په امریکا کښې خبریالانو باندې ډزې کول د نه منلو وړ چاره ده
(last modified Tue, 10 Jun 2025 11:06:15 GMT )
Jun 10, 2025 15:36 Asia/Kabul
  • په  امریکا کښې خبریالانو باندې ډزې کول د نه منلو وړ چاره ده

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اسټرالیا لومړي وزیر «انتوني البانیز»د امریکا د ملي ګارډ د ځواکونو لخوا په لاس انجلس کښې د اسټرالیا په خبریالې باندې د پلاسټیکي مرمې ویشتلو ته په غبرګون کښې دغه اقدام ویرونکی او د نه منلو وړ وباله.

هغه زیاته کړه مونږ دغه کار د نه منلو وړ ګڼو او په دغو شرایطو کښې د رسنیو کار ډیر مهم جاجوو.

د اسټرالیا لومړي وزیر انتوني البانیز وویل د اسټرالیا حکومت دغه موضوع د امریکا له حکومت سره مطرح کړي ده خو هغه د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرامپ سره د هر ډول راتلونکو خبرواترو په هکله له څه ویلو ډډه وکړه.

د اسټرالیا په خبریالې میرمن «لورن توماسي» د امریکا د عسکرو ډزې په  لاس انجلس کښې  په پراخه سویه د ځواکونو د استولو په بهیر کښې شوي دي او په واټونو کښې له څو ورځې اعتراضونو وروسته چې د ګڼ شمیر مهاجرینو د نیول کیدا سبب شول ولسمشر ټرامپ لاس انجلس ښار ته د سمندري ځواک د اوه سوه غړیو او د ملي ګارډ د دوه زره ځواکونو د استولو حکم ورکړی دی.