د ړنا سرچینې ۲۷ د تبوک غزوه
.د رڼا سرچینو د لړۍ په دې برخه کې به د تبوک د غزوې چي رومیانو سره شوې او د توبې د مبارکې سورې د ځینو ایتونو په هکله بحث وکړو.
د هجرې قمرې کال د اتم کال په لومړیو کې د مکې له فتحې وروسته، چي امنیت د حجاز د ټاټوبې په اکثره سیمو کې برقراره شوی وو، حضرت نبی اکرم ص د شام په سرحداتو کې د اسلام د تبلیغ په فکر کې ولوېد، په دې خاطر حارث عُمَیر اَزدی یې له یو لیک سره، د شام په سرحدي سیمو کې د «بُصری» حاکم ته واستول. هغوی د رومیانو د امپراطورۍ تر واک لاندې وه، حارث په خپل سفر کې د مؤتې له سیمې تېر شو، د مؤتې امیر «شرحبیل غسانی» چي د حارث د ماموریت په هکله خبر شوی وو، د هغه مخه یې ونیوه او هغه یې شهید کړ. له دغه پېښې سره هممهاله د مسلمانانو ۱۵ کسیزه ډله چي د حضرت نبی اکرم ص له لورې د قران د ښودلو او تبیلغ لپاره «ذات الطلوع» ټاټوبې ته ورغلي وه، له خونړي برید سره مخامخ شول او له یوه کس ماسېوا نور ټول په شهادت ورسېدل. له دغو پېښو وروسته، د اسلام ګران پیغمبر ص د مؤتې سره د جنګ امر وکړ، داسي یو جنګ ورڅخه د کشفولو لپاره د یوه عملیات په توګه هم یادونه کېدایشي، دغه عملیات مسلمانان د رومیانو د لښکریانو د جنګي طریقو سره بلد کړل.
د مؤتې له جنګ وروسته، پیغمبر (ص) په یوې عمومې بلنې سره، رومیانو سره د جګړې لپاره مسلمانانو ته امر ورکړ. هغوی د مخکنیو جنګونو په اپوټه چي په کښې د جنګ هدف نه اعلانېدل، په دغه جنګ کې یې په ښکاره وفرمایل چي تبوک ته د تلو او رومیانو سره د جنګ اراده لري.
د تبوک سیمه، د شام او مدینې تر مینځ ټآټوبې وه، واټن یې له مدینې زیات وو او دا د پیغمبر ص لومړنی لیري واټن جنګي سفر بلل کېدا، دښمن د رومیانو لښکر وو چي د شمېر او جنګي سازو سامان له نظره په مسلمانانو برلاسه وو، په دې خاطر حضرت نبی اکرم ص د مقصد د اعلانولو په ترڅ کې له مسلمانانو وغوښتل چي ځانونو سره توښه زیاته واخلي.
هغوی د خپل لښکر د سمبالولو لپاره د مدینې د چار چاپیر له قبایلو څخه مرستې راغونډې کړې او حتی په مکه مکرمه کې خپل والي «عتاب بن اسید» ته د یو لیک په استولو سره، له هغه وغوښته چي قبایل د جهاد لپاره چمتو کړي او هره قبیله دې په جلا بیرغ او خپلواک مشر سره جنګ لپاره تیار شي، همدارنګه شتمنو باندې امر وکړ چي په هره اندازه چي کولایشي د لښکریانو د توښې له برابرېدو سره مرسته وکړي.
د مدینې اکثره خلګو د کړهڼې له لارې روزګار تېرول، هغه مهال هم د کړهڼیزو محصولاتو د راغونډولو موسم وو، په دې خاطر تبوک ته ورتګ چي له مدینې څخه لیري وو، مسلمانانو ته ګران کار وو، له دغو ستونزو ماسېوا، په هغه وخت کې د نړۍ له ستر قدرت روم سره، جګړه هم په ځینو مسلمانانو کې اندېښنې رامینځ ته کړې وي.
په دغه وخت کې منافقینو هم د مسلمانانو د روحیې د کمزوري کولو لپاره ، د روم د امپراطورۍ د قدرت په هکله په خبرو سره، په خلګو کې وېره خپرول. هغوی په زهرجنو تبلیغاتو سره، هڅه کاوه چي خلګ په جهاد کې له ګډون څخه راوګرځوي، د هغوی د پراخو تبلیغاتو په نتیجه کې هغه کسانو چي ایمان یې کمزوري وه او ناپوه وه، د نبی اکرم ص بلنې ته په ځواب ویلو کې زړه نا زړه شول.
په دغه وخت کې د توبې د مبارکې سورې ۳۸ او ۳۹ ایتونه نازل شول او مسلمانانو ته په پرېکنده او تریخې ژبې سره، د دښمن د دسیسو په هکله خبرداری ورکړ.
دغو ایتونو کې راغلې:« یَا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا مَا لَکُمْ إِذَا قِیلَ لَکُمُ انْفِرُوا فِی سَبِیلِ اللَّهِ اثَّاقَلْتُمْ إِلَى الْأَرْضِ ۚ أَرَضِیتُمْ بِالْحَیَاةِ الدُّنْیَا مِنَ الْآخِرَةِ ۚ فَمَا مَتَاعُ الْحَیَاةِ الدُّنْیَا فِی الْآخِرَةِ إِلَّا قَلِیلٌ / إِلَّا تَنْفِرُوا یُعَذِّبْکُمْ عَذَابًا أَلِیمًا وَیَسْتَبْدِلْ قَوْمًا غَیْرَکُمْ وَلَا تَضُرُّوهُ شَیْئًا ۗ وَاللَّهُ عَلَىٰ کُلِّ شَیْءٍ قَدِیرٌ.
ژباړه:
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! پر تاسو څه شوي دي چې كله تاسو ته وویل شي: د الله په لاره كې د غزا لپاره ووځئ (،نو) تاسو ځمكې ته درانه (او مایل) شئ؟ ایا تاسو د اخرت په مقابله كې پر دې دنيايي ژوند راضي شوي یاست؟ نو د اخرت په وړاندې د دنیوي ژوند فايده نه شته مګر ډېره لږه.
كه تاسو ونه وځئ (نو) هغه (الله) به تاسو ته ډېر دردوونكى عذاب دركړي او له تاسو نه غیر به بل قوم په بدل كې راولي او تاسو به هغه ته هېڅ ضرر ونه رسولاى شئ او الله په هر شي باندې ښه قادر دى.
رېښتني مومنان، هغوی چي د زړه له کومې په خدای او د هغه په رسول ایمان راوړي وه، جنګ ته د تلو لپاره تیار شول او هر یو کس د جنګ د لښګتونو د برابرولو لپاره تر خپل وس پورې مرسته وکړه، زیاتو مسلمانو ښځو خپل زېور وړاندې کړ څو د اسلام د لښکریانو د سمبالولو لپاره وکارول شي، یو بې وزلی پیغمبر مبارک ته یوه صاع خرما راوړ او وویل: اې د خدای رسوله! مزدوري مې کړې ډه، دوه صاع خرما مي واخیسته، نیمایي مې کورنۍ ته ورکړه او پاته مې د جنګ سره د مرستې لپاره راوړ. یو بل کس هم یوه صاع خرما په راوړلو سره، پیغمبر ص ته وویل: اې د خدای رسوله! له شپې تر سهاره مي په نخلستان کې کار وکړ، دوه صاع خرما مې تر لاسه کرې، یوه مي کورنۍ لپاره ساتلې او یوه صاع مي راوړې ده چي خدای ته په پور ورکړم.
په دې مینځ او مان کې یو شمېر منافقینو د ځان د ښودنې لپاره زیاتې پیسې مرستې وکړې او په بې وزلو مسلمانانو باندې د کمو مرستو په خاطر ملنډې وهلې، دلته وو چي د توبې د مبارکې سورې ۷۹ ایت نازل شو:« الَّذِینَ یلْمِزُونَ الْمُطَّوِّعِینَ مِنَ الْمُؤْمِنِینَ فِی الصَّدَقَاتِ وَالَّذِینَ لاَ یجِدُونَ إِلاَّ جُهْدَهُمْ فَیسْخَرُونَ مِنْهُمْ سَخِرَ اللّهُ مِنْهُمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِیمٌ: هغه كسان چې پر نفلي خیرات كوونكو مومنانو باندې د صدقاتو په باره كې عیب لګوي او پر هغو كسانو باندې (عیب لګوي) چې هغوى نه مومي مګر خپل وس او محنت، نو دغه (منافقان) په دوى پورې مسخرې كوي، الله به په دوى پورې مسخرې وكړي او د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى.
د مدینې په خلګو کې یوه ډله ضعیف الایمان وه چي سوستي او لټي به یې کاوه، د جنګ په میدان کې د نه ګډون لپاره به یې پلمې لټولې. ځینو یې هیڅ یوه پلمه نه درلوده، خوشي پلمې به یې نیولې. د مثال په توګه جد بن قیس د بني سلمې د طائفې یو مشر چي له منافقینو څخه وو، جنګ ته د ګډون لپاره د نبی اکرم ص د وړاندیز په ځواب کې وویل: یا رسول الله ! زما قوم پوهیږي زه ښځو سره زیاته مینه لرم، ویریږم که له تاسو سره، راشم او سترګې مې په رومي انجوڼو ولویږي، په هغوی مین شم او خپل کنټرول د لاسه ورکړم، نو ماته په مدینه کې د پاتې کېدو اجازه وکړه. اې د خدای رسوله ما په فتنه او ازموینه کې مه ښکلېوه! د دغه کس پلمه دومره شرموونکې او سپکه وه چي متعال خدای د هغه خبرې د توبې د مبارکې سورې په ۴۹ ایت کې بیانوي او په ځواب کې فرمایي: وَمِنْهُم مَّن یقُولُ ائْذَن لِّی وَلاَ تَفْتِنِّی أَلاَ فِی الْفِتْنَةِ سَقَطُواْ وَإِنَّ جَهَنَّمَ لَمُحِیطَةٌ بِالْکَافِرِینَ: له هغوی ځینې وایي: ماته اجازه وکړه چي (په جهاد کې ګډون نه وکړم) او ما په ګناه کې مه اچوه! خبردار ووسئ، هغوی (همدا اوس) په ګناه کې لوېدلي او دوږخ کافران په بر کې نیولي دي.
د منافقینو یوه بله ډله هم د هوا د ګرمېدو پلمه کولې او نورو ته یې سپارښتنه کاوه چي په ګرمي کې دې جګړې ته ولاړ نه شي، هغوی په دغو په ظاهره زړه سواندې سپارښتنو سره، د مسلمانانو اراده کمزورې کاوه او د ځان لپاره د جرم شریک پیدا کولې.
متعال خدای د توبې د مبارکې په ۸۱ ایت کې په ډېر پرېکنده توګه فرمایلي: «قُل نَارُ جَهَنَّمَ اَشَدُّ حَرّاً لَوکَانُوا یَفقَهُونَ: هغوی ته ووایه: د دوږخ اور له دغه نه هم ګرم او سوځوونکی دی، که تاسو په پوهېدلې وای.
د دغې ډلې په وړاندې، داسي خلګ هم وه چي په خدای او د هغه په رسول باندې مینان وه او په خلاص سره به یې په جنګونو کې ګډون کاوه، لیکن د بې وزلی د امله د سفر لپاره د توښې په برابرولو کې پاته راتلل نو بیا به د نبی اکرم ص څخه به د مرستې غوښتنه کاوه چي جهاد ته د تلو لپاره ورسره مرسته وکړي.
د توبې د مبارکې سورې په ۹۲ ایت کې فرمایلی: وَ لا عَلَى الَّذینَ إِذا ما أَتَوْکَ لِتَحْمِلَهُمْ قُلْتَ لا أَجِدُ ما أَحْمِلُکُمْ عَلَیهِ تَوَلَّوْا وَ أَعْینُهُمْ تَفیضُ مِنَ الدَّمْعِ حَزَناً أَلاَّ یجِدُوا ما ینْفِقُونَ:
او نه پر هغو كسانو (څه حرج شته) چې هر كله تا ته راغلي دي، د دې لپاره چې ته هغوى ته سورلۍ وركړې، تا وویل: زه نه مومم هغه (سورلي) چې تاسو پر هغې سواره كړم، نو هغوى وګرځي، په داسې حال كې چې د هغوى له سترګو اوښكې بهېږي، د دې غم په سبب چې دوى هغه (مال) نه مومي چې دوى يې ولګوي.