیوالو نندارتونونو په ځای کې ترسره کېږي.
دا نندارتون د ۲۰ هېوادونو له نړیوالو ګډونوالو کوربهتوب کوي.